14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د تلي  ١٢:
  دقندهار ، غزني ، لوګر او دهرات د ولايتونو په مربوطاتو کې  دګډو عملياتو په بهير کې  د وسله  والو طالبانو د ډلې څلور تنه سيمه ئيز قوماندانان ونيول شول .
باختر اژانس  دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: دغو قوماندانانو تراوسه پورې په افغان او بهرنيو ځواکونوپه لسګونو تروريستي بريدونو ته سازمان ورکړي و .
ويل کېږي د دوى د نيولو په بهير کې  نښته هم شوې ده چې څو تنه ياغيان وژل شوي او يا نيول شوي دي
خبرپاڼه زياتوي: ددغو عملياتو په بهيرکې دياغيانو په لسګونه جنګي وسايل او دهغو په سلګونو  کېلوګرامه چاوديدونکې  او نشه يي توکې هم ترلاسه شوى دى .
 

کابل باختر د تلي  ١٢:
  اتلس تنه  پاکستاني انسان تښتوونکي پرون په نيمروز ولايت کې ونيول  شول .
دنيمروز ولايت دملي امنيت د رياست يو مسوول خبرځاى چې دى نه غوښتل نوم يې واخستل  شي باختر اژانس ته وويل:  اتلس تنه پاکستاني انسان تښتوونکې  له اتلسو پاکستاني  تيوتا موټرونو سره دزرنج ښار د جنوب  لويديځ په پنځلس  کېلومتري واټن کې دماشي په سيمه کې ددغه رياست دکارکوونکو  دعملياتو په بهير کې ونيول شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه کسان  دپاکستان دبلوچستان ايالت په پوله کې دايران د جنوب په مرکز کې په انسان تښتونې  بوخت و .
  ويل کېږي دوى په لومړنيو تحقيقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړي دي .
 

کابل باختر د تلي  ١٢:
  دقندهار ولايت دژيړۍ ولسوالۍ لپاره دطالبانو تش په نامه پوځي مسوول ونيول شو .
ويل کېږي دغه سړى دميوند په ولسوالۍ کې  دافغان او ايساف دځواکونو په ګډون عملياتو کې  ونيول شول .
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باختر اژانس ته وويل:  نيول شوى سړى سنګرمل نوميږي  او له کلونو کلونو راپديخوا  يې په ژيړۍ ولسوالۍ کې دطالبانو د پوځي مسوول په توګه فعاليت کاوه چې دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې  په ګډو عملياتو کې ونيول شو .
 

کابل – باختردتلې١٢
دنوى زيلاند ددفاع وزير افغانستان ته له را رسيدو وروسته دباميانو ولايت ته لاړ چې په دغه ولايت کې له ميشتو سر تيرو سره وګوري.
ويل کيږي چې د نوى زيلاند ددفاع وزير به په افغانستان کې درې ورځې تيرې کړي.
نوى زيلاند په افغانستان کې ١٤٠ پوځيانو لري چې له ٢٠٠١کال څخه تر اوسه پورې په باميانو ولايت کې ډيره دي او تر اوسه پورې  ددغه هيواد ٢٠ تنه عسکر په افغانستان کې وژل شوى دى.
 

Wednesday, 03 October 2012 11:36

تبصره:

