10 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر د ننګرهار پخوانی والي...

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه / باختر د سیمه ییزو ارګانونو د...

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

کابل / د چنګاښ ۱۹ مه / باختر د تېرو ۴۵...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

-هرات د چنګاښ ۱۷ باختر
په هرات کې نن د نشه یي توکو د زیانونوپه اړوند د پوهاوي ورکولوکمپاین پیل شو.
دغه کمپاین دهرات له نشه يي توکوسره د مبارزې د پولیسوله لوري د نشه يي توکوسره د مبارزې د ملي یوموټي کولود اوونۍ په مناسبت ترسره کړی دی .
د نشه يي توکو د زیان په اړوند د پوهاوي ورکولوکمپاین ټاکل شوې ده په هرات ښاراو ولسواليوکې ترسره شي .
په دې کمپاین کې کرنيز کتابونه، معلوماتي بنرونه او پوسترونه د نشه يي توکو د زیانونواو د خلکو د روږدي کېدو د مخینوي په اړوند د پولیسو له لوري د هرات په اوسېدونکو ویشل کېږي .
په یوبل خبرکې ویل شوي دي چې د نشه توکوسره د مبارزې د یوموټي کولود ملي اوونۍ په مناسبت پولیسو په نشه يي توکوپنځوس روږدي کسان د هرات ښارله مربوطاتوڅخه راټول کړل او د درملنې په خاطرځانګړی مرکزته ولېږدول. ختم ع

 کابل / د چنګاښ ١٧مه/ باختر
د کابل پوليسو څو شيبې مخکې د کابل ښارد اتمې ناحيې په مربوطاتو کې په يوسړک    کې يو ماين کشف او شنډ کړ.
باخترآژانس د کابل امنيې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې خبر ورکړ؛ دغه ماين چې د هېواد د دښمنانو له لورې د بيګناه خلکو د وژنې په موخه د کابل ښارد اتمې ناحيې په مربوطاتو باغ کوټې کې ځاى پرځاى شوى و.
د اتمې حوزې پوليسو ماين له چاودنې مخکې کشف او د کابل د امنيې قوماندانۍ انجينرۍ ټيم هغه  شنډ کړ او د يوې خونړۍ تروريستې پېښې مخه ونيول شوه.
دا په داسې حال کې ده  چې پرون مازيګرهم  د کابل د چهاراسياب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوې چاودنې مخه نيول شوې وه.
پاى \ ذ

- کابل / دچنګاښ ۱۷/ باختر
دکابل پولیسو ۳ غله چې غوښتل یې یو سراچه ډوله موټرد پنځمې حوزې په مربوطاتو کې غلا کړي ونیول .
د کابل د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته وویل ، نن سهار غلو غوښتل یو سراچه ډوله کرونا موټر له کمپني ساحې څخه له ځان سره یوسي ، دکابل ښار دپنځمې امنیتي پولیسو د خبر په تر لاسه کولو اقدام وکړ او په یوه ساعت کې یې غلا کړی شوی موټر د پغمان ولسوالۍ د قرغې په ساحه کې وموند او په اړوند یې ۳غله ونیول شول . پای شکریه خروتې

 کابل د چنګاښ ۱۷ باختر
د ښارجوړولواو اراضی وزارت په قندهار ښارکې د غیررسمي ښاري ساحود ثبتولود پروګرام د تطبیقولوپه دوام کې د ملکیت يوزروزرو ۴۲۵ سندونه د دغه ښارد غیرپلاني ساحو په مستحقوکسانو وویشل.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، د قندهارد مرکزپه غیررسمي ساحوکې د استوګنود سروي او ثبتولوکارد استوګنې د ۶۳ زرو ۴۷۶ سوه کورونوپه سروې او ثبتولوسره پای ته ورسېدل او ښاریانوته د ملکیت سند د صادرېدو بهیردغه راز دوام لري .
د ښارجوړولواو اراضی وزارت تراوسه پورې د ملکیت ۲۷ زره ۶۳۳ سندونه د کابل، مزارشریف، هرات، جلال آباد، قندهار، فراه، بامیانواو نیلي په مستحقوکسانوویشلي دي ختم ع

 کابل / دچنګاښ ۱۷ / باختر
پولیسو د کابل په بېلا بېلو سیمو کې د جنایي جرمونو د تر سره کولو په اړوند  ۳۳  تنه نیولي دي .
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبریال ته وویل ،دغه کسان د غلا، وژنې،  سړي تښتونې، دامن او عامه نظم ګډوډۍ، ټپي کولو، د نا قا نونه وسلود لېږدولو، شوکمارۍ، اخلاقي جرمونو، فریب ورکولو،او کیسه برۍ په تور د کابل ولایت په لومړۍ، څلورمې، پنځمې، اوومې، لسمې، دیارلسمې ناحیو په مربوطاتو اود چار آسیاب، میربچّه کوټ  اوسروبي په ولسوالیو کې نیو ل شوي دي .
له  نیول شویو مشکوکو کسانو،  د کمرې دوه تومانچې،یو کلاشینکوف او دوه غلا کړی شوي موټرونه هم د پولیسو لاس ته ورغلي دی.پای شکریه خروټې

