05 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

يو قاتل ونيول شو

يو قاتل ونيول شو

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر : دکابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/ دلېندۍ ١٣مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف تېر ماښام د اوبلن ګاز او نفتي موادو تصدۍ مسوولینو سره په کتنه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو د اړتیاو پوره کولو په اړوند د یادې تصدۍ د ظرفیت پر څرنګوالي خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې د اوبلن ګاز او نفتي موادو تصدۍ ريیس د هيواد په څو ولایتونو کې د دغې تصدۍ د ظرفیتونو او زېرمو په اړه خپل پریزنټیشن وړاندې کړ.
جمهورريیس غني وویل، دغه تصدي پر موجوده ظرفیت زموږ د امنیتي او دفاعي بنسټونو اړتیاوې نشي پوره کولای.
جمهورريیس لارښوونه وکړه چې د اوبلن ګازو او نفتي موادو تصدۍ د ټولو تاسیساتو او زېرمو د اروزنې په موخه دې یو پلاوی موظف او داسې تحلیل ترلاسه شي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوبلن ګاز او نفتي موادو د تاسیساتو زېرمو پر طرحې کار وکولای شو.
جمهورريیس غني زیاته کړه، د اوسنیو زېرمو، دویمې او ستراتېژیکې زېرمو د مدیریت سیستم دې د امنیتي او دفاعي بنسټونو د اړتیاو پوره کولو متمرکزې جوړې شي.
هغه پر دې په ټینګار چې د اوبلن ګاز او نفتي موادو تصدي دې په مارکېټ کې له پرچون حالت څخه راووځې وویل: د زېرمو پر مدیریت دې څارنه زیاته شي او ددې  تصدۍ د موجودیت موخه دې دا وي چې د دولتي بنسټونو اړتیاو ته رسېدنه وکولای شي.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې د دولت د اوبلن ګاز او نفتو اړتیاوې د دولتي تصدیو له لورې پوره شي.# پاى-  ع

کابل/ دلېندۍ ١٣مه/ باختر
د سعودي عربستان پاچا د ورور د مړينې په مناسبت د جمهورريیس غني د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګېرنې او خواخوږۍ پیغام
په ډېرې خواشینې سره خبر شوم چې د سعودي عربستان د پاچا خادم الحرمین الشریفین اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز ورور امیر متعب بن عبدالعزیز وفات شوی دی.
د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب د امیر متعب بن عبدالعزیز آل سعود د مړينې په خاطر د سعودي عربستان پاچا، د آل سعود کورنۍ او د دغه هېواد خلکو ته د خپلې خواخوږۍ اوهمدردۍ ژور مراتب څرګندوم او مرحوم ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت هيله کوم.#    پاى- ع

 

کابل/ دلېندۍ ١٣مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې په اریانا افغان هوایي شرکت کې د اصلاحاتو او د باختر هوايي شرکت د ایجاد طرحه وازوله.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د اریانا افغان هوايي شرکت او دملي تدارکاتو ادارې مسوولینو حضور درلود، په پیل کې د اریانا افغان هوايي شرکت ريیس خپل راپور وړاندې او ويې ویل، د عمل برنامه ترتیب شوی او د باختر هوايي شرکت اساسنامه او عایداتي پلان هم چمتو شوی دی.
په دې غونډه کې د الوتکو د پېرلو پر طرحې هم بحث وشو، د اریانا افغان هوايي شرکت ريیس وویل، هڅه کوو دغه شرکت ژر په خپلو پښو ودرېږي.
جمهوررييس د راپور له اورېدو وروسته د باختر هوايي شرکت پر واضح اقتصادي تحلیل ټینګار وکړ او ويې ویل، ددغه شرکت په ایجادولو کې باید بین المللي معیارونه په پام کې ونیول شي.
هغه زیاته کړه: د مسلکي کادرونو په ځانګړي ډول د پیلوټانو د روزنې پر پلان او د دوی د پرسونل د لېږد په برخه کې دې ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره د دغه شرکت د همکارۍ پر طرحې کار وشي.
همدارنګه جمهورريیس غني د هېواد په ولایتونو کې د هوايي ډګرونو د اساسي تاسیساتو پر جدي ارزونې او د هغو پر معیاري کولو ټینګار وکړ.
جمهورريیس څرګنده کړه، په اریانا افغان هوايي شرکت کې دې د خدمتونو وړاندې کولو، بشري ظرفیت راوستو، د عوایدو زیاتولو په خاطر د سوداګریز پلان او حاجیانو د لېږد پلان په موخه اساسي اصلاحات په پام کې ونیول شي.
هغه د دې په بیانولو سره چې اریانا افغان هوایي شرکت باید پر ګټور شرکت بدل شي وویل: دا شرکت باید له بهرنیو هوايي ډګرونو سره وصل شي.
جمهورريیس غني څرګنده کړه: حامدکرزی بین المللي هوايي ډګر دې منظم شي او په هغه کې د مسوولو بنسټونو صلاحیتونه دې مشخص وي. هغه زیاته کړه، ټولو هوايي شرکتونو سره دې د اریانا افغان هوايي شرکت منفي سیالۍ پر مثبتې سیالۍ بدله او د هوايي ‌ډګرونو د امنیت خوندیتوب ته دې هم پاملرنه وشي.# پاى- ع

