اخبار آژانس خبری یک آژانس دولتی است که یک منبع مهم برای رسانه های داخلی است د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه تازه خبرونه، رپوټونه، شننې، څېړنې، مرکې، لوبې، ژوندۍ رادیويي خپرونې، ويډیوګانې، ستاسې نظرونه او نور ډېر په زړه پورې مطالب په باختر خبری آژانس پښتو انټرنېټ پاڼه کې. http://www.bakhtarnews.com.af Tue, 21 Feb 2017 23:20:33 +0000 Joomla! 1.5 - Open Source Content Management en-gb دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/security/item/27-دوه-تنه-وسله-وال-مخالفين-ووژل-شول.html http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/security/item/27-دوه-تنه-وسله-وال-مخالفين-ووژل-شول.html

دملي اردو منسوبينو پرون په کندهار ولايت کې دمحاربوي عملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل دماينونو او چاوديدونکو توکو دوه ډيپوګانې اودامونيم نايتريت يوه ډيپو يې کشف اوشنډه کړې ده.

دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتردباختراطلاعاتي اژانس ته خبروکړ

چې دغه عمليات دکندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې يوه ډيپو چې ډول ډول ماينونه پکې ځاى پرځاى شوي و کشف او شنډه کړې ده.

دغه راز په دغو عملياتو کې دملي اردو منسوبينو يوه ماين له دريو سرګلولوسره يې دهاوان درې ماينونه ، دډي سي توپ څلور تش خولونه ، پنځه کېلوګرامه باروت او اته پنځه ويشت کېلويي بوري اوومه چرس ترلاسه کړي دي .

ديوبل خبرله مخې د ٢٠٥ اتل قول اردو ددريمې لوا دشپږم کنډک منسوبينو دايتلاف له پوځونوسره په ګډو هلوځلو کې دکندهارولايت دميوندولسوالۍ په مربوطاتو کې له وسله والو مخالفينوسره نښته وکړه ، دوه تنه ډار اچوونکې يې ووژل ، پنځه ماينونه يې کشف اوشنډکړل او دچاوديدونکو توکو يوه ډيپو او دامونيم نايتريت يوه ډيپو هم له منځه وړي دي.

]]>
امنیتی Sat, 12 Nov 2011 11:06:16 +0000
داکترې دليل داغا خان پوهنتون دفارغانو دفراغت په مراسمو کې د ځانګړې ميلمه په توګه ګډون وکړ . http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/health/item/36-دعامې-روغتيا-وزارت-سرپرستې-ډاکترې-ثريا-دليل-دپاکستان-دکراچي-په-ښار-کې-داغا-خان-روغتون-په-کتنه-کې-ددغه-روغتون-له-مقاماتو-څخه-وغوښتل-چې-دجمهوريت-لس-پوړيز-روغتون-فعال-کړي.html http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/health/item/36-دعامې-روغتيا-وزارت-سرپرستې-ډاکترې-ثريا-دليل-دپاکستان-دکراچي-په-ښار-کې-داغا-خان-روغتون-په-کتنه-کې-ددغه-روغتون-له-مقاماتو-څخه-وغوښتل-چې-دجمهوريت-لس-پوړيز-روغتون-فعال-کړي.html

دعامې روغتيا وزارت سرپرستې ډاکترې ثريا دليل دپاکستان دکراچي په ښار کې داغا خان روغتون په کتنه کې ددغه روغتون له مقاماتو څخه وغوښتل چې دجمهوريت لس پوړيز روغتون فعال کړي .

ډاکترې دليل چې داغا خان پوهنتون دڅلور ويشتمې دورې دفارغانو دفراغت په مراسمو کې دګډون په مقصد دځانګړې ميلمه په توګه ددغه پوهنتون دمشرتابه له خوا بلل شوې وه نن کابل ته ستنه شو ه .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې دعامې روغتيا وزارت سرپرستې دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل چې داغا خا ن پوهنتون هرکال داړوندو محصلانو دفراغت په مراسمو کې دهيوادونو يو مقام د ځانګړي ميلمه په توګه رابولي او داځلي له نړۍ سره دافغانستان داسلامي جمهوريت دعلمې او اکاډميکو اړيکو دپراختيا له مخې زموږ له هيواد څخه داغا خان پوهنتون محصلانو دفراغت په مراسمو کې دګډون بلنه ورکړ شو ې وه .

