11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه/ باختر د ۳۴ ولایتونو له والیانو او...

په حکومتولۍ کې د ښځو ونډه

کابل / د چنګاښ ٢٠ مه / باختر په دغو وروستیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/ د چنګاښ ۱۸ مه / باختر

د سترې محکمې د عالي شورا له قضایي او عدالت تامین کوونکو ادارو سره د ښې همغږۍ او ملاتړ په ویاړ د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ستاینلیک په ورکولو سره وستایه.  

د ننګرهار د استیناف محکمې رئیس عبدالولي قاضي زاده وویل،د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل عدالت تامین کوونکی شخص دی، له  قضایي او عدالت تامین کوونکو ادارو سره یې غوره کاري همغږي درلوده او د قضا خپلواکۍ اصل ته یې ځآنګړی درناوی کړی دی .

نوموړي زیاته کړه، میاخېل پر عدالت او د قاضیانو پر بې طرفۍ ټینګار کړی،همدا راز یې په مرسته په ولسوالیو کې د کلونو ځنډیدلو جزایي او حقوقي قضایو ته رسیدګي شوې او له ادارو سره یې په ځنځیري ډول همغږي رامنځته کړې ده .

هغه  زیاته کړه چې په وړاندیز یې د افغانستان سترې محکمې د عالي شورا له لورې میاخېل ته ستاینلیک لیکل شوی دی. ده له یو شمېر نورو مسووولینو سره دا ستاینلیک شاه محمود میاخیل ته ورکړ.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ننګرهار استیناف محکمې  له مشرتابه او سترې محکمې له عالي شورا څخه د ستاینلیک له امله مننه وکړه.

 

 

کابل/ د چنګاښ ۱۸مه / باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان محمد اشرف غني نن د کاپیسا د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

باختر آژانس ته د جمهوری ریاست دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې سفر کې له جمهوررئیس سره د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس شمیم کټوازي او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو هم ملتیا کوله.

د کاپیسا ولایت مرکز محمود راقي ته له رسېدو سره سم ملکي او نظامي مسوولینو، مشرانو او په ملي شورا او ولایتي شورا کې د هغه ولایت استازو جمهوررئیس ته ښه راغلاست ووایه او د یادولایت له والي او امنیتي مسوولینو سره په امنیتي غونډه کې یې د کاپیسا عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه او په دې برخه کې یې د هغوی د کړنو راپور واورېده.

لومړی د کاپیسا والي عبدالطیف مراد د عمومي امنیتي وضعیت، په دې ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو، د مجرمینو د نیولو او کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې او ولسي پاڅون کوونکو ته یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

وروسته د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان برید جنرال شفیق الله رسولزي وویل، امنیتي وضعیت تر مدیریت لاندې دی، سره له دې چې د دښمن تحرکات زیات شوي، خو امنیتي او دفاعي ځواکونه لوړ مورال او پخپلو منځو کې زیاته همغږي لري.

وروسته د کاپیسا امنیه قوماندان فرید مشعل خبرې وکړې او وې ویل، ملي پولیس له اړوندو امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو سره د کاپیسا په ټولو ولسوالیو کې ښه همغږي لري.

هغه زیاته کړه، ولسي شوراګانې جوړې شوي، په کاپیسا ولایت کې زموږ ټول پرسونل مسلکي زده کړه او روزنه لیدلې او د کاپیسا د پولیسو لیکو کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.

وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب خبرې وکړې او د دښمن د پلانونو د دفع کولو او د غیر مسوولو وسله والو د مخنیوي په برخه کې یې په کاپیسا ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو کړنې وستایلې.

د جمهورررئیس لومړي مرستیال د کاپیسا د امنیت د تامین او جرمونو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې او د مجرمینو پېژندلو کې یې د خلکو مرسته مهمه وبلله وې ویل، موږ د ولسي پاڅون جامع طرحې ته اړتیا لرو، خلک د نظام ملاتړي دي، د قومونو ترمنځ شته یووالی باید پیاوړی شي.

