11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کابل/ د چنګاښ ۲۱ مه/ باختر فریده د پنځو بچیانو مور...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

خليل زاد دوحې ، اسلام اباد او تاشکند ته روان شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-دوحه / دچنګاښ ٩مه / باختر :
دافغانستان دسولې په چارو کې دامريکا ځانګړى استازى زلمي خليل زاد دافغانستان دسولې  بهير لپاره دملاتړ دجلبولو اوددغه بهير داسانه کولو په مقصد دخپلو سفرونو په لړ کې سيمې ته روان شو .
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت پرون ديوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي  چې  خليل زاد به په دې سفر کې پاکستان ، قطر او ازبکستان ته لاړ شي او دبين الافغاني خبرو مخکې دپاتې ژمنو دپوره کولو لپاره به دملاتړ غوښتنه وکړي .
دطالبانو دتاوتريخوالي کمښت او دافغانستان حکومت له جيلونو څخه دپنځه زره طالب بنديانو خلاصون او دطالبانو له جيلونو څخه ددولت دزرو تنو بنديانو خلاصون  دامريکا – طالبانو دسولې موافقه ليک له اساسي  شرطونه څخه دي
چې دروان کال دفبروري په مياشت کې  په دوحه ښار کې  ددواړو لورو داستازو له خوا لاسليک شو .
دافغانستان دملي امنيت  شورا درپوټ او شمېرلو پربنسټ جګړه مار طالبان  په  وروستيو دريو اوونيو کې په سلګونو افغان پوځيان وژلي دي او په سلګونو تنه نور يې ټپيان کړي دي .
ددغې شورا دشمېرنو له مخې، په لسګونو افغان  ملکي وګړي هم په وروستيو دريو اوونيو کې دطالبانو په برېدونوکې وژل شوي دي او په لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي .
دافغانستان حکومت تراوسه پورې  څه ناڅه  ٣٦٠٠بندي طالبان خوشي کړي دي او طالبانو هم ادعاکړې ده  چې تراوسه پورې يې دافغان امنيتي اودفاعي ځواکونو پنځه سوه منسوبين يې  خوشي کړي دي .
دامريکا دنړيوال مالي پرمختيا دموسسې رييس ادم بولر هم په دې سفرکې  دخليل زاد ملګرتيا کوي .
  ختم _ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.