10 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د توريزم او هوټلدارۍ انستيتوت فعال شو

د توريزم او هوټلدارۍ انستيتوت فعال شو

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د توريزم او هوټلدارۍ انستيتوت...

د پروان د انتخاباتو کمېسيون کارکوونکي د طالبانو له بند څخه آزاد شول

د پروان د انتخاباتو کمېسيون کارکوونکي د طالبانو له بند څخه آزاد شول

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د پروان د انتخاباتو کمېسيون اته ساحوي کارکوونکي نن په...

  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هنرعالي شورا ګډه اعلامیه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هنرعالي شورا ګډه اعلامیه

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل /  دليندې ١٧مه /باختر :
دهېواد دهوايي ځواکونو  په هغه بريد کې چې تېره شپه په بادغيس کې ترسره شو شپږ وسله وال  طالبان ووژل شول .
دظفر قول اردو يوه مسوول باختراژانس ته وويل چې په دغو طالبانو دبادغيس  مرکز ته څېرمه بريد وشو .
هغه وويل چې په دې بريد کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او دهغوى پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شول .
ختم_ عطاالله _اکرم

 

کابل /  دليندې ١٧مه /باختر :
٢٤٠ ځوانې نجونې اوهلکان په بادغيس کې ديوې حرفوي زده کړې  له تېرولو وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دبادغيس دادارې يوه مسوول باختراژانس ته وويل  چې دغه ځوانان دخياطي ، سينګارکولو ، دموبايل  ترميمولو اوفلزکاري  په برخو کې په شپږو مياشتو کې زده کړه وکړه .
هغه وويل: دځوانانو حرفوي او فني زده کړې  دهغوى دکار دکچې دلوړېدو لپاره اغيزمن دى او کولاى شي  په خصوصي  او دولتي څانګو کې اغيزمن خدمتونه ترسره کړي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

 

کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
په دوحه کې د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شوې. دا لا جوته نه ده چې دا خبرې له صفره پيل شوي او یا د همغو پخوانیو خبرو په دوام. په دې اړه د بېلابېلو لوریو نظریات سره توپیر لري. په هر حال د خبرو پيل یو ښه ګام بلل کېدای شي. د خبرو او تفاهم ور باید تل پرانیستی وی. خدای مهربانه دی یووخت به د سولې خبرې بري ته ورسېږي او جګړه به پای ومومي. جګړې ته د  پای ورکولو او سولې ته د رسېدو لپاره مهم اصل دا دی چې دغه خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي. له دې پرته کومې ښې پایلې ته رسېدای نه شي.
د باختر آژانس سیاسي مفسر د همدغه اصل ارزښت او اهمیت ته کتنه کړېده او لیکي:
منوچې جګړه پر افغانانو تپل شوېده او ګڼ بهرني لوري په کې ښکیل دي، خو د جګړې اصلي قربانیان افغانان دي. همدارنګه د جګړې لوی پېټی هم د افغانانو پر اوږو پروت دی، افغان ځوانان وژل کېږي، افغان میندې بورېږي، افغان مېرمنې خپل مړونه له لاسه ورکوي او بچیان یې یتیمان کېږي، د افغانانو وطن کنډواله  کېږي. د جګړې په دوام کې د بهرنیو لوبغاړیو پر ستر رول سترګې پټېدای نه شي، خو اصلي مسوولیت بیا هم افغانانو ته متوجه دی. افغانان باید سرونه په خپلو ګرېوانونو کې ټیټ کړي او په دې اړه فکر وکړي چې تر څو به دا جګړه ترې قربانۍ اخلي. که هر افغان په دې اړه مسوولانه چلند وکړي نو پوره باور دی چې ژر به د حل لارې ومومي. له همدغه ځایه دا اړتیا راپورته کېږي چې د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ وي او د افغانانو په لاس کې وي. که نور د خبرو مشري کوي او یا یې مالکیت له هغوی سره وي، نو هغه سوله چې افغانان یې غواړي کله هم تر لاسه کېدای نه شي. د افغانستان د تېرو څلورو لسیزو پېښو او په کور دننه او  دباندې رامنځ ته شویو پرمختیاوو وښوده چې پر افغانانو تپل شویو پرېکړو هېڅکله ښې پایلې نه دي لرلي. هره پرېکړه چې نورو د افغانانو پر ځای کړېده او بیا یې پر افغانانو تپلې ده، هغه ناکامه شوېده او نه یواځې دا چې ناکامه شوېده بلکې نور بحرانونه یې راټوکولي دي او د افغانانو پر ټپونو یې مالګې دوړولې دي. افغانان د دې وړتیا او پوهه لري چې سره کېني او پر ټولوجنجالي مسالو آزاد او افغاني بحث وکړي او په پای کې یو هر اړخیز توافق ته ورسېږي. آیا موږ دا وړتیا لرو او که نه؟ ځواب روښانه دی، هو موږ دا وړتیا لرو، موږ د تاریخ په ډېرو سختو او کړکېچنو شرایطو کې د حل لارې موندلې دي او هېواد مو له کړکېچه ایستلی دی. څه چې زموږ لپاره ډېر مهم دي هغه پر خپلو دغو وړتیاوو باور دی. له بده مرغه داسې ذهنیت رامنځ ته شوی دی چې موږ د ستونزو د حل وړتیا نه لرو او که نور دا ستونزې راحل نه کړي نو موږ یې نوشو حل کولای. دا د ذهني اسارت یوه بېلګه ده. اوس د دې وخت دی چې ځانونه له دغه اسارته وژغورو او د سولې د خبرو مالکیت او مشرۍ ته اوږه ورکړو.
ن. ش.


