12 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

-کابل / دزمري ٢٠مه / باختر :
په بادغيس ولايت کې د پيازو د ساتنې لسګونه زيرمې  د جوړولو په حال کې دي . دغه زيرمې ټيک په افغانستان کې د پيازو د حاصلاتو د راټولولو په درشل کې  جوړېږي .
د پيازو دغه زيرمې د کرنې اواوبو لګولو وزارت  د زراعتي محصولاتو د مديريت د پروګرام له لارې  جوړېږي.
د کرنې اواوبو لګولو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې د پيازو د دغو زيرمو په جوړولو سره د بزګرانو په زرګونه ټنه پياز ساتل کېږي.
داپه داسې حال کې ده چې  بهرنى بازارونه د افغانستان  د صادراتو پرمخ تړلي دي او په هېواد کې  زياتره پيازخوسا کېږي اويا هم په ټيټه بيه په بازارونوکې پلورل کېږي.
د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د پيازو د ساتنې د زيرمو شتون  له بزګرانو سره مرسته کوي هرکله چې وغواړي  خپل حاصلات بازارونو ته وړاندې کړي اوپه ښه بيه يې وپلوري .  ختم_ج _اکرم

-کابل / دزمري ٢٠مه / باختر :
١٥ وسله وال طالبان پرون د پکتيکا په سروبي ولسوالۍ کې  له پوځيانو سره په جګړه کې  ووژل شول او ٦ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د پکتيکا ولايت  امنيه قوماندان نثار احمد عبدالرحيم زي باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې  په دغې ولسوالۍ کې د پوځيانو په کزمې بريد وکړي .
هغه وويل  چې په دې جګړه کې  ١٥ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
د يوبل خبرله مخې؛  پوځيانو  د پکتيکا د يحيي خيلو ولسوالۍ اوپه ښرنې ښار کې  د عملياتو په بهير کې  ٦ وسله وال طالبان ونيول .
  ختم_ ج _اکرم

-کابل / دزمري ٢٠مه / باختر :
د قندهار د ارغستان ولسوالۍ د برج په کلي کې  د ماين په چاودنه کې دوه تنه ملکيان ووژل  .
د قندهار د امنيې قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي باختراژانس ته وويل چې دغه ماين  طالبانو د دغې ولسوالۍ د برج کلي په يوه ګڼ مېشته ساحه کې ښخ کړى و .
بارکزي وويل په دغه چاودنه کې  دوه ملکيان ووژل ، داپه داسې حال کې ده  چې پرون  د ارغستان ولسوالۍ په شنه نرى سيمه کې د يو ماين په چاودنه کې اته ملکيان ووژل .
ختم  ج _اکرم

-کابل /  د زمري ۲۰ مه / باختر
په غزني کې د ماين چاودنې ٤ وسله وال طالبان ووژل او ٧ نور يې ټپیان کړل.
چاودنه نن سهار د غزني ښار په اسفندي ساحه کې هغه وخت رامنځته وشوه چې وسله والو طالبانو د ځانمرګي برید لپاره په خپل موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو.
تندر قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په پېښه کې څلور طالبان وژل شوي او ٧ نور یې ټپیان شوي دي.
د را رسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه طالبان په غزني ښار کې د ځانمرګي برید د ترسره کولو نیت درلود.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ختم/ع

-کابل /  د زمري ۲۰ مه / باختر
د وسله والو طالبانو دوه مهم افراد د شبرغان ـ مزارشریف لويې لارې په تګلوري کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول.
د جوزجان د فیض آباد ولسوال الف شاه د باختر آژانس خبریال ته وویل چې وسله والو طالبانو د چاودېدونکو توکو د برابرولو مسوول دلاور او د دې ډلې یو سرګروپ ملا نبي نن سهار د يادې ولسوالۍ په شیشه خانه کلي کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول.
هغه زیاته کړه چې دلاور په دغه تګلوري کې د ماین ښخولو په څو پېښو کې لاس لاره او په بېلابېلو سیمو کې يې ماينونه ښخول.
ویل کېږي د دغو کسانو شپږ نور ملګري په دې پېښه کې ټپیان شوي دي.
د شبرغان ـ مزار شریف لویه لاره، له مهمو ترانسپورټي لويو لارو څخه ده چې له څه مودې راپدېخوا نا امنه شوې ده.
پاى / سعیده

-کابل / دزمري ٢٠مه / باختر :
پوليسو نن درې کسان په پروان کې د يو کرولا ډوله موټر د غلا په تړاو ونيول .
د پروان د پوليسو وياند سليم نوري باختر آژانس ته وويل چې پوليسو دغه مشکوک کسان د پروان  مرکز په دادوي سيمه کې په عملياتوکې ونيول .
هغه وويل چې موټر اصلي خاوند ته يې وسپارل شو او په دې اړه د پوليسو څېړنې دوام لري .
ختم _ شکريه _اکرم

