14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/د زمري۲۲مه/باختر
دغه څرګندونې د کونړ دیني عالمانو د دغه ولایت له والي محمد اقبال سعید سره په کتنه کې وکړې.
دیني عالمانو له خلکو وغوښتل چې له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه په هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.
په همدې حال کې د کونړ والي محمد اقبال سعید وویل چې دیني عالمانو د انبیاوو د وارثانو په توګه تل د ملي او اسلامي ارزښتونو ساتنه کړې ده.
هغه له دیني عالمانو وغوښتل چې د اسلام دین په رڼا کې د جوماتونو د منبرونو له لارې خلکو ته د سولې د فضیلت او ارزښت په باب په دوامدار ډول معلومات ورکړي او سولې ته یې وهڅوي.
پای/وصال

-کابل/ د زمري ٢٢مه/باختر
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ١٨٧٦ډالرو وړاندې کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان نن ددغه خبرپه تاييد سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يوګرام الجزايري سره زر٤٧٥٠ يو ګرام مصري سره زر په٤٧٠٠ افغانيو، کويټي په٣٦٠٠ افغانيو، سنګاپوري په٣٦٠٠ افغانيو،  بحريني په٣٥٠٠ افغانيو، عربي په٣٥٠٠ افغانيو، ايراني په٣٢٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ٢٧٥٠افغانيو پلورل کېږي.     
پاى / محمدجان

 مزارشريف / د زمري ٢٢مه/ باختر
په بلخ کې تېره شپه د وسله والو طالبانو د برېدونو مخه ونيول شوه او نهه وسله وال طالبان  ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باخترآژانس ته وويل؛ امنيتي  او دفاعي ځواکونو د دغه ولايت د بلخ ولسوالۍ په ځينوسيمو د وسله والو طالبانو د برېدونو مخه ونيوله.
هغه زياته کړه په پېښه کې نهه وسله وال طالبان  ووژل شول چې مړي يې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
پاى \ ذ

-ګردیز/ د زمري ۲۲مه/باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پکتیا په مرکز ګردیز کې د شېدو راټولولو او پروسس مرکز جوړوي.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمد دین مومند د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې یاد مرکز د ۳،۲ ملیونو افغانیو په لګښت جوړېږي چې د هرو ۲۴ ساعتو په موده کې به له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ لیترو شېدو د پروسس ظرفیت ولري.
پای/وصال

 ګردیز/ د زمري ۲۲ مه/ باختر
د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې د زیاتو ورښتونو له امله د یوې کورنۍ ۶ ماشومان مړه شوي او ۱ بل ټپي شوی دی.
ځايي چارواکي وايي چې دغه ماشومان پرون د سید کرم ولسوالۍ په کاریز سیمه کې د دېوال چپه کېدو په پېښه کې مړه شوي دي.
د پکتیا والي محمد حلیم فدايي وايي چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ته یې لارښوونه کړې چې ډيرژر د پېښې قربانیانو ته  خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرسته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ورستیو ورښتونو او سېلاوونو له امله د دغه ولایت په مرکز، وزې ځدران او میرزکې ولسواليو کې ۱۴ کورونه زیانمن شوي دي.
پای/وصال