ډاکتر دليل زياته کړه په دې دوره کې څه دپاسه در ې سو ه تنه دماستري ، دکتور ، او ليسانس په سويه فارغ شول چې درې تنه افغانان هم پکي دي چې دښوونې او روزنې په برخه کې دماستري په سويه او نرسنګ له څانګي څخه فارغ شوي دي .

ډاکترې دليل وويل چې په کراچي ښار کې يې داغا خان روغتو ن بيلابيلې څانګي کتلي دي او دهغه له مسوولينو سره يې دکابل دجمهوريت لس پوړيز روغتون دفعالولو په لاره کې دهمکاري په خاطر خبرې کړې دي .

ده وويل دهغې مسودي په باب چې د همکاري په برخه کې داغا خان روغتون دمسوولينو له خوا برابره شوې وه خبرې وکړې او ټاکل شوې ده په نږدي راتلونکي کې ددغه روغتون د فعالولو په باب په کراچي کې داغا خان روغتون له خوا موافقه وشي .

ډاکتر دليل څرګنده کړه دجمهوريت روغتو ن ودانۍ ځينې تخنيکي ستونزې او نيمګړتياوي لري چې بايد دحل کولو په باره کې يې دچين جمهوريت له مقاماتو سره خبرې وشي .

]]>
صحی Sun, 13 Nov 2011 10:52:28 +0000
د هيواد ورزشکارا نو ا ته مډالو نه ترلاسه کړل http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/sports/item/38-د-افغا-نستان-د-کارا-تې-دآشى-هارا-ورزشکارا-نو-دسرو-زرو-دڅلورو-مډالو-نو-دسپينو-زرو-ددوو-مډالو-نو-اود-ژيړو-ددوو-مډالو-نو-په-ترلاسه-کولو-سره-د-اسيا-،-ارو-پا-داتلوالۍ-دسياليو-په-لو-مړۍ-پړا-و-کې-دويم-مقام-وګاټه.html http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/sports/item/38-د-افغا-نستان-د-کارا-تې-دآشى-هارا-ورزشکارا-نو-دسرو-زرو-دڅلورو-مډالو-نو-دسپينو-زرو-ددوو-مډالو-نو-اود-ژيړو-ددوو-مډالو-نو-په-ترلاسه-کولو-سره-د-اسيا-،-ارو-پا-داتلوالۍ-دسياليو-په-لو-مړۍ-پړا-و-کې-دويم-مقام-وګاټه.html

د افغا نستان د کارا تې دآشى هارا ورزشکارا نو دسرو زرو دڅلورو مډالو نو دسپينو زرو ددوو مډالو نو اود ژيړو ددوو مډالو نو په ترلاسه کولو سره د اسيا ، ارو پا داتلوالۍ دسياليو په لو مړۍ پړا و کې دويم مقام وګاټه

د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته دالمپيک د ملي کميټې درسنيو مدير عبدالمحبوب دمعلو ما تو له مخې دغه سيالۍ چې د نوا مبر له يوولسمې نيټې څخه تر ديارلسمې نيټې پورې په تر کيه کې ترسره شوي د هيواد ورزشکارا نو شجاع اقا حميدي ، فريد آقا دورانديش ، شيرمحمد مرادي او وحيد احمد جويا و کولاى شول ددغو سياليو دسرو زرو مډالو نه وګټې

دغه را ز رحمت الله شباب او نويد اميدې دسپينو زرو مډالو نه او شهرام عارفي او عبدالرحيم تخاري د ژيړو مډالو نه و ګټل

]]>
ورزشی Sun, 13 Nov 2011 10:55:11 +0000
په ترافيکي پيښه کې پنځلس تنه ووژل شول http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/social/item/40-دهرات-_-کند-هار-د-لوى-لارى-د-هلمند-ولايت-د-ګرشک-ولسوالۍ-په-مر-بو-طاتو-کې-پرون-د-ترافيکي-پيښې-له-ا-مله-پنځلس-تنه-ووژل-شول.html http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/social/item/40-دهرات-_-کند-هار-د-لوى-لارى-د-هلمند-ولايت-د-ګرشک-ولسوالۍ-په-مر-بو-طاتو-کې-پرون-د-ترافيکي-پيښې-له-ا-مله-پنځلس-تنه-ووژل-شول.html

دهرات _ کند هار د لوى لارى د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په مر بو طاتو کې پرون د ترافيکي پيښې له ا مله پنځلس تنه ووژل شول .