 جلال اباد / د زمري ٢٠مه/ باختر
پوليسو پاکستان ته د افغانستان د قيمتي ډبرو د قاچاقو مخه ونيوله.
ټاکل شوې وه يوه لارۍ قيمتي ډبرې د تورخم بندر له لارې پاکستان ته قاچاق شي.
د دغو ډبرو د قاچاقو په اړوند يو کس نيول شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل: نيول شوى کس دغه قيمتي ډبرې  په يو بار وړونکي موټر کې تر خښتو لاندې ځاى پرځاى کړې وې.
نيول شوى سړى  په خپلو لومړنيو تحقيقاتو کې اعتراف کړى دى چې دغه قيمتي ډبرې يې له جلال اباد څخه بار او غوښتل يې د تورخم بندر له لارې پاکستان ته قاچاق کړي.
د افغانستان زياتره قيمتي ډبرې پاکستان ته د قاچاق په ډول لېږدول کېږي او هلته په ډيره ارزانه  بيه پلورل کېږي . پاکستان له دغو ډبرو څخه د کور د زينتي مالونو په  جوړولو کې کاراخلي او يا د پاکستان په نښان سره  په ډير لوړ قيمت په  نړيوالو بازارونو کې  پلورل کېږي.
پاى \ ذ

جلال آباد / د زمري ٢٠مه/ باختر
په ننګرهار کې د مديترانه يي ميوو د زيات توليد لپاره هڅې زياتې شوي دي.
د کرنې وزارت غواړي په ننګرهار کې په يو نوي پروګرام کې د مالتې، نارنج،  کينو او ليمو سل بڼونه جوړکړي.
دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس ننګرهارپه افغانستان کې د مديترانه يي ميوو  له پلوه مخکې دى.
ننګرهار په يوازې توګه د ميوو له پلوه  د افغان بازارونو زياتره اړتياوې پوره کوي که څه هم يوه برخه د دغو ميوو نړيوالو بازارونو ته هم صادرېږي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل: ټاکل شوې ده  د مالتې ، نارنج ، ليمو او کينو ٦٠زره نيالګي د ننګرهار په ځينو برخو کې کښېنول شي.
دغه نيالګي د بټي کوټ په فارمونو کې توليدېږي.
مديترانه يي  ميوو نيالګي له دريو کلونو وروسته  حاصل  ورکوي.
دېکرنې وزارت او سيمه ييزمسوولان هيله من دي  دېدغو نيالګيو په کښېنولوسره دېمديتراني ميوو له پلوه د ننګرهار د ميوو د توليداتو کچه  لوړه شي.
پاى \ ذ

-کابل / دزمري ٢٠مه / باختر :
په زابل کې د دوو ښوونځيو په جوړولو ، يو زرو پنځه سوه زده کوونکي د زده کړې  مناسب ځاى ته لاسرسۍ وموند .
دغو زده کوونکو کلونه کلونه  د درسي ټولګيو د نشتوالي په دليل  تر خيمو لاندې اويا آزاده هواکې زده کړه کوله .
د دغو ودانيو د پرانستلو په مراسمو کې د زابل والي عنايت الله هوټک  وويل چې د ښار جوړولو د چارو وزارت، دغه نوي ودانۍ د ٤٤مليونو افغانيو په لګښت  جوړ کړي دي .
  د زابل د پوهنې رييس نصر الله زاهد باختراژانس ته وويل چې د دغو نويو ودانيو په جوړولو  ١٥٠٠ زده کوونکي د لومړى ځل لپاره د درسسي مناسب  ځاى ته لاسرسۍ  وموند.
  په هر يو دغو دوو ودانيو کې اته درسي ټولګي او نور د اړتيا وړ تاسيسات په پام کې نيول شوي دي.
  ختم_ شکريه _اکرم

کابل / دزمري ٢٠مه / باختر :
د جلال اباد د ښاروالۍ د تنظيف  دکارکوونکو حقوق ډير ژر زياتېږي.
د جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري، د تنظيف  له کارکوونکو سره په غونډه کې وويل چې ډير ژربه د دوى حقوق زيات شي .
هغه دغه خبرې  د تنظيف  د يوشمېر کارکوونکو د اعتراض په غبرګون کې وويل  اوس په جلال اباد  کې د ښاروالۍ د تنظيف  په برخه کې  څلور سوه کارکوونکي شته چې د مياشتې  ٥٠٠٠ افغانۍ معاش اخلي .
د جلال آباد ښاروال باختراژانس ته وويل (موږ  هڅه کوو د تنظيف  د کارکوونکو معاش د دولت له بودجې  زيات کړو اوکه ونه شو د ښاروالۍ له پيسو  څخه )
هغه د تنظيف  له  کارکوونکو وغوښتل چې د خپلو حقوقو په زياتوالي د ښار په صفايي کې به زيات فکر  وکړي
ختم_ شکريه _اکرم

Page 9 of 8937