11 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فضل هادي مسلم یارپه کابل کې  دچګ جمهوريت  له سفير سره وکتل

فضل هادي مسلم یارپه کابل کې دچګ جمهوريت له سفير سره وکتل

کابل /دليندې ١٩مه /باختر : د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم...

د( ګنج  قناعت)  دښکلې ليکنې داثارو نندارتون پرانستل شو .

د( ګنج قناعت) دښکلې ليکنې داثارو نندارتون پرانستل شو .

کابل /دليندې ١٩مه /باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Wednesday, 18 July 2012 17:33

د امریکا د متحده ایالاتو سفیر سره د بهرنی چارو وزیر د خدای په امانی لیدنه

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ دچنګاښ ٢٨مـــــــــــــــه

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول تیر ماښام د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د په یوه میلمستیا کې په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر راین کراکر سره چې په افغانستان کې یې د دندې موده پای ته رسیدلي د خدای په امانی لیدنه ترسره کړه.

په دغه لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستانه اړیکو ته د اشارې ترڅنګ وویل،"اجازه راکړی چې ددواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په ځواکمنتیا کې ستاسو د پراخې برخې اخیستنې له امله د خپل حکومت د مننې مراتب څرګند کړم. هغه وخت چې تاسو د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۲ م کال کې د سفارت د پرانیستلو لپاره کابل ته راغلی، موږ په تازه ګی سره د جنګ، تاوتریخوالي او ویرې تور اوږد عصر ترشا پرایښی ؤ. د افغانستان دخلکو په ژوند کې د امنیت د ټینګښت او په یوه باثباته او دموکراتیک هیواد دافغانستان بدلولو پر ننګونو بریالیتوب ناشونی ترسترګو کیده. نن ورځ موږ د نړیوالې ټولنې له ویاړه ډک غړی یو او د سوله ایزې او پرځان بسیا راتلونکي په لوري په حرکت کې یو. دا پرته له شکه زمونږ اوستاسو د ۱۰ کلنې همکاری ثمره ده."

ښاغلي کراکر په افغانستان کې دخپلې دندې څخه د خوښی په څرګندولو سره وویل ،"افغانستان او متحده ایالات په هیواد کې دنوي نظام له جوړولو لس کاله وروسته، نن ورځ د نړی په کچه دوه لوی ستراتیژیک متحد او دوستان دي."

ښاغلي کراکر د افغانستان او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اوږدمهاله ستراتيژیک موافقه لیک په عقد او  سرته رسولوکې چې د روان کال د می په میاشت کې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو له لوري لاسلیک او تیره اوونی د دواړو هیوادونو ترمنځ په کابل کې د یوه یاداښت په تبادله کولو سره مرعی الاجرا وبلل شو،اساسي او کلیدی رول درلود.

دافغانستان ددولت زیات شمیر لوړپوړو چارواکو لکه دملي امنیت سلاکار او دعامې روغتیا وزیرې، په کابل کې میشتو دیپلوماتانو او دبهرنیو چارو وزارت او د امریکا سفارت لوړپوړو کارکوونکو هم په دغه میلمستیا کې برخه درلوده.

 

Administrator

Administrator

Lorem ipsum dolor sit amet consectetuer Curabitur metus Nulla ipsum pellentesque. Nunc sem eget habitasse urna Nam Curabitur eget senectus iaculis porta. Neque wisi nibh Proin id tincidunt metus Vivamus semper Nam Maecenas.

Website: www.joomshaper.com

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.