14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ـ کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
دوه پوليس او درې ملکيان نن سهار په غزني کې شهيدان شول.
د غزنې د امنيې قوماندانۍ وياند احمدخان سيرت باختر آژانس ته وويل: دغه کسان د غزني ښار د درېيمي امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د ماين په چاودنه کې شهيدان شول.
سيرت زياته کړه: په پېښه کې درې نور ملکيان او يو پوليس ټپيان شوي دي.
پاى \ ذ

- نړيوالې خبري منابع / د زمري ٢٣مه / باختر
دامريکا د بهرنيو چارو وزير وايي ، ايران او هم له طالبانو سره دوسلو مرسته کوي.
مايک پومپيو له آزادۍ راډيو سره په ځانګړي مرکه کې ويلي . پخوا روسيې هم طالبانو سره پوځي مرسته کړي.
پومپيو وايي، ترهغو چې دوى په افغانستان کې خپل ځواکونه لري، ترهمغه وخته به دخپلو ځواکونو دخونديتوب هڅو ته دوام ورکوي.
مايک پومپيو ويلي دوي پوهيږي چې دافغانستان وسله وال مخالفان سيمه ييزملاتړي لري.
داڅرګندونې داسې مهال کيږي  چې دافغانستان دولت اوطالبان خپلمنځيوخبرو ته نږدې شوي  او تازه پاکستاني چارواکو ويلي  دپخلاينې دې بهير کې به  رغنده رول ولوبوي.
نوموړي دپرون دچک جمهوريت پايتخت پراک ته دسفرپرمهال ازادۍ راډيو ته په يوه ځانګړې  مرکه کې وويل: موږ په ډاګه کړې موږ په تاريخ پوهيږو ، موږپوهيږو چې پخوا روسيې طالبان تجهيزول، موږ پوهيږو چې ايران نن  وروځې پورې هم دطالبانو سمبالولو ته دوام ورکړى ، ځکه موم پردې واقعيتونو پوهيږو، موږهريوه ته خپل نيتونه څرګند کړي ، موږبه دامريکايي ځواکونو دخونديتوب او دفاع لپاره هر هغه څه  وکړو چې اړتيا ورته ولرو، د دې کار لپاره موږ ته دغوڅ ملاتړ ماموريت د هرسرتيري خونديتوب مهم دى  که دچک جمهوريت سرتيري وي يا د بل کوم هېواد.
له دې وړاندې نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړى و چې د روسي استخباراتو طالبانو ته دامريکايي سرتيرو دوژلو په بدل کې د جايزې وړانديز کړي چې دراپور پربنسټ طالبانو دا انعامونه ترلاسه کړي دي.
هغه مهال روسيې ، امريکا او خپله طالبانو دغه  راپور رد کړاو بې بنسټه يې وباله.
پاى \ ذ

 کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
د يو سرګروپ په ګډون دوه وسله وال طالبان پرون د پکتيا په ميرزکې ولسوالۍ کې ووژل شول.
د تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ويلي دي چې پوځيانو پر دغو طالبانو هغه وخت بريد وکړ او ويې وژل چې غوښتل يې د  ګردېز د ميرزکي لويې لارې په کلکين خولي سيمه کې پوسته جوړه کړي.
سرچنيې زياته کړې ده چې په نښته کې د يو سرګروپ په ګډون دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي، خو پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى \ ذ

ـ کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
درې وسله وال طالبان پرون په لوګر کې ووژل شول او یو بل يې ټپی شو.
د هېواد په جنوب کې د تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې په محمدآغۍ ولسوالۍ پورې اړوند "بیني شېرافغان" سيمه کې، په لویه لاره کې د ماینونو په ښخولو بوخت وو.
هغه زیاته کړه چې په چادونه کې درې طالبان ووژل شول او یو بل يې ټپي شو.
ختم/ع

