16 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غورکې د جګړو له امله لسګونو بېحايه شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

په غورکې د جګړو له امله لسګونو بېحايه شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر په غورکې د جګړو له امله پرلسګونو بېځايه شويو کورنيو...

په کندزکې د طالبانو د ځانمرګو بريدونو د ښوونې او روزنې مسوول ونيول شو

په کندزکې د طالبانو د ځانمرګو بريدونو د ښوونې او روزنې مسوول ونيول شو

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر پوځيانو تېره شپه په عملياتوکې د وسله والو طالبانو د...

درې ډار اچوونکي په کاپيسا کې ونيول شول

درې ډار اچوونکي په کاپيسا کې ونيول شول

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر درې ډار اچوونکي په کاپيسا کې د ملي اردو د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/دلیندۍ۲۳مه/باختر
د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسوولین وايي چې تېره شپه افغان کوماڼدو ځواکونو د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي باختر اژانس ته وویل چې په عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپيان شوي دي.
ویل کېږي په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال


 

قلات/دلیندۍ۲۳مه/باختر
د زابل د شاه جوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي ویاند ګل اسلام سیال باختر اژانس ته وویل چې په شاه جوی ولسوالۍ کې په نښته او هوايي برید کې یو وسله وال طالب وژل شوی او درې نور یې ټپيان شوي دي.
پای/وصال

کابل/دلیندۍ۲۳مه/باختر
د دفاع وزارت مسوولین وايي چې د قندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه په هوايي برېدونو کې وژل شوي دي.
ویل کېږي په برېدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

کابل /دليندې ٢٣مه / باختر:
دبلخ پوليسو يوسړى پرون ددغه ولايت په هوايي ډګر کې دنشه يي توکو دلېږدولو په تور ونيوه .
دبلخ دامنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل دباختراژانس خبريال ته وويل په مزارشريف کې دمولاناجلال الدين  محمد بلخي دنړيوال هوايي ډګر پوليسو دکندز يواوسيدونکي محمداکبر له يوکيلو نهه سوه ګرامه  هېروئينو سره ونيوه
عادل زياته کړه چې دغه سړى  هيروئين  په يو فلزي وسايلو کې  ځاى پرځاى کړي و او هغه يې هندوستان هېواد ته لېږدول .
  ختم_  شکريه _ اکرم

کابل /دليندې ٢٣مه / باختر:
دوسله والو طالبانو دډلې  دڅلورو پاکستاني  جګړه مارانو په ګډون ١٧ وسله وال طالبان په زابل کې په هوايي برېدونو کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په شهر صفا ولسوالۍ او دقلات ښار ته څېرمه برېدونه وشول .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو ديوې خپرپاڼې په خپرولو سره باختراژانس ته خبرورکړ ، چې په دې برېدونوکې  دڅلورو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ١٧ وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل : په دغو وسله والو طالبانو دشهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتواو دقلات ښار ته څېرمه ددوى په پټنځيو برېدونه وشول  .
ويل کېږي په دې برېدونوکې  پوځيانو او ملکي کسانوته  زيان نه دى اوښتى
ديوبل خبرله مخې ، دزابل پوليسو ددغه ولايت له ګڼ مېشتولارو څخه داوو ماينونو په کشفولو سره  ديولړچاودنو مخه ونيوله .
  وسله وال طالبان ددغوماينونودښخولو عاملين بلل شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم

کابل /دليندې ٢٣مه / باختر:
اتلس وسله وال طالبان  دروزګان ولايت په مربوطاتو کې  دهېواد دهوايي ځواکونوپه برېدونوکې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو پرون ناوخته  او تېره شپه دترينکوت ښار ته څېرمه او په دهراود ولسوالۍ کې برېدونه وشول .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبرورکړ  چې په دې برېدونو کې دوسله والو طالبانو دډلې  درې سيمه ييز قوماندانان له خپلو  ١٥ افرادو سره يې ووژل شول .
خبرپاڼه زياتوي  دغه وسله وال طالبان  په خپلو پټنځيو کې ديولړ ډار اچوونکو برېدونو په سازمان ورکولو بوخت و چې پرې بريد وشو .
په دې برېدونوکې يوشمېر نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .
ديوبل خبرله مخې ، دروزګان پوليسو  ددغه ولايت  له ګڼ مېشتو لارو څخه دنهو ماينونو په کشفولوسره ديولړ چاودنومخه ونيوله .
  ختم_ ج _ اکرم

