21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده

کابل/ د کب ٢مه/ باختر د سالنګونو لويې لارې مسوولين وايي...

په هرات کې پنځه تنه د نشه يي توکو د ليږدولو په اړوند ونيول شول

په هرات کې پنځه تنه د نشه يي توکو د ليږدولو په اړوند ونيول شول

کابل/ د کب ٢مه/ باختر د هرات پوليسو پنځه کسان دنشه...

شپږ طالبان په فارياب کې ووژل شول

شپږ طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل/ د کب ٢مه/ باختر په فارياب کې شپږ وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ابوبکر البغدادي په سوريه کې ووژل شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم ٥مه / باختر :
خبري سرچېنو دان بي سي شبکې ته وويل چې امريکايي ځواکونو دسوريې په شمال لويديځ کې په عملياتو کې  دداعش په مشر ابو بکر البغدادي مرګانى بريد وکړ .
دغوسرچېنو اعلام وکړچې قانوني ازمايښتونه دترسره کېدو په حال کې دي خو امريکايي  مقامات عقيده لري چې البغدادي  په وژل شويو کسانوکې دى .
باختراژانس دان بي سي له خولې خبر راکړ چې دامريکا دځانګړو عملياتو ځواکونو دتېرې شپې  په نيمايي کې دسوريې دادلب ولايت دباريشا کلي ته څېرمه دامريکايي هليکوپترونو ، جت الوتکو او دبې پيلوټه پوځي الوتکو په ګډون په عملياتو کې دداعش په مشر بريد وکړ .
ددغه رپوټ له مخې، او  دان بي سي دسرچېنو له خولې  امريکا په دغو عملياتو کې په هوايي بريد اقدام وکړ او له هغه وروسته او دځواکونو دراښکته کېدو په تعقيب يې داطلاعاتو په  راټولولو اقدام وکړ  په دغو عملياتو کې په البغدادي پورې يوشمېر نور اړوندکسان هم وژل شوي دي .
لاتراوسه پورې په دې بريد کې دامريکايي پوځيانو دسردزيان دشمېر په باره کې اطلاعات نه دي خپاره شوي .
  سپېنې ماڼۍ په دې اړوند وويل چې دامريکا جمهور رييس  دونالد ترامپ به دواشنګتن په وخت داکتوبر  دمياشتې  په ٢٧ نيټه ديکشنبې  دورځې دسهار په نهو بجو يوه  ډيره مهمه وينا واوروي .
دونالد ترامپ  دشنبې په شپه په تويت کې ليکلي و چې همدا اوس ډيره ستره پېښه رامنځته شوې ده امريکايي  خپرونه  ( نيوزويک )  له لومړنيو رسنيو څخه وه چې دالبغدادي  پرخلاف دامريکا دعملياتو خبر يې خپور کړ
دغې رسنۍ دامريکايي مقاماتو له خولې چې دهغودنومونو يادونه يې نه ده کړې ليکلي و چې واشنګتن په بشپړ ډاډ سره عقيده لري چې الًبغدادي  دامريکايي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوى دى .
له دې سره جوخت دعراق دوو امنيتي سرچينو ديکشنبې په ورځ درويترز خبري اژانس ته وويل چې دغه هېواد په سوريه کې دخپلو اطلاعاتي سرچينو له لارې دالبغدادي دوژل کېدو په باب خبر درلود .
يوه مقام چې نوم يې درويترز په رپوټ کې نه دى اخستل شوى وويل زموږ سرچېنودسوريې له خاورې  څخه هغه عراقي اطلاعاتي ټيم ته چې دالبغدادي په تقعيبولو مامور و خبرورکړ چې هغه له خپل شخصي ساتونکي سره په ادلب کې وژل شوى دى .
  هغه زياته کړه چې البغدادي دهغه دپټنځي له افشاکېدو څخه وروسته هلې ځلې وکړې چې خپله کورنۍ له ادلب څخه وباسي او دترکيې دپولو په لور يې ولېږدوي . له بلې خوا رويترز ددووايراني مقاماتو له خولې په ورته خبرکې ويلې دي چې ايران هم دداعش دمشرپه وژل کېدو خبردرلود .
البغدادي دتېرکال تر اپريل پورې پنځه کاله له سترګو څخه پټ و .
   داعش داپريل په  ٢٩ نيټه ديوې اتلس  دقيقه يي ويديو په خپرولو سره بغدادي ته ورته سړى وښوده چې دوربين ته مخامخ ناست و او وويل يې  چې دخپلو وژل شويوکسانو او بنديانو غچ اخلي .
البغدادي له  ٢٠١٠  ميلادي کال راپديخوا د داعش مشرتوب پرغاړه درلود
په وروستيو کلونوکې دالبغدادي  دوژل کېدو يا ژوندون  اوپټېدو په باره کې زيات رپوټونه خپاره  شوي دي .
   ختم_ عطالله _ اکرم


 

Last modified on Tuesday, 29 October 2019 04:25

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.