 بازرک د چنګاښ ۱۷ باختر
د سوک وهنې اووه ورزشکاران نن په پنجشیرکې وستایل شول.
دغه ورزشکاران د مرکززون د سوک وهنې په سیالیوکې چې په کابل کې د شپږو ولایتونو د ورزشکارانوترمنځ ترسره شوې ګډون کړي و.
د بنجشیرد ورزش او بدني روزنې مسوول غلام ایشان الماس د باخترآژانس خبریال فیاض رحیمي ته وویل چې دغه ورزشکاران د مرکززون د سوک وهنې په سیالیوکې د اتلوالی مقام د ترلاسه کولولپاره د دغې ادارې له لوري وستایل شول. ختم ع

 پل علم / د چنګاښ١٧مه/ باختر
د لوګرمستوفيت د نوې ودانۍ د جوړولو کار نن پيل شو.
د باخترآژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه ودانۍ  د پنځه ميليونوپنځه سوه زرو افغانيو په ارزښت د ماليې وزارت له انکشافي بودجې څخه په شپږو مياشتو کې جوړېږي .
ويل کېږي په دې ودانۍ کې اته خونې له ټولو ضروري ملحقاتوسره او يو ميلمستون پام  کې نيول شوى دى.
د دې ودانۍ بنسټ ډبره د لوګر والي اجمل شاهپورکېښوده .
د لوګر والي له ساختماني مسوولانو څخه وغوښتل  د دې ودانۍ د جوړولو په کار کې له باکيفيته موادو څخه استفاده وکړي.
پاى \ ذ

 کندز / د چنګاښ ١٧مه/ باختر
پوليسو تېره شپه په کندز کې دوه کسان د جنايي جرمونو په اړوند ونيول.
د کندز د پوليسو وياند هجرت الله اکبري باختراژانس ته وويل: پوليسو يوکس د يو         کرولا موټر د غلاپه اړوند او بل کس يې د يوفراري مجرم چې محکمې پرې د٥ کلونو بند حکم صادرکړى و د ضمانت په تور ونيوه.
دغه کسان به د نسبتي دوسيو له بشپړولو وروسته د څېړنې په مقصد عدلي اوقضايي مراجعو ته  وسپارل شي.
پاى \ذ

 پلخمري د چنګاښ ۱۷ باختر
د بغلان پولیسو د پلخمري ښارته څېرمه د پنځلسووسله والوطالبانو د وژل کېدو خبرورکړ.
دغه طالبان د بغلان – سمنګانوپه لویه لاره له برید وروسته ووژل شول
د بغلان د پولیسو قوماندانۍ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې وسله وال طالبان د ملي اردو،ملي پولیسو، ملي امنیت، د پولیسواو د هوايي قواوو د ځانګړوځواکونوله غبرګون سره مخ شول او د سر د زیان په ورکولوسره په شاوتمبول شول .
په اعلامیه کې ویل شوي دي چې په دې نښته کې په بغلان کې د طالبانو د بم ښوونکي مسوول په متقي مشهورقاري جمعه ګل په ګډون پنځلس وسله وال طالبان ووژل شول.
د بغلان د امینې قوماندانۍ ویاند احمدجاوېد بشارت وویل چې وسله والو طالبانوغوښتل چې د پلخمري – سمنګانولویه لاره بند کړي خو له ځمکې او هوا څخه د پوځیانوله غبرګون سره مخ شول او د سر د زیانونوپه ورکولوسره په شا وتمبول شول.
ویل کېږي د طالبانو له دغه برید وروسته د پلخمري- سمنګانو لویه لاره څوساعته بنده وه او په سلګونوموټرونه په دغه لاره کې بند پاتي وو.
خو بشارت وايي وسله وال طالبان په شا وتمبول شول اودغه لاره د ترافیکوپرمخ پرانيستل شوه ختم ع                               

جلال آباد د چنګاښ ۱۷ باختر
د ننګرهارد هسکې مینې ولسوالۍ روغتون لپاره د عاجلې حراحې څانګه جوړېږي .
ددغې څانګې د تاسیساتود جوړولوکارنن پیل شو.
د ننګرهارد عامې روغتیا رییس ډاکټرنصیراحمد دراني باخترآژانس ته وویل چې ټاکل شوې ده د هسکې مینې ولسوالۍ د روغتون د عاجلې څانګې د شلو زرو امریکايی ډالروپه لګښټ د يو مرستندویوبنسټ له لوري جوړشي .
د روغتون دغه څانګه ټاکل شوې ده په دریو میاشتوکې ګتې اخستنې ته وسپارل شي.
هغه د جراحۍ د عاجلې څانګې فعالیت د هسکې مینې ولسوالۍ د خلکولپاره یوه اړتیا وبلله .
دا په داسې حال کې دی چې د هسکې مینې اوسېدونکو د روغتون د نشتووالي په دلیل مجبور دي دجراحۍ ځانګړي ناروغان جلال آباد ښاراو یا کابل ته ولېږدوي. ختم ع

Page 9 of 8862