محکمه: که چېرې مشرف ومري ، جسد يې بايد په دار وځړول شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-اسلام اباد  /  دليندۍ ٢٩مه / باختر:
دپاکستان يوې ځانګړې  محکمې په يوه حيرانوونکي پريکړه  کې حکم کړى دى که چېرې ددغه هېواد پخوانى  جمهور رييس پروزي مشرف  داعدام له تطبيق  څخه مخکې په طبيعي مرګ ومري دهغه جسد بايد ددغه هېواد پارلمان ته يوړل شي او ددريو ورځو لپاره په دار وځړول شي
   په  پريکړه کي ويل  شوي دي دهغه جسد بايد په اسلام اباد کې  دپارلمان دمقر په وړاندې  د ( ډي  )  څلور لارې ته ولېږدول شي اوددريو ورځو لپاره په دار وځړول شي .
سياسي کتوونکو دمحکمې دغه حکم  داساسي قانون پرخلاف بللى دى .
محکمې دسه شنبې په ورځ پرويز مشرف دخيانت په تور په اعدام محکوم کړ .
دپاکستان داردو ددغه پخواني جنرال مدافعو وکيلانو ويلي دي چې دمشرف داعدام دحکم په وړاندې به استنياف وغواړي .
مشرف چې دخپل روغتيايي حالت دخرابوالي په دليل په دوبى کې تر درملنې لاندې دى په يوه ويديويي  پيغام کې دمحکمې حکم دسياسي انګيزو زيږنده بللى دى .
دمحکمې اوسني حکم له هغه وروسته صادر شو چې دپاکستان حکومت دمشرف داعدام حکم تر پوښتنې لاندې ونيوه او ويې ويل چې دمحکمې په حکم کې يې تېروتنه موندلې ده .
دغوڅرګندونو داسې اټکلونه رامنځته کړي دي چې ګنې  دپاکستان غير پوځي حکومت داردو اوقضايه قوې  ترمنځ ديوه جناح پلوي  کوي .
ختم_ ف _ اکرم

back to top