12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کولمبيا له افغانستان سره همکاري کوي

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/ باختر کولمبيا له افغانستان سره د کانونو...

د کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو یوه ډله قاچاق وړونکي په غورکې ووژل شول

د کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو یوه ډله قاچاق وړونکي په غورکې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر د نشه يي توکو څلور قاچاق وړونکي چې...

اته وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

اته وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر اته وسله وال طالبان په ارزګان کې له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/دلیندۍ۲۰مه/باختر
د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د قاري ذاکر الله په نامه د وسله والو طالبانو یو سیمه ييز قوماندان وژل شوی دی.
له ملي دفاع وزات څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه قوماندان پرون ناوخته د افغان ځواکونو په برېدونو کې وژل شوى دی.
پای/وصال

 

ګردیز/دلیندۍ۲۰مه/باختر
د ۵ پنځو میلیونو افغانیو په لګښت د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ په سپین کوټ سیمه کې پل رغول کېږي.
د پکتیا د کلیودبیارغونې او پراختیا رییس انجنیر فضل هادي عاصم د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې دغه پل د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت رغول کېږي چې چارې به یې د ۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
عاصم زیاته کړه چې د دغه پُل په جوړولو سره به د ځایي اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزه حل شي او خلکو ته به هم د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته شي.
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکي وايي چې اوسمهال په دغه سیمه کې د تګ راتګ پرمهال له زیاتو ستونزو سره مخ دي، خو هیله من دي چې د پل په رغېدو سره به یې ستونزه حل شي.
پای/وصال


 

جلال آباد/دلیندۍ۲۰مه/باختر
د څه د پاسه ۱۴ میلیونو افغانیو په لګښت د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې د اته کیلو متره سړک د رغولو او ترمیم چارې پیل شوې.
د سړکونو د ساتنې او څارنې رییس حامد ضیا باختر اژانس ته وویل چې یاد سړک په شینوارو ولسوالۍ کې د شیرګړ له سیمې څخه تر مارکو بازار پورې رغول کېږي چې چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
پای/وصال

 

کابل / د ليندۍ٢٠مه / باختر :
پوليسو پرون د کابل ښار د نهمې ناحيې له مربوطاتو څخه په چاوديدونکو توکو اوځانمرګو  واسکټونو بار موټر کشف کړ.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي باختراژانس ته وويل؛  پوليسو په چاوديدونکو توکو او ځانمرګو واسکټونو بار تونس موټر چې دنهمې ناحيې د هوا پوهنې ادارې ساحې  ته څېرمه د باران کمپ په  وړاندې  درول  شوى و،  له  دغه  موټر څخه   ١٢ځانمرګي واسکټونه  ، ٢ کلاشينکوفونه ، څولاسي بمونه او نور پوځي  تجهيزات ترلاسه کړي دي. ددغې قضيې په اړوند څوک  نه دي نيول شوي .
پاى \ ج\ ذ

 

کابل / د ليندۍ٢٠مه / باختر :
پوليسو د کابل ښار د شپږمې ناحيې دګذر د يو وکيل د وژنې په باب تحقيقات پيل کړي دي
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د باختراژانس خبريال ته وويل ؛  د شپږمې ناحيې د ګذر يو وکيل دل آغا پرون له غرمې وروسته د دريو بجو په شاوخوا کې  له خپل زوى سره  ددريمې کارتې په اتم سړک کې دناپېژاندو  وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
پوليسو دجلا عملياتو په بهيرکې  درې کسان ددغو وژنو په اړوند نيولي دي او ددغې پېښې دڅرګند والي په باب تحقيقات دوام لري.
پاى \ ج\ ذ

کابل /  دلېندۍ۲۰ /باختر
څلور ماشومان پرون  مازیګر په لوګر کې دهاوان  دماين په لګېدو سره شهیدان شول . په لوګر کې مېشت دملي اردو دڅلورمې لوا قوماندان باختر آژانس ته وویل :چې دغه ماشومان دهاوان دماين دلګېدو له امله چې د غوڅ ملاتړ پوځیانو توغولۍ و ددغه ولایت  دبرکي برک ولسوالۍ په ده شیځ کلي کې شهیدان شول .
ددغو ماشومانو کورنۍ له حکومت څخه غواړي چې ددغه راز پېښو مخه ونیسي.
په لوګر  کې مېشت دملي اردو دڅلورمې لوا قوماندان دملکي وګړو دسر زیان مني ا و وایې چې دهاوان توغوول دغوڅ ملا تړ دپوځیانو له خوا په ناڅاپي توګه تر سره شوی دی . پای شکریه ځروټې

 

