27 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت  له ټاکلي هدف   څخه   ٤٣ سلنه  زيات عايد راټول کړى دى

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له ټاکلي هدف څخه ٤٣ سلنه زيات عايد راټول کړى دى

کابل/ دکب٧مه / باختر : دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست ...

څه ډول کولاى شو دکرونا ويروس د خپريدو مخه ونيسو؟

کابل/ دکب٧مه / باختر د عامې روغتيا وزارت د ساري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امريکا په افغانستان کې داوربند او دتاتريخوالي دکمښت لپاره دپاکستان دهمکارى هرکلي وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

اسلام اباد  /دليندۍ  ٢٣مه باختر
  دافغانستان دسولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليل زاد دپاکستان له جګپوړو مقاماتو سره په کتنه کې  دتاوتريخوالي دکمښت ، اوربند اوبين الافغاني  خبرو دترسره کولو لپاره ددغه هېواد دملاتړ  هرکلي وکړ
  په پاکستان کې دامريکا دسفارت په اعلاميه کې ويل شوي دي چې هغه په دې سفر کې دپاکستان داردو له لوى درستيز قمر جاويد باجوا اودبهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي  سره کتلي دي او له هغوى سره دامريکا او طالبانو دخبرو دبهير  په باره کې غږيدلى دى . 
په دې کتنه کې چې پرون ترسره  شوه خليل زاد دافغانستان دسولې له بهير سره دسيمه ييز ملاتړ په اهميت باندې ټينګار وکړ اوزياته يې کړه چې سوله کولاى شي دسيمې لپاره اقتصادي اوامنيتي ګټې ولري .
دامريکا اوافغانستان دسولې دخبرو لسم پړاو دليندۍ دمياشتې له شپاړلسمې څخه پيل او تر پرون دليندۍ تر  ٢٢ پورې يې دوام درلود
ددغو خبرو اصلي موضوع دتاوتريخوالي کمښت اعلام شوى دى چې دبين الافغاني  خبرو دپيل او اوربند سبب شي 
پرون خليل زاد اعلام وکړچې  دطالبانو دډلې له استازو سره خبرې  له يوې اوونۍ څخه وروسته په لڼډ  مهال ډول ځنډيلي دي 
طالبانو اوامريکا تراوسه پورې له يوبل  سره  دمستقيمو خبرو لس پړاونه ترسره کړي دي .
کابو  درې مياشتې  مخکې په نهم پړاو کې دواړه لوري ديوې موافقې په درشل کې و او خبرې وروستيو پړاونوته رسيدلي و .
په دې موده کې دونالد ترامپ په کابل کې دطالبانو ديوځانمرګي بريد په دليل چې ديوه امريکايي سرتيري په ګډون ددولسو تنو دوژل کېدو سبب شو دغه خبرې په ناڅاپي  ډول وځنډولې .
  ختم_ ف _اکرم

Last modified on Sunday, 15 December 2019 04:43

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.