19 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د تلي  لسمه
دعدليې وزير پرون ديو هيئت په مشري بلخ ولايت ته ورسيد .
دعدليې وزير  حبيب الله غالب دبلخ ولايت ته دخپل سفر هدف د جمهور رييس د ٤٥ ګڼه فرمان تطبيق  وباله او په هغې غونډه کې يې  ګډون وکړ چې دبلخ دوالي عطا محمد نور په ګډون جوړه شوې وه .
په دې  غونډه کې چې ددولتي ادارو رييسانو ، دولايتي شورا غړو ، دمحکمو ،  عدليې او دڅارنوالي کارکوونکو ، عالمانو سپين ږيرو  او ددغه ولايت دمرکز او داړوندو ولسواليو ولسوالانو برخه لرله ، په پيل کې دبلخ والي عطا محمد نور  په دغه ولايت کې ددولتي ادارودکړنو دڅرنګوالي او ديو لړ ستونزو په باب څرګندونې وکړې .
  وروسته دعدليې وزير حبيب الله غالب ددغه فرمان د محتوياتو او دفرمان د تحقق دوړاندي  دعدلي ، قضايي  کشفي او تحقيقي ادارو دمکلفيتونو او وجيبو  په باب خبرې وکړې اوله برخه والو څخه وغوښتل  چې په ټول جديت سره دى په دې برخه کې لازم  اجراات وکړي .
په پاى کې  ددولتي ادارو رييسانو ، دمدني  ټولنې غړو او دقضايي ادارو مسوولينو خپلې يو لړ ستونزې  اووړانديزونه طرحه کړل .
 

کابل باختر د تلي  لسمه
يوه دوه سوه دوه کسيزه ډله   محصلان  دلوړو زده کړو په خاطر  ددولت په لګښت  تر څو راتلونکو ورځو پورې  ترکيې ته  استول کيږي .
ددغو محصلانو په لارښوده او مخه ښي  غونډه کې  چې دلوړو زده کړو وزارت دمشرتابه هيئت  اوپه ملي شورا کې  دخلکو داستازو په ګډون  جوړه شوې وه  دلوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکتر عبيد الله عبيد له هغوى څخه وغوښتل چې  دعلم اوپوهي  په زده کړه کې  چې له څو لسيزوجګړو وروسته  دافغانستان دټولنې  ستره اړتيا ده  ،  هڅه او هاند وکړي او دهيواد د اصيلو بچيانو په توګه  ټولنيز فرهنګ  او اخلاق  رعايت کړي .
پوهاندعبيد زياته کړه  چې  ننني محصلان  دهيواد دراتلونکي  علمي سياسي ديني او ټولنيز  شخصيتونه دي  او دافغانستان خلک هيله لري چې بچيان يې  له لوړو زده کړو وروسته  په لوړو او هيوادپالو افکارو سره  دعلم او پوهي  په ګاڼه  سمبال او هيواد ته  دخدمت  جوګه شي .
  ده زياته کړه چې دلوړو زده کړووزارت  دهغه تحصيلي اتشه له لارې  چې په ترکيه کې  دافغانستان په سفارت کې دنده ترسره کوي محصلانو ته  ټول  امکانات  او اسانتياوي برابرې کړي او له محصلانو سره  دايمي اړيکې او ارتباط  تامين کړي .
وروسته دمشرانو جرګې دديني ، پوهنې اودلوړو زده کړو  دچارو دکميسيون رييس  مولوي مير حمد الله منيب  داسلام دمبين دين له پلوه  دعلم دزده کړې  دارزښت اواهميت په باره کې خبرې وکړې  او له جمهور رييس   او دلوړو زده کړو له وزير څخه يې  چې دهيواد دعلمي کدرونو  دروزنې او دلوړو زده کړو لپاره يې دغه شان زمينه  برابره کړې ده  ، قدرداني وکړه .
  دغه راز  دمشرانو جرګې  يوه غړي  خالق داد بلاغي  هم  په دې باب خبرې وکړې او محصلان يې  دخلکو او هيواد  په وړاندي  خپلو دندو او مسووليتونو ته  ځير کړل .
  ديادونې وړ ده  چې دغه محصلان  دافغانستان ددولت په لګښت  له لسو مليونو ډالرو څخه چې جمهوري رياست  په همدې مقصد  بيل کړي دي  دکانکور د ډيرې لوړې نمرې  له مخې  او د هر ولايت  دونډې په پام کې نيولو سره  ترکيې ته  استول کيږي  او دطب او انجنيري  په څانګو کې  زده کړې کوي
  دلوړو زده کړووزارت  پخوا هم څه دپاسه  يو سلو پنځوس تنه  نور محصلان  له همدې بودجې څخه  هندوستان او يو شمير نور هم  ماليزيا ته  استولي دي .
