19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

خلیلزاد: د سولې پروسه کې یوه مهم پړاو ته نږدې کېږو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

نړيوالې خبري منابع/ د ليندۍ٢٨مه / باختر
د افغانستان د سولې لباره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان ته خپل سفر ګټور بللی او ویلي یې  دي چې د سولې په پروسه کې یوه مهم  پړاو ته نږدې کېږي. ښاغلي خلیلزاد پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې کابل کې یې دوه ورځنۍ سلامشورې بشپړې کړې دي. 
نوموړي په تېرو دوو ورځو کې په کابل کې د افغانستان جمهوررييس  محمد اشرف غني، اجراییه رييس عبدالله عبدالله، پخواني  جمهوررييس  حامد کرزي، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي  قوماندان جنرال میلر او یو شمېر نورو سیاستوالو ته په قطر کې د طالبانو له استازو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکړل.   
خلیلزاد ویلي چې په کابل کې یې د کتنو په لړ کې د تاوتریخوالي د کمېدو د هلوځلو او د بین الافغاني خبرواترو په اړه د نظر تبادله وکړه. 
په همدې حال کې فرانس پریس خبري اژانس د جمهوررييس غني د ویندوی صدیق صدیقي له قوله  ویلي چې جمهور رييس له خلیلزاد سره په کتنه کې د طالبانو له لوري د تشدد پر دوام اندېښنه  ښکاره کړه او د تلپاتې سولې غوښتنه یې وکړه.  
پاى \ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.