هغه زیاته کړه، د کاپیسا ولایت سیاسي قشر دې له یو بل سره په همکارۍ د یووالي په فضا کې د دې ولایت ستونزې حل کړي.

جمهوررئیس غني د هغوی د راپور او یادو وړاندیزونو تر اورېدو وروسته د کاپیسا له ملکي او نظامي مسوولینو څخه وغوښتل چې د دې ولایت د وضعیت واضح تحلیل ولري، ترڅو له فرصتونو څخه اغېزناکه استفاده وشي.

جمهوررئیس زیاته کړه: هغه څه مو چې په ننګرهار ولایت کې د دښمن د پلانونو او تحرکاتو د دفع کولو لپاره وکړل، په کاپیسا ولایت کې هم هغو ته اړتیا لرو او باید په کاپیسا ولایت کې د طالبانو او نورو تروریستانو د ټولو ګواښونو د لمنځه وړلو لپاره اهداف وټاکل شي او لا زیاته همغږي رامنځته شي.

جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د پاملرنې په اړه یادو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې وې ویل، زموږ هدف د کاپیسا د ثبات تامین دی، خلکو ته باید یو ډول خدمات وړاندې شي چې خلک په نظام او مرکزي او ولایتي ادارو کې خپل ځان وویني.

د هیواد جمهوررئیس ټینګار وکړ، ولسي پاڅونونه دې ډاډ ولري چې د هیواد د امنیتي او دفاعي ستراتېژۍ نه جلا کېدونکې برخه ده. همداراز د ولسي تړون طرحه په ټولو ښارونو کې عملي کېږي او ولسوالۍ باید زموږ د قوت پر نقطې بدلې شي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د کاپیسا ولایت امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د راتلونکو اقداماتو لپاره دې په ولسوالیو کې د خپلو اقداماتو او اړتیاوو واضح راپور ترتیب کړي.

 

کابل/ د چنګاښ ۱۸ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو له علمای کرامو سره د هغوی د ستونزو په هکله ناسته وکړه.
د ملي امنیت شورا دفتر د معلوماتو له مخې، په دغه ناسته کې مولوي عطا الله فیضاني د کابل ولایت د علماوو شورا مشر او مولوي فرمان الله نیازی د ختیځ زون د جمعیت علماء مشر د نورو علماوو په استازي توب وویل، چې عالمان د نظام د تقویت ملاتړ کوي، خو له حکومت څخه تمه لري چې د هغوی د امنیت د تامین، د هدفي وژنو په مخنیوي او د علماوو د قتلونو د مسوولینو په موندلو کې تر پخوا جدي عمل وکړي.
دغه راز دوی په نظام کې د علماوو د رول او برخې د زیاتېدو غوښتونکي شول او ویې ویل، چې د حکومت اوعلماوو تر منځ دې د لا زیاتو همغږيو په موخه رغنده پلانونه جوړ شي.
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب وویل: موږ له داسې دښمن سره مخ یوو چې موخې ته د رسېدو په خاطر پرجوماتونه، عالمانو او بی ګناه عبادت کوونکو بریدونه کوي. هغه زیاته کړه، چې حکومت په ټولو ولایتونو کې د علماوو د امنیت ساتنه خپل لومړي توب ګڼي او هڅه کوي، چې د علماوو امنیتي ستونزې له هغوی سره په مشوره حل کړي.
نوموړي له یادو دیني عالمانو غوښتنه وکړه، چې د دوی د ستونزو په حل کې له دولت سره د جوړو شویو پلانونو د تطبیق په ارتباط مرسته او همکاري وکړي.

