23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر
مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو د راټولېدنې او د دوی د فکر او افکارو د شريکولو  ښه وسيله ده.
دغه څرګندونې استاد محمد اصف صميم په پکتیا کې د نښتر دودیزې کلنې مشاعره کې وکړې.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې:
په دې مشاعره کې د پکتیا د والي مرستیال عبدالولي سهي او د هېواد د بېلابېلو ولایتونو شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو او د ادب مینوالو ګډون کړی وو چې شاعرانو پکې د شعر په ژبه د سولې، ورور ګلوۍ، یووالي او د جنګ د پای ته رسولو پیغامونه وړاندې کړل.
پای/وصال


 

کابل/ د تلې١مه/ باختر
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکېټ يوه پلورونکي قاهرخان د دغه خبر په تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يوګرام الجزايري سره زر په ٣٧٠٠ افغانيو يوګرام مصري سره زر په ٣٦٠٠ افغانيو، کويټي په٢٩٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٩٥٠ افغانيو، بحريني په٢٩٠٠ افغانيو، عربي په٢٩٠٠ افغانيو، ايراني په٢٦٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ٢١٥٠افغانيو پلورل کېږي.     
پاى/ع

 

کابل /دتلې لومړى /باختر :
درې وسله وال طالبان تېره شپه په جوزجان کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دجوزجان دامنيې قوماندانۍ  وياند باختراژانس ته وويل چې، دغه جګړه دفيض اباد ولسوالۍ په ميرزايي  او ګرجک  کليو کې په امنيتي پوستو دطالبانو له بريد وروسته ونښته چې دپوځيانو دمقاومت په پايله کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه چې ددښمن دوه پيکا وې هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

کابل /دتلې لومړى /باختر :
دپروان دسيد خيلو په ولسوالۍ کې   وسله والو موټرسايکل سپورو کسانو په ډزو سره يوتن وواژه او دوه نور ماشومان يې ټپيان کړل .
دسيدخيلو ولسوال احمد لمر عثمانيار دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغوغيرمسوولو وسله والو کسانو ددغې ولسوالۍ دسه دکان انچوي  په خلکو ډزې وکړې چې له امله يې يوتن ووژل شو او دوه ماشومان ټپيان شول .
هغه وويل چې دغه بريد دوسله والو طالبانو کار دى چې دخلکو ترمنځ دويرې درامنځته  کولو په خاطر يې ترسره کوي .
  ختم_سعيده _ اکرم

فراه / د تلې ٢مه / باختر:  
د پوځيانوعمليات د فراه په اناردري ولسوالۍ کې د يو شمېرکليو د پاکولو په مقصد          دوام لري .
د فراه دپوليسو وياند محب الله محب باخترآژانس ته وويل ؛ د پوځيانو په عملياتو کې  د دغې ولسوالۍ تعميربالا ، تعميرپائين او څو نور کلي د وسله  والو طالبانو له شتون  څخه پاک شوي دي.
هغه وويل ؛  په دغو عملياتو کې  پنځه وسله وال طالبان ونيول شول او يوشمېرجنګي وسايل د پوځيانو لاسته ورغلي دي.
ده زياته کړه :دغه عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ تربشپړ پاکولو پورې  دوام لري .   پاى  \ ذ


 

کابل/ د تلې ٢مه / باختر:  
د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې هېله څرګنده کړې چې د افغانستان د سولې خبرې بیرته پیل شي.                                                                                                           د پاکستان دولتي راډیو (راډیو پاکستان) د راپور له مخې، عمران خان په نیویارک کې په دې کتنه کې، په افغانستان کې د سولې ټینګښت ضروري بللی او په دې برخه کې یې د ټولو هڅو څخه د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړی.                                                  د پاکستان صدراعظم ویلي چې د افغانستان کړکیچ له پوځي لارو نه شي هوارېدای.           له هغې راوروسته چې د امریکا جمهوررييس ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان له صدراعظم سره ګوري او ورسره د افغانستان            د سولې په اړه خبرې کوي.                                                                                 خپله زلمي خلیلزاد د دې کتنې په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو د پاکستان دولتي راډیو په دې کتنه کې د نوموړې له خولې ویلي چې په افغانستان کې د سولې لپاره له پاکستان سره د شریک کار د دوام غوښتونکی دی.                                                   دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د طالبانو تریوه ځانمرګي برید وروسته چې د یوه امریکايي سرتیري په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل، ښاغلي ټرمپ له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا هغه مذاکرات لغوه کړل چې په کې له نهو پړاو خبرو  وروسته دواړه لوري د هوکړه لیک پر یوې مسودې سره سلا شوي وو.                                              د پاکستان صدراعظم عمران خان، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په غونډه کې             د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.                                                                         پاى \ ذ

