28 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ١٥٨٢ډالرو وړاندې کېږي

يو انس سره زر په ١٥٨٢ډالرو وړاندې کېږي

کابل/ د سلواغې ٨مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

  څلور طالبان په هلمند کې ووژل شول

څلور طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر د ملي دفاع وزارت مسوولین...

د هېواد په ختیځ کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

د هېواد په ختیځ کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر د ننګرهار د ١٦ ولسوالیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

هند او بنګله دېش کې توپان دوه میلیون خلک بېځایه کړي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د لړم ١٩مه / باختر :
په بنګله دېش او هند کې د بولبول توپان رسېدو له وېرې څه باندې دوه میلیونه وګړي له خپلو کورونو وتلي دي.
دغه توپان پرون د هندي بنګال لوېدیځ ساګر ټاپو ته ورسېد او اټکل و چې څپې یې دوو مترو ته ورسېږي.
د رپوټونو له مخې، تر اوسه د دغه توپان له کبله دوه کسان وژل شوي دي.  په هند کې د کلکتې نړیوال هوايي ډګر په ګډون ډېری نږدې بندرونه او هوايي  ډګرونه تړل شوي دي.
په بنګله دېش کې هم د مونګلا او چیتاګونګ په نومونو دوه لوی بندرونه تړل شوي  او د چیتاګونګ هوايي ډګر الوتنې هم درول شوې دي .
هوا پېژندونکو وړاندوېینه کړې چې دغه توپان دشمال په لور روان دى او ښايي توان یې کم شي.  له توپان سره په ګړۍ کې ۱۲۰ تر ۱۵۰ کیلومتره بادونه هم مل دي چې په سمندر او اوبو کې یې لویې څپې جوړې کړې دي.
  پاى \ ذ

 

Last modified on Monday, 11 November 2019 04:04

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.