05 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

يو قاتل ونيول شو

يو قاتل ونيول شو

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر : دکابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل / دلېندۍ ١٣مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د سعودي عربستان له لوري د قران عظیم الشان د سل زره ټوکونو د هدیې په مراسمو کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوي و، ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهوررئیس غني دغو مراسمو ته د وینا پرمهال له خادم حرمین الشریفین او د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود څخه د دغې ارزښتناکې او عظیمې ډالۍ مننه وکړه او همدارنګه یې یو ځل بیا د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب خادم حرمین الشریفین ته د هغه د ورور د وفات له امله تسلیت ووایه.
محمداشرف غني د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې تاریخي، دوامدارې او دوستانه وبللې او څرګنده یې کړه، دغه سل زره ټوکه قران مجید او په پښتو او دري ژبو چاپ تفسیر شریف به د واضح ارزونې او پلان له مخې ووېشل شي.
جمهوررئیس وویل، خادم حرمین الشریفین د برحقه جهاد پرمهال چې ولیعهد و، له افغان مجاهدینو سره پام وړ مرستې کړي او له افغانستان څخه ښې خاطرې لري.  هغه د عیدګاه، پل خشتي، شاه دو شمشېره او نورو جامع جوماتونو بیارغاونې ته په اشارې وویل، د جوماتونوجوړولو او بیارغاونې ته څلوېښت میلیون ډالره بودجه ځانګړې شوې ده.
محمداشرف غني وویل، په پروان کې د امام ابوحنیفه (رح) مرکز تر کار لاندې دی او نور دیني مرکزونه به هم ورغاول شي. هغه زیاته کړه، افغانستان د مذهبونه د همکارۍ، ګډژوندانه، اتفاق او اتحاد ځلانده تاریخ لري.
د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، عالمان د ټولنې په ثبات او رهبرۍ کې پام وړ رول لري. د افغان عالمانو متفقه فتوا یې بېسارې او په سوله کې د دوی رول ارزښتناک وباله. همدارنګه یې د افغان سولې په برخه کې د اندونیزیا، سعودي عربستان د عالمانو، د مکې مکرمې او مدینې منورې د خطیبانو د برحقه دریځ قدرداني وکړه.
جمهوررئیس وویل،د عالمانو د مالي اړتیاوو پوره کولو ته اساسي پاملرنه کېږي. د مدرسو د نصاب په اړه باید واضح نتیجې ته ورسېږو. د منابعو په لګولو باید نوى نظر وشي او په هغه ځای کې مصرف شي چېرې چې واضح نتیجه لري.  
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین تاج محمد مجاهد د سعودي عربستان  دغې معنوي هدیې څخه په مننې په وروستیو کې جوماتونو، مدرسو او عالمانو ته د حکومت په ځانګړي ډول د جمهوررئیس غني پاملرنه بېسارې وبلله.
ورپسې په افغانستان کې د سعودي عربستان استوګن سفیر جاسم محمد الخالدي وویل، خادم حرمین الشریفین او د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود خوښ دی چې د جمهوررئیس غني په غوښتنه د ملک فهد مطبعې چاپ قران شریفونه افغانستان ته هدیه کوي.
نوموړي وویل، سعودي عربستان او افغانستان  پر اسلامي ورورلۍ ولاړې ژورې تاریخي رېښې او ډیپلوماتیکي اړیکې لري. پر همدې اساس د سعودي عربستان حکومت او ملت له اوږدو کلونو راهیسې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي او په سختو شرایطو کې یې له افغانانو سره مرستې کړې دي.
د سعودي عربستان سفیر وویل، هیواد یې په افغانستان کې د امنیت، پخلاینې، ثبات او پرمختګ غوښتونکی دی او له افغانانو سره د مرستې په موخه یې انکشافي پروژې تر لاس لاندې دي. هغه زیاته کړه، سعودي عربستان خپلو مرستو او همکاریو ته ژمن دی او په افغانستان کې له طبیعي پېښواو  افتونو سره د مبارزې په موخه له بې وزلو خلکو سره په مرستو ټینګار کوي.# پاى- فضل واحد

 

