10 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د توريزم او هوټلدارۍ انستيتوت فعال شو

د توريزم او هوټلدارۍ انستيتوت فعال شو

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د توريزم او هوټلدارۍ انستيتوت...

د پروان د انتخاباتو کمېسيون کارکوونکي د طالبانو له بند څخه آزاد شول

د پروان د انتخاباتو کمېسيون کارکوونکي د طالبانو له بند څخه آزاد شول

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د پروان د انتخاباتو کمېسيون اته ساحوي کارکوونکي نن په...

  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هنرعالي شورا ګډه اعلامیه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هنرعالي شورا ګډه اعلامیه

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Wednesday, 19 September 2012 09:36

تبصره:

کابل باختر دوږي ٢٩:
  نن د وږي دمياشتې نهه ويشتمه نيټه دجهادي شخصيت او دسولې دعالي شورا د رييس استاد برهان الدين رباني دشهادت لومړۍ کاليزه  د.
ددغه شهيد دشهادت  دلومړۍ تلين  له درناوى سره  جوخت، په هيواد کې دسولې او دملي يو والې اوونۍ  هم پيل شوه .
دباختر اژانس مبصر ليکي؛
له نن ورځې څخه ټيک يوکال مخکې دجهاد او مقاومت مشر او دسولې  دعالي شورا رييس استاد برهان الدين رباني په يوه ناځوانمردانه او افغاني ضد توطيه  کې شهيد کړى شو .
  استاد رباني  چې دسولې دعالي شورا د مشرتوب په منلو سره يې په هيوادکې دسولې او ثبات د اعاده کولو او تامينولو لپاره کار کاوه.
په پاى کې  په همدې لاره کې شهيد کړاى شو او دخداى بنده ګانو ته دخدمت  په لاره کې  دشهادت په منلو سره وفات شو .
استاد رباني په داسې حال کې په هيواد کې دسولې دعالي شورا دمشرتوب  مسووليت ومانه چې دخلکو  په دردونو اوکړاونو  چې ددغې له مانا ډکې کلمې د نشتوالې  له امله يې زغمل ، خبر و ، ده دخلکو ديو مشر په توګه چې بډايې تجربې يې لرلې او دخپل ارزښتناک  عمر نيمه پيړۍ يې دهيواد دترقي اوزموږ دخلکو د ذهنونو د روښانولو په لاره کې وقف کړه، په هغې لارې ګام کيښود چې خطرناکه او ددې تر څنګ  له فيض ډکه وه .
  دى په دې پوهيده چې  سولې ته د رسيدو په لاره کې بايد کږليچن واټ  ووهي له ګواښونو او  ناخوالو سره مقابله وکړي ، خو په پاى کې دخپل خلک  د زړه فيض ته ورسوي او ارام ژوند دهغوى په برخه کړي .
دسولې دعالي شورا په توګه داستاد رباني ټاکنه يو ناسنجول شوى او ناڅاپي کار نه و .
ددغې شورا غړي د استاد رباني په پوهې او استقامت پوهيدل ، دى د انسانيت او اسلاميت په مدرسه کې  لوى شوى و، له ځان سره يې دپوهې ، سوله ييز ژوندانه  زغم ،  اخوت او ورور ولي ، عدل او انصاف پيغام درلو .