کابل – باختردتلې١٢
په دې وروستيو وختوکې يو شمير لويديځو رسنيو په افغانستان کې د واقعيتونو په تحريف لاس پورې کړي دي او دکاذبو او له حقيقت څخه لرې مطالبو په خپرولو سره دخلکو دانديښنې سببونه برابرکړې دي.
دباختر آژانس مبصر ليکي: ټاکل شوى ده، بهرني ځواکونه چې د يو نړيوال تفاهم په چوکات کې دتروريزم دعواملو سره دمبارزې په موخه افغانستان ته ورغلي دي، د٢٠١٤ کال تر وروستيو وختو پورې له دغه هيواد څخه ووځي.
له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو د وتلو په باب تصميم د افغاني ټولنې دعيني شرايطو او دافغانستان د وسله والو پوځونو دځواکمني په پام کې نيولو سره نيول شوى دى.
له دغه تصميم سره دافغانستان داسلامي جمهوريت د دولت بشپړ ملاټر شته او په اوس وخت کې دهيواد امنيتي ځواکونو دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دوه پړاونه تيرکړي دي او دريم پړاو د اجرا په حال کې دى. دڅلورم او پنځم پړاو دترسره کولو لپاره تيارۍ نيول کيږي. په دې ځاى کې دامنيتى مرکزونو روحيه او اعتماد د دقت او ستاينې وړ دى.
افغان امنيتى ځواکونو دڅو وروستيو ورځو مياشتو او کلونو په بهيرکې دا کار ثابت کړي دي چې دملي ارزښتونو په دفاع کې بريالى دي او همدا اوس دهيواد په سلوکې د نږدې اويا خاورې د امنيت دتامينولو مسووليت په غاړه لري.
له بلې خوا ځينې خبري رسنۍ په دولتي حال کې تحريف شوي خبرونه او اطلاعات منعکسوي چې ناټو په خپله ټينګارکړى دى چې له افغانستان څخه وتل به مسوولانه وي او د ناټو او دلويديځو هيوادونو مقاماتو په وار وار دا خبره تکرار کړې ده چې دافغانستان ماتې به د نړيوالې ټولنې ماته وي.
دغه راز دلويديځو هيوادونو جګپوړو مقاماتو په وار وار دغه خبرې تکرار کړي دي چې تيرې تير وتنې به تکرار نه کړي او افغانستان په خپل حال پرې نږدي.
دغو هيوادونو دافغانستان سره دستراتيژيکي همکارى په چوکات کې خپلو ژمنو ته عملي اړخ ورکړي دي.
ددغو ژمنو په رڼاکې ولې ځينې لويديځې رسنۍ په کوم دليل او علت په اکاذيبو، افترا او تحريف لاس پورې  کوي او له افغانانو سره په يو دښمنانه دريځ کې هلې ځلي کوي چې دافغانستان دخلکو ترمنځ ناهيلې تلقين کړي؟
که چيرې ناټو نه وي په افغانستان کې هيڅ څه نشته. دافغانستان خلک دخپلو امنيتي ځواکونو د ژمنې ترسيورې لاندې  ددغه هيواد بچيان دي او په راتلوونکې هيله من دي، ځکه هغوى دخپل هيواد په پايښت اعتقاد او باور لري چې افغانستان بچي دناټو له شتون او دسپټمبر دمياشتې له يوولسمې نيټې مخکې موجود و او د٢٠١٤ کال وروسته په هم موجود وي.
په داسې حال کې چې دلويديځ يو شمير رسنۍ افغانستان د٢٠١٤ کال وروسته يو بې پناه او بې دفاع هيواد معرفي کوي. دغه رسنۍ په يوې روانې جګړې سره هلې ځلې کوي چې داويايمې لسيزې پيښې چې په هيواد کې يې بهرني عوامل لرل،په زهنونوکې تداعي کړي او دهغو ورځو ترخې خاطرې ژوندى کړي او په دې ترتيب غواړي چې دخلکو دبيلابيلو قشرونو روحيه کمزورې کړي چې د راتلوونکو پروګرامونو لپاره دپيښې ځاى پيداشي.
افغان امنيتي ځواکونه ددغه شان تبليغاتو په اړوند څرګنداو او روښانه پيغام لري. دوى دخلکو، دملي ارزښتونو او ژوندانه په دفاع کې خپله ځواکمني ثابته کړي دي او په جدي توګه هلې ځلې کوي چې نور دغه هيواد دنړيوالې ټولنې د اوږو بارنه وي.
دغه ژمنه او درايد دهرامنيتي منسوب په څېره کې څرګند دى او هغوى د راتلوونکې روښانه ترسيم او تصوير لري چې هيڅ پوښتنې ته ځاى نه پريږدي.
په اوس وخت کې همدغه افغان بچيان دي چې دهيواد په ډيرو ناامنو سيموکې دتروريزم په ګوډاګيانو بريدکوي او د دې هيواد دعزت او وقار دفاع کوي.
دغه ميړنتوب په افغانانوکې ژوندى دى او دبهرنيو ځواکونو په شتون او يانه شتون کې دوى ځان ددغه هيواد وارثان بللي دي او بولي .
ښه به وې چې دغه شان رسنۍ داستخباراتي کړيو دلاس آله نه وي او ځان دسياسي او استخباراتي لوبو څخه لرې وساتي او دژورناليزم دمسلک رسالت رعايت کړي .
 

Wednesday, 03 October 2012 11:35

يو ماين ښخوونکى ونيول شو

کابل – باختردتلې١٢
دپکتيا ولايت دپوليسو منسوبينو پرون يوماين ښخوونکى ونيوه.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتى دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: يو ماين ښخوونکى چې غوښتل يې د وسايطو ضد يو ماين دپکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ په لاره کې ښخ کړي ددغه ولايت دپوليسو دمنسوبينوله خوا وپيژندل شو او له يو تراکتور سره ونيول شو.
ديوبل خبر له مخې: دپنجشير ولايت دپوليسو منسوبينو يو زرو دوه سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکې چې د وسله والو مخالفينوله خوا ددغه ولايت په ځينو ساحوکې دنا امنيو په خاطرځاى پرځاى شوى و، کشف او لمنځه يوړل.
په همدې ترتيب دکورنيو چارو وزارت په يوه بله خبرپاڼه کې ويلى دى:
د زابل ولايت پوليسو دقلات ښار په مربوطاتوکې د وسايطو ضد ديو ماين په کشفولو سره ديوې ترورستي پيښنې مخ ونيوله.
 