  دغه راز  په روان کال کې سل تنه نور محصلان دبورس ورکوونکو  هيواد په لګښت  دلوړو زده کړو لپاره بهرنيو هيوادونو ته  استول شوي دي .
 

کابل باختر د تلي  لسمه
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  په خوست ولايت کې  ځانمرګي بريد چې ديو شمير ملکي وګړو  دمرګ ژوبلې سبب شو ، په کلکه وغانده .
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري  رياست دمطبوعاتي دفتر  له لارې  باختر اژانس ته رسيدلې ده  ويل شوى دى .
  درارسيدلو خبرونوله مخې ،  نن سهار په يو موټرسايکل سپور ځانمرګي يرغلګر خپل چاوديدونکي توکي  په خوست ښار کې دافغانستان بانک ودانۍ ته  څيرمه په عدالت څلور لارې کې وچول چې له امله يې  يو شمير ملکي وګړو ته  مرګ ژوبله واوښته .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس حامدکرزي  په ملکي وګړو  بريد  نه بخښوونکي  عمل وباله او  په کلکه يې وغانده .
  جمهور رييس دخپلې ډاد ګيرنې او خواخوږ ي مراتب  دقربانيانو کورنيو  ته څرګندوي او ټپيانو ته دسملاسي روغتيا  هيله کوي .
 

کابل باختر د تلي  لسمه
دجمهوري رياست دمقام ددفتر رييس  عبدالکريم خرم  اوپه کابل کې  دچين دولسي جمهوريت سفير  ښاغلي زوفي هنګ  دجمهوري رياست  دمقام ددفتر  رياست ته  ددغه هيواد دمرستو دسپارلو  سند لاسليک کړ .
  په هغې غونډه کې چې له همدې امله  نن له غرمې وروسته په ارګ کې جوړه شوه  د جمهوري رياست دمقام ددفتر  درياست  له بيلابيلو  څانګو سره دچين دولسي جمهوريت  وړيا مرستې  په کابل کې دچين دسفير له خوا په رسمي ډول  دجمهوري رياست دعالي مقام  ددفتر  رييس ته  وسپارل  شوې .
  دغه راز  ددغې مرستې  دفتري لوازم چې کمپيوترونه ، ويديويي او عکاسي  کمرې ، تلويزيون  او دموبايل تيلفونونه پکې دي هم  ددغو مراسمو په ترڅ کې افغاني لوري ته وسپارل شول .
  دغه مرستې  چې سپک او درانده  ماشين آلات او دفتري لوازم  پکې دي  ټول ارزښت يې  شپږو مليونو چيني يوان ته  رسيږي .
ددغو لوازمو اوماشين الاتو  دسپارلو په غونډه کې  دجمهوري رياست دعالي مقام ددفتر درياست  مرستيالانو اوددغه دفتر دساتنې اوڅارنې رييس  هم برخه لرله .
 

کابل باختر د تلي  لسمه
دوزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس  حامدکرزي په مشري  دجمهوري رياست دارګ  دګلخاني په ماڼۍ کې  جوړه شوه .
  د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ .  په پيل کې  جمهور رييس  دملګروملتو دسازمان  دعمومي اسامبلي  په اووه شپيتمه غونډه او دافغانستان داسلامي جمهوريت  ، دپاکستان داسلامي جمهوريت  او د انګلستان  د شاهي هيواد دمشرانوپه درې اړخيزه غونډه او دافغانستان داسلامي  جمهوريت دهندوستان جمهوريت او دانګلستان شاهي هيواد دمشرانو ترمنځ  په درې اړخيزه غونډه کې دافغانستان  دجګپوړي هيئت  د ګډون په باب غونډې ته  مفصل معلومات  وړاندي کړل او وي ويل ،
په دې باندې په پوهيدو سره  چې سوله دافغانستان دخلکو ډيره ستره هيله ده او  نظامي هلې ځلې  نشي کولي  په هيواد کې دسولې د ټينګښت او دامنيت دتامينولو په لاره کې  مرسته وکړي  په دغو درې اړخيزوغونډو کې دسولې او روغې جوړې  دبهير  په لومړيتوب باندې ټينګار وشو او څرګنده شوه  چې افغانستان  دسولې په بهير کې  هلې ځلې کوي چې ټول  وسله وال مخالف عناصر سوله ئيز ژوندانه ته  ستانه کړي ، له دې امله له دغه بهير سره دمرستې او اسانه کولو لپاره دملګروملتو دسازمان  له امنيت شورا او دسيمې له هيوادونو څخه غوښتنه وشوه  چې دسولې او امنيت په تامينولو کې دې په بشپړه توګه  دافغانستان د هڅو او هاند ملاتړ  وکړي او دسولې دخبرو د پرمخ بيولو په لاره کې دې  له موږ سره  همکاري وکړي .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ددغه سفر په بهير کې دملګروملتو دسازمان له سرمنشي ، دپولند له جمهور رييس ، دامريکا دمتحده ايالاتو ، دبهرنيو چارو  له وزيرې او له لخضر ابراهيمي سره هم  په جلا جلا توګه  وکتل .
