13 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه د جمهوررئیس په مشرۍ ترسره شوه

د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه د جمهوررئیس په مشرۍ ترسره شوه

کابل/ د چنګاښ ۲۳مه/ باختر د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر تشکيلاتي جوړښت خبرې وشوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر تشکيلاتي جوړښت خبرې وشوې

کابل/ د چنګاښ ۲۳مه/ باختر داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد...

په کابل ښار کې ۱۶۰۷ د ملکیت سندونه وویشل شول

په کابل ښار کې ۱۶۰۷ د ملکیت سندونه وویشل شول

کابل/ د چنګاښ ۲۳ مه / باختر د ښارجوړولو او ځمکو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

-کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر :
اتلس وسله وال طالبان  تېره شپه په هلمند او  روزګان کې  د هېواد د هوايي ځواکونو په برېدونوکې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ، د هېوادهوايي ځواکونو  تېره شپه  د هلمند په نادعلي اود روزګان  په ترينکوټ کې د تروريستانو  په پټنځيو برېدونه وکړل  چې په پايله کې يې ١٨ وسله وال طالبان ووژل شول او اووه نور ټپيان شول .   ختم_ج – اکرم

- کابل / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر
د هلمند په نادعلي او سنګین ولسواليو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې اته طالبان ووژل شول. له ۲۱۵ میوند قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شويدي چې پرون وسله والو طالبانو د نادعلي او سنګین ولسوالیو کې له افغان ځواکونو سره نښتې کړې دي.
سرچینه زیاتوي چې په نښتو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱ بل ټپي شوی  دی.
پای/وصال

- کابل / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر
د غزني د اندړو ولسوالۍ په ابو قلعه سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې اته طالبان ووژل شول.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ په ابو قلعه سیمه کې له افغان ځواکونو سره نښته کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي. پای/وصال

 

 متون / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر
د خوست د مرکز متون د پنګزۍ په کلي کې د ولسي تړون د ملي پروګرام په آډانه کې ۳۰۳ متره کانال جوړ او ګتې اخېستنې ته وسپارل شو.
په خوست کې د ولسي تړون مطبوعاتي مسوول عطاء محمد د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې یاد کانال د څه د پاسه یو میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی چې ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه به خړوب کړي.  پای/وصال

-کابل/ دچنګاښ ٢١ مه /باختر
نن د چنګاښ د مياشتې٢١ نيټه د کابل ښار په بازارونوکې د اړتيا وړلومړنيو توکو بيې په دې ډول دي:
يوه ٢٥کيلويي بورۍ اعلى وريجې  ٢٥٠٠ افغانۍ
يومن شوله يي وريجې    ٣٨٠ افغانۍ
يو من بوره       ٢٧٠ افغانۍ
يو من وطنى مى      ٥٨٠ افغانۍ
  يو شپاړلس  ليتره پيپ غوړي    ١٠٦٠ افغانۍ
يوه پنځوس کيلويي بورۍ اوړه    ١٦٣٠ افغانۍ
يو من وطنى لوبيا     ٥٩٠ افغانۍ
يو من وطنى نخود      ٦٣٠ افغانۍ
دغه راز، يو کيلوګاز ٥٠ افغانۍ، يو ليتر پترول ٥٥ افغانۍ او يو ليتر ديزل په٤٦ افغانۍ پلورل کېږي.   
پاى-سعيده

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر :
په کاپل ښار کې  نن سهار په چاودنه کې دوه ملکي وګړي ټپيان شول .
د باختراژانس د خبرله مخې،  دغه چاودنه د کابل ښار د شپاړلسمې حوزې په مربوطاتو کې، فوايد عامې وزارت ته څېرمه وشوه.
ويل کېږي  چې په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي ټپيان شول .
تراوسه پورې امنيتي مسوولانو په دې باب څه نه دي ويلي .
  ختم _  شکريه _ اکرم