 

 

کابل/ د چنګاښ ۱۸ مه / باختر

د نیمروز د پالیزونو د خټکیو حاصلات، سږکال څه باندې ۷۰۰ زره مټریک ټنو ته رسېدلي دي.
د باختر آژانس خبر له مخې؛ د نیمروز د کرنې ریاست پر وخت او پرله پسې ورښتونه د دې ولایت د خټکیو د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لامل بولي. د نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې سږکال ددې ولایت په څه باندې ۲۰ زره هکټاره ځمکه خټکي کرل شوي دي، چې حاصل یې څه باندې ۷۰۰ زره مټریک ټنو ته رسیږي.
سږکال ددې ولایت د چخانسور په ولسوالۍ کې ډېر خټکي کرل شوي دي. په دې ولسوالۍ کې د خټکیو پالیزونه، یوازې له کښت مخکې خړوبیږي او له هغه وروسته خړوبولو ته اړتیا نه لري. ددې ولسوالۍ خاوره د اوبو د ساتلو لوړ ظرفیت لري.
د نیمروز ولایت دکرنې رییس ذبیح‌الله اولیازاده وايي، چې ددې ولایت هندواڼې او خټې په ځانګړې توګه د چخانسور ولسوالۍ خټکي او هندواڼې یو ارګانیک محصول دی او ډېری بزګران د هندواڼو او خټکیو په پالیزونوکې هیڅ ډول کیمیاوي سره او درمل نه کاروي. د هغه په خبره د نیمروز هندواڼې او خټکي د کیفیت له پلوه ځانګړي ارزښت لري. د دې ولایت د خټکیو وزن او خوند هم د نورو ولایتونو د پالیزونو د حاصل په پرتله بیل دي.
د نیمروز د خټکیو او هندواڼو محصولات تر ډېره ګاونډیو ولایتونو او دغه راز پاکستان ته صادریږي.

 

کابل/ د چنګاښ ۱۸ مه / باختر
د قندهار په ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې د شېدو ټولولو دوه مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د باختر آژانس خبر له مخې؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري قندهار ته د کرنیزو محصولاتو دمدیریت د پروژو د پرانستې په موخه چې په کې د ممیزخونو او سړوخونو جوړول او د مېوو او سبو د لمریزو د ستګاوو وېش شامل دي یاد ولایت ته تللی دی او په دغه سفر کې یې د شېدو ټولولو دوه مرکزونه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د دغو مرکزونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱۴.۳ میلیونه افغانۍ دی.
دغه مرکزونه د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په ۷۵ سلنه ونډې سره جوړې شوي دي.
ددغو مرکزونو په جوړولو کې، د مرکزونو ودانۍ جوړول او د شېدو ټولولو د یادومرکزونو د اړتیاوړ ټکنولوژۍ شاملې دي.
د هر مرکز وړتیا په ورځ کې ۱۲ زره لیټره شېدې دي.
دغه مرکزونه له مالدارانو شېدې راټولوي او بیا د میلکو کمپنۍ له خوا پروسس کیږي.
د میلکو کمپنۍ د شېدې ټولولو د یادو مرکزونو ترڅنګ پنځه نور مرکزونه هم لري او د ورځې ۲۵ زره لیټره شېدې پروسس کوي.
میلکو ډول ډول لبنیات تولیدوی چې په کور دننه د پلور ترڅنګ نورو هېوادونو ته هم صادریږي.

 