دګرشک ولسوالۍ امنيه قو ما ندان سمونيار شادي خان د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل: دغه پيښه له يو موټرسايکل او يو سرا چه موټر سره د٣٠٣ ډوله مسا فر وړونکى موټر دټکر له ا مله چې له کا بل څخه د هرات په لور روان و دګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کې رامنځته شوه چې له ا مله يې ددغو وسايطو پنځلس تنه سپرلۍ ووژل شوې

شادى خان وويل د٣٠٣ موټر چلوونکى تښتيدلى او پو ليس يې په لټه کې دي

خبرځاى زيا ته کړه دپيښې په قربانيا نو کې ښځي او ماشو مان هم شامل دي

دياد ونې وړ ده د نيکمرغه لوى اختر په ورځو کې دڅو ترافيکي پيښو له ا مله په هلمند ولايت کې درې شپيته تنه ټپيان شوي دي

]]>
اجتماعی Sun, 13 Nov 2011 10:59:04 +0000
په بغلان ولايت کې په يوه مياشت کې ٢٧ پرو ژې بشپړې شوې دي http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/economic/item/42-په-بغلان-ولايت-کې-په-يوه-مياشت-کې-اووه-ويشت-ټولګټې-پرو-ژې-بشپړې-شوې-دي.html http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/economic/item/42-په-بغلان-ولايت-کې-په-يوه-مياشت-کې-اووه-ويشت-ټولګټې-پرو-ژې-بشپړې-شوې-دي.html

په بغلان ولايت کې په يوه مياشت کې اووه ويشت ټولګټې پرو ژې بشپړې شوې دي

دبغلان ولايت د کليو د بيا جوړولو او پرمختيا رئيس انجنير شفيق الله علميار د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل: دغه پروژې د کليو د بيا جوړولو او پرمختيا وزارت له بود جي څخه دڅه دپاسه ٤٧ مليو نو افغا نيو په لګښت ددغه ولايت ددوشي ،خنجا نو ، پل حصار ، بنو ، فرنګ اودګذرګاه نور په ولسواليو ، په پلخمري ښار او په مرکزي بغلان کې بشپړې شوي دي

ده زيا ته کړه : ددغو پرو ژو په پشپړيدو سره څه دپاسه شپږو زرو کورنيو ته لا زمي اسا نتياوى برا بري شوې دي

ده څرګنده کړه : په دغو پرو ژوکې د کا نالو نو جوړول ، دڅښاک د اوبو دڅا ګا نو کيندل ، دسړ کو نو ترميمول او کريړ اچول اود استنادي ديوالو نو ، پلګيو اود او بو د زيرمو جوړول شا مل دي

]]>
اقتصادی Sun, 13 Nov 2011 11:04:51 +0000
دلويې جرګي پريکړه به د خلکو په ګټه وې http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/politics/item/47-دسمنګانو-ولايت-خلک-او-مسئو-لين-د-افغا-نستان-او-ا-مريکا-ترمنځ-د-استراتيژيک-تړون-دلاسليک-کولو-په-مقصد-ددوديزې-لويې-جرګي-جوړيدل-په-را-تلونکي-کې-د-هيواد-په-ګټه-بو-لي.html http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/politics/item/47-دسمنګانو-ولايت-خلک-او-مسئو-لين-د-افغا-نستان-او-ا-مريکا-ترمنځ-د-استراتيژيک-تړون-دلاسليک-کولو-په-مقصد-ددوديزې-لويې-جرګي-جوړيدل-په-را-تلونکي-کې-د-هيواد-په-ګټه-بو-لي.html

دسمنګانو ولايت خلک او مسئو لين د افغا نستان او ا مريکا ترمنځ د استراتيژيک تړون دلاسليک کولو په مقصد ددوديزې لويې جرګي جوړيدل په را تلونکي کې د هيواد په ګټه بو لي

دغه موضوع د ايبکو ښار يو تن قومې مشر د باختر اطلاعا تي اژانس ته څرګنده کړه او ويې ويل له پخوا زما نو څخه افغا نستان دشورا ګانو هيواد دي او زموږ پخوا نيو خلکو کله چې د هيواد او خلکو دبرخليک په باب تصميم نيوه اويا هم له کو مې سترې ستو نزې سره مخامخ کيدل بيا به دوي لو يه جرګه چې د افغا نستان د خلکو ځانګړى فرهنګ دي جوړ وله اود خلکو له استا زو سره به يې سلا مشوري کو لې

