29 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ګڼ پالنه، ولسواکي او سوله ییز ژوند

کابل / د غبرګولي ۹ مه / باختر په دغو ورځو...

يوولس تنه په هرات کې ونيول شول

يوولس تنه په هرات کې ونيول شول

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر د هرات پوليسو...

طالبانو د٨٠ پوځيانو د خوشې کولو خبر ورکړ

طالبانو د٨٠ پوځيانو د خوشې کولو خبر ورکړ

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر په دوحه کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

له ٤٠ کلونو ممنوعيت وروسته دفوټبال لوبغالى ته دايراني ښځو ورتګ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 له ٤٠ کلونو ممنوعيت  وروسته دفوټبال  لوبغالى  ته دايراني ښځو ورتګ

-تهران / دتلې  ١٩مه / باختر :
ايراني ښځو په تېرو څلويښتو کلونوکې دلومړي ځل لپاره اجازه ترلاسه کړه چې دنارينه و دفوټبال ديوې لوبې دنندارې لپاره دتهران ملي لوبغالي ته ورشي
په ايران کې د  ١٩٧٩ کال له اسلامي انقلاب څخه وروسته ، ښځې دنارينه و دلوبو دنندارې لپاره لوبغالو ته له ورتګ څخه منع شوې .
خو دفوټبال دبين المللي  فدراسيون له لوري دفشارونو له زياتوالي اودښځو دحقوقو دفعالانو دمبارزو  له زور اخستو وروسته ، په ايران کې مقاماتو دلومړي ځل لپاره کابو  ٣٠٠٠ ټکټونه دښځو لپاره اختصاص کړل چې په تهران کې دايران او کمبوديا  دټيمونو ترمنځ  دنړيوال  جام دتياري دپروني  لوبې ننداره وکړه .
په دې سياليو کې چې ايراني ښځو دلومړي ځل لپاره اجازه ترلاسه کړه په رسمي ډول دنارينه و  دفوټبال دلوبې دنندارې لپاره لوبغالي ته ورشي ، ايران دصفر په وړاندې په څوارلسو سره کمبوديا ته ماتې ورکړه .
دتهران دازادى لوبغالى په يوه وخت کې د ٧٨٠٠٠  ننداره کوونکو ظرفيت لري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Saturday, 12 October 2019 12:01

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.