١٧ کلن امریکايي ځوان یوه نوې سیاره کشف کړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

  واشنګټن/  وي او اې / د مرغومي ٢3 مه/ باختر   
د امریکا د متحدو ایالتونو د نیویارک ایالت ۱۷ کلن ځوان ولف کوکییر د امریکا د ملي تحقیقاتو په اداره  (ناسا)  کې د یو درې ورځني  روزنیز  پروګرام په  پای کې یوه نوې سیاره کشف کړه.
کوکییر په یولسم ټولګي کې و چې په ۲۰۱۹ کال کې د مریلنډ ایالت د ګرینبلت په ښار کې  د ناسا د یوې څانګې لنډ روزنیز پروګرام ته ومنل شو.
د امریکا (سي ان بي سي) خبري شبکه وايي له ولف کوکییر څخه لومړی کار چې وغوښتل شو دا و چې د هغو ستورو د رڼا  بدلون وارزوي چې د ناسا  د  (تس ) په نامه سپوږمکۍ ضبط کړي وو.
ولف کوکییر د دغه روزنیز پروګرام په وروستۍ  ورځ د) ۱۳۳۸ ) TOI په  نامه یوه               لویه سیاره وموندله.  ویل کېږي چې دا سیاره د ځمکې د کرې اووه  برابره ده.                                       ناسا د ولف کییر د کار له تائید او د هغې مقالې له خپرولو وروسته چې ښاغلی کییر یې           د لیکوالانو په ډلې کې و، دا خبر تايید او په خپل وبسایټ کې خپور کړ.                                           ناسا وايي ولف کییر چې کوم ستوری کشف کړی دی، له ځمکې څخه ۱۳۰۰ نوري کال    واټن لري. د ځمکې او لمر ترمنځ واټن شاوخوا اووه نوري دقیقې دی.                                                 دغه امریکایي ځوان پلان لري چې د امریکا په یو معتبر پوهنتون کې لوړې زده کړې وکړې.                                                                                                                 پاى \ ذ

back to top