 

کابل/دلیندۍ۱۷مه/باختر
د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۴۴ ترهګر وژل شوي، ۵ ټپیان شوي او ۱ بل له وسله والو سره د اړیکو په تور نیول شوی دی.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ترهګر په میدان وردګو، پکتیا، نیمروز،غزني، لوګر، قندهار، هلمند، او فاریاب ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي برېدونوکې وژل شوي دي.
پای/وصال

 

کابل / د لېندۍ ١٧ مه / باختر : 
نن د لېندۍ د مياشتې١٧ نيټه د کابل ښار په بازارونوکې د اړتيا وړلومړنيو توکو بيې په دې ډول دي:
يوه ٢٥کيلويي بورۍ اعلى وريجې  ٢٤٠٠ افغانۍ
يومن شوله يي وريجې    ٣٠٠ افغانۍ
يو من بوره       ٢٧٠ افغانۍ
يو من وطنى مى      ٥٥٠ افغانۍ
  يو شپاړلس  ليتره پيپ غوړي    ١٠٦٠ افغانۍ
يوه پنځوس کيلويي بورۍ اوړه    ١٦٣٠ افغانۍ
يو من وطنى لوبيا     ٥٩٠ افغانۍ
يو من وطنى نخود      ٦٣٠ افغانۍ
دغه راز، يو کيلوګاز ٦٠ افغانۍ، يو ليتر پترول ٥٠ افغانۍ او يو ليتر ديزل په٤٩ افغانۍ پلورل کېږي.   
پاى-سعيده

Sunday, 08 December 2019 18:29

د اسعارو بيه

کابل / د لېندۍ ١٧ مه / باختر : 
د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د رييس د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې د بهرنيو پيسو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يو امريکايي ډالر پيرودل په 60/78  افغانۍ
يوانګليسي پونډ پيرودل په 102/30افغانۍ
يوه يورو پيرودل په 86/70 افغانۍ 
يو سعودي ريال پيرودل په  20/90افغانۍ
د اماراتو يو درهم پيرودل په 21/35 افغانۍ
زرپاکستانۍ کلدارې پيرودل په 502 افغانۍ
زر هندۍ کلدارې پيرودل په 1100 افغانۍ
زر ايراني تومان پيرودل په 6/30 افغانۍ
يو روسي روبل پيرودل په 1\12 افغانۍ        
پاى-سعيده