دى په دې ښه پوهيده چې کوم چلند او عمل  وکاروي چې نور دده هيواد ځوانان او تنکي ځوانان دبهرنيو استخباراتو په لومه کې ونه لويږي .
او په ښکاره اسلامي مدرسو کې دهيواد د ويجاړولو چاودنې او دځانمرګې بريد لارې چارې زده نه کړي .
دى په ښه توګه په دې پوهيده چې له خپل ناراضې  ورور  سره  چې د دښمني  اوجګړې لاره يې غوره کړى  وه، څه ډول دعمل ډګر ته ور ودانګي او هغه دې ته وهڅوي  چې نور دهيواد له ويجاړولو څخه لاس واخلي او خپل هيوادوال ونه وژني. استاد رباني  ديو پوه ، عالم او سياستوال  ميړنې په توګه هلې ځلې وکړې چې نور دغه هيواد په سياسي  لانجو سره مخامخ  نه شي يو والى او اخوت رامنځته شي .او ټول  افغانان له قومي او ژبنيو  توپيرانو  او له جغرافيايي طبقه  بندي څخه خلاص،  ديوبل تر څنګ ګډ ژوند وکړي .
  ده هيله درلوده چې ددې  دهيواد بچيانو ته دلوست  اوزده کړې فضا يوه خوندي فضا وي او هيواد يې دسيمه ييزو سياليو په ډگر بدل نه شي، بلکې دنړۍ دمتمدنو خلکو ترمنځ خپله لاره پرانيزي او له نورو سره اوږه په اوږه دنيکمرغۍ  او سوکالۍ په لور روان شي .
هغه څه چې استاد يې هيله کوله يوه ديني مفکوره وه چې مغرضينو او هغو کسانو ته چې خپله ارامي يې دده هيواد په بربادي  کې ليدله،  د زغم وړ نه و .
دغو  شوپرکانو  داستاد رباني  هلې ځلې دځان په وړاندې يو ډير ستر خنډ باله او دهغه دله منځه وړلو لپاره يې په توطيې  لاس پورې کړ او په پاى کې ديو مصلح اومرکچي  په جامه ديو تروريست په استولو سره هدف ته ورسيدل او استاد رباني يې په مظلومانه ډول شهيد کړ .
  استاد ديوې لوړې مفکورې  لپاره چې هماغه خلق الله ته خدمت و ، شهيد شو،خو ددغه اتل ميړنې مفکوره  ژوندى پاتې شوه چې داستاد رباني  ياران او ملګرې  په افغانستان کې دسولې د ټينګښت لپاره د فقيد استاد لاره چې يوه ستره اړتيا ده د توطيو او دسيسو  سره سره دوام ورکوي چې  باورونه دبې باورى ځاى ونيسي او ناامنى خپل ځاى سولې او ورور ولي  ته خالي کړي. ځکه  دافغانستان خلک دسولې په نه شتون کې له يوه پراخ بحران  څخه ځوريږي .
دافغانستان خلک لکه څنګه  چې استاد رباني  هيله درلوده، غواړي  چې دقانون په واکمنى کې ژوند وکړي او سوله دهيواد دبيا جوړولو او دخلکو دنيکمرغى  عامل او زمينه شي .
  دغه راز خلک په دې کار ټينګار  کوي چې داستاد رباني  د وژنې  دتوطيې او دنورو دملي شخصيتونو د وژنو  دعاملينو په ګډون د جنايتونو عوامل چې په بهرنيو استخباراتو کې جرړې لري، دمحاکمې ميز ته راوکاږل شي او دافغانستان دولت ددغو کسانو په پيژندنه اومحاکمه کې دنړيوالو  سازمانونو  له ټولو  امکاناتو او نفوذ څخه کار واخلي .
 

