11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه/ باختر د ۳۴ ولایتونو له والیانو او...

په حکومتولۍ کې د ښځو ونډه

کابل / د چنګاښ ٢٠ مه / باختر په دغو وروستیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/ د چنګاښ ۱۹ مه / باختر

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امنیتي، دفاعي، ملکي او زندانونو چارو د همغږۍ رئیس ډاکتر میرویس څرګند د شخړو د حل په برخه کې د جمهور رئیس له ستر سلاکار ابرهیم الکوزي سره وکتل.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې  ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امنیتي، دفاعي، ملکي او زندانونو چارو د همغږۍ رئیس د وزارت د فعالیتونو او د سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د سولې بهیر په جریان کې د شخړو د حل پر څرنګوالي وعږېد.

د شخړو د حل په برخه کې د جمهور رئيس ستر سلاکار ابراهیم الکوزي د سولې بهیر د افغانستان د خلکو لپاره لومړیتوب یاد کړ او ویې ویل چې د سولې بهیر په جریان کې به د شخړو د حل په برخه کې هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول همکاري نه سپموي.

 

کابل/ د چنګاښ ۱۹ مه / باختر

د بلخ د مدني ټولنې یو شمېر غړو په یوه آنلاین ناسته کې خپل لیدلوري او نظرونه د مرکچي پلاوي له غړو حبیبې سرابي، شریفې زرمتۍ وردګ او خالد نور سره شریک کړل.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دغې مشورتي ناستې په پیل کې د مذاکره‌کوونکي ټیم غړې حبیبې سرابي د کړو کارونو او له بېلابېلو خلکو سره د مذاکره‌کوونکي ټیم د شوو ناستو په اړه معلومات وړاندې کړل.

مېرمن سرابي وویل مذاکره‌کوونکی ټیم د ځوانانو همکارۍ او ملاتړ ته اړتیا لري ځکه په یوازې ځان او د ځوانانو له همکارۍ پرته د سولې په بهیر کې بریا ناشونې ده.

ورپسې د ناستې ګډونوالو له مذاکره‌کوونکي ټيم سره د سولې بهیر په اړه خپل وړاندیزونه، پوښتنې او اندېښنې شریکې کړې.

دغو مدني فعالانو له بېلابېلو خلکو سره د مذاکره‌کوونکي ټیم د مشورتي ناستو هرکلی وکړاو  د هېواد په کچه د لویو خبرو اترو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.

هغوی د سولې په بهیر کې د ټولنې د ټولو خلکو حضور اړین وباله او ویې ویل چې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ځوانان به د سولې په مذاکراتو کې د مذاکره‌کوونکي ټیم ترڅنګ وي.

د څو کلنو لاسته‌راوړنو، جمهوري نظام او اساسي قانون ساتنه، په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ښځو مشارکت او حضور هغه موارد وو چې د مدني ټولنې استازو پرې ټینګار کاوه.

شریفې زرمتۍ وردګ د مدني ټولنې د بنسټونو د استازو او ځوانانو له حضور څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې حکومت او مذاکره‌کوونکی ټیم د سولې بهیر د مخ ته‌وړلو لپاره پیاوړې ژمنتیا او اراده لري او د دغه بهیر د لا ښه‌والي لپاره د ټولنې له بېلابېلو خلکو سره مشورتي ناستې جوړې شوې دي. دې همدا راز وویل چې دا ناستې به په دوامداره توګه روانې وي.

خالد نور وویل چې له متفاوتو لیدلورو سره سره حکومت، مذاکره‌کوونکی ټیم، سیاسیون او خلک پر ملي اصولو او ارزښتونو هوکړه لري او د دغو اصولو د ساتلو لپاره به په جدي توګه کار وکړي.

حبیبې سرابي د مدني ټولنې استازي د سولې سفیران وبلل او ویې ویل اړتیا ده چې د مدني ټولنې بنسټونه د مذاکره‌کوونکي ټیم او خلکو ترمنځ د اړیکې په جوړولو کې مرسته وکړي.

