15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

چين : امريکا نوى سرې جګړې ته لمن وهي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

بيجينګ  / دزمري ١٠مه /باختر:
په بريټانيا کې د چين سفير ويلي دي  چې امريکا نوى سرې جګړې ته لمن وهي
او  د هغه په خبره  يو شمېر امريکايي سياستوال هلې ځلې کوي  چې له دې لارې په امريکا کې د نوامبر د درېمې نيټې د جمهوري رياست له انتخاباتو مخکې ځان ته ملاتړجلب کړي .
د امريکا جمهور رييس دونالد ترامپ تل چين د لويديځ اصلي سيال بللى دى
اود چين په جمهور رييس شي جينګ پينګ  له سوداګرى څخه د ناوړې استفادې اود کروناويروس د خپرېدو په  باب د حقيقت د پټولو تورلګولى دى
په لندن کې  د چينس فير  ليوشيامينګ وويل چې امريکا له موږ سره  تجارتي جګړه پيل کړې ده . اوداسې جګړه به ګټوونکي ونه لري
شيامينګ  وويل  دا چين نه دى بلکې  دې خوا ته ارام سمندر دى.چې غواړي  د چين پرخلاف سره جګړه پيل کړي .
له همدې امله  موږ بايد ځواب ورکړو موږ هيڅ راز سړې جګړې سره  علاقمندي نه لرو .او کومې جګړې سره هم علاقمند نه يو.
دغه چيني ډيپلومات پرته له دې چې د امريکا د جمهوري رياست په انتخاباتود کوم نوماند نوم واخلي وويل  چې يوشمېرسياستوال په انتخاباتو کې د بريالي کېدو په خاطر  له هيڅ څيز څخه  ډډه نه کوي .
ليود دغې پوښتنې په حواب کې  چې  د بيجينګ او واشنګتن اړيکې دومره خرابه شوې دي  چې نور ترميم نه شي ، وويل  زه فکر نه کوم چې اړيکې دې حد ته رسيدلي دي  چې ترميم نه شي .
داپه داسې حال کې ده   چې دامريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپو د روانې مياشتې په لومړيو کې ويلي و ،  امريکا غواړي  چې له چين سره دمقابلې لپاره  نړيوال ائتلاف جوړ کړي .
هغه په بيجنګ د کروناويروس له خپرېدو څخه د ناوړې ګټې اخستنې تور ولګاوه .  ختم_ ج+_اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.