  دوزيرانو شورا ددغه سفر نتيجې او دملګروملتو دسازمان  دعمومي اسامبلي  په اووه شپيتمه غونډه  او په درې اړخيزو غونډو کې دافغانستان  داسلامي جمهوريت  د جمهور رييس  ګډون مثبت وباله او تاييد يې کړ .
دغونډې په بله برخه کې ، دوزيرانو شورا  په ملي ګټو په ټينګار سره په هيواد کې دملي يو والي او واکمني دفاع اړينه  وبلله او څرګنده يې کړه چې ددموکراسي  په نظام کې ماهران او کارپوهان دحکومت په کړنو دنيوکې حق لري  خو کله چې ملي او وګړني موضوعګانې طرحه  وي دخبرو محور بايد دملي ګټو په باب  متمرکز شي . او دملي ارزښتونو له زيانمن کولو څخه دې  په کلکه مخه ونيول شي .
خو لکه څنګه چې ليدل کيږي  ځينې رسني په خپلو خبرو کې دملي ګټو او يووالي  له مخالفو چلندونو څخه  په استفادې سره ، دخلکو ذهنيت مغشوشوي چې په اوسنيو نازکو شيبو کې  زموږ دخلکو او هيواد  په ګټه  نه دى په دې اړوند  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده وسپارل شوه  چې د  مغشوشوونکو  تبليغاتو په اړوند دې  لازم  اوبيړني اقدامات  ترلاس لاندې ونيسي .
له اجندا سره سم ،  دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رييس  صادق مدبر  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس د  ٤٥ ګڼه فرمان  د تحقق  د څرنګوالي په باب غونډې ته مفصل معلومات وړاندي کړل او زياته يې کړه .
_ دتيرې اوونۍ په بهير کې  دکابينې  شپاړسو تنو غړو  دهيواد  بيلابيلو  ولايتونو ته  کاري سفرونه  وکړل او دهيواد په ولايتونو او ولسواليو کې يې خپل  دويم او دريم  واحدونه  وکتل او دهغوى  دستونزو  دلري کولو   په لاره کې يې  عملي اقدام کړي دي .
_ په همدې ترتيب  په  ١٣٨٥تر  ١٣٩٠ کلونو پورې  دجمهوري رياست دمقام  دمصوبو  ، فرمانونو  او حکمونو دتحقق څرنګوالي چې دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددرالانشا  دلوى رياست له خوا  څيړل شوي دي او په نتيجه کې يې لس زره پنځه سوه  څلور څلويښت مشخصې دندې چې په دغو کلونوکې  دولتي اداروته سپارلي شوې وې په سلو کې څه دپاسه  نهه اتيا يې  چې ټولټال  نږدې لس زره دندې کيږي ،  تحقق موندلى دى .
_ دغه راز  د هغو يو ديرشو دندو په اړوند  چې زماني  ميعاديې  دجمهورى رياست دمقام په فرمان کې  دوه مياشتې  ټاکل شوى و ، وويل :  شپږ ويشت دندې  په بشپړه توګه  عملي شوي دي  خو  پنځه ويشت دندې  چې  دزياتو خبرو او څيړنې غوښتنه کوي  ، دتحقق په حال کې  دي . البته  دغه دندې  په پرله پسې توګه  ترکار لاندې دي  او په ډير لنډ ممکن وخت کې  دهغو داجرااتو  رپوټ  وړاندى کيږي .
_ په دې ترڅ کې ده  دهغو موضوعګانو په باب  چې زماني ميعاد يې  تر دريو مياشتو پورې  ټاکل شوى دى  ، ډاډ ورکړ  او دکار  دپرمختګ له امله يې  خوښي  څرګنده کړه .
دوزيرانو شورا  هغه مثبت  ارزښتونه چې د  ٤٥ ګڼه  فرمان  دتحقق په نتيجه کې  ترلاسه شوي دي  ديادونې وړ وبلل او هغو ادارو ته يې  چې اجراات يې  لاتراوسه پورې  نه دى بشپړ شوى  اويا  طرحې يې  نواقص  لري  ،  سپاړښتنه وکړه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دى  خپل اجراات بشپړ کړي او رپوټ يې د چارو داداري  او دوزيرانو شورا  ددراالانشا  لوى رياست ته  وړاندى کړي .
  په دې ترڅ کې  د اداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو خپلواک کميسيون ته دنده وسپارل شوه  چې  دملکي خدمتونو  د کانکور دازموينې  د طرحې له بيا څيړنې وروسته دى  ،  ددغې ازموينې  د څرنګوالي مفصل رپوټ  دوزيرانو شورا  راتلونکي غونډې ته  وړاندى کړي  او هم دى  دمطبوعاتو له لارې دهيواد خلکو ته ورسوي .