- کابل / د زمري ٢١مه/ باختر
د هېواد د پېژندل شوى شاعر، ليکوال ،سياسي او ټولنيز شخصيت اکاډميسن سليمان لايق جنازه نن د کابل ښار په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير د اکاډميسن سليمان لايق د جنازي د خښولو مراسم چې دولتي لوړپوړو مسوولانو، د افغانستان دعلومو اکاډمۍ مشرتابه او کارکوونکو، د کابل پوهنتون استادانو، شاعرانو، ليکوالو،  د ده  د کورنۍ  او د اروښاد  د مينه والو په ګډون ترسره شول وويل: چې سليمان لايق يوه وتلې  څېره، شاعر اوتکړه ليکوال و چې د عمر تر پايه يې خپلو خلکو ته خدمت وکړ او زيات            اثار يې په ميراث پرېښودل.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير د ده کورنۍ  او د هېواد ټولو فرهنګيانو ته د غمشريکي او همدردۍ  مراتب څرګند کړل ، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت چمتو دى  د سليمان لايق  له کورنۍ سره په همغږۍ کې د ده  اثار او قلمي ليکنې چې  تراوسه  پورې نه  دي چاپ شوي ، چاپ کړي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين محمد رسول باوري  په دې مراسمو کې  د هېواد د فرهنګيانو په استازيتوب خبرې وکړې او سليمان لايق يې د هېواد وتلى فرهنګي شخصيت وباله او ويې ويل چې د فرهنګ او هنر په برخه کې دده مړينه يوه لويه ضايعه ده .  د پوهاند باوري د څرګندونوله مخې، له سليمان لايق څخه زيات اثار پاتې دي چې  ځوانان کولاى شي هغه ته  په مراجعې سره تېر پنځه لسيز بدلونونه او واقعيتونه ترلاسه او تحليل کړي.
اکاډميسن سليمان لايق يوکال مخکې د کابل ښار په شش درک سيمه کې په يو ځانمرګي بريد کې سخت ټپي  او د درملنې په موخه آلمان ته لاړ او د سختو ټپونو په پايله کې   يوه  اوونۍ مخکې د ٩٠ کلونو په عمر په آلمان کې وفات شو.  هغه د ادبياتو، فرهنګ        اوسياست په برخو کې څه د پاسه شپږ لسيږه کارکړي دى او په دري او  پښتو ژبو يې
ارزښتناک اثار پر ځاى پريښي دي .
د کابل پوهنتون استاد  ډاکترفيض الله جلال، سليمان لايق يې يو ملي شخصيت وباله        او ويې ويل چې  هغه  تل  د عدالت او آزادۍ لپاره  فکرکاوه.
د ده د څرګندونوله مخې؛ د هغه مړينه د فرهنګي ټولنې لپاره ستره  ضايعه ده .
د هېواد ليکوال نجيب الله منلى سليمان لايق يې د وروستيو لسيزو يو سياستوال وباله او ويې ويل چې هغه  د ادبياتو په برخه کې ارزښتناک کارونه ترسره کړي دي او په  ادبياتو کې د برياليتوب لوړو څوکو ته رسيدلى دى.
د يادونې وړ ده چې  د اکاډميسن سليمان لايق جنازه پرون له المان څخه کابل ته ولېږده شوه او نن د سردارمحمد داود خان په روغتون کې  د احترام مراسم يې پرځاى شول  چې په دغو مراسمو کې  د جمهوري رياست لومړي مرستيال امرالله صالح ، د ملي امنيت سلاکار ډاکترحمدالله محب اود جمهوري رياست دچارو د ادارې  لوى رييس ډاکترفضل محمود فضلي او د هېواد يو شمير نورو فرهنګي شخصيتونو هم ګډون        کړى وو.
وروسته له هغه چې د اکاډميسن سليمان لايق د جنازې لمونځ  په عيدګاه جومات کې       ادا شو جنازه يې د کابل ښار په مرنجان غونډۍ کې خاورو  ته وسپارل شوه.
پاى \ ذ

-هرات د زمري ۲۱ باختر
د هرات د کرخ ولسوالۍ په سرآب کلي کې ۲۵۰ کورنیوته د څښاک اوبه برابرې شوې.
د کلیود بیا رغاونې او پرمختیا وزارت ویاند فریدون آژند نن د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه شبکه د ۲۵ زره کیلومترو په اوږدوالی، ۹ مترو په لوړوالی او د درې زره لیتره اوبه په ظرفیت  یوه زیرمه لري چې د دغه وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام له لوري بشپړشوې ده .
هغه زیاته کړه د دغې پروژې په جوړولوکې څه نا څه دوه میلیونه افغانۍ لګېدلى دى ختم ع

