11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کابل/ د چنګاښ ۲۱ مه/ باختر فریده د پنځو بچیانو مور...

يوغير مسوول وسله وال په دايکنډي کې ووژل شو .

يوغير مسوول وسله وال په دايکنډي کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : د دايکنډي ولايت ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

واشنګتن اوبغداد له عراق څخه دامريکايي ځواکونو په کمښت موافقه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-واشنګتن  / دغبرګولې ٢٤مه / باختر:
بغداد اوواشنګتن دکوم زماني جدول له وړاندې کولو پرته له عراق څخه دامريکايي ځواکونو له کمښت سره موافقه وکړه .
دامريکا اوعراق دستراتيژيکي خبرو په اړوند په ګډه وينا کې دواړو هېوادونو ومنله چې دداعش ډلې دګواښونو دله منځه وړلو په برخه کې  پرمختګونه ترسره شوي دي .  هغه پرمختګونه چې امريکا ته  اجازه ورکوي په راتلونکو مياشتو کې په عراق کې  دخپلو ځواکونو کمښت ته  دوام ورکړي .
هيله کېږي  امريکايي مقامات په عراق کې دپاتې شويو سرتيرودبرخليک په باب  له عراقي مقاماتو سره  زياتې خبرې اترې وکړې .
دوينا په يوه برخه کې ويل شوي دي چې دواړه هېوادونه هلې ځلې کوي چې دګډوګټوپربنسټ ددوه اړخيزو امنيتي اړيکو دودې په اړوند تمرکز وکړي .
ختم _ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.