وروسته دفوايد عامې وزير  دسالنګ دلويې لارې د ترميمولو په اړوند  يو مفصل رپوټ  وړاندى کړ او زياته يې کړه  چې  ددغې لويې لارې  دترميماتو اصلي کار دفوايد عامې وزارت  له داخلي بودجې څخه ترسره شوى دى  او دايساف  قوتونو يوازې  دسالنګ تونل د ترميمولو په باب  يو لړ ژمنې  کړي دي .
ده د نورم پرخلاف  او په لوړ توناژ سره  دبار وړونکو وسايطو  د تګ راتګ دمخنيوي  په لاره کې  د ستونزو په اړوند چې دلويو لارو  دويجاړيدو سبب کيږي  ، انديښنه څرګنده کړه اووړانديز يې وکړ  چې دلوړ توناژ  دوسايطو  دتګ راتګ  په خاطر دلويو لارو  دويجاړتيا  دمخنيوي په خاطر دى  کنترولي  تخنيکي سيستمونه  جوړ کړي چې لګښت يې  څلورو مليونو ډالرو ته  رسيږي .
دوزيرانوشورا  دلوړ توناژ  دوسايطو دکنترول دتخنيکي سيستم  جوړول تاييد کړل او دماليې وزارت يې  موظف کړ  چې داړتيا وړ  تخصيص  يې  دفوايد عامې وزارت  په واک کې  ورکړي .
دغه راز دفوايد عامې وزارت ته يې  دنده وسپارل  چې  دلوړ توناژ  او دنورم پرخلاف  وسايطو  دتګ راتګ  په کلکه  مخه ونيسي  او دسړکونو کاري کيفيت  چې زيانمن شوي دي  ، وڅيړي او سرغړونکي  قراردادي کمپني  اوليږدونکي وسايط دې  دغونډې  له يادونې سره سم  تر قانوني  پوښتنې لاندې  ونيسي .
  داجندا په بله برخه کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت ستر وزير  او دښار جوړولو دچارو وزير  د جمهور رييس  د ٤٥ ګڼه فرمان  له لارښوونې سره سم  دنوى کابل ښار  د تشکيلاتي جوړښت اوماستر پلان په اړوند خپل مسلکي تحليل  اومفصل  توضيحات  غونډې ته وړاندى  کړل .
  دوزيرانو شورا دنوى  کابل  دپروژې دلارې پرسر  دپرتو خنډونو او ستونزو  دتشخيص  په اړوند دښار جوړولو دچارو دوزير تخنيکي توضيحاتو ته په پاملرنې سره  ،  دفوايد عامې او دانرژي اواوبو  وزيران  ، په ساختماني ، تخنيکي ، کانونو ، انرژي  او اوبواو دنوى کابل ښار  دپرمختيا په چارو کې  دجمهور رييس   سلاکار يې دښار جوړولو دچارو وزير  په مشري  موظف  کړل  چې په لومړى ګام کې دى د اوسني کابل ښار او دنوى کابل ښار  داوبو رسولو طرحه  د پنجشير او  ګلبهار دسيندونو له لارې  برابره او دوزيرانو شورا ته دې وړاندى کړي .
  دغه راز دپنجشير  اوګلبهار له سيندونو څخه داوبو  دليږدونې دپروژې  له تطبيق  پرته  دده سبز  په ساحه کې  د څښاک په اوبو له شلو زرو څخه  تر پنځوسو زرو  کورنيو پورې  دلاسبري  امکانات  وڅيړي او خپلې مشخصې طرحې دې  داړوندو  مرکزونو  له موافقي وروسته  برابرې او دوزيرانو شورا  يوې غونډې ته وړاندى کړي .
  وروسته داقتصاد وزير دښارواليو دپروژو  په ګډون  دانکشافي پروژو د څيړنې  او څارنې لپاره  ددغه وزارت  پيشنهادي طرحه  چې  دجمهور رييس د  ٤٥ ګڼه فرمان په رڼا کې  برابره شوې ده  او په دريو پړاونوکې : په پروژه کې  له  پانګې اچونې مخکې  ، دپروژې د کار په بهير کې او دپروژې دکار په پاى کې  عملي کيږي  له جزئياتو سره يې  غونډې ته وړاندى کړه چې  دوزيرانو شورا  له خوا  تصويب شوه  او داقتصاد وزارت  دهغې  په جدي تطبيق موظف کړاي شو
په همدې ترتيب داقتصاد وزير د پي ام يو _  پي  اي يو  د پروژو او دهغو ديو خيل تشکيلاتو د څيړنې رپوټ چې د  ٤٥ ګڼه فرمان له لارښوونې سره سم د حکومت په چوکاټ کې دچارو دادارې دلوى رياست  او دنورو اړوندو ارګانونو د استازو په همکارۍ  د موازي تشکيلاتو  دلري کولو  په باب  برابر شوي دي غونډې ته طرحه کړل او څرګنده يې کړه  چې دغه مرکزونه په دري ويشتو وزارتونو او دولتي اداروکې شته  او د پنځه زره درې سوه څليرويشتو کارکوونکو  په کميت  په کال کې د دري پنځوس اعشاريه پنځو مليونو ډالرو  په لګښت  تر پوښښ لاندې نيسي .