کابل / د لېندۍ ١٧ مه / باختر : 
د فارياب دځانګړوځواکونو قوماندان په بلخ کې د وسله والو طالبانوپه بريد کې شهيد شو.
وسله والو يرغلګرو په قوماندان افسرمحمد خان احمدي  تېره شپه  په  شولګرې ولسوالۍ  کې  دده په کور بريد وکړ  اوله دريو ملګرو سره يې شهيد شو.
هغه دخپل پلار د مړي  د ښخولو لپاره شولګري ولسوالۍ ته تللى و.
د بلخ دشولګرې ولسوالۍ د پوليسو مسوول سيدعارف اقبالي باختراژانس ته وويل ؛
چې يرغلګرو دفارياب دځانګړو ځواکونو دقوماندان محمد خان احمدي او دهغه د دريو ملګرو له وژنې وروسته  وتښتېدل .
هغه وويل چې يرغلګرو دفارياب ددغه پوځي مقام دوه تنه خپلوان هم له ځان سره بيولي دي
هغه وسله وال طالبان دفارياب د دغه پوځي مقام دترورعامل بولي او ويې ويل د دغې پېښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
پاى \ ذ

کابل /  دلېندۍ ١٧مه /باختر :
نهه وسله وال طالبان په قندهار کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول
په دغو طالبانو تېره شپه او نن سهار په نيش ولسوالۍ کې برېدونه وشول
  دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې نهه وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل :کله چې وسله وال طالبان په خپلو پټنځيوکې دډار اچوونکو  برېدونو په سازمان ورکولو بوخت وو پرې برېدونه وشول .
درارسيدلو خبرونوله مخې، په دغو جګړو کې دوسله والو طالبانو دوه پټنځي  له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په قندهار کې دطالبانو دجنګي وسايلو دوه ډيپوګانې  کشفې شوې .
دغه ډيپوګانې دميوند اوخاکريزپه ولسواليو کې دطالبانو په پټنځي کې ساتل کېدې .
داتل قول اردو ديوې خبرپاڼې په لېږلو سره  وايي چې له دغو  ډيپوګانو څخه  دماينونو او بمونوپه ګډون  يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل  ترلاسه شوي دي .  ختم_ عطاالله –اکرم

کابل /  دليندې ١٧مه /باختر :
يو زيات شمېر پوځيان دبادغيس ولايت دامنيت دتامينولو لپاره په دغه ولسوالۍ کې ځاى پرځاى شول .
دبادغيس دپوليسو وياندتحصيل حيدري باختراژانس ته وويل چې  دپوليسو يوزيات شمېر  ځواکونه دمقر ولسوالۍته استول شوي دي او په دريو  سترو قرارګاوو کې ځاى پرځاى به شي .
هغه وويل چې دغه ځواکونه به هلې ځلې وکړي هغه ډار اچوونکي چې ددغې ولسوالۍ  امنيت ګډوډوي  وځپي .
دمقر اوسيدونکي وايي هيله لري  چې دنويو قرارګاووپه جوړولوسره وکولاى شي  ددغې ولسوالۍپه  امنيت کې به گټور وي .
  ختم_ ج _ اکرم

کابل /  دلېندۍ ١٧مه /باختر :
په ننګرهار کې لسګونو کلي  په پوځي عملياتوکې دوسله والو طالبانو او داعش  دډلو له شتون څخه پاک شول .
دغه عمليات  پنځه ورځې مخکې دسلګونو پوځيانو اودهېواد دهوايي  قوتونوپه ملاتړ دشيرزاد په ولسوالۍ کې پيل شول او دغه راز دوام لري .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغوعملياتو کې تراوسه پورې دشيرزاد ولسوالۍ په لسګونوکلي د طالبانو او داعشيانو دافرادو له شتون څخه پاک شوي دي .
هغه وويل ددغو عملياتو په بهير کې  دطالبانو او داعشيانو څومرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره له منځه لاړل .
دغه راز   په دغو عملياتو کې  شپږ وسله وال طالبان او دداعش دډلې څلور غړي ووژل شول او څو تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
  ختم_ سعيده _ اکرم

Page 5 of 8337