Wednesday, 19 September 2012 09:31

داسعارو بيه

کابل\باختر\د وږي دمياشتې ٢٧: 
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درئيس  دمعلوماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى
يوامريکايي ډالر پيرودل په    5 ر52  افغانيو پلورل په 10، 52 افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په   30 ر83افغانيو پلورل په 40، 80افغانيو
يوه يورو   پيرودل په     20  ،  67 افغانيو پلورل په      30 ر67  افغانيو
دمتحده عربي اماراتو يودرهم پيرودل په   ، 14 افغانيو پلورل په  05، 14 افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په    70،  13 پلورل  75 ، 13 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 9 60   افغانيو پلورل په 970 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په 548افغانيو پلورل په 549 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په      20، 21  افغانيو پلورل په     30ر21 افغانيو.
 

کابل باختر آژانس د وږي ٢٩
يوشمير دولتي مقاماتو، جګپوري مامورين ،دملي شورا وکيلان او ګڼ شمېر دکابل ښاريان نن سهار دسولې دشهيد استادبرهان الدين رباني مزارته لاړل او ددغه شهيد پاک روح ته ددعا دکولو په ترڅ کې يې دده په مزار دګلو کيډې کيښودې.
دباختر آژانس دخبر يال دخبر له مخې: په دغو مراسمو کې دسولې دعالي شورا رييس صلاح الدين رباني ،د ملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي، دپوهنې وزير او دسولې دملي يووالې د اوونۍ دلمانځنې دکيمسيون رييس فاروق وردګ، دکابينې يو شمير غړي ،دملي شورا غړي او کابل ښاريان د وزير محمد اکبر خان په غونډې کې دشهيد استاد رباني مزارته لاړل او دشهيد برهان الدين رباني او دآزادي ، جهاد او دمقاومت دلارې دنورو شهيدانو پاک ته ددعا کولو په ترڅ کې يې ددغه شهيد درناوى وکړ او دلوى خدا(ج) له دربار څخه يې دهيواد دخير او فلاح هيله وکړه.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٩ :
دهرات ولايت  دادرسکن ولسوالۍ دپوليسو له  روزنيز مرکز څخه بهر نن سهار چاودنه وشوه اوله امله درې تنه پوليسان شهيدان او پنځه تنه نورټپيان شوي دي.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې: چاوديدونکي توکې په يو موټرسايکل کې ځاى پرځاى اودادرسکن ولسوالۍ دپوليسو دروزنيز مرکز له انګړڅخه بهر درول شوى و چې له لرې واټن څخه  وچول شول.
په دې چاودنه کې درې تنه پوليسان شهيدان اوپنځه تنه نورټپيان شوي دي.
خوعيني شاهدانو دباختر اژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه ديوې خصوصي امنيتي کمپنۍ په وړاندې شوې ده چې له امله يې دامنيتي ګارد اووه تنه منسوبين  و وژل شول.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٨ :
د١٣٩١ کال دزمري دمياشتې دپنځمې نيټې د ٤٥ ګڼه فرمان دتحقق دڅارنې مسوول  نن په يوه خبري غونډه کې په لومړۍ او دويمه مياشت کې ددغه فرمان دمادو دتحقق په باب  خبريالانو ته معلومات ورکړل.
دچارو د اداريې او د وزيرانو شورا د دارلانشا دلوى رياست داطلاعاتو او عامه اړيکورياست باختراژانس ته خبرورکړ: دچارو دادارې او د وزيرانو شورا ددارلانشا دلوى رياست دڅارنې اوسمون مرستيال  پوهنيار نجيب امين  په دې خبري غونډه کې وويل:  دښې  حکومتوالى له اداري فسادسره دمبارزې اواصلاحاتو په برخو کې دجمهوري رياست دعالي مقام د ٤٥ ګڼه فرمان دصادريدو رښتنې څخه په ښه ډول تطبيق شوى اوله هغو وزارتونو او ادارو څخه يې مننه وکړه چې دهغه په تحقق کې يې هلې حلې کړى دي .
دچارو داداري مرستيال هغه ٢٦ موادو ته په اشارې سره چې موده يې يوه مياشت وه، وايي ټول يې داړوندو وزارتونو  او ادارو له خوا تطبيق شوي دي اودهغو ٢٩ دندو په باب چې موده يې  دوه مياشتې ټاکل شوى وه نهه موارده يې دټاکلې مودې له پوره کيدو مخکې  اوشل پاتې  موارده يې ټاکل شوى ده دټاکلې مودې له بشپړيدو مخکې بشپړشي .
دچارو داداري مرستيال له ولسي جرګې  اومشرانو جرګې څخه چې هرې يوې يې په خپل وار  ١٥٥  تنه او ١٣٣ جګپوړي  دولتي مقامات په اوريدونکو غونډو کې خپلو کميسيونونو ته بللي  دي، خوشي څرگنده کړه  .
دى  دغه راز وايي  چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  سترې محکمې دفرمان دصادريدو له نيټې څخه ترلاسه پورې څه ناڅه اوولس زره شپږ سوه دوسيې توحيدي اوڅيړنې  ته  چمتو کړى دى  او د دوى رپوټ ښيي چى  په اتو زوونو کې ١٩٩٥ دوسيې څيړلي دي.
