15 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په...

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د مشرانو جرګې يو شمېر غړو پرون د فراه له...

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولينو د تېرکال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ، نن د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د ناستې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د کمېسيون له غړو څخه وغوښتل چې د واټونو په نومولوکې دې د سيمو تاريخ، فرهنګ او دود په پام کې وي او د خلکو نظريې هم واخيستل شي.
وروسته د کمېسيون غړو په مرکز او ولايتونوکې د واټونو د نومولو د اتو وړانديزونو په اړه خبرې وکړې او خپلې نظريې يې وړاندې کړې.
پاى \ ذ

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر
د مشرانو جرګې يو شمېر غړو پرون د فراه له والي او مسوولينو سره په کتنه کې ددغه ولايت د امنيتي حالت د ښه والي غوښتنه وکړه .  
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په غونډه کې چې د امنيتي حالت د  څېړنې،  د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ننګونو په اړه د خبرو، د اوبو د بندونو د کار بهير د څېړنې  او د مخابراتي ستونزو د څېړنې او په دغه ولايت کې د دغو شبکو د نه فعاليت د عواملو د څېړنې  په موخه جوړه شوه، د فراه والي محمد شعيب ثابت وويل: دغه ولايت په امنيتي بنسټونوکې د تشکيل له کمښت سره مخ دى او د وسلو او مهماتو په ګډون پوځي تجهيزاتو ته  اړتيا لري . 
د ملي شورا غړو وويل چې ملي شورا د فراه ولايت ټولې ستونزې له نږدې څېړي او   اړوندو ادارو ته د رسېدګۍ لپاره په مرکزکې رپوټ ورکوي چې هغه وڅېړل شي.             د ملي شورا پلاوى به د فراه خلکو د ستونزو د اورېدو په موخه له خلکو سره هم غونډې ولري.                                                                                                      پاى \ ذ

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر
د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولينو د تېرکال په پرتله په دغه ولايت کې  د پانګونې د جواز ليکونو د وېش د ٣٠ سلنې زياتوالي خبر ورکړى دى.
د هرات د صنعت او سوداګرۍ اداره يوه داسې اداره ده چې د لوېديځ زون د پانګونې د ودې، د سوداګرۍ د پرمختيا، د اقتصاد د ودې او صنعت د ودې په برخه کې فعاليت کوي.
د هرات صنعت او سوداګرۍ رياست د صنعتي پارکونو آمر او سرپرست ميرعارف صادق په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل: (( دغه رياست په لوېديځ زون کې د پانګونې، اقتصاد او د صنعت د ودې او د سوداګرۍ د پرمختيا په لټه کې دى چې  د پانګې اچوونکو لپاره يې د جواز د ترلاسه کولو لپاره اسانتياوې برابرې کړې دي او له تېرکال څخه تراوسه په لوېديځ زون کې د پانګې اچوونکو، متشبثينو او سوداګرو په واسطه د پانګونې د جواز ليکونو اخيستل ٣٠ سلنه زيات شوي دي. لکه څنګه چې د روان له پيل څخه تراوسه په لوېديځ زون کې د پانګونې څه دپاسه زر جواز ليکونه وېشل شوي دي او له دې جملې څخه له٢٥٠ څخه تر٣٥٠ پورې جواز ليکونه پر ښځو وېشل شوي دي.))
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې د هرات سيمه ييزه اداره د صنعت او سوداګرۍ په حوزه کې د پانګه اچوونکو لپاره د اسانتياوو د برابرولو په موخه يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري.
پاى\  ذ

 

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر
د خوست په مرکز متون کې د فرهنګي زون د جوړېدو لومړنۍ چارې په رسمي ډول پیل شوې.
ځايي چارواکي وايي چې په یاد زون کې به د کتابتون، حطاطانو او انځورګرو تر څنګ د کتاب پلورنکو او لاسي صنایع لپاره هټۍ، د غونډو تالار، اداري خونې، تفریحي پارک، د جرګو خونه، رسنیز مرکز، دایمي نندارتون، ولایتي موزیم، د ژباړې او څېړنې څانګه، د قبایلو لپاره ځانګړی ځای او نور مهم تاسيسات شامل دي.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې، د فرهنګي زون د چارو په پیل کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه تللي پلاوي عبدالمقیم افغان او غالب ژوند د خوست له والي سره په کتنه کې د دغه مرکز په اړه معلومات وړاندې کړل.
په همدې حال کې د خوست والي محمد حلیم فدايي وویل چې دغه ولایت د ۱۲ ولایتونو په کچه لومړنۍ ولایت دی چې پکې بشپړ فرهنګي زون جوړېږي.
والي زیاته کړه چې د فرهنګي زون د کمپلکس لپاره وړاندیز شوی او تمه لري چې د ودانۍ د رغولو چارې به یې له مطالعې او د ځمکې له تثبیت وروسته ډېر ژر پیل شي.
والي وویل: جمهوررییس په پام کې لري چې افغانستان د سیمې پر څلورلارې بدل شي او د همدې لیدلوري لپاره د جنوب، ختیځ او لویدیځ دهلیز او کوریدور رامنځ ته کېږي، چې موخه یې وچه له لمدې سره نښلول دي.
له بلې خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پالیسۍ رییس عبدالمقیم افغان وايي چې دغه وزارت د چارو له ادارې سره په همغږۍ له ډېرو هڅو وروسته په دې وتوانېد چې په خوست کې د فرهنګي زون لومړنۍ چارې پیل کړي.
افغان زیاتوي چې په ۱۲ نورو سرحدي ولایتونوکې هم ورته فرهنګي زونونه رغول کېږي او خوست لومړنی ولایت دی چې د فرهنګي زون چارې پکې په رسمي ډول پیل شوې.
ویل کېږي دغه فرهنګي مرکز به د افغانستان په کچه لومړنی فرهنګي زون وي چې په جوړېدو سره به یې په فرهنګي چارو کې ښه والی رامنځ ته شي.
پای/وصال