مېرمن سرابي وویل چې مذاکره‌کوونکی ټیم پر داسې مېکانېزم کار کوي چې د سولې بهیر په بېلابېلو پړاوونو کې یې له مخې له ټولو پاړکو سره همغږي او مشوره وشي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستراتيژيکو اړیکو عمومي رئیسې ناجیې انوري هم د بېلابېلو پاړکو د نظرونو راټولولو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو په ورکړې سره وویل چې د دغه وزارت یو اصلي مسؤولیت د سولې په بهیر کې د خلکو د مشارکت ډاډمنول دي او وزارت په پام کې لري په ولایتونو کې هم مشورتي ناستې جوړې کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلاجعفري د وزارت او مدني ټولنې د بنسټونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل هڅه دا ده چې د مدني ټولنې بنسټونه د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره په همکارۍ کې د بېلابېلو خلکود نظرونو په راټولولو سره د سولې لپاره کار وکړي.

دغه ناسته د مذاکراتي ټیم د مشورتي ناستو په لړ کې د بلخ د یوولسو مدني بنسټونو د استازو په حضور کې په آنلاین توګه جوړه شوه.

 

کابل/ د چنګاښ ۱۹ مه / باختر

د ننګرهار د ښځو د واحد غږ ولایتي مشورتي ډلې د غړو د غوراوي په موخه لومړۍ ناسته وشوه چې د دغه ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ، د ولایتي شورا غړې حمیرا رفېع، د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې د مشرتابه غړې کاینات خان، د ښځو چارو رئیسې فتانې غزیزي، د ننګرهار پوهنتون استادې شیلا بابري او د ښځو څو تنو نورو فعالانو ګډون پکې کړی و.

باختر آژانس ته د سولې په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې د مشرتابه غړې کاینات خان په دغه ناسته کې وویل چې د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډله د ښځو د غږ اورېدو په برخه کې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکاري کوي.

دې زیاته کړه د ښځو د واحد غږ مشورتي ډله به پر داسې طرحو او وړاندیزونو کار وکړي چې د سولې لپاره د ننګرهاري مېرمنو غږ تر ټولو ورسوي.

د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ د ښځو د واحد غږ پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د ننګرهار ولایت د مقام دفتر به له دغې ډلې سره هېڅ ډول همکاري نه سپموي.

په ننګرهار کې د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډله د ښځو د حقونو د ۲۵ فعالانو په غوراوي سره چې د ولسوالیو استازې، د ښځو د ملاتړو بنسټونو فعالانې او ولایتي شورا استازې پکې شاملې وې جوړه شوه.

دوی خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د سولې لپاره به مبارزه کوي او ډېر ژر به د سولې په بهیر کې د ننګرهاري مېرمنو د بسیج او مشارکت مېکانېزم جوړ شي.

د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ ولایتي مشورتي ډلې وروسته له هغه جوړېږي چې لومړی یې په پلازمېینه کې جوړه شوه. له دې مخکې په غزني کې هم د ښځو د واحد غږ مشورتي ډله جوړه شوې وه.

 

 

کابل/ د چنګاښ ۱۹ مه / باختر

د ملي روغې جوړې عالی شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د ویډیو کنفرانس له لارې په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره  خبرې وکړې.

دواړو لوریو د نوي ټولشموله حکومت د جوړېدو، سولې مذاکراتو، بندیانو خلاصون او د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د پیل په اړه سلامشورې وکړې.

 

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینینان سره په هغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې وکړې.

په دې کتنه کې همدا راز د افغانستان او ایران د دوو اړخیزو اړیکو د غښتلتیا او د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په ایجاد کې د ایران پر رغند رول هم خبرې وشوې.

 

کابل/ د چنګاښ ۱۹ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په افغانستان کې د ناټو سازمان له ملکي سفیر سټیفانو پانټیکوروو سره په کتنه کې د افغانستان د امنیت او سولې په اړه خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا د ویندوی د فتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ناټو ملکي سفیر وویل، چې ناټو په دوامداره توګه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.
دغه راز نوموړي د سولې په تړاو د افغانستان د اسلامي جمهوریت هڅې وستایلې او ویې ویل چې طالبان باید تاوتریخوالی او تحرکات کم او د سولې مذاکراتو د تسهیل په موخه هڅه وکړي.
په کتنه کې دملي امنیت سلاکار وویل، طالبانو په دې حساس وخت کې تاوتریخوالي زیات کړي او د افغانستان له دولت سره د سولې مخامخ خبرې یې ځنډولي دي.

 

 

کابل/ د چنګاښ ۱۹ مه / باختر

د کرنې د پراختیا صندوق د عالي شورا په غونډه کې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  سرپرست نصیراحمد درانی په مشری جوړه شوه، د سلګونه میلیونه افغانیو پورونو ورکړه منظور شوه.