  ده زياته کړه:  دغه پروژې  هغه وخت  جوړې شوي دي  چې د وزارتونو او ددولتي ادارو په اصلي جوړښتونو کې ظرفيت  کمزوري و ، او زياتره دپروژې د ښه مديريت په لاره کې ورڅخه  استفاده کيده .  خو اوس چې ټول وزارتونه  او دولتي ادارې  د ادارې داصلاح  تر بهير لاندې  راغلي دي ددولتي ادارو تر څنګ ددغو مرکزونو شتون  موازي جوړښتونه بلل کيږي . له دې امله  داصلي ادارو د کمزوري کولو مانا لري . او  شتون يې غير ضروري دى .
ده زياته کړه  چې له اوسني  حالات څخه  دوتلو لپاره  ښه به وي  چې دغه وړانديزونه  په پام کې ونيول شي .
  ١_ دمسلکي او تخصصي کدرونو له پلوه داصلي ادارو پياوړي کول .
  ٢_  دماليې وزارت  او داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو  دکميسيون په واسطه  د معاشونو  ديو خيل کولو طرحه اوبرابرول .
٣_  د ١٣٩١ کال  تر پاى پورې  د تشکيلاتي تعديلونو  دطرحې بشپړول .
  ٤_ درسمي ادارو ( دپلان اوپاليسي  ،  پروګرام جوړولو او دپروژو دچارو د ترسره کولو درياست  )  تر چتر لاندې  ددغو پروژو  دتشکيلاتو ليږدونه دوزارتونو او ددولتي ادارو د جدي ضرورت  په صورت کې  او د  ١٣٩٣کال تر پاى پورې  له اصلي دولتي ادارو سره  دهغو ادغام .
  دوزيرانو شورا دغه طرحه يوه معقوله  او داجرا وړ څيړنه وبلله او هغه يې  تصويب کړه  او داقتصاد وزارت  يې  دهغې په تطبيق  موظف کړ . 
وروسته  دتعليمي ، تحصيلي ،  فني  _ حرفوي زده کړو اودکارموندلو دنظام  د اصلاح لپاره  د ملي  بلنې  پريکړه ليک  دلوړو زده کړو دوزير له خوا  غونډې ته طرحه شو  او پريکړه وشوه چې دغه موضوع دې  دهراړخيزو خبرو په مقصد دراتلونکي اوونۍ دغونډې  داجندا په سرکې  طرحه شي .
دغونډې په پاى کې دګټو تطبيقاتو اودکورسونو دجوړولو په برخه کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دملي دفاع وزارت  ، د ترکيې جمهوريت  اودپاکستان داسلامي جمهوريت ترمنځ  دهمکاري پروتوکول  ، دافغانستان دملي پوليسو دروزنې په اړوند  دافغانستان داسلامي جمهوريت دکورنيو چارو وزارت  ، دترکيې جمهوريت  اودپاکستان  داسلامي جمهوريت ترمنځ  دهمکاري پروتوکول  ، دافغانستان داسلامي جمهوريت دماليې  او دترانسپورت او هوايي  چلند دوزارتونو  او دالمان دفدرالي جمهوريت ترمنځ  دمزارشريف دهوايي ډګر  دبيا جوړولو دپروژې  دتمويل قرارداد ، دافغانستان داسلامي جمهوريت  دلوړو زده کړو وزارت  او دهندوستان هيواد د شارده پوهنتون  ترمنځ  دهمکاري تفاهم ليک  او دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابل پولي تخنيک پوهنتون او دسلواک  هيواد  دتخنيکي پوهنتون ترمنځ  دعلمي او تخنيکي همکاريو موافقه ليک  دبهرنيو چارو وزارت  داداري معين له خوا غونډې ته طرحه شول  چې دتصويب وړ وګرځيدل .
 

کابل- ۱۳۹۱ د تلې ۱۰مه
د ولسي جرګې لومړي نایب عبدالظاهر قدیر د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ د یو شمیر دیني علماوو او د بابکرخیلو د قوم د قومي مشرانو  سیمه ییزې ستونزې واوریدې.
