15 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دپروان ښوونځيو تنطيفاتي وسايل ترلاسه کړل

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر : دپروان په يوشمېر ښوونځيو...

دشکرې له ناروغي سره دمبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د صدام حسين د اردو پخوانى افسر د داعش نوې مشر انتخاب شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لړم ٧مه/باختر
د تېرې شنبې په ورځ  د داعش د مشر ابوبکر البغدادي له وژل کېدو وروسته عبدالله قرداش د داعش نوى مشر وټاکل شو.
باختر آژانس د ديلي ټايمز له خولې خبر راکړ: عبدالله قرداش چې د عراق د معدوم  جمهور رييس  صدام حسين حکومت په اردوکې پوځي افسر و او د ابوبکر البغدادي ترڅنګ د امريکا پوځ په واسطه په القاعده شبکه کې د غړيتوب په تور په  ٢٠٠٣ميلادي کال کې بندي شو او تصور کېږي چې دغو دوو تنو په جېل کې دغه ډله  جوړه کړه.
هغه په داعش ډله کې د قانون جوړوونکى او پاليسۍ رييس و او استاد پېژندل کېده.
د اګست په مياشت کې بغدادي قرداش د دې ډلې د ورځنيو عملياتو مسوول وټاکه، هغه چې د استاد په نامه مشهور دى؛ د داعش يوه ظالمه څېره ده.
د هغې وينا له مخې چې داعش د دې ډلې په ويب سايټ کې خپره شوې ده؛ په کې ويل شوي دي چې د اګست په مياشت کې البغدادي، قرداش د دې ډلې د عملياتو مسوول وټاکه.
البغدادي د امريکايي ځواکونو په هغو ځانګړو عملياتوکې چې دتېرې شنبې په ورځ په سوريه کې ترسره شول؛ ځان د يوې تونل په دننه کې وچاوه.
ختم- ف -اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.