د کرنې وزارت معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې، د کرنې د پراختیا صندوق تخنیکي ټیم، د شورا غړو ته د پور درې غوښتنې معرفي کړې او د شورا غړو ته یې  د پور غوښتونکو د فعالیتونو په هکله بشپړ معلومات ور کړل.

د کرنې د پراختیا صندوق عالي شورا، له وړاندې شویو معلوماتو او د شورا د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو له ورکولو وروسته د ۷۰۵.۵ میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور او تایید کړه.

دا پورونه په درېوو برخو کې ورکول کیږي.

یوه برخه یې، یوې مالي موسسې ته ورکول کیږي، چې وخت یې پنځه کاله دی. له دغو څخه هر کال د هېواد په اتو ولایتونو کې څه باندې څلور زره بزګران په مستقیمه توګه برخمن کیږي. دویمه برخه یې، د وچې مېوې یو ستر صادروونکی ته ورکول کیږي. دغه صادروونکی، د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د وچې مېوې په پېرلو کې له دغو پیسو ګټه پورته کوي، چې ۲۰ تنه بزګران ورڅخه برخمن کیږي. د پور درېیمه برخه هغه ده، چې یوې مالي موسسې ته ورکول کیږي. دغه موسسه خپل تر لاسه شوي پور په هېواد کې دوه زره بزګرانو ته د وړو پورونو د ورکړې په موخه ځانګړې کوي.

د کرنې د پراختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د پورونو ورکول یې مهمه دنده ده.

یاد صندوق د خپل تاسیس له پیل څخه تردې دمه ۱۱.۳ میلیارډه افغانۍ پور منظور او کرنیزو سوداګرو، کوپراټیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړیو، د غواساتنې، کب روزنې او چرګانو روزنې فارمونو، د وچ او تازه مېوو صادروونکو او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو تو کو د تولید شرکتونو، مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۸.۷ میلیارډه افغانۍ وېشلي دي. له دغو چوپړونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې ۵۳ زره او ۳۰۲ بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.

د غونډې په پای کې؛ د وړاندې شویو پوښتنو د ځوابونو تر اورېدو وروسته، یو کلن کاري برنامه، د پانګونې پالیسۍ، د ټکټانې د بیې پالیسۍ او د صندوق بودجه د شورا د غړو په اکثریت رایو سره تایید شول او په دې ټینګار وشو چې د شورا د غړي وړاندیزونه او غوښتنې باید اجرایي شي.

 

کابل/ د چنګاښ ۱۹ مه / باختر

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهوررییس په  منظورۍ عبدالستارمیرزکوال د کندز والی ټاکل شوی دی. دی تر مخه د کونړ والي و.

 

کابل / د چنګاښ١٩مه/ باختر
د ښځوچارو وزارت سرپرستې او نوماند وزيرې حسينې ساپۍ نن په کابل کې د کاناډا        له سفيرسره تصويري خبرې وکړې.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې: په دې تصويري خبرو کې د ښځو چارو وزارت سرپرستې د دغه وزارت د پروګرامونو ، د سولې بهير او د هېواد په پرمختګ کې د ښځو د رول په اړوند معلومات ورکړل او  ويې ويل؛ چې د افغانستان حکومت د افغان ښځو د حقوقو ملاتړى دى.
پاى \ذ

 

کابل / د چنګاښ ١٩مه/ باختر
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند وايي:له نن څخه د واليانو د مرسيالۍ       په توګه  د ښځو ټاکنه پيل شوه او رابعه ستانکزي لومړنۍ ښځه ده  چې  ويې کولاى  شو د هېواد له جمهور رييس سره له مرکې وروسته دغه مقام ته  وړ وپېژندله شې.
دهېواد په هر ولايت کې د والي د مرستيالې په توګه د هرې يوې ښځې د ټاکنې طرحه     د ښځو دچارو وزارت د سرپرستې او نوماند وزيرې حسينې ساپۍ له  لوري د تېرې دوشنبې په ورځ دکابينې په غوڼده کې پيشنهاد شوه چې د کابينې د تائيد وړ و ګرځيده  او رابعه ستانکزي لومړنۍ ښځه ده چې د لوګر ولايت د مرستيالې په توګه وټاکل شوه.
پاى \ذ

 

Page 2 of 8863