کابل / دلېندۍ ١٣مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د اغاخان نوې سفیره مېرمن شهرزاده هیرجي په ارګ کې خپل حضور ته ومنله او په اقتصادي پراختیا، د افغانستان د تاریخي سیمو او ابداتو په بیارغاونې او تعلیمي پروګرامونو یې بحث وکړ. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. د هېواد جمهورريیس د اغاخان نوې سفیرې ته د ښه راغلاست او د اغاخان بنسټ د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ وویل: زموږ ټینګار پر دې دی چې د ولسوالیو او کلیو په کچه دې اقتصادي پروګرامونه زیات شي او د کرنیزو محصولاتو کیفیت دې لوړ شي، چې د صادراتوله معیارونو سره برابر شي. له دې سره د خلکو عواید زیاتېږي. جمهورريیس غني همداراز د اغاخان او دولتي بنسټونو د ګډ کار په ارزښت ټینګار وکړ ويې ویل، د افغانستان د تاریخي سیمو او ابداتو د بیارغاونې د ډيزاین او طرحې په برخه کې د اغاخان او دولتي بنسټونو ګډ کار به ښې او غوره پایلې ولري. د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه، د افغانستان حکومت د تعلیمي نظام ښه والي ته جدي پام کوي او د اغاخان له سفیرې څخه یې وغوښتل چې د اغاخان بنسټ بریالي روزنیز ماډلونه په سیمه کې تطبیقوي، له افغانستان سره شریک کړي. جمهورريیس غني همداراز د سیمې په کچه د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د متمرکزو انکشافي پروژو د تجربو په شریکولو ټینګار وکړ. د اغاخان نوې سفیرې مېرمن شهرزاده هیرجي د جمهورريیس غني نظریات او وړاندیزونه وستایل او زیاته یې کړه، اغاخان بنسټ به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.# پاى- فضل واحد
کابل / دلېندۍ ١٣مه / باختر د رضاکارانو نړیواله ورځ په خوست ولایت کې ونمانځل شوه په همدې موخه مراسم چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې پرځاى شوي وو پکې د اطلاعاتو فرهنګ ریئس محممد انور زاهد د ځینو ادارو په کارکوونکو سربیره ګن شمیر رضاکارو ځوانانو برخه درلوده . د اطلاعاتو اوفرهنګ ریئس محمد انور زاهد په یادو مراسمو کې وویل چې په خوست کې رضاکار انه کارونه له پخوا څخه دود او رواج لري ، چې ښه مثال یې زموږ پخواني اشرونه او پګړې دي ، دوی به په شریک ډول د یو بل مرسته لوی کارونه تر سره کول ویالې، لارې او سرکونه به یې جوړول. ده وویل چې په اوس وخت کې د ځوانانو فعالیتونه د ستایلو وړ دي دوی په رضاکارانه ډول له ډیرو بیوزلو کورنیو سره مرستې تر سره کړي چې ډیرې ګټورې تمامې شوي دي دقومونو او قبایلو چارو ریئس روف ننګیال وویل چې دا د وياړ ځای دى چې دومره غټ اکثریت ځوانان په رضا کارانه ډول راغلي او کوم امتیاز پرته د تولنې لپاره کار کوي ، دده ویل موږ په ډیرو برخو کې رضاکارانه ځونان لرو چې د روغتيا او نورو برخو کې کار کوي استاد نجیب واثق وویل چې رضا کارانه کارونه هغه څه دې چې زموږ ځوانان یې د ټولنې د ښه والي لپاره ترسره کوي.استاد واثق وویل که موږ ټول په ګډه د پوهنې لپاره کار وکړو نو دومره کولای شوو، هغه هلکان او انجونې چې دامهال سوزنده لمر ته درسونه وایې هغې ته داسې څه برابر کړو چې زده کوونکي له لمر وژغورل شي. د یادونې وړ ده چې رضاکارانو په رضا کار ډول د چابیریال صفا کولو لپاره کار وکړ او د نشه یي توکیو او بدو رواجو په هکله جوړ شوي شغارونه یې د سرک په لارویان وویشل . پاى- فضل واحد
Wednesday, 04 December 2019 17:33

مطبوعاتي اعلامیه

کابل / دلېندۍ ١٣مه / باختر د ډاکټر تتسو ناکامورا د وژل کېدو په اړه مطبوعاتي اعلامیه په خواشینۍ سره چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار ډاکټر تتسو ناکامورا په جلال اباد ښار کې په تروریستي برید کې وواژه او د هغه یو شمېر همکاران یې هم شهیدان کړل. جمهورريیس غني د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب په افغانستان کې د دوست هېواد جاپان له استوګن سفیر سره د ټلیفوني خبرو پرمهال د ډاکټر تتسو ناکامورا پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړه. جمهورريیس د اوبو د مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخو کې د ډاکټر تتسو ناکامورا فعالیتونو ته په اشارې وویل، حکومت د نوموړي د دغو خدمتونو د قدردانۍ په موخه هغه ته د افغانستان تابعیت ورکړ او د افغانستان خلک به د هغه خدمتونه او درناوی هېر نه کړي. جمهور ريیس پر دې په ټینګار چې د افغانستان دښمنان د دغه ډول جنایتونو، ترور او وحشت له لارې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره زموږ د هېوادوالو او بین المللي شریکانو پیاوړې هیلې نشي کمزورې کولی، اړوندو مسوولینو ته د دغه تروریستي برید د عاملینو د تشخیص او مجازاتو په اړه لازمې لارښوونې وکړې. جمهورريیس محمد اشرف غني د دغې پېښې د غندلو او د ډاکټر تتسو ناکامورا او د ده د شهیدو همکارانوله کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ، شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت هيله کوي.# فضل واحد