 

کابل/ دلېندۍ ١٣مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې پر ۳۷ تدارکاتي موضوګانو بحث وشو، په پاېله کې کمېسیون له ۳،۶ میلیاردو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۳۵ تدارکاتي موضوګانې منظور کړې چې لاندې پروژې پکې شاملېږي:
• د کلیوپراختیا وزارت اړوند د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ د مزارشریف - شبرغان عمومي سړک څخه تر بابا قچقار کلي پورې د ۱۴،۵ کیلومتر اوږد د نهرشاهي (لنګرخانه) د سړک قېرولو او لښتي جوړولو پروژې قرارداد؛
• د کلیوپراختیا وزارت اړوند د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د همکارو مؤسسو د استخدام پروژې د قرارداد ۱۲ وړاندیزونه؛
•  د کابل ښاروالۍ اړوند د مکروریانونو د څارنې د تدویر تصدۍ لپاره د ۵ زره ټنه LPG ګازو د برابرولو او تدارک پروژې قرارداد؛
• د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د ارچي کانال د پنځمې بستې د بیارغاونې پروژې قرارداد؛
•  د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د ولایتونو د کوچنیو بندونو د پروژو قرارداد؛
•  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ‎ وزارت اړوند د هند د کنډولا بندر څخه نیمروز ولایت ته او له هغه ځای څخه د هېواد د سېلو زېرمو ته د هندوستان هېواد ۷۵ زره مټريک ټنه مرسته شويو غنمو لېږد پروژې قرارداد؛
•  د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د مزارشریف لینونو د ترانسمیشن د ډیزاین، اکمال او نصب پروژې قرارداد؛
د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیتي کمرو د ۶۳ قلمه وسایلو او تجهیزاتو د تدارک پروژې قرارداد د وخت د تصحېح په اړه د کورنیو چارو وزارت او د ګټونکي داوطلب له خوا د ډبرو سکرو او لرګیو د اکمالاتو د پېل اجازې ورکولو په اړه د ملي دفاع وزارت د منظورۍ نېټې د غوښتنو لارښوونې ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې  او په اړه یې لازمې لارښوونې وشوې.
کابل ښاروالۍ د هغو شرکتونو چې د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې او د ۱۳۹۸کال د پسرلي په پیل کې د سېلابونو او بارانونو پرمهال يې کابل ښاروالۍ ته توکي او خدمتونه برابر کړي وو، د تادیاتو د منظورۍ غوښتنه غونډې ته وړاندې کړه چې کمېسیون منظور کړه.
همدا راز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ‎ وزارت د څارویو د مړینې د مخنیوي په موخه د ۵۲۸۰ مټريک ټنه حیواني خوراکي توکو د پېرلو او لېږد د واک ورکولو وړاندېز په اړه د منظورۍ غوښتنه کمېسیون ته وړاندې کړه چې منظورشوه.
سربېره پردې د ملي امنیت لوی ریاست اړوند د یو قلم پټرول تېلو د تدارک پروژې په هر لېټر ثابته بیه کې د لږ ترلږه او اعظمي حد بیه کې د تصحېح د منظورۍ غوښتنه هم ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.
په دې ناسته کې د ملي تدارکاتو کمېسیون پر غړو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، کورنیو او نړیوالو څارونکو له هغې جملې د افغانستان د روڼتیا څار ادارې، مشرانو جرګې، د سیستیکا ادارې، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د پلټنې یا (سیګار) او د امریکا متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیا ادارې استازو هم حضور درلود.# پاى- ع