ـ کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
دوه نور ماشومان هم په جنوبي ولایتونو کې په پولیو ناروغۍ اخته شوي دي چې په دې سره په قندهار او زابل کې په پولیو ناروغۍ د اخته کسانو شمېر پنځو ته ورسېد.
د قندهار د عامې روغتیا ریاست یوه مسوول باختر آژانس ته وویل چې د پولیو دغه پنخه پېښې په وروستیو څو ورځو کې ثبت شوې دي.
هغه وویل چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو او د پولیو واکسین د بهير د درېدو په دلیل، د پولیو ناروغي زیاته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د پولیو واکسین تطبیق بېرته پیل شوى دى.
د اړوندو مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ په تېرو پنځو میاشتو کې په هېواد کې د پولیو ۳۴ پېښې ثبت شوې دي.
ختم/ع

 کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
د فاریاب پولیسو نن یو سړی د خپل وراره د وژنې په تړاو ونیو.
د فاریاب د پولیسو ویاند باختر آژانس ته وویل چې دغه سړی څه موده وړاندې خپل وراره د میراث پر سر دعوا په خاطر په میمنه ښار کې د تومانچې په دزو سره وژلی او له سیمې څخه تښتېدلی و چې د پولیسو د هڅو په پايله کې وینول شو.
ویل کېږي دغه سړی پر خپل جرم اعتراف کړى او د وژنې انګېزه یې د پلرني میراث پر سر شخړه بللې ده.
ختم/ع

 کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، دولتي ادارو ته شپږ وېب سایټونه طرح او جوړ کړل.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ویلي دي چې دغه وېب سایټونه يې له "محتوا" مدیریتي سیستم څخه په استفادې سره چې مسوولیت یې د دولتي ادارو د وېب سایټونو د ستونزو لرې کول دي؛ جوړ کړي دي.
دغه وېب سایټونه په کابل پوهنتون، پښتني بانک، د جمهوري ریاست په لومړي معاونیت، افغاني سرې میاشتې، په ملي مصالحې عالي شورا او فواید عامې وزارت کې جوړ شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغو ادارو اړوندو کارکوونکو ته زده کړه يیز پروګرامونه هم برابر کړي دي.
ختم/ع

Thursday, 13 August 2020 09:29

مطبوعاتي اعلامیه

ـ کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
په قندهار کې پر ملکي وګړو د طالبانو د ماین د چاودنې په اړه مطبوعاتي اعلامیه
په خواشینۍ سره چې د قندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ په زلخان سیمه کې نن د طالبانو ډلې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د یوې ماشومې او ښځو په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.
جمهورريیس غني د دغې تروریستي پېښې د سخت غندلو پرمهال وویل: طالبان دې د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت سره د مخامخ مذاکراتو د پیلېدو او سولې په درشل کې له تاوتریخوالي په ځانګړي ډول په لویو لارو کې د ماینونو اېښودلو څخه چې د ملکي تلفاتو عمده لامل کېږي، ډډه وکړي او تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره دې د ولس، حکومت او سولې مشورتي لویې جرګې غږ ته لبیک ووایي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس د دغې تروریستي پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي، شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.#
پاى / ذ

ـ کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
د سرپل د سانچارک ولسوالۍ په ارچنو کلي کي يو وسله وال طالب د خپلې مور              او مېرمنې له وژلو وروسته ځان وواژه.
د سرپل  د پوليسو وياند باختر آژانس ته  وويل: د وسله والو طالبانو دغه غړي پرون مازيګر له هغه وروسته چې خپله مور او مېرمن يې د تومانچې په ډزو ووژلې او کله يې چې غوښتل وتښتي؛ د پوليسو له ډاره، په وسلې سره يې ځان هم وواژه.
پاى \ ذ

ـ کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
په سمنګانو کې تېره شپه د پوځيانو او طالبانو ترمنځ نښته کې يو پوليس او يو ملکي وګړى شهيدان شول.
د سمنګانو د والي مرستيال صفت الله سمنګاني باختر آژانس ته وويل چې نښته د ايبکو ښار په سېد عبدالقادر کلي کې رامنځته شوه چې په پايله کې يو پوليس او يو ملکي وګړى شهيدان شول او يو بل ملکي وګړى ټپي شو.
سمنګاني زياته کړه: پوليسو يو طالب له يو کلاشينکوف سره نيولى دى.
پاى \ ذ

Page 3 of 8940