کابل / دليندې ١٣مه / باختر :
دافغانستان د رڼوانتخاباتو بنسټ ( تيفا ) له انتخاباتي ډلو څخه غوښتي دي  چې دانتخاباتو خپلواک کمېسيون ته دې  اجازه ورکړي  چې په اوو پاتې ولايتونو کې درايو دپلټنې اوبيا شمېرنې بهير بشپړ کړي .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دافغانستان درڼو انتخاباتو دبنسټ رييس  نعيم  ايوبزاده نن  په يوه خبري غونډه کې  دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون  په کار په نيوکې سره وويل چې دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون رايو ته داعتبارورکولو لپاره  شفاف  چلند نه لري .او آن يوشمېر تصميمونه يې  دانتخاباتي قوانينو اوکړنلارو پرخلاف  نيولي دي .
هغه ټينګاروکړ چې دانتخاباتود خپلواک کمېسيون مسوولانو دجمهوري رياست  دانتخاباتو  له ترسره کېدو څخه مخکې په انتخاباتودکتونکو بنسټونو ، انتخاباتي ډلو ، سياسي  ګوندونو او رسنيو نظريې اووړاندېزونه په پام کې نه دي  نيولي او هم يې له انتخاباتو څخه وروسته ننګونو سره  دغه راز  په دغو نظريو اووړانديزونو ته پاملرنه نه ده کړې .
ايوبزاده  يوځل بيا له انتخاباتي ډلو  څخه غوښتي دي چې دانتخاباتو خپلواک کمېسيون ته دې  درايو دپلټنې او بيا شمېرنې  دبهير زمينه برابره کړي
اوله دې زيات دې  دغه بهير ته مزاحمت ونه کړي .
داپه داسې حال کې ده چې په ٢٧ ولايتونوکې درايو دپلټنې اوبيا شمېرنې بهير بشپړ شوى دى او په اوو نورو ولايتونوکې  ديوشمېر انتخاباتي ډلو دمخالفت اواعتراض  په دليل دغه بهير لاتراوسه پورې  پيل شوې نه دى .
دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون مسوولانو اعلام کړى و ،  چې دروانې اوونۍ په پيل کې دتلې دمياشتې دجمهوري رياست دانتخاباتو قسمي پايله د ٢٧ ولايتونودرايو دبيا شمېرنې دبهير په بشپړېدو سره  اعلاموي . خو اوس ټينګار کوي  تر هغه وخته پورې چې داوو نورو ولايتونودرايو دبياشمېرنې بهير بشپړ نه شي ،  نه شي کولاى دانتخاباتو لومړنى پايلې اعلام کړي .
روانه اوونۍ کابل او ځينې نور ولايتونه دانتخاباتي ډلود پلويانودلاريونونو او اعتراضونو ډګر و، چې نن هم  دغه لاريونونه په پروان ، پنجشير او جوزجان کې  دوام لري .
دغه اعتراضونه درې زره  قرنطين شويو رايو ته  داعتبارورکولواودبايومتريک له معلوماتو پرته د٢٤٢٣محلونودرايو دبياشمېرنې په باب  دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون  دتصميمونوپه غبرګون کې ديوشمېرانتخاباتي ډلو له لوري  پيل شوي دي .
دجمهوري رياست  دانتخاباتو  له ترسره کېدو څخه څه دپاسه  دوه مياشتې تېرې شوي دي خولاتراوسه پورې  دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون په دې نه دي بريالي شوي چې آن  ددغو انتخاباتو قسمي پايله  اعلام کړي .
  ختم_ ف _ اکرم

                                 

کابل / دليندې ١٣مه / باختر :
دبغلان دکليو دبيا رغاونې او پرمختيا رياست  دولسي تړون ددايمي پرمختيا دپروګرام له لوري  نن دساتنې او څارنې داوولسو پروژو دپلې کولو کار پيل شو.
دبغلان  دکليو دبيا رغاونې اوپرمختيا رياست  دولسي تړون دپروګرام مسوول احمد ضيا رحيمي باختراژانس ته وويل چې په دغو پروژو کې دسړکونو ترميم  داستنادي او ګبيوني ديوالونو او دکيبلي پله دجوړولو کار  شامل دى چې دمرکزي بغلان په ولسوالۍ  او په پلخمري ښار کې  تطبيق او عملي کېږي .
دپنځه اويا مترو په اوږدوالي دشمرق دبوغابي دکلي  دګبيوني ديوال پروژه ددغو پروژو  له جملې څخه ده  چې دڅلورو ميليونو دوه سوه زرو افغانيو په لګښت جوړېږي  او هره ورځ لسګونو تنو ته  کاري فرصتونه  برابر شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم


 

کابل / دليندې ١٣مه / باختر :
دبادغيس دپوهنې رياست دفوليک اسيد تابليتونو دويش دڅرنګوالي په باب  نن  ددغه ولايت  دښوونځيو دښوونکو لپاره  دپوهاوي ورکونې ورکشاپ جوړ کړ .دباختراژانس دخبرله مخې ،په دې ورکشاپ کې په زده کوونکو دفوليک اسيد تابليتونو  دويش او کارولودڅرنګوالي  اواهميت په اړوند دبادغيس دښوونځيو ښوونکو ته معلومات وړاندې شول .
دپوهاوي ورکونې دغه ورکشاپ دبادغيس  دعامې روغتيا رياست او ديونيسف ادارې په مرسته  جوړ شو .
ختم_ف _اکرم

کابل / دلېندۍ ١٣مه / باختر :
دافغانستان حکومت ددې ځواکمني نه لري  چې په ټولو وزارتونو کې ددولت دکارکوونکو  دمعاشونودلوړوالي طرحه پلې کړي .
د ماليې وزارت اداري معين  زاهد همدرد چې په دې اړوند يې دباختراژانس له خبريال سره خبرې کولې ، وويل ددولت دکارکوونکو دحقوقو دزياتوالي طرحه  لومړى  ديو کال لپاره  په ازمايښتي ډول دماليې په وزارت کې عملي شوه چې دغه طرحه  راتلونکي کال ته هم تمديد شوې ده .چې ددغې طرحې په عملي کېدو سره دماليې وزارت ٧٠سلنه  قراردادي کارکوونکي  ددې وزارت  په بېلابېلو برخو کې ګومارلي دي .
همدرد زياته کړه  چې په نورو وزارتونوکې  ددغې طرحې تطبيق لاتراوسه پورې  معلوم نه دى .
په همدې حال کې دماليې وزارت دپاليسي معينې ناهيد سرابي دحکومت داطلاعاتواورسنيوپه مرکز کې په يو مطبوعاتي کنفرانس کې  وويل:  دماليې وزارت دپاليسي جوړولو او دمعاشونو دپاليسي دتطبيق په برخه کې  دخپلو کارکوونکو شمېر هم کم کړ .او موږ له هغوټولو وزارتونو څخه چې غواړي دغه پاليسي تطبيق کړي په مشخص پروګرام سره دې راشي او له هماغوبشري سرچينو څخه چې په واک کې يې لري څه ډول کولاى شي دغه طرحه تطبيق کړي ؟
ختم_ ف _ اکرم

کابل / دلېندۍ ۱۳ / باختر
نن د لېندۍ د مياشتې١٣ نيټه د کابل ښار په بازارونوکې د اړتيا وړلومړنيو توکو بيې په دې ډول دي:
يوه ٢٥کيلويي بورۍ اعلى وريجې  ٢٣٠٠ افغانۍ
يومن شوله يي وريجې    ٢٨٠ افغانۍ
يو من بوره       ٢٧٠ افغانۍ
يو من وطنى مى      ٥٥٠ افغانۍ
  يو شپاړلس  ليتره پيپ غوړي    ١٠٧٠ افغانۍ
يوه پنځوس کيلويي بورۍ اوړه    ١٦٣٠ افغانۍ
يو من وطنى لوبيا     ٥٩٠ افغانۍ
يو من وطنى نخود      ٦٣٠ افغانۍ
دغه راز، يو کيلوګاز ٦٠ افغانۍ، يو ليتر پترول ٥٠ افغانۍ او يو ليتر ديزل په٤٩ افغانۍ پلورل کېږي.   
پاى-سعيده

Wednesday, 04 December 2019 12:08

د اسعارو بيه

کابل / دلېندۍ ۱۳ / باختر
د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د رييس د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې د بهرنيو پيسو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يو امريکايي ډالر پيرودل په 80/78  افغانۍ
يوانګليسي پونډ پيرودل په 101/50افغانۍ
يوه يورو پيرودل په 87/80 افغانۍ 
يو سعودي ريال پيرودل په  20/90افغانۍ
د اماراتو يو درهم پيرودل په 21/40 افغانۍ
زرپاکستانۍ کلدارې پيرودل په 499 افغانۍ
زر هندۍ کلدارې پيرودل په 1100 افغانۍ
زر ايراني تومان پيرودل په 6/50 افغانۍ
يو روسي روبل پيرودل په 1\12 افغانۍ        
پاى-سعيده

Page 4 of 8326