Wednesday, 11 December 2019 09:20

په بګرام کې چاودنه وشوه

کابل / د لېندۍ٢٠مه / باختر :
د بګرام دهوايي ډګر په جنوب  کې نن سهار چاودنه وشوه .
دپروان دوالي وياندې وحيدې شهکارباختراژانس ته وويل ؛ چې په چاوديدونکو توکوبارموټر د بګرام د هوايي ډګر په جنوبي ساحه کې وچاوديد چې  د سر  زيان يې اړولى دى  خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
عيني  شاهدانو ويلي دي  چې ددغې چاودنې غږ په  لروپرتو سيمو  کې اورېدل شوى دى.                        
داسې رپوټونه هم شته  چې دچاودنې له ساحې څخه دسپکو او درندو وسلو غږ اوريدل کيږي.   ددغې پېښې جزئيات وروسته خپرېږي.
   پاى \ ش\  ذ

Wednesday, 11 December 2019 09:20

د هوا حالات

کابل / دلېندۍ ٢٠مه / باختر
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هېواد د ځينو سيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي:
کابل- آسمان ورېځ اواورښت، د تودوخې لوړه درجه ٨، ټيټه منفي١
شمالي سالنګ- آسمان ورېځ اواورښت ، دتودوخې لوړه درجه منفي ٢، ټيټه منفي ٨
جنوبي سالنګ- آسمان ورېځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه منفي ٥، ټيټه  منفي ٨
قندهار- آسمان وريځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه ١٤، ټيټه ٢
باميان- آسمان ورېځ اواورښت ،  د تودوخې لوړه درجه ٥، ټيټه منفي ٨
هرات- آسمان ورېځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه ١٥ ټيټه صفر
فراه- آسمان ورېځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه١٥، ټيټه ٨
مزارشريف- آسمان ورېځ اواورښت ، دتودوخې لوړه درجه  ١٠، ټيټه منفي ٤
کندز- آسمان وريځ اواورښت ، د تودوخې  لوړه درجه١٤، ټيټه ٢
جلال آباد- آسمان ورېځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه ١٦، ټيټه ٧
غزنى- آسمان ورېځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه ٥، ټيټه منفي ٤
لښکرګاه- آسمان ورېځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه ١٢، ټيټه ١
خوست- آسمانوريځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه١٠ټيټه ٥
جبل السراج- آسمان ورېځ ، دتودوخې لوړه درجه ١٠، ټيټه منفي ٢
ميمنه- آسمان ورېځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه ١٢، ټيټه ٢
تالقان- آسمان  ورېځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه ١٣، ټيټه منفي١
فيض آباد_ آسمان ورېځ اواورښت ، د تودوخې لوړه ١٤،ټيټه منفي٢
پل علم- آسمان ورېځ او اورښت، د تودوخې لوړه درجه ٨، ټيټه منفي٣
قلعه نو- آسمان ورېځ او ورښت ، د تودوخې لوړه درجه ٩، ټيټه منفي٣
فېروزکوه- آسمان ورېځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه ٣ ، ټيټه منفي٣
شبرغان،- آسمان ورېځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه ٧، ټيټه منفي١
په کابل کې به سبا لمر په ٦ بجو او٥٠ دقيقو را وخېږي او په ٤ بجو او ٤٣ دقيقوبه ولوېږي.
ختم _  سعيده

کابل / دلېندۍ ٢٠مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د بوسنیا هرزګوینا د جمهوري ریاست شورا له ريیس زلجکو کومسیک سره چې د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، په دلګشا ماڼۍ کې وکتل. 
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې، جمهورريیس محمد اشرف غني د بوسنیا هرزګوینا د جمهوري ریاست شورا ريیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال، له افغانستان سره د دغه هېواد له همکاریو په ځانګړي ډول د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې، مننه وکړه. 
د بوسنیا هرزګوینا د جمهوري ریاست شورا ريیس، د هېواد د جمهورريیس هڅې وستایلې او ويې ویل، هېواد یې د بین المللي ټولنې ترڅنګ له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. هغه همداراز زیاته کړه، بوسنیا هرزګوینا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا زیاتې پراختیا غوښتونکې ده. 
همداراز زلجکو کومسیک وویل: هېواد یې چمتو دی چې د ښې حکومتوالۍ او انکشاف په برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.
په دې کتنه کې جمهورريیس غني او د بوسنیا هرزګوینا د جمهوري ریاست شورا ريیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لا زیاتې پراختیا په اړه هم بحث او خبرې وکړې.# پاى- ج

 