دده دڅرګندونو له مخې لو يه جرګه چې په نږدى را تلونکى کې د هيواد په پايتخت کا بل ښار کې جوړيږې په دې جرګه کې هم په يوې سترې مسئالى د افغا نستان او ا مريکا ترمنځ د استرا تيژيک تړون دلاسليک کولو په باب سلا مشوري کيږي او هغه تصميمو نه چې په دې لو يه جرګه کې نيول کيږي په را تلونکى کې به د افغا نستان د خلکو په ګټه وې

ده زيا ته کړه په اوس وخت کې هغه استا زي چې په دغه ولايت کې ټاکل شوي دي اود مرکز په لور روان دي دسمنګا نو مخور او مشران دي او هم هغه تصميمو نه چې دوي نيسې ملا تړ يې کوي

په همدى حال کې دسمنګانو ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رئيس فتح الله وافي دلو يي جرګي د جوړولو ملا تړ و کړ او ويې ويل په لو يه جرګه کې ددغه ولايت ونډه يوولس تنه دي چې له ولايتې شورا څخه درې تنه غړي ، له ولسواليو څخه شپږ تنه مخور او قو مې مشران او ددغه ولايت له مرکز څخه دوه تنه وټا کل شول

دده دڅرګند ونو له مخې دغه کسان په پارلمان کې د خلکو ديوشمير وکيلا نو د ولايتې شورا اود ولايت د مشرتا به هيئت له مشورو وروسته ټا کل شوي دي

ده وويل په همدې دليل دغه کسان دخلکو رښتينې استا زي دي او موږ په خپل وار سره د لويې جرګي دپريکړو ملاتړ کوو .

له بلي خوا هم يو شمير خلک لو يه جرګه غيرقا نو ني بو لى

دايبکو ښار يو تن او سيدو نکى حامد وويل موږ اوس په افغا نستان کې پارلمان لرو له دې امله ددغه شان جرګو جوړيدل دپارلمان شتون تر پو ښتنې لا ندې نيسې او پريکړى يې هم غير قا نو ني دي

]]>
سیاسی Sun, 13 Nov 2011 13:13:44 +0000
په لغمان کې دحيدر خان ليسې دنوى ودانۍ دبنسټ ډبره کيښودل شوه http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/education/item/63-دلغمان-ولايت-دحيدر-خان-ليسې-دنوى-ودانۍ-دبنسټ-ډبره-پرون-ددغه-ولايت-دپوهنې-دچارواکو-له-خوا-کيښودل-شوه.html http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/education/item/63-دلغمان-ولايت-دحيدر-خان-ليسې-دنوى-ودانۍ-دبنسټ-ډبره-پرون-ددغه-ولايت-دپوهنې-دچارواکو-له-خوا-کيښودل-شوه.html

دلغمان ولايت دحيدر خان ليسې دنوى ودانۍ دبنسټ ډبره پرون ددغه ولايت دپوهنې دچارواکو له خوا کيښودل شوه .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دپوهنې وزارت دمطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې دغه ودانۍ ددنمارک ددانيدا موسسې په مرسته په يو پوړ کې په پاخه ډول جوړيږي .

په دې ودانۍ کې اته درسي خونې ، څلور اداري خونې او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي .

]]>
تعلمی Mon, 14 Nov 2011 07:56:47 +0000
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمطبوعاتو دنړيوال مرکز خبرتيا http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/culture/item/170-داطلاعاتو-او-فرهنګ-وزارت-دمطبوعاتو-دنړيوال-مرکز-خبرتيا.html http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/culture/item/170-داطلاعاتو-او-فرهنګ-وزارت-دمطبوعاتو-دنړيوال-مرکز-خبرتيا.html

  هغو خبريالانو ته چې دمطبوعاتو  له نړيوال مرکز څخه يې  دخبريالي  دکارت  فورمي  نه دي اخستي  خبر ورکول کيږي  چې  دکارت  دترلاسه کولو په خاطر دى  دليندي دمياشتې  له لومړي نيټې څخه  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمطبوعاتو نړيوال مرکز  ته ورشي .