 

مزارشريف/ د تلې ٢مه / باختر:  
د بلخ امنيه قوماندان د انتخاباتو په ورځ د امنيت دتامينولوخبر ورکړ.
د باخترآژانس سيمه ييزخبريال دخبرله مخې ؛ د بلخ امنيه قوماندان اجمل فايزپرون  دنهرشاهي ولسوالۍ په افغانيه ښارګوټي کې دامنيتي پوستو دکتنې په بهيرکې وويل ؛   د بلخ دولسواليو امنيت تامين دى  او خلک کولاى شي په آرامۍ سره  دانتخاباتو  په ورځ درايې ورکولو صندوقونو ته لاړ شي.
د نهرشاهي ولسوالۍ د افغانيه ښارګوټى د مزارشريف ښارشمال په شل کيلومترۍ کې موقعيت لري  چې يوه اوونۍ مخکې د وسله والو طالبانو له منګولو څخه آزاده شوه       او وروسته په دغه ښارګوټي کې دامنيت دتامينولو په مقصد درې قرارګاوې جوړې شوې دي .
پاى \سعيده \ ذ

 

کابل /دتلې لومړى /باختر :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې، د افغانستان لپاره د اغاخان پراختیایي بنسټ له سفیرې او ځانګړې استازې نورجهان مواني سره د مخه ښې کتنه وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهورريیس غني  د مختلفو پروژو په تطبیق په ځانګړي ډول د انرژۍ، کرنې او په افغانستان کې د تاریخي ابداتو د ساتنې په برخو کې د مېرمن نورجهان مواني هڅې وستایلې.
جمهورريیس له افغانستان سره د اغاخان بنسټ د دوامداره همکاریوله امله مننه وکړه او مېرمن مواني ته یې په راتلونکو ماموریتونو کې د بریالیتوب هیله وښوده.
همداراز مېرمن نورجهان مواني په افغانستان کې پخپل ماموریت خوښي وښوده او ويې ویل، اغا خان پراختیایي بنسټ به په مختلفو برخو کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.#پاى- ذ

کابل /دتلې لومړى /باختر :
وسله والو طالبانو دغور په دولينه ولسوالۍ کې دليک لوست زده کړې  يو ښوونکى شهيد کړ .
دغور ددولينه  ولسوالۍ  دامنيې قوماندانۍ مسوول څارن بسم الله صديقي  دباختراژانس  سيمه ييز خبريال ته وويل  چې،دغه ښوونکى  دپوليسو په برخو کې سرتېرو ته ليک لوست  ور زده کاوه چې ددولينه  ولسوالۍ په  برغجي کلي  کې دناپېژاندو کسانو له خوا په ډزو سره شهيد کړى شو .
هغه وويل  چې پوليس دبريد کوونکو دپېژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې کوي .
  ختم_ شکريه_ اکرم

 

کابل /دتلې لومړى /باختر :
حساس اوغيرحساس انتخاباتي توکي دامنيتي بنسټونو په همکارۍ  دبغلان مرکز اوولسواليو ته ولېږل شول
دبغلان دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون دساحوي دفتر رييس نور الله پيغام باختراژانس ته وويل چې، دشفافو انتخاباتو دترسره کولو  لپاره لازم چمتو والي نيول شوى دى او٨ زرو کسانو له جملې څخه درې زره درې سوه ښځې د انتخاباتو په ورځو کې موظف شوې دي چې  دجمهوري رياست انتخابات په برياليتوب سره ترسره شي .
پيغام زياته کړه چې، په بغلان کې په شرايطو برابر څه ناڅه  ٤٣٥ زرو کسانو  دجمهوري رياست دانتخاباتو په بهيرکې  دګډون په خاطر  چمتو شوي دي چې کولاى شي دراى ورکولو  له دوه سوه پنځوسو مرکزونوڅخه په استفادې سره په دغه بهير کې  په ګډون سره دهېواد راتلونکې  مشر وټاکي .
خبرځاى زياته کړه چې، دراى ورکولو ١١ مرکزونه  به د بورکې  ، تاله اوبرفک  دولسواليو په مربوطاتو کې دناامنۍ  په نسبت تړلي وي .
  ختم٠  عطاالله _اکرم

 

Page 1 of 8078