دولسي جرګې مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ
ملاقات کوونکو د خروټو قوم د کوچیانو له لوري د دوی د ځمکو د غصب له امله شکایت وکړ او ویې ویل، چې یوزرو دوه سوه جریبه ځمکه یې د دغه قوم د زورواکو له لوري غصب شوې او په دوی پورې اړوند زیاتره ساحه تر ګواښ لاندې ده.
دوی زیاته کړه، که چیرې د ګواښونو مخه ونه نیول شي، د دوی ټولې شخصي ځمکې به غصب او په ناقانونه ډول به وپلورل شي.
ملاقات کوونکو خپل شرعي اسناد هم د ولسي جرګې لومړي نایب ته وړاندې کړل، له لومړي نایب څخه یې وغوښتل، چې د لانجې تر پای ته رسیدو پورې دې په دواړو لورو کار بند شي.
د ولسي جرګې لومړي نایب اړوندو کمیسیونونو ته دنده وسپارله، چې موضوع دې وڅیړي، خپل مفصل راپور دې اداري هيئت ته وړاندې، څو په دې برخه کې قانوني اجراات ترسره شي.
لومړي نایب دغه راز له مسولو اجرائیوي ارګانونو څخه وغوښتل، چې د قضیې تر حل پورې دې هیڅ لوري په دې سیمه د ودانیزو چارو اجازه نه ورکوي.
د یو بل خبر له مخې :

د ولسي جرګې لومړي نایب د بګرامیو ولسوالۍ د بتخاک کلي له یو شمیر مخورو سره په کتنه کې د هغوی سیمه ییزې ستونزې واوریدې.
په دې کتنه کې د بتخاک د کلي قومي مشرانو د اونکس شرکت او عزیزي بانک له لوري د ځمکو د غصب له امله شکایت وکړ، د ولسي جرګې له لومړي نایب څخه یې وغوښتل، چې د دوی د ستونزې د اواري په برخه کې دې ورسره همکاري وکړ.
دوی زیاته کړه، له څه مودې راهیسې د اونکس شرکت او عزیزي بانک کسان هڅه کوي، چې د دوی هغه ځمکې ترلاسه کړي، چې دوی یې شرعي اسناد په لاس کې لري. دغه شرکت او بانک غواړي هلته ودانۍ جوړې کړي.
د ولسي جرګې لومړي نایب د قومي مشرانو د ستونزو تر اوریدو وروسته، د دوی عرضپاڼې اړوندو کمیسیونونو ته راجع، له کمیسیونونو څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې دې له قانون سره سم اجراات ترسره کړي.
 

کابل-باخترد تلي ١٠ مه
د ولسي جرګې په غونډه کې، چې د عبدالرووف ابراهیمي په مشرى جوړه شوې وه، وکیلانو تر اجنډا وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیک هوکړه لیک د احتمالي لاسلیکیدو په اړه خبرې وکړې، د مسلې په اړه یې خپلې نیوکې څرګندې کړې.
دولسي جرګې مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
وکیلانو په وروستیو درېو لسیزو کې د افغانستان زیاتره ستونزې د پاکستان د لاسوهنو زیږنده وبللې، ټینګار یې وکړ، چې د پاکستان له خاورې څخه په پرله پسې ډول د هیواد له هغې جملې د کونړ پر سرحدي سیمو راکټي بریدونه د افغانستان پر وړاندې د دغه هیواد د دښمنانه سیاست ښکارندویي کوي.
ددغو وکیلانو په باور، په داسې حالاتو کې، چې پاکستان تل په افغانستان کې د ناامنیو د برابرولو په لټه کې دی او په خپله خاوره کې یې ترهګرو ته ځای ورکړی او هغه روزي، د افغانستان او پاکستان د ستراتیژیک تړون لاسلیکیدل به په هیڅ صورت په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره مرستندوی واقع نه شي.
دغو وکیلانو له جمهوررييس څخه وغوښتل، چې ددې تړون له لاسلیکیدو دې تیر شي.
دغه راز وکیلانو د ملګرو ملتودسازمان په عمومي اسامبله کې د حکومت پر کمزورې کړنې نیوکه وکړه، ټینګار یې وکړ، د افغانستان له لوري د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل دې ډلې ته د حکومت له لوري د امتیاز ورکولو په مانا دي.
په غونډه کې له ناامنیو او د هیواد د لرې پرتو ولایتونو د لویو لارو د تړل کیدو د مسلې د یادونې ترڅنګ، له کابل څخه چغچران ته د الوتنو د نشتوالي، د کابل ښار په میوند او علي اباد روغتونونو کې د دارو درملو او لومړیو وسایلو د نشتوالي، په کرکټ بورډ کې د حکومت لاسوهنه، په سرپل ولایت کې د امنیت د نه شتون، په دغه ولایت کې د غیر مسوولو ډلو له لوري د ماشومانو د برمته کیدو او د وردګو ولایت د سیداباد په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د جګړې په اړه خبرې وشوې.
