28 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هلمند کې يو طالب د خپل ماين ښکار شو

کابل / د تلې ۷ مه / باختر يو ماين ښخوونکى...

طالبانو د هېواد په ختيځ کې يو ملکي وګړى وواژه

کابل / د تلې ۷ مه / باختر وسله والو طالبانو...

د ښار پاکولو کمپاين په ننګرهار کې دوام لري

کابل / د تلې ۷ مه / باختر د ښار پاکولو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امريکا افغانستان ته نوى سفير نوماندکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-واشنګتن /دوږي ٢١مه / باختر:
دامريکا جمهور رييس  دونالد ترامپ د پنجشنبې په ورځ  ويليم روګر د افغانستان لپاره  د دغه هېواد د نوى سفير په توګه ونوماوه .
ويليم روګرچې د امريکا د سمندري ځواکونو د احتياطي ځواکونو افسر دى په افغانستان کې هم  خدمت کړى دى.
روګر اوس د چارلس کوک انستيتوت د څيړنې اوپاليسۍ د څانګې د مرستيال اود ستندتوګيدر د غير انتفاعي سازمان د مرستيال په توګه کار کوي.
ويليم روګرمخکې له دې د تکزاس ايالت په پوهنتون اوپه استن ښار کې د تکزاس په پوهنتون کې د استاد په توګه دنده ترسره کوله.
سپينې ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې د ويليم روګر نوم د افغانستان لپاره د امريکا د نوى سفير په توګه  د نوماندى د تاييدولو لپاره د امريکا دسنامجلس ته لېږل شوى دى.
له هغه وروسته چې په کابل کې د امريکا پخوانى سفير جان بس ګوښه شو، راس ويلسن د شارژدافير په توګه  د دغه سفارت د چارو سرپرستي کوله .
ختم_ ج – اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.