14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

-کابل / دزمري ٢١مه/باختر:
د کرنې اوبو لګولو اومالدارى مسوولان وايي چې د کونړ، نورستان اوننګرهار ولايتونو وترنرانو ته د روزنيزې  زده کړې پروګرام پرون پيل شو.
د ننګرهار د کرنې رياست يومسوول نن باختراژانس ته وويل چې دغه پروګرام د مالدارى  د ملي پروژې  له لارې پرمخ ځي او هدف يې وترنرانوته دغه زده کړه د روغتيايي د نوي لارو  چارو اود حيواناتو ساتنه اووقايه کول دي
هغه وويل چې هغوى د دغه پروګرام په عملي کولو کولاى شي د وترنرانو ظرفيت  د حيواني ناروغيو د مبارزې په خاطر  لوړ کړي اوپه ختيځ  زون ولايتونوکې د مالدارى د ودې اوپرمختيا لپاره مرسته وکړي .
  ختم_ شکريه_اکرم

کابل / دزمري ٢١مه/باختر:
د هلمند په مرکز لښکرګاه او د دغه ولايت په ناوه ولسوالۍ کې دکورني باغچو په جوړولوسره درې سوه ميرمنو ته د کار زمينه برابره شوه .
د هلمند د کرنې رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې دغه پروګرام د کرنې پرمختيايي ملي پروژې  له لارې پرمخ تللې ده او موخه يې د کرنې پرمختيا او په دغه ولايت کې د بې وزلوميرمنو لپاره د کار د زمينې برابرول دي
هغه وويل چې د هلمند د کرنې رياست په پام کې لري چې د نويو بڼونو اود شنوباغچو په جوړولو دغه ولايت کې بې وزلو ښځو او نارينه و ته د کار زمينه برابره کړي .   ختم _  شکريه_اکرم

-کابل / دزمري ٢١مه/باختر:
درې وسله وال  طالبان تېره شپه د غور په مرکز فيروز کوه ته څېرمه سيمه کې ووژل شول او يوبل يې ټپي شو .
د غور د پوليسو وياند عبدالمعروف  رامش باختراژانس ته وويل چې دغه طالبان  د فيروزکوه ښار په لويديځ  په دوديانو ساحه کې د پوځيانو پرپوستو د بريد په وخت کې ووژل شول .
هغه وويل چې مخکې له دې طالبانو ګواښ کړى و چې په فيروزکوه ښار کې دپوځيانو پرپوستو برېدونه وکړي .
ختم _شکريه_اکرم

ـ کابل/ د زمري ٢١ مه / باختر
مرکزي بانک ٣٢ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په ليک کې چې باختر آژانس ته استول شوى دى؛ ويل شوي دي:               د افغانستان بانک د روان کال د زمري په ٢٢ مه د چهارشنبې په ورځ، ٣٢ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابر صرافانو او تجارتي بانکونو ته بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو ۵۰۰ زره افغانۍ په داوطلبۍ کې د ګډون په موخه د تضمین په ډول نه دي تحويل کړې؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې د خپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلونکو داوطلبیو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
پاى\محمدجان

-کابل / دزمري ٢١مه/باختر:
د طالبانو يو قوماندان پرون  په سرپل کې له لسو ملګرو سره  يې ووژل شو .
د سرپل د پوليسو مطبوعاتو آمر نور اقا فيضي  باختراژانس ته وويل چې د طالبانو دغه قوماندان له ملګروسره يې  هغه وخت ووژل شو چې د سرپل د سانچارک ولسوالۍ په مسجدسبز سيمه کې د پوځيانو پر يوې پوستې بريدوکړ او د پوځيانو له سخت مقاومت سره مخ شول.
  خبرځاى زياته کړه چې په دې نښته کې لس نور وسله وال طالبان سخت ټپيان شول  او نور کسان يې له ساحې وتښتېدل .
ويل کېږي چې په دې نښته کې دوه موټرسايکلونه، يوه مخابره او د دښمن يوه اندازه جګي وسايل  د پوځيانو لاس ته ورغلل .
ختم_ شکريه _اکرم 

 کابل/ د زمري ۲۱ مه/ باختر
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مسوولین وايي چې د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د تحریک طالبانو ۵ غړي وژل شوي دي.
له سیلاب قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پرون د غازي آباد ولسوالۍ په دابره ګل سیمه کې د تحریک طالبانو پر غړو ماین چاودنه کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې په چاودنه کې د یوه سیمه ییز قوماندان مولوي بهار په ګډون ۵ طالبان وژل شوي دي.
پای/وصال

 قلات/ د زمري ۲۱ مه/ باختر
د زابل په مرکز قلات کې د ځمکو او ښار جوړولو وزارت په مالي لګښت د دوو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوې.
د زابل د پوهنې رییس نصر الله ذاهد د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې یادې ودانۍ د ځمکو او ښار جوړولو وزارت په مالي لګښت د ۴۴ ملیونو افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.
پای/وصال

 ښرنه/ د زمري ۲۱ مه/ باختر
د پکتیکا په سروضې ولسوالۍ کې  د لسو ملیونو افغانیو په لګښت یو جامع جومات جوړېږي.
د پکتیکا د والي مرستیال شېرباد شاه ارګونې د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې یاد جومات د لسو ملیونو افغانیو په لګښت جوړېږي چې په یوه وخت کې به د ۸۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا ولري.
پای/وصال

 قلات / د زمري ٢١مه/ باختر
په زابل کې د وسله والو طالبانو د بريد مخه ونيول شوه او شپاړس طالبان ووژل شول.
د زابل د امنيې قوماندانۍ وياند رسنيو ته وويل: امنيتي او دفاعي ځواکونو د دغه ولايت  د ميزان ولسوالۍ  پرځينو سيمو د وسله والو  طالبانو د برېدونو مخه ونيوله.
په دې بريد کې ١٦وسله وال طالبان  ووژل شول او ٣ نور ټپيان شول او د هغوى ١٠ موټرسايکلونه او  ٧سنګرونه هم له منځه يووړل شول.
پاى \ ذ

 فراه / د زمري ٢١مه/ باختر
امنيتي ځواکونو پرون دوه ماينونه په  فراه کې  کشف اوشنډ کړل.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختراژانس ته وويل: د دغې قوماندانۍ منسوبانو دوه بوشکه يي ماينونه چې د وسله والو طالبانو له لورې  د دغه ولايت مرکز د مهاجرينو په کلي  کې ځاى پرځاى کړاى شوې و، کشف اوشنډ کړل.
هغه زياته کړه  دغه ماينونه وسله والو طالبانو پر ملکي، امنيتي او دفاعي ځواکونو د برېدونو په موخه ځاى پرځاى کړي وو،
پاى \ ذ

Page 10 of 8940