کابل /دليندې ١٩مه /باختر :
د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د ددې جرګې په نننۍ غونډه کې د سرتیرو د ذاتي چارو د قانون په اړه ۳۴۸ ګڼه تقنیني فرمان د یو لړ تعدیلونو سره مل تصویب شو.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
یاد فرمان چې په کمېسیونونو کې پرې بحثونه شوي وو د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون د رئیس او غړو له خوا وړاندې شو چې په دېرشمه ماده کې یې د سرتیرو د رخصتۍ د کرایې په موخه له هرو شپږو میاشتو وروسته د څلورو زرو افغانيو د ورکړې په اړه د حکومت دطرحې په تصویب سربېره،  زیاتوالی راغی که چیرې واټن د زیاتوالي له امله زیات لګښت ته اړتیا وي هم دې ورکړل شي همدارازدې حکومت په خوندي توګه د سرتېرو په انتقال کې هڅه وکړي.
دغه راز په غونډه کې دمجلس رئیس او غړو دحلیم تنویر وروستۍ څرګندونې د هېواد قومونو ته ښکاره سپکاوی او ملي خیانت وګاټه، څرګنده یې کړه چې د دې خاورې اوسېدونکې چې له هر قوم څخه وي دیوبل ورونه، خوېندې او د یوه بڼ ګلان دي او هم یې ټینګار وکړ چې افغان حکومت دې حلیم تنویر چې له هېواده بهر ژوند کوي د خپلو تعصبي څرګندونو له امله د انټرپول پولیسو له خوا احضار او عدلي او قضایی اداروته دې وسپاري په همدې ډول څرګنده شوه هر څوک چې د نوموړي په شان ملي ضد دریځ غوره کړي قانوني پوښتنو لاندې دې ونیول شي.
ديادونې وړ ده حلیم تنویر په هغې ناسته کې چې د محمدګل خان مومند فعالیتونو څخه د لمانځنې په مناسبت آلمان کې د یو شمېر افغانانو له خوا جوړه شوې وه خبرې کړي او هزاره ولسونو ته یې سپکاوی کړی دى.
په غونډه کې یو ځل بیا په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د خبرو په اړه څرګنده شوه چې د دوی ترمنځ اوربند به هېواد کې د جګړو د زیاتوالي سبب شي او د افغانستان دولت د رول پرته به دغه بهیر بی پایلې آن خطرناکه وي.
همدارنګه یادونه وشوه چې له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې څخه په داسی حال کې لمانځنه کیږي چې تراوسه هېوادوال د دې کرغيړنې پدیدې څخه زیانونه ویني او هره ورځ په بېلا بېلو اړخونو کې د فساد لمن پراخیږي او افغانستان د نړۍ د فاسدو برتره هېوادونو په جمله کې ځای لري چې عمده عوامل یې د مفسدینو څخه ملاتړ دې چې باید ورسره سره پرېکنده مبارزه وشي او قانون پرټولو یوشان پلي شي.
په آزادو بحثونو کې د کابل ښار د هوا د ککړتیا د زیانونو څخه سخته اندېښنه څرګنده شوه او سناتورانو د دایمي برېښنا نشتون، د دود لرونکو موټرو موجودیت، ترافیکی ګڼه ګوڼه، د ډبرو سکرو څخه ډېره استفاده، د کابل ښار څنډو کې د خښتو بټیو شتون، د سون توکو د بیو لوړوالی، د ستندردونو نه مراعاتول، د استوګنې ښارګوټو زیاتوالی، حمامونه او ځینې نور موارد یې ستر لاملونه په ګوته کړل او په دې برخه کې د حکومت د لازمو تدابیرو د نیولو سربېره له کورنیو وغوښتل شول چې د مضرو شیانو له کارولو څخه دې ډډه وکړي، سهار او ماښامام دې ماشومانو ته د بهر وتو اجازه نه ورکوي او د ورځې په مهال دې د ماسکونو څخه ګټه واخلي.
د جمهوري ریاست د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان ټینګار، کندز ولایت او یو شمېر نورو سیمو کې د دښمن د شتون څخه د سیمو د پاکولو په موخه د ژمي په موسم کې د چاڼیزو عملیاتو په پيل ټینګار او ځینې نور مسایل هم په آزادو بحثونو کې مطرح شول.
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د یادو مواردو د جمع بندۍ په وخت سره له دې چې سوله د هېواد حیاتي مسله وګڼله ویې ویل: د قطر ناستې د امریکا او طالبانو ترمنځ دي او دوی د دې بهیر مسئولیت لري او تر ترڅو چې د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو زمینه برابره نه شي او د افغانستان خلک او د حکومت استازي په کې حضور ونه لري، مشرانو جرګه ورڅخه ملاتړ نه کوي.
فضل هادي مسلم یار یوځل بیا د ټاکنو د پایلو په اعلان ټینګار وکړ او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه یې وغوښتل تر څو ددې بهیر د اوږدېدو څخه مخنیوی وکړي او د خپلو قانوني واکونو سره سم دې عمل وکړي، همدا راز له سیاسیونویې هم وغوښتل چې د کمېسیون په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.
د مشرانوجرګې رئيس له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې څخه هم یادونه وکړه او هیله یې وښوده چې ټول لوري دې د اداري او اخلاقي ناوړه پدیدو سره په رښتینی توګه مبارزې وکړي ځکه دواړه موارد په ملي او نړیواله کچه د هېواد د بدنامۍ سبب ګرځي.
ختم- ف

Page 3 of 8345