دلوي څارنوالي  اداره چې ددغه فرمان له مخې  موظفه وه چې دڅارنوالي دپستونو په باب بيا کتنه وکړي .
دښاغلي نجيب امين دڅرگندونوله مخې، دهيواد په اتلسو ولايتونو اتلس بستونه اوله بياکتنې   دجمهوري رياست  مقام ته پيشنهاد شوي دي.
ده دغه راز دلوى څارنوالي  په اداره کې دڅارنې  اوپلټنې دادارې دطرحې چې نوى جوړه شوى ده، خبرورکړ.
په همدې حال کې دچارو دادارې مرستيال دخصوصي  امنيتي  شرکتونو دړنګولو په باب دبرياليتوبونو خبرورکړ .
اوزياته يې کړه:   دکورنيو چارو وزارت دسه شنبې  په ورځ د چارو ادارې ته يو رپوټ ليږلى دى  چې هر خصوصي امنيتي شرکت ته زمانې مهلت  ټاکلې دى او ترراتلوونکي دوو مياشتو پورې به ړنګ شي .،
ديادونې وړده  چې دچارو داداري  داطلاعاتو او عامه اړيکو رييس سيداحسان الدين طاهري  دکابل _ قندهار په لويه لاره کې دغزني ولايت په مربوطاتو کې ديوې ترافيکي پيښې له امله دهيواد دپنځوسو تنو قربانيانو دشهادت له امله دچارو  داداري  اود وزيرانو شورا ددارلانشا دلوى رياست  د ډاډګيرنې مراتب د رسنيو له لارې دشهيدانو کورنيو اودافغانستان د مطبوعاتو کارکوونکو ته وړاندى کړي دي .
په پيغام کې دشهيدانو کورنيو اود افغانستان  دمطبوعاتو کارکوونکوته د لوى  خداى ج  له دربار څخه د جميل صبر اوشهيدانو ته دفردوس جنت هيله شوى ده.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٨ :
دولسي  جرګې  دمنشي نايب فرهاد عظيمي دباخترا ژانس  خبريال ته وويل چې داطلاعاتو اوفرهنګ د وزير ډاکترسيدمخدوم رهين استيضاح منتفي شو.
دده دڅرګندونوله مخې پخوا يوشمير وکيلانو  داطلاعاتو اوفرهنګ د وزير داستيضاح پاڼه دځينو دلايلو له مخې لاسليک کړى وه اوله دې امله  ټاکل شوى وه، د راتلوونکې شنبې په ورځ  استيضاح ترسره شي .
ده زياته خوله څيړنو وروسته په هيواد کې د روانو حالاتو او احوالو له مخې دڅيرو په بدلولو سره نه شو کولاى، کوم کار ترسره کړو په  همدې دليل او داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره دهمغږي او همکاري د رامنځته کولو په مقصد له  ٥٥ لاسليکونو څخه په ولسي جرګه کې دخلکو شلو تنو استازو خپل لاسليکونه  بيرته واخيستل چې دولسي جرګې دداخلي دندو داصولو له مخې دډاکتر رهين استيضاح منتفي شو.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٨ :
حامد کرزي د کندز، بلخ او جوزجان له یو شمېر اوسیدونکو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د بلخ، کندز او جوزجان ولایتونو د هغو ولسوالیو له یو شمېر اوسیدونکو سره وکتل چې د آمو سیند د اوبو د زیاتوالي له امله زیانمن شوي دي.
باخترآژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعآتي دفتردمعلوماتوله مخې:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، د نورو په استازیتوب مولوی الله مراد خبرې وکړې او په قرقین، خم آب، کلدار او یو شمېر نورو ولسوالیو کې چې د آمو سیند په څنډو کې موقيعت لري، د سیند د اوبو د څپانده کېدو له امله د اوښتو زیانونو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
دوی وویل چې هر کال د نوموړي سیند د اوبو د زیاتوالي له امله په لسګونو جریبه ځمکه، ښوونځي او باغونه تخربیږي، او سږ کال هم د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې کورونه او یوه زیاته اندازه ځمکه ويجاړه شوې ده، نو پکار ده چې دې موضوع ته د افغانستان حکومت جدي پاملرنه وکړي.
د قرقین، کلدار او خم آب ولسوالیو اوسیدونکو په دې کتنه کې د هېواد له جمهور رئیس څخه په خپلو سیمو کې د سړکونو، برېښنا، روغتونونو او کانالونو د رغولو غوښتنه هم وکړه.
د افغانستان جمهور رئیس د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته اړوندو مقاماتو ته لازمې لارښوونې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د مطرح شویو ستونزو په برخه کې به لازم او چټک اقدامات تر سره شي.
حامد کرزي د کلیو او پراختیا وزیر ته لارښوونه وکړه چې د اوبو او برېښنا له وزارت سره په هماهنګۍ کې دغو ولسوالیو ته د برېښنا د رسولو موضوع په جدي ډول وڅېړي او د کابینې غونډې ته دې یې راجع کړي.
په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ، فوائدې عامې، د کلیو د پراختیا او دمحاجرينو دراوستلو چارو وزیرانو او د اوبو او برېښنا وزارت معین ګډون کړی و.
 