 

کابل/ دلېندۍ ١٣مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون مازګر د معلولیت لرونکو وګړو نړیوالې ورځې د نمانځونډې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو مراسمو کې چې د ارګ په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شول، د امنیتي او دفاعي بنسټونو معلولینو، د جهاد دورې او نورو معلولینو حضور درلود، جمهورريیس غني وویل: معلولیت لرونکي وګړي بېلابېلې وړتیاوې لرې.
جمهورريیس زیاته کړه: ما له تاسې هر یو سره د دې لپاره روغبړ وکړ چې ستاسې وړتیا له نږدې ووینم، ویاړم چې د ملت عمده برخه یاست او بېلابېل مهارتونه لرئ.
جمهورريیس په دې پر ټینګار چې زموږ فرهنګ باید په وړتیا متمرکز وي حاضرینو ته په خطاب کې وویل: تاسې د معلولینو د نقاشۍ او خطاطۍ نندارتون لیدلې، هغه خلک چې لاس نه لري په خپله خوله او پښو نقاشي او خطاطي کوي.
جمهورريیس غني وویل: د معلولیت لرونکو وګړو نړیوالې ورځې د نمانځنې مراسمو په ویاړ به په راتلونکي کال کې د معلولینو د وړتیاو پر تقدیر زیات تمرکز وشي.
د هېواد جمهورريیس د دې په څرګندولو سره چې د معلولینو د ستونزو حل دولت، ټولنې او د خصوصي سکتور په ګډون په ټولو پورې اړه لړي وویل: ټول باید یو بل ته لاسونه ورکړو او دغه قشر ته بنیادي پاملرنه وکړو. 
جمهورريیس څرګنده کړه: د دولت په دستګاه کې له ساختاري اصلاحاتو پرته د معلولینو د ستونزو حل ممکن نه دی او د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د هېواد د شهیدانو او معلولینو د وینو پر وړاندې بې تفاوته پاتې نشو او دوی ته نه پاملرنه د منلو وړ نه ده.
جمهورريیس د معلولینو او شهیدانو وارثینو د ستونزو د حل په خاطر د اداري سیستم او د معلولینو د تګ راتګ لپاره د ودانیو جوړولو د قوانینو پر ساده کولو ټینګار وکړ او ويې ویل، معلولین ملي دي په ځانګړې قوم او سیمې پورې تړاو نه لري. 
همدارنګه جمهورريیس غني د افغانستان پر اقتصادي انکشاف ټینګار وکړ او ويې ویل، خپل توقعات باید مدیریت کړو او د معلولینو حق باید حقداره معلولینو ته ورسېږي.
د هېواد جمهوررئيیس د خپلو خبرو په پای کې په ټولنه کې د معلولینو د فعالې ونډې څخه مننه وکړه او ويې ویل: هیله ده د معلول کوچنیانو د پرېشانې ترانې د هوسا، باثبات او قانونمند افغانستان پر بیانونکو ترانو بدلې شي.
په دغو مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اریوبي په خپلو خبرو کې د معلولیت لرونکو وګړو نړیوالې ورځې د مبارکۍ پر مهال وویل: معلولیت د بشریت اړوند پدیده ده او بدبختانه چې په تېرو څلور لسېزو کې په هېواد کې د جګړو له امله د معلولینو شمېر زیات شوی دی.
هغه وویل: په هېواد کې تر ۹۰۰ زرو ډېر معلولین موجود دي او دغه قشر ته د تېر په پرتله زیاته پاملرنه شوی، د دوی د رسېدنې پروسه اسانه او همغږي زیاته شوی او تر یوه چتر لاندې راټول شوي دي.
اریوبي زیاته کړه: له تعدیل وروسته د معلولینو د حقوقو او امتیازاتو طرحه عدلیې وزارت ته استول شوېده، همداراز موږ د معلولینو د غږ مرکز، ډیټابیس او د معلولیت ملي ستراتېژي ایجاد کړې او د ۲۰۱۹ کال لپاره د معلولینو د نړیوالې ورځې په مناسبت د معلولیت لرونکو وګړو د رهبرۍ او مشارکت لوړولو تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د شعار د تطبیق هڅه وکړو.
په همدې ترتیب په دې مراسمو کې د معلولینو د سراسري شورا ريیس مسعود صافي دغه قشر ته د جمهورريیس له پاملرنې مننه وکړه او ويې ویل، د معلولینو ډېری غوښتنې عملي شوي او موږ هیله لرو چې معلولینو ته د غوره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو، پوهنې، لوړو زده کړو او کارموندنې په برخو کې زیاته پاملرنه وشي.
نوموړي همدا راز د معلولینو د حقونو او امتیازاتو د اجرا او پارا المپیک ته د مالي امکاناتو د برابرولو په برخه کې د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د دغو مراسمو په جریان کې جمهورريیس غني د معلولیت لرونکو وګړو د نقاشۍ او خطاطۍ نندارتون له نږدې وکوت او تنکیو معلولینو هم یوه ترانه ولوسته.# پاى- ع