کراچي– باختردتلې١٢
دپاکستان په کراچي ښارکې په نوې تاوتريخوالې کې د يو ښځې په ګډون پنځه تنه ووژل شول .
دغه تاوتريخوالې تيره شپه رامنځته شوې دى او پوليسو يوجومات ته څېرمه د دوو تنو مړې ترلاسه کړي دي چې له تښتونې وروسته وژل شوي دي.
په همدې حال کې پوليسو دناپيژندل شويوکسانو له خوا په قايد آباد په ډزو سره ديوې ښځې په ګډون د دووتنو د وژل کېدو خبرورکړي دي.
دغه  راز يوبل مړې دبلديې دسيمې يوې فابريکې ته څېرمه دپوليسو لاس ته ورغلې دى او يو بل تن چې د ډزو له امله سخت ټپي شوى و، په روغتون کې سا ورکړ.
په کراچي ښارکې له څو کلونو راپه دې خوا قصدي وژنې او نا آرامي دوام لري چې له امله يې دسياسي فعالينو په ګډون، سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 

مهترلام – باختردتلې١٢
په لغمان ولايت کې دناټو دځواکونو دجنګي الوتکو په عملياتوکې د وسله والو طالبانو ديو قوماندان په ګډون څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دلغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک باختر آژانس ته وويل: دغه عمليات تيره شپه دعليشنګ ولسوالۍ د شمکټ په ساحه کې دافغان او بهرنيو ځواکونو دګډو ځواکونو له خوا ترسره شول چې له امله يې قوماندان روح الله له دريو تنو افرادو سره يې ووژل شو.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: قوماندان روح الله په عليشنګ ولسوالۍ کې دطالبانو يو مشهور قوماندان و چې د زياترو ورانکارو او ځان مرګو بريدونو په طرحه کولوکې يې ونډه درلوده.
خبرځاى زياته کړه: په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړوته زيان نه دې اوښتې.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ١١ :
په غزني ولايت کې تيره شپه  دافغان ځواکونو اودناتو دقوتونو په ګډو عملياتو کې  دطالبانو دډلې يو قوماندان له  دوو تنو ساتونکوسره يې ووژل شو.
ويل کېږي چې دغو ياغي طالبانو په تروريستي بريدونو اوپه دغه ولايت کې ياغي طالبانو ته دوسلو اومهماتو په اکمالولو کې لاس درلود.
دغزني ولايت دملي امنيت درييس دڅرګندونوله مخې  دطالبانو يو قوماندان ملا عبدالوهاب  چې دغزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې يې په څو تروريستي بريدونو کې لاس درلود تيره شپه له دوو تنو ساتونکوسره يې و وژل شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل  چې ددغو ياغيانو وژل کېدل به دقره باغ ولسوالۍ دامنيت په تامينولو کې ګټور وي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې تيره شپه په واټ کې  دښخ  کړاى شوي ماين دچاودنې له امله دغزني ولايت دآب بند ولسوال عبدالمتين ټپي شوى دى.
دغزني دوالي  مرستيال علي احمد باخترا ژانس ته وويل چې دده دسپرلۍ موتر دآب بند ولسوالۍ په سرفراز کلي کې  په  واټ کې  په ښخ کړي شوي ماين وخوت  چې دچاودنې له امله يې دآب ولسوال ټپي شو او دوه تنه ساتوونکې يې ووژل شول.
دآب بند ولسوال ددرملنې لپاره دبګرام روغتون ته  ليږدول شوي دي.
 

Wednesday, 03 October 2012 03:40

څلور تنه پوليسان و وژل شول

کابل باختردتلي دمياشتې  ١١ :
دپکتياولايت دعامه نظم دلوا څلور تنه پوليسان نن په واټ کې ښخ کړاي شوي ماين د چاودنې له امله  ووژل شول.
ويل کېږي چې دغه ماين دياغي طالبانو له  خوا دګرديزښار دابراهيم خيلو په سيمه کې دپوځې وسايطو دتګ راتګ په لاره کې ايښودل شوي و.
دپکتياولايت امنيې قوماندان زلمي اورياخيل باختراژانس ته وويل چې ددغه ولايت عامه نظم دلوا يو رنجرموټر چې له  زرملي ولسو الۍ څخه د ګرديزښار ته روان وو دګرديز ښار دابراهيم خيلو په سيمه کې په واټ کې په ښخ کړاي شوي ماين وخوت  چې له امله يې دموټر چلوونکې په ګډون څلور تنه پوليسان شهيدان شول.