]]>
فرهنگی Sun, 20 Nov 2011 14:16:06 +0000
دپاکستان په کراچي ښارکې پريوپلورنځي دناپيژندل شويو وسله والو کسانو بريد http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/international/item/336-دپاکستان-په-کراچي-ښارکې-پريوپلورنځي-دناپيژنذل-شويو-وسله-والو-کسانو-دبريد-له-امله-څه-ناڅه-څلور-تنه-ټپيان-شول.html http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/international/item/336-دپاکستان-په-کراچي-ښارکې-پريوپلورنځي-دناپيژنذل-شويو-وسله-والو-کسانو-دبريد-له-امله-څه-ناڅه-څلور-تنه-ټپيان-شول.html

دپاکستان په کراچي  ښارکې  پريوپلورنځي دناپيژنذل شويو وسله والو کسانو دبريد له امله څه ناڅه څلور تنه ټپيان شول.

دهندو نيوکريلا خبري سايت  دخبرله مخې دغه بريد تيره شپه ددوو تنو موټر سايکل سپرو له خوا دکراچي ښار ديو مارکيټ پريو پلورنځي وشو.

دغو کسانو په پيل کې  يو لاسي بم وغورځاوه او وروسته يې ډزې وکړي .

دپوليسو دڅرگندونوله مخې له دې پيښې وروسته يرغلګر وتښتيدل سملاسي ددغې پيښې مسووليت هيچا په غاړه نه دى اخيستي .

]]>
اخبار جهان Sun, 27 Nov 2011 06:45:44 +0000
د امریکا د متحده ایالاتو سفیر سره د بهرنی چارو وزیر د خدای په امانی لیدنه http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/news/item/6651-د-امریکا-د-متحده-ایالاتو-سفیر-سره-د-بهرنی-چارو-وزیر-د-خدای-په-امانی-لیدنه.html http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/news/item/6651-د-امریکا-د-متحده-ایالاتو-سفیر-سره-د-بهرنی-چارو-وزیر-د-خدای-په-امانی-لیدنه.html

کابل\باختر\ دچنګاښ ٢٨مـــــــــــــــه

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول تیر ماښام د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د په یوه میلمستیا کې په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر راین کراکر سره چې په افغانستان کې یې د دندې موده پای ته رسیدلي د خدای په امانی لیدنه ترسره کړه.

په دغه لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستانه اړیکو ته د اشارې ترڅنګ وویل،"اجازه راکړی چې ددواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په ځواکمنتیا کې ستاسو د پراخې برخې اخیستنې له امله د خپل حکومت د مننې مراتب څرګند کړم. هغه وخت چې تاسو د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۲ م کال کې د سفارت د پرانیستلو لپاره کابل ته راغلی، موږ په تازه ګی سره د جنګ، تاوتریخوالي او ویرې تور اوږد عصر ترشا پرایښی ؤ. د افغانستان دخلکو په ژوند کې د امنیت د ټینګښت او په یوه باثباته او دموکراتیک هیواد دافغانستان بدلولو پر ننګونو بریالیتوب ناشونی ترسترګو کیده. نن ورځ موږ د نړیوالې ټولنې له ویاړه ډک غړی یو او د سوله ایزې او پرځان بسیا راتلونکي په لوري په حرکت کې یو. دا پرته له شکه زمونږ اوستاسو د ۱۰ کلنې همکاری ثمره ده."

ښاغلي کراکر په افغانستان کې دخپلې دندې څخه د خوښی په څرګندولو سره وویل ،"افغانستان او متحده ایالات په هیواد کې دنوي نظام له جوړولو لس کاله وروسته، نن ورځ د نړی په کچه دوه لوی ستراتیژیک متحد او دوستان دي."

ښاغلي کراکر د افغانستان او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اوږدمهاله ستراتيژیک موافقه لیک په عقد او  سرته رسولوکې چې د روان کال د می په میاشت کې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو له لوري لاسلیک او تیره اوونی د دواړو هیوادونو ترمنځ په کابل کې د یوه یاداښت په تبادله کولو سره مرعی الاجرا وبلل شو،اساسي او کلیدی رول درلود.

دافغانستان ددولت زیات شمیر لوړپوړو چارواکو لکه دملي امنیت سلاکار او دعامې روغتیا وزیرې، په کابل کې میشتو دیپلوماتانو او دبهرنیو چارو وزارت او د امریکا سفارت لوړپوړو کارکوونکو هم په دغه میلمستیا کې برخه درلوده.

 

]]>
اخبار Wed, 18 Jul 2012 17:33:55 +0000