-کابل / د زمري ٢١مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له مذاکره کوونکي پلاوي سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د مذاکره کوونکي پلاوي ريیس محمد معصوم ستانکزي او یو شمېر غړو د طالبانو ډلې سره د مذاکراتو د پیل او سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.
محمد معصوم ستانکزي د خپل ټیم د فعالیتونو، تیاریو او خپلمنځي بحثونو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل: د سولې مشورتي لویې جرګې غوښتنو ته په پام به د واحد ټیم په توګه د افغانستان اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې له طالبانو سره په مذاکراتو کې د ولس غوښتنې په پام کې ونیسي.
جمهورريیس غني وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه کې زموږ سیاسي قوت ټولو ولید او نړۍ په یوه لیدلوري او قوت ستاسو ملاتړې ده او دا ستاسو لپاره لویه پانګه ده. هغه زیاته کړه، د سولې مشورتي لویې جرګې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لپاره د سولې تګلاره وټاکله او موږ  یې تحقق ته ژمن یوو.
د هیواد جمهورريیس وویل، موږ سولې ته ژمن یوو او د دې لپاره مو عملي هڅې او اقدامات کړي او موخه مو داده چې جګړه په اساسي توګه پایته ورسېږي. هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکره کوونکی پلاوی د طالبانو ډلې سره د تلپاتې او باعزته سولې لپاره چې د خلکو غوښتنه ده، مذاکرات کوي.
جمهورريیس غني وویل: د ۴۰۰ طالب بندیانو د بښنې فرمان له لاسلیک وروسته، د خلکو تمه دا ده چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره د طالبانو ډلې د مذاکراتو پر وړاندې باید نور هېڅ خنډ  او پلمه وجود ونه لري او ډيرژر باید پیل شي. #
پاى-ذ

 کابل / د زمري ٢١مه/ باختر
دعامې روغتيا وزارت نوماند وزير ډاکټر احمد جواد عثماني په نننۍ غونډه کې د هغو روغتيايي مرکزونو په اړه چې د کرونا ويروس له امله يې روغتيايي خدمتونه درول شوي وو په  يادو روغتيايي مرکزونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو پر بيا پيل غوښته او ټينګار وکړ.
ډاکټرعثماني په هېواد کې د کرونا ويرس د دويمې څپې د مخنيوي لپاره د دغه وزارت د چمتوالى يادونه هم وکړه او مسوولينو ته يې لارښونه وکړه چې د دغه ويروس د مخنيوي پروړاندې اقدامات وکړي اوپه ټولو روغتيايي مرکزونو کې د کرونا  د ناروغانو درملنه او پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې دعامې روغتيا نوماند وزير د سولې په مشورتي لويه جرګه کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې  د ټولو روغتيايي کارکوونکو له هڅو څخه مننه وکړه او مسوولينو ته يې  لارښوونه  وکړه چې  د جرګې هغه ٣١  غړي          چې  په جرګه  کې د کرونا په ويروس اخته شوي دي  روغتيايي سپارښتنې دې  ورته وړاندې کړي.
له بلې خوا ډاکټر عثماني د روغتيا په سکتور پورې اړوند ساختماني پروژو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې يو ټيم ګومارل شوى تر څو د ټولو ودا نيزو  پروژو کار بيا کتنه وکړي اوهغه پروژې چې په خپلواکه توګه خپلې  چارې مخته وړي د ځمکې او ښارجوړونې وزارت ته وسپارم.
پاى \ ذ

-کابل / د زمري ٢١مه/ باختر
دماليې وزارت راپورونه ښيې، چې د روان ۱۳۹۹ مالي کال د زمري میاشتې له (۳ مې – ۱۶ مې نېټې) پورې د هیواد له عوایدي سرچینو څخه ۵ میلیارده او ۱۳۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
له دې راټولونې ۲۷۳ میلیونه یې له مستوفیتونو ، ۱ میلیاردو ۳۰۸ میلیونه یې له مالیاتي عوایدو، ۱ میلیاردو ۴۲۸ میلیونه یې له غیرمالیاتي عوایدو او  ۲ میلیارده  ۱۲۳ میلیونه افغانۍ د هیواد له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي.
په ټوله کې د روان مالي کال د زمري میاشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې د هیواد ملي عواید ۹۸ میلیارده ۹۴۷ میلیونه افغانۍ راټول شوي دي.
همدا شان د روان مالي کال له پیله تر اوسه له ملي بودجې ۲۱۴.۸۶۶ میلیارده افغانۍ لګول شوې، چې د ټولیزې ملي بودجې ۴۶ سلنه جوړوي. له دې ډلې تر دې مهاله ۵۸.۳۵۵ میلیارده افغانۍ (۳۵.۲ ٪) پراختیایې او ۱۵۶.۵۳۱ میلیارده افغانۍ (۵۱٪) عادي بودجه لګول شوې ده.    پاى- ذ

Page 7 of 8940