 

کابل /دليندې ٢٣مه / باختر:
دوسله والو طالبانو دډلې  يوقوماندان له خپلو دريو افرادو سره يې  په قندهار کې  دهېواد دهوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شو.
په ملا خطيب پرون ناوخته  دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې بريد وشو . دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو د رسنيو دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ملاخطيب له خپلو افرادو سره غوښتل دقندهار په شاه ولي کوټ کې په دوو پوځي قرارګاوې  برېدونه طرحه کړي چې پرې بريد وشو .
خبرپاڼه زياتوي چې په دې هوايي بريد کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوليسو دقندهار له ګڼ مېشتولارو څخه دلسو ماينونو په کشفولوسره ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دى نيول شوى .
  ختم_ ج _اکرم

 

کابل /دليندې ٢٣مه / باختر:
پوليسو درې تنه هندوستان ته دنشه يي توکو دقاچاقوپه اړونددهرات له نړيوال هوايي  ډګر څخه ونيول .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل  چې نيول شويو کسانو غوښتل  يوه زياته اندازه  هيروئين  چې خوړلې يې و ، هندوستان ته قاچاق کړي .
نيول شوي کسان دهرات  دنړيوال هوايي ډګر دقوماندانۍ دپوليسو او دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې  مديريت دکارکوونکو په ګډو عملياتو کې ونيول شول .
له دغوکسانو څخه ددوه کيلو او دوه سوه ګرامو په وزن هېروئين  ترلاسه شوي دي  او په لومړنيو تحقيقاتوکې دنشه يي توکو دقاچاقو په لسګونو مواردو اعتراف کړى دى .
ختم_ ج _ اکرم

 

کابل /دليندې ٢٣مه / باختر:
دننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې  ديو کليوالي سړک دجوړولوکار پيل شو .
دغه سړک نهه سوه متره اوږدوالي اوشپږ متره سور لري او دچپرهار ولسوالۍ په لسګونو لرې پراته  کلي دولسوالۍ له بازار سره نښلوي .
د ننګرهار ولايت درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبرورکړ ، چې دغه سړک دحکومت له خوا دڅلورو ميليونو افغانيو په لګښت جوړېږي .
ددغه سړک په جوړولو سره کليوالي خلکو په تېره بيا بزګرانو اوبڼوالو ته اسانتياوې برابرېږي .
  ختم_ ج _اکرم

 

کابل /دليندې ٢٣مه / باختر:
دهرات  په شيندڼډ ولسوالۍ کې دطالبانود ځورونې يومرکز او جيل کشف او له منځه يوړل شو .
دغه جيل دشينډنډ بازارته څېرمه موقعيت درلود اوپرون ناوخته دپوځيانو په ګډو عملياتو کې کشف او له منځه يوړل شو .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل چې ددغه مرکز دتاسيساتو دويجاړولو تر څنګ جنګي وسايل ، دبنديانو دځورونې او  د ماينونو اوبمونو دجوړولو وسايل او چاوديدونکي توکي هم کشف شوي دي.
هغه وويل چې طالبانو له دغه مرکز څخه په شينډنډ ولسوالۍ کې دخپل قوماندان ملا رحمت الله دقرارګاه اودفعاليت دمرکز په توګه استفاده کوله .
ددغه مرکز  دله منځه وړلو په بهيرکې طالبانو ته دسرزيان هم اوښتى دى چې جزئيات يې وروسته خپرېږي .
  ختم_ ج _ اکرم

Page 7 of 8358