15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په عراق کې د امريکا پرسفارت راکټي بريد وشو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

بغداد / دچنګاښ ١٥مه / باختر :
عراقي خبرځايونو نن خبر  ورکړ، چې د بغداد په شنه امنيتي سيمه کې  د امريکا پرسفارت راکټي بريد وشو .
  د عراق  ټلويزيوني شبکې دجلې خبرورکړ،  چې د پاتريوت راکټي سيستم هم  د دغو توغنديو په بشپړ شنډولو کې  سم عمل نه دى کړى اودغه  توغندى  د بغداد شنې سيمې ته څېرمه  ولګېد .
دا په داسې حال کې ده چې په سيمه کې د امريکا  يوشمېر پلوي رسنيو ادعاوکړه  چې د پاتريوت سيستم  د دغو توغنديو په شنډولو کې  ښه عمل کړى دى .
د بغداد په شنه سيمه کې د امريکا سفارت ته څېرمه  د توغنديو لګېدل په داسې حال کې رامنځته کېږي  چې امريکايي ځواکونو پرون  د پاتريوت  د  راکټي دفاع  نوى سيستم  په دغه سيمه کې ازمايښت کړ .
د غبرګولې په ٢٩ نيټه هم د بغداد  د مرکز په شنه سيمه کې  د امريکا سفارت ته څېرمه څلور توغندي لګيدلي و .
  ختم _ج _ اکرم

Last modified on Sunday, 05 July 2020 09:21

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.