 

کابل/دلیندۍ۱۲مه/باختر
د بغلان د مهاجرينو د راستنولو چارو رياست نن په دغه ولايت کې پر نږدې ٣٠٠ بېځايه شويو کورنيو خوراکي توکي ووېشل.
د بغلان د مهاجرينو د راستنولو چارو رييس شريف الله شفق باختر آژانس ته وويل:            دغې ادارې د "ډبيلو.اف.پي" موسسې په همکارۍ پر ٢٨٥ بېځايه شويو کورنيو اوړه، غوړي، دالنخود ، بسکويټ او مالګه ووېشله.
هغه زياته کړه: دغه کورنۍ د جګړو او نا امنيو له امله د بغلان له دهنه غوري ولسوالۍ او د ډنډغوري، ډنډ شهاب الدين او نورو نا امنو ساحو څخه بېځايه شوې او پلخمري ښارکې ځاى پرځاى شوې  دي.
پاى \ ذ

کابل/دلیندۍ۱۲مه/باختر
د ننګرهار د امنيې  قوماندانۍ پوليسو نن ١٣ کسان د جنايي جرمونو په تور ونيول.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: پر نيول شويو کسانو د انسان تښتونې، چل ول، ناقانونه پيسې اخيستنې، وژنې، د مالونو غصب، مغلوبه جګړه او له کمرګي ماليو څخه د تېښتې تور لګول شوى دى چې د ننګرهار پوليسو ونيول او عدلي او قضايي بنسټونو ته يې معرفي کړل.
د يو بل خبرله مخې:
د پکتيا پوليسو موظفينو په ګردېز ښارکې دوه تنه د يو ماين د لېږدولو په وخت کې  ونيول.
پاى \ ذ

کابل/دلیندۍ۱۲مه/باختر
د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتوکې ۶۷ ترهګر وژل شوي، ۳۰ ټپیان او ۳۰ نور شکمن کسان نیول شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ترهګر د کاپيسا، فراه، تخار، غزني، هرات، قندهار، هلمند، فاریاب، میدان وردګو، زابل او ننګرهار په مربوطاتوکې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونوکې وژل شوي دي.
پای/وصال

کابل/دلیندۍ۱۲مه/باختر
معلولین دي چې د ټولنې له ارزښتونو یې په کله دفاع کړې ده او د خپل وجود غړي یې له لاسه ورکړي دي.
دغه څرګندونې د خوست والي محمد حلیم فدايي د معلولینو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.
هغه معلولین د ټولنې مهم قشر یاد کړ او له سوداګرو یې هیله وکړه چې د معلولینو لاس نیوى وکړي.
په همدې حال کې د ولایتي شورا رییس سېد محمد نېکزاد او په دغه ولایت کې د معلولینو رييس عزیز د معلولینو پر ستونزو رڼا واچوله او له دولت یې غوښتنه وکړه چې له معلولینو سره مرسته وکړي.
د ډسمبر درېیمه چې د معلولینو نړیوالې ورځې ته ځانګړې شوې ده؛ په افغانستان کې په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د جګړو له امله پکې د معلولینو شمېر نږدې یو میلیون تنو ته رسېږي او لا هم د زیاتېدو په حال کې دی.
پای/وصال

 

کابل/دلیندۍ۱۲مه/باختر
د زابل په مرکز قلات او د شهر صفا او شاجوی ولسواليو په مربوطاتوکې ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول.
د زابل امنیه قوماندان نجیب الله سرتېري د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د تېرې یوې اوونۍ په اوږدوکې په دغه ولایت کې له افغان ځواکونو سره په نښتوکې د یوه قوماندان په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٢ نور یې ټپیان شوي دي.
ویل کېږي په نښتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

Page 8 of 8326