کابل/ د چنکاښ ۱۸مه / باختر

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، نن د جمهوری ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د معلولیت برخې اړوند، له ۹ دولتي ادارو سره د دوه اړخیزه همکارۍ تفاهم لیکونه، لاسلیک کړل. د ځمکو او ښارجوړولو وزارت، د تخینکي او مسلکي زده کړو اداره، د بدني روزنې لوی ریاست، د اداري اصلاحاتو کمېسیون، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، د کانونو او پترولېم وزارت، ملي راډیو تلویزیون، د سټنډرد اداره او د سوداګرۍ او پانګونې خونه؛ هغه ۹ ادارې وې چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزارت سره یې د همکارۍ تفاهم لیکونه، لاسلیک کړل. د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر وویل: د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیک کېدو له مخې، وزارتونه، خپلواکې ادارې او کمېسیونونه مسوول دي، چې له لاسلیک وروسته په خپله برخه کې معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو د ځان بسیاینې، ټولنیز مشارکت، د ستونزو او ننګونو په نښه کولو، د معلولینو ټولنیز ژوند کې د بدلون، په مختلفو دولتي او غیر دولتي ارګانونو کې د کاري زمینې برابرولو، په سیاسي، ټولنیزو، تعلیمي او علمي برخو کې د معلولیت لرونکو وګړو د ورګډولو، د دولت په اوږدمهالو او لنډ مهالو پلانونو کې د معلولیت سکتور شاملولو او د دغه قشر د پیاوړتیا لپاره بنسټیز خدمتونه تر سره کړي. د ۹ دولتي ادارو او وزارتونو استازیو ژمنه وکړه، چې هر یو به د خپل مسوولیت او فعالیت په ساحه کې د تفاهم لیک له موادو سره سم، له معلولیت لرونکو وګړو سره همکاري کوي. آریوبي زیاته کړه :د دې پروګرام پلي کول او له هغه څخه څارنه، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د جمهوري ریاست د اول معاونیت ګډ کار دی او راپور یې د جمهوري ریاست عالي مقام ته استول کېږي. د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، له دې وړاندې له ۳۵ بېلابېلو دولتي ادارو سره د همکارۍ ورته، تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.

کابل/ د چنګاښ ۱۸مه/ باختر

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د همکارو موسسو او خلکو په همکارۍ په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د پستې ۳۴۰ جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې ډېره ښه پایله یې هم ور کړې ده. د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې په دې ولایت کې د پستې د بڼونو په جوړولو کې د خصوصي سکټور ونډه د پام وړ ده. الکو وایي: «له نېکه مرغه په دې وروستیو کې د پستې د بڼونو جوړولو او ترویج په پار هلې ځلې ګړندۍ شوي دي.» یو تن مخکښ هلمندي بزګر محمدلعل، چې په خپلو ځمکو کې یې د پستې بڼ جوړ کړی دی، وایي هر کال د پام وړ حاصل راټولوي او ترڅنګ یې د پستې د نیالګیو قوریه هم جوړه کړي ده، چې د قندهار ترڅنګ د هلمند په یوشمېر ولسوالیو لکه نوزاد، باغران، سنګین، دیشو، ګرمسیر، ګرشک، نادعلي، مارجه، ناوې او د ښار په ځینو سمیو کې په انفرادي توګه او د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ پروژې له لارې يې د پستې نږدې لس زره نیالګي پلورلي او له یادو نیالګیو بزګرانو د پستې بڼونه جوړ کړي دي. محمدلعل اوس هم په خپلې قوریه کې د پستې څلور زره نیالګي د پلور لپاره لري. باید وویل شي، چې پسته په افغانستان کې یو له مهمو اقتصادي نباتانو څخه ګڼل کیږي، چې د یوشمېر هېوادوالو د اقتصاد لویه برخه جوړوي.