وکیلانو ددغو موضوعاتو په مطرح کولو سره، د چارو له مسوولینو څخه وغوښتل، چې د دغو ستونزو د اواري په برخه کې دې جدي ګامونه پورته کړي.
په همدې ډول یو شمیر وکیلانو په غونډو کې د ولسي جرګې د ځینو غړو پر نه ګډون نیوکه وکړه، ټینګار یې وکړ، چې د ولسي جرګې د کورنیو دندو له اصولو سره سم وکیلان باید د کمیسیونونو په غونډو او عمومي غونډو کې فعال ګډون ولري.
له دې سره جوخت وکیلانو د هیواد د سړو سیمو د پراختیا په اړه د مسوولو چارواکو پر کم کارۍ نیوکه وکړه، له حکومت څخه یې وغوښتل، چې د سړو سیمو په برخه کې دې، چې تر دوو راتلونکو میاشتو پورې یې لویې لارې تړل کیږي، مخکې له مخکې جدي تدابیر ونیسي.
په غونډه کې د هیواد لوبغاړي ولید نورزي وستايل شو، چې توانیدلی پر بایسکل له لندن څخه د نړۍ له نولسو هیوادونو را تیر او افغانستان ته راشي. د دغه کار نړیوالو ته  د افغانستان د خلکو د سولې د غږ رسولو لپاره یوه ښه بیلګه وبلله شوه.
یو شمیر وکیلانو په کابل ښار په تیره بیا له ده کیپک څخه بیا د هوايي ‌ډګر تر څلور لارې پورې د کثافاتو پر شتون او د کابل ښار په داخل کې د سړکونو د کار د کیفیت پر نشتون نیوکه وکړه، د ولسي جرګې په عمومي غونډو کې دکابل ښاروال د ګډون غوښتونکي شول.
د غونډې په بله برخه کې له اجنډا سره سم د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د اوږد مهاله همکاریو هوکړه لیک، د افغانستان او المان د فدرالي جمهوریت ترمنځ د هراړخیزو همکاریو هوکړه لیک او د فساد ضد نړیوالې اکاډمۍ د جوړیدو هوکړه لیک د ولسي جرګې د نړیوالو چارو د کمیسیون د مرستیال محمد نور اکبري له لوري وړاندې شول.
محمد نور اکبري د هوکړه لیکونو او پر هغو د شویو بحثونو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل، په دې اړه د رای اخستنې غوښتونکی شو. د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د اوږد مهالو همکاریو هوکړه لیک په لسو فصلونو او ۳۵مادو، د افغانستان او المان ترمنځ د هر اړخیزو همکاریو هوکړه لیک په نهو فصلونو  او نهه ویشتو مادو کې او د فساد ضد اکاډمۍ دجوړیدو هوکړه لیک د فساد ضد نړیوال سازمان په توګه ، تایید شول.
ورپسې په کونړ ولایت کې په ځانګړي ډول پر دغه ولایت د پاکستان د راکټي بریدونو د دوام له امله د راولاړو  امنیتي ستونزو په اړه بحث وشو، د غونډې ګډونوالو په دې برخه کې خپلې نیوکې، نظرونه او وړاندیزونه مطرحه کړل.
وکیلانو په کونړ ولایت کې رامنځته شوې پیښې زړه بوږنونکې وبللې، ویې ویل، چې پاکستانى پوځیانو په خپل دغه عمل سره د هیواد پر ځمکنۍ بشپړتیا تیری کړی دی.
د ولسي جرګې غړو دهیواد له اساسي قانون سره سم د ځمکنۍ بشپړتیا خوندي ساتل د حکومت له دندو او مکلفیتونو څخه وبلل، په دې اړه د حکومت پر نه پاملرنې یې سخته نیوکه وکړه، له دې ستونزې څخه د وتلو لپاره د امنیتي ارګانونو له مسوولینو سره د ګډې ناستې غوښتونکي شول.
وکیلانو د کونړ ولایت د خلکو ستونزو ته اشاره وکړه، په دغه ولایت کې د نامسوولو ډلو له شتون، په کونړ ولایت کې د ادارو او امنیتي ارګانونو ترمنځ د نه همغږۍ، د ائتلافي ځواکونو د هوايي بریدونو او د پاکستان له راکټي بریدونو څخه یې شکایت وکړ او دا، چې په دغه ولایت کې هره ورځ خلک قرباني ورکوي، په دې اړه اندیښنه وښوده.
د ولسي جرګې غړو دهیواد د بهرني سیاست د اساسي کرښو د نه جوړیدو له امله پر حکومت نیوکه وکړه، ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان د خلکو دښمنان او دوستان باید یو له بل څخه بیل شي.