 

کابل/ د لیندۍ ۲۴مه/ باختر
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټرمحمد میرویس بلخي د فراه له یوشمېر مشرانو او ځوانانو سره په کتنه کې له ودانیو پرته ښوونځیو د ستونزو د لرې کولو خبر ورکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه کتنه چې پرون وشوه؛ د فراه یوشمېر مشرانو او ځوانانو د دغه ولایت د پوهنې ستونزه د درسي کتابونو او د مسلکی ښوونکو د نشتوالى، د ودانۍ نه لرونکو ښوونځیو او په دغه ولایت کې په پوهنې ریاست پورې اړونده ستونزې د پوهنې وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.
ډاکټربلخي د دوی د غوښتنو او ستونزو له اورېدو وروسته په دغه ولایت کې د پوهنې ستونزو ته د رسېدګې ډاډ ورکړ.
دغه راز د فراه دغه مشران او ځوانان له پوهنې سره خپل ملاتړ او همکاري څرګنده کړه.
ختم/ع

کابل/ د لیندۍ ۲۴مه/ باختر
په بادغيس کې ٢٥٠ بڼوالو او کروندګرو ښځو د ميوو او سبو د انډي کولو په برخه کې زده کړې وکړې.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: دغو ښځو په هغه پروګرام کې چې د بادغيس د کرنې او اوبولګولو رياست، د کرنې او کليو د پراختيا او ودې موسسې په همکارۍ  جوړ شوى و؛ د سبو او ميوو د انډي کولو په برخه کې زده کړې وکړې.
د بادغيس د کرنې رياست يو مسوول وويل چې دغه ښځو د دغه ولايت له قادس، بالامرغاب او د جوند ولسواليو څخه په دغه روزنيز پروګرام کې ګډون کړى و چې له څلورو ورځو عملي او نظري زده کړو وروسته د سبو او ميوو د انډي کولو وسايل هم ترلاسه کړل.
ختم- ج -اکرم

 

کابل/ د لیندۍ ۲۴مه/ باختر
د بوټو د ناروغيو پرخلاف د مبارزې کمپاين چې يوه مياشت مخکې په دايکڼډي کې پيل شوى و؛ پرون پاى ته ورسېد.
د دايکنډي د کرنې او اوبو لګولو رييس عبدالواحد فېروزي باختر آژانس ته وويل چې په دغه کمپاين کې د دغه ولايت د نهو ولسواليو په ١٩٧ کليوکې ترسره شو؛ پر څه دپاسه ٣٠ زره ميوه لرونکي او ډولي نيالګيو درمل وشيندل شول.
هغه وويل چې په دغه کمپاين يو زرو ٣٠٠ بڼوالو ته د بڼوالۍ پرمختللې لارې چارې وښودلې شوې او د دايکنډي د کرنې او اوبولګولو رياست په دغه ولايت کې د بڼوالۍ  د ودې لپاره هلې ځلې  کوي.
ختم- ج -اکرم

کابل/ د لیندۍ ۲۴مه/ باختر
پنځه پاکستاني تروريستان د هېواد په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو په ډزوکې ووژل شول.
پر دغو تروريستانو تېره شپه ناوخته کله چې نوي له پاکستان څخه د ډار اچوونکو بريدونو د ترسره کولو په خاطر نورستان ته راغلي وو، بريد وشو.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو باختر آژانس ته خبر ورکړ چې د هېواد د سرحدي ځواکونو په ډزوکې پنځه پاکستاني تروريستان ووژل شول.
هغه وويل چې دغه تروريستان د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو لپاره نورستان ته راغلي وو.
په پېښه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ختم- ج - اکرم

کابل/ د لیندۍ ۲۴مه/ باختر
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي دترکيې دپوهنې بنسټ دهمکاريو له امله قدرداني وکړه.
د هرات والي د ترکيې د پوهنې بنسټ د مشرتابه بورد له غړي جاهد بهاالدين سره په افغان- ترک ښوونځيوکې د مثبت بدلون هرکلى وکړ او په دې لاره کې يې د ترکيې د پوهنې بنسټ همکارى د قدر وړ وبللې.
جاهد بهاالدين په افغانستان کې د ترکيې دپوهنې بنسټ دهمکاريو د دوام او په هرات کې د افغان- ترک ښوونځيو د پياوړتيا يادونه وکړه او کيفي بدلونونه، د افغان - ترک ښوونځيو سمبالول او په وروستيو مياشتوکې د دغو ښوونځيو دښوونکو د مسلکي مهارتونو او علمي سويې لوړوالي د ترکيې دپوهنې بنسټ دپروګرامونو ښه پايله وبلله.
په کتنه کې په افغانستان کې د ترکيې د پوهنې بنسټ رييس هم حاضر و.
ختم- ج -اکرم

کابل/ د لیندۍ ۲۴مه/ باختر
درې وسله وال طالبان په زابل کې په پوځي عملياتوکې ووژل شول او ٦ نوريې ټپيان شول.
پر دغو طالبانو نن سهار په شاه جوى ولسوالۍ بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ليکلي دي چې په عملياتو کې د وسله والو طالبانو يوسيمه ييز قوماندان له خپلو دوو ملګرو سره ووژل شو او ٦ نوريې ټپيان شول.
خبرپانه زياتوي چې په عملياتوکې د وسله والو طالبانو دوه پټنځي کشف او له ټولو جنګي وسايلو سره يې ويجاړ کړاى شول.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې د زابل پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د لسو ماينونو په کشفولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم- ج - اکرم



 

Page 1 of 8357