کابل / د چنګاښ ۱۸ مه / باختر
په دغو ورځو کې یو شمېر ولایتونو ته نوي والیان ټاکل شوي دي. د اوسني پړاو غوښتنو او ځانګړنو ته په کتو د والیانو په ټاکلو کې ژور دقت ته اړتیا ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
په دولتي ادارو کې د څېرو بدلون یو عادي اداري کار دی، خو دا چې اوس افغانستان له یو بحراني حالته د تېرېدو په پړاو کې دی او دلته هر څه تر ډېره سیاسي کړای شوي دي، نو ځکه د والیانو په ګډون د لوړ پوړیو چارواکو بدلون کله ناکله غبرګونونه پاروي. دا غبرګونونه یا مثبت وي او یا هم منفي. که ښه والي وټاکل شي، نو څرګنده ده چې په اړه یې غبرګون مثبت دی او که خدای مه کړه داسې والي وټاکل شي، چې د اړوند ولایت اوسېدونکي د هغه پر کاري وړتیاوو شک ولري، نو بیا د خلکو غبرګون منفي دی. له همدې امله د والیانو په ټاکلو کې خورا ژور دقت ته اړتیا ده.
هر والي په خپل اړوند ولایت کې د مرکزي حکومت استازی دی، هر والي په خپل اړوند ولایت کې د مرکزي حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رییس هنداره ده او خلک په کې  د جمهور رییس او مرکزي حکومت څېره ګوري.
که موږ په تېرو کلونو کې په ولایتونو او ټول هېواد کې سیاسي، اقتصادي او په ځانګړي ډول امنیتي حالت وڅېړو او ټولو هغو ستونزو او ناخوالو ته کتنه وکړو چې په دغو برخو کې تر سترګو کېږي، نو دې پایلې ته رسېږو چې ګڼې ستونزې د والیانو له بې کفایتۍ سره تړاو لري. منو چې یو شمېر ستونزې عام دلایل لري او باید په ملي کچه حل شي، خو داسې ستونزې هم شته چې حل یې د والیانو په نوښت، ارادې، کاري وړتیا او تجربې پورې اړه لري.
اوس چې د نویو والیانو د ټاکلو بهیر پيل شوی دی، نو دا بهیر باید له پيله ښه پرمخ لاړشي. تر ټولو مهمه اوغوره خبره خو دا ده چې مرکزي حکومت باید د هر ولایت لپاره هر اړخیزامنیتي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز پلان ولري. که دغه راز پلانونه لا نه وي  جوړ شوي، نو اړوندې مرکزي ادارې باید ژر تر ژره دا پلانونه جوړکړي. موږ باید د هر ولایت د لومړیتوبونو په اړه یو هر اړخیز روښانه تصویر ولرو. موږ باید د هر ولایت د بشري او طبیعي سرچینو او منابعو په اړه روښانه تصویر ولرو، موږ باید د هر ولایت د ننګونو او فرصتونو په اړه دقیق او هر اړخیز معلومات ولرو. موږ باید د هر ولایت د اقتصادي پرمختګ او هلته د زېربناوو د جوړولو په اړه دقیق پلان ولرو. که دا ونه لرو نو بیا خو به هر والي په خپله خوښه په اړوند ولایت کې خپل آس ځغلوي او اصلي موخه او تګلوری به څرګند نه وي او د ولایت لرلید به هم پټ او تیاره وي.
هرولایت ته چې والي استول کېږي، نو دی باید د هغه ولایت د لومړیتوبونو په اړه پوره معلومات ولري، دی باید د یو ستراتېژیک لیدلوري خاوند وي، د ولایت د اقتصادي پرمختګ لپاره دقیق پلان ولري، د اړوند ولایت د خلکو له کلتور، دودونو او نورو ټولنیزو ځانګړنو سره ښه بلد وي، لوړو ملي ګټو ته ژمن وي، په فساد ککړ نه وي، له فزیکي پلوه د کارکولو وړتیا ولري او په حکومتولۍ کې ښه تجربه ولري، له قوانینو سره بلد وي او له ولسونو سره د اړیکو د ټینګولو او پاللو ښه مهارت ولري.
که دغه راز والیان وټاکل شي، نو پوره باور لرو چې په ولایتونو کې به وضعیت ډېر ژر ښه شي. وړاندیز مو دا دی چې د دولت رهبري د والیانو په ټاکلو کې پوره دقت وکړي.
ن.ش.

ميمنه/ د چنګاښ ١٨مه/ باختر
د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو يو ماهر پرون په فارياب کې  ووژل شو.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باخترآژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو ماهر اسماعيل د هغه ماين په چاودنه کې ووژل شو چې          د دغه ولايت د غور مارچ  له ولسوالۍ څخه يې قيصار ولسوالۍ ته لېږداوه .
رضايي زياته کړه د ياد ماين په چاودنه کې  د ده دوه نورملګري ټپيان شول.
پاى \ سعيده

کابل / د چنګاښ ۱۸ مه / باختر
د پکتیکا په اومنې او برملې ولسواليو کې ۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۹ نور یې ټپيان شول.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د پکتیکا په اومنې او برملې ولسواليو کې پرون د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په نښتو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور یې ټپیان شوي دي.
پای/ع

Page 6 of 8863