19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دبهرنيو چارو وزير دآغاخان دپرمختيايي شبکې فعاليتونه وستايل

کابل/ باختر/ د وږي٢٨مه : دهېواد دبهرنيو چارو وزير...

دبهرنيو چارو وزير داستراليا له سفيرسره دسيمه ييزو مسئلو په باب خبرې وکړې

کابل/ باختر/ د وږي٢٨مه : دهېواد دبهرنيو چارو وزير صلاح...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Sunday, 02 September 2012 12:57

داساسی قانون پر تطبيق باندی د څارنې خپلواک کميسيون خپله عادي غونډه جوړه کړه.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل -باختردوږي دمياشتې ١٢
د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کميسيون د دغه کميسيون د رئيس ښاغلي پوهاند ګلرحمن قاضي په مشرۍ او د غړيو په ګډون د کميسيون په مقر کې خپله عادي غونډه جوړه کړه.
په غونډه کې لومړی د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک د پخوانيو اجرااتو پر څرنګوالي بحث وشو او ورپسې د اساسي قانون د حاکميت په موخه لاندې موضوعات وڅېړل شول او په اړه يې د اساسي قانون د حکمونو په رڼا کې لازم تصميمونه ونيول شول:
په پيل کې د اساسي قانون او د کميسيون قانون د اتمو او نهمو مادو د حکمونو په رڼا کې د پخوانيو مصوبو د تطبيق په اړه د کمیسيون د منشي ريپورټ په غونډه کې مطرح شو چې په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنگه د اساسي قانون د حاکميت علمي سيمينار د وړاندېزونو موضوع هم مطرحه شوه چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د يوشمېر دولتي او غيردولتي ادارو د مرستيالانو، حقوقي سلاکارانو او با صلاحيته استازيو په ګډون د کميسيون په مقر کې جوړ شوی وو چې بحث ور باندې وشو. په دغه سيمينار کې يو وړاندېز دا وو چې بايد په ټولو وزارتونو او دولتي او غیر دولتي ادارو کې د يادو ارګانونو له اړوندو کارکوونکيو څخه د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې له خپلواک کميسيون سره د اړېکو کميټې جوړې شي چې موخه به يې په ټولو ادارو کې د اساسي قانون د حکمونو د رعايت او تطبيق په برخه کې د همغږۍ ښه والی او د اړوندو ادارو په دننه کې له نورو څانګو سره مرسته وي. ياده کمیټه به همدارنګه د خپل کار د پرمختګ او که چېرې د اساسي قانون د رعايت او حاکميت په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي، په ټاکې موده کې کمیسیون ته ريپورټ ورکوي تر څو يې د حل له پاره لارې چارې ولټول شي.
له هغه وروسته د پوهنې وزارت له خو ا د هېواد د مرکز او ولایتونو په کچه د دولتي او خصوصي ښوونځيو په ثانوي دوره کې د اساسي قانون د تدریس پر موضوع بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د ياد پروګرام د لا ښه عملي کولو له پاره چې په ملي او دولتي کچه ور ته هرکلی ويل شوی، بايد جدي ګامونه واخېستل شي.
د اساسي قانون د ملي اوونۍ د لمانځنې له پاره د پلان مسوده هم وڅېړل شوه او تصميم ونيول شوو چې دغه مسوده دې له غور او څېړنې وروسته د تصويب له پاره راتلوونکې غونډې ته وړاندې شي.
په پای کې د اساسي قانون په اړه د ملي کنفرانس جوړولو موضوع هم وڅېړل شوه او تصميم ونيول شو چې د موضوع د ارزښت په پام کې نيولو سره بايد په دې اړه لازم تياری ونيول شي. 
غونډه افغانانو ته د سوکاله ژوند او په هېواد کې د سراسري سولې د ټينګښت له پاره په دعايې سره پای ته ورسيده. ختم-فضل واحد


په پارلماني چارو کې ددولت وزارت تراوسه پورې دملي دفاع اودکورنيو چارو دوزيرانو اودملي امنيت دلوى رياست دټاکنې په باب  کوم حکم اويا رسمي سند نه دې ترلاسه کړى
٢٩-کابل باختردوږي دمياشتې ١٢ :
په داسې حال کې  چې ځينو رسنيو ديوشميروزيرانو ، رييسانو او دځينو ولايتونو دواليانو دټاکنې په باب  و اواټکلونه  کړي دي خو په پارلماني چارو کې ددولت دوزارت مقامات وايي دغه شان  اټکلونه له وخت څخه مخکي دي.
دباختراژانس دخبرله مخې،يوشمير خصوصي رسنيو په دې وروستيو وختو کې ديوشمير وزيرانو او نورو لوړرتبه دولتي مقاماتو په باب اټکلونه کړي دي  چې دغو اټکلونو له هغه وروسته زور واخيست  چې ددفاع اودکورنيو چارو وزيران دهيواد دپارلمان له  خوا استيضاح  شول اودملي امنيت دادارې لوى رييس له کاره ګوښه کړاي شو.
دغواټکلونو کې بسم الله محمدي به ددفاع دوزير په توګه ،  مجتبي پتنګ دکورنيو چارو دوزير په توګه  اواسدالله خالد دملي امنيت دادارې درييس په توګه وګومارل شي   خو په پارلماني چارو کې ددولت وزارت مقامات وايي چې دغه  اټکلونه له وخت څخه مخکې دى.
په پارلماني چارو کې  ددولت وزارت ويندوى نعمت الله بشروال دباختراژانس  خبريال ته وويل: تراوسه پورې دغه وزارت  په دغو دريو پوستونو کې داشخاصو دټاکنې په باب  کوم رسمي فرمان اويا سند نه دى ترلاسه کړى او هرکله چې په دې اړوند کوم حکم اوفرمان موږ ته راورسيږي موږ به هغه ملي شورا ته وړاندى کړو.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.