په پای کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي د دفاعي او کورنیو چارو کمیسیونونو ته دنده وسپارله، چې د ائتلافي ځواکونو له لوري د کونړ ولایت د بمبار، د پاکستان د راکټي بریدونو او په دغه ولایت کې د نامسوولو وسله والو کسانو د فعالیت په اړه دې څیړنې وکړي.
په غونډه کې پریکړه وشوه، چې په مناسب وخت کې دې د امنیتي او تاریخي چارو د کارپوهانو په شتون پر کونړ د پاکستان د راکټي بریدونو موضوع تعقیب شي.

کابل باختر د تلي  لسمه
دملي پوليسو  دخاصو قطعاتو يوه افسر دنړۍ دپنځو هيوادونو ترمنځ دحرفوي  سوک وهلو په ورزشي سياليو کې لومړي مقام ګټلي دى .
دباختر اژانس دخبر له مخې،  دپوليسو دغه ځوان افسر چې محمدخوشحال سروري نوميږي له څه مودې راپديخوا  دمسلکي زده کړو په مقصد  مصر ته استول شوي و او دحرفوي سوک وهلو په هغو سياليو کې چې دسوماليا ، سوډان  ،  کولمبيا ، افريقا او دمصر دهيوادونوترمنځ  په قاره کې ترسره شوې وې گدون وکړ او دسرو زرو  دمډال  په ترلاسه کولو سره يې  ددغو پنځو هيوادونو ترمنځ لومړى مقام وګاټه .
  دپوليسو دخاصو قطعاتو افسر خوشحال  خان سروري دمسلکي روزنيزې دورې دپاى ته رسولو په ترڅ کې  دپولسيو دخاصې قطعي دقوماندانۍ دورزشکارانو دروزنې په برخه کې هم ارزښتناک  کارونه ترسره کړي دي
ديادونې وړ ده چې همدا اوس خوشحال  خان سروري په کابل کې دحرفوي سوک وهلو ديرش ورزشي کلپونه لري او په دغو کلپونوکې شپږ  سوه تنه زده کوونکي  په ورزشي زده کړو بوخت دي .
 

کابل باختر د تلي  لسمه
  دهلمند په ولايت کې ښځو ددولت دسولې له پروګرام سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
دلښکرګاه له ښار څخه دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې امله نن دهلمند دولايتي شورا په صالون کې جوړه شوې وه  دهلمند والي ، ددغه ولايت له مرکز او اړوندو ولسواليو څخه څلور سوه تنو ښځو ، په پارلمان کې دهلمند دخلکو استازو ، دولايتي شورا  غړو او دقومي شوراګانو  استازو ګډون کړي و ،
دهلمند والي تورن جنرال محمد نعيم بلوڅ  دسولې په بهير کې  دښځو په رول باندې  ټينګار وکړ اوزياته يې کړه  چې ښځې دسولې پيغام راوړونکي  دي اوکولي شي  په دې بهير کې  کارنده رول ولوبوي .
  په پارلمان  کې دهلمند دخلکو استازي  نسيمې نيازي هم خبرې وکړې او ښځه يې دسولې د سمبول  په توګه وبلله  او زياته يې کړه چې ښځې بايد دټولنې په بيلابيلو برخو کې کارنده رول ولوبوي .
  دهلمند ولايت دښځو دچارو رييسې جميلې نيازي هم دسولې له بهير سره  دښځو ملاتړ دسولې دبهير په تطبيق کې ارزښتناک ګام وباله او په هيواد کې يې ددايمي سولې دتامينولو غوښتنه وکړه .
دغونډې په بهير کې  په هلمند ولايت کې  دښځو استازو دښځو په وړاندې  پراته خنډونه او ستونزې مسوولينو ته بيان کړې اوپه دې برخه کې يې دستونزو دحل کولو غوښتنه وکړه .
دهلمند والي په دغو برخو کې له ښځو سره دهرراز همکاري ژمنه وکړه .
 

کابل باختر د تلي  لسمه
په قندهار ولايت کې تيره شپه   درې تنه ماين ښخوونکي   دماين ښخولو په وخت کې ووژل شول  .
دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل  باختر اژانس  ته وويل، دغه کسان دقندهار ولايت دژيړي ولسوالۍ په مربوطاتو کې  په جلا جلا پيښو کې  د خپلو ښخ کړي  شويو ماينونو  دچاونې له امله  وژل شوي دي  .
خبر ځاى زياته کړه:  لومړي پيښه دژيړي ولسوالۍ داشوغي په ساحه کې  هغه وخت وشوه چې دوه ماين ښخوونکي په دې ساحه کې په ماين  ښخولو بوخت وو، ماين وچاوديد او دواړه ووژل شول .
خبرځاى وايي په دويمه پيښه کې هم يو ماين ښخوونکي  دماين دليږدولو  په وخت کې دپوليسو  د ځواکونو له خوا وپيژندل شو او دپوليسو د ډزو له امله ووژل شو .