کابل باختر آژانس دوږى٢٨
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي د يو حکم په ترڅ کې احمد وحيد طاهري دجنوب لويديځې حوزې په ټولنيزو چاروکې دسلاکار په توکه وټاکه .
دچارو د اداري او وزيرانو شورا د دارلانشا لوى رياست باختر آژانس ته خبره وکړ:
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست عالي مقام دمخورو اشخاصو له بډاى تجربې او له ټولنيزه نفوذ څخه داستفادې او دافغانستان  داساسي قانون د ٦٤ مادې دحکمونو دصراحت په ړنا کې دچارو د ادارې او وزيرانو شورا د دارالنشا  دلوى رياست  دتشکيل ترڅنګ ديو مافوق بست په زياتولو سره دهيواد په جنوب لويديځه حوزه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دټولنيزو چارو د سلاکار په توګه په دغه بست کې داحمد وحيد طاهري ټاکنه منظوره کړه.
 

کابل باختر آژانس دوږى٢٨
د دايکندي ولايت په مرکز نيلي ښارکې دکرنې مسلکي ليسې ته دنوى ودانۍ دجوړولو کارپيل شو.
له نيلي ښارڅخه دباختر آژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونده کې چې ددغې ودانۍ دبنسټ د ډبرې د ايښودلو په خاطر جوړه شوى وه، د دايکندي والي قربان علي ارزګاني خبرې وکړې او وې ويل: دغه ودانۍ د ايران د اسلامي جمهوريت په مرسته په دوو پوړونوکې جوړيږي او څلور  ويشت درسي خونې او نور ضروري ملحقات پکې په پام کې نيول شوى دى.
د دايکندي والي دغه راز د ايران داسلامي جمهوريت دمرستوله امله قدرداني وکړه او دهغو د زياتوالې او دوام غوښتنه يې وکړه.
 

واشنګتن- باختر آژانس دوږى٢٨
دپاکستان دبهرنيو چارو وزيره حناه رباني کهر نن امريکا ته ورسيده چې ددغه هيواد له مقاماتو سره خبرې وکړي. په امريکا دپاکستان سفير شيري رحمان وويل: دپاکستان دبهرنيو چارو د وزيرې خبرې به د دواړو لورو دعلاقې وړ مضوع ګانو او د دواړو هيوادونو ترمنځ دخبرو اترو د دوام په باپ متمرکزې وي.
دا امريکا ته دپاکستان دبهرنيو چارو د وزيرې حنا رباني لومړنۍ سفر دى او دڅلور ورځني استوګنې په بهير کې به د امريکا دبهرنيو چارو له وزيرې هيلرې کلنټن ،دملي امنيت له سلاکار تام دانيون او له نورو جګپوړي مامورينو سره ليده کاته او خبرې اترې وکړې