 جلال آباد / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر
د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ په ګمبیري سیمه کې په درې نیم زره جریبه ځمکه کې د نږدې اتیا میلیونو افغانیو په لګښت د ملکي هوایي ډګر د لومړۍ برخې جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د هوايي ډګر د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې د ملکي هوايي ډګر چارې بايد پخوا پيل شوې وې؛ خو د هرې لويې پروژې تر شا بېلابېلې ستونزې وي او تطبيق يې وخت ته اړتيا لري.
هغه له جمهور رييس څخه د کابل او کونړ سيندونو لپاره د استنادي ديوالونو، پنځه سوه ميګاواټه برېښنا، د جلال اباد ښار د انکشافي پلان تطبيق، د ننګرهار کانال، د دې ولايت کرنيزو توکو ته د بازار موندنې او شپږ سوه بستريز روغتون د مجهز کولو غوښتنې وکړې.
په همدې حال کې د هېواد د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رییس قاسم وفي زاده وویل: د دې ملکي هوایي ډګر په ټولو چارو به له ۳۶ څخه ترڅلوېښتو میلیونو امریکایي ډالرو پورې لګښت راشي چې په لومړي سر کې به یې د هوايي ډګر لومړنۍ چارې تر سره او په دويم فيز کې به يې د رن وی، ټکسي وی، ترمینل او نورې چارې تر سره شي.
هغه وويل: که په کابل هوايي ډګر کې وضعيت سم نه وي؛ نو الوتکې په مزار او يا پېښور کې ناستې کوي؛ خو د دې هوايي ډګر په جوړېدو سره به د الوتکو مصئونيت خوندي او په دې برخه کې به ستونزه حل شي.
وفي زاده زیاته کړه: د ختيځ زون د ملکي هوايي ډګر چارې د جمهور رییس له لوري څارل کېږي او هيله يې وښوده، چې په ټاکلي وخت سره به له هر ډول خنډ او ځنډ پرته ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
هغه وايي: دغه نړيوال ملکي هوايي ډګر د ختيځې سيمې فرهنګ ته په کتو جوړېږي او زياته يې کړه، چې په دې سره به د هېواد مارکيټونه وصل او وطني توليداتو ته به د خرڅلاو ښه زمينه برابره شي.
د جمهور رییس د چارو ادارې لوی رییس ډاکتر فضل محمود فضلي وویل: د ملکي هوايي ډګر د چارو په پيل کېدو لس کاله وړاندې ترانسپورت وزارت کې کار شوی و؛ خو بيا وځنډيد، جمهور رییس دا ځل هوایي ډګر منظور او د لومړۍ برخې د جوړېدو چارې یې پیل شوې.
د چارو ادارې رییس ژمنه وکړه چې د نورو ولایتونو په ګډون به ټولې هغه ژمنې چې جمهور رییس د ننګرهار له خلکو سره کړې دي، په جدي ډول تعقیب کړي او هغه چې نه عملي کېږي، په اړه به یې ولس ته واضح لامل څرګند کړي.
په ورته وخت کې د لغمان والي رحمت الله يارمل وويل: له مشرقيوالو سره د جمهور ریيس د ژمنو څخه يوه لويه ژمنه یې د ماموریت په پیل سره، سرته ورسېده او هيله يې وښوده، چې نورې پروژې به هم پيل شي.
یارمل زیاته کړه چې په دې وروستيو کې نورستان د ملي پارک په نوم اعلام شو، چې د ملکي هوايي ډګر په جوړېدو سره به ختيځ ته د نړيوالو سيلانيانو راتګ زيات شي او په دې سره به دا سيمه ځانګړی ارزښت خپل کړي.
د ملي او ولايتي شورا د غړو په استازيتوب د ولسي جرګې غړي عبدالروف شپون، د ښځو په استازولۍ صبرينا حميدي او د ګمبیري خلکو په استازۍ عبدالرحمن معاون د ملکي هوايي ډګر د چارو په پيل کېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې ختيځوالو په بېلابېلو برخو کې ډيرې قربانۍ ورکړي او بايد جمهور ریيس دې سيمې ته په انکشافي برخه کې ډېره پاملرنه وکړي.
دوی د ملکي هوايي ډګر جوړېدل اړين وبلل او غوښتنه يې وکړه، چې په دې سترې پروژې کې ځوانانو ته د کار زمينه برابره او چارې يې له ځنډ او خنډ سره مخ نشي .
دوی همدا راز د کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړولو، د اسلامي پوهنتون چارو په اساسي ډول تر سره کېدو، د اوبو بندونو جوړېدو او د برېښنا ستونزې د حل غوښتنې هم وکړې.
پای/وصال

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر :
امريکايي ځواکونو د افغانستان د هوايي هليکوپتر له راغورځېدو خبرورکړ خو ويې ويل: چې په دې پېښه کې هيچا ته د سرزيان نه دى اوښتى .
د رپوټونوله مخې،  دغه هليکوپتر  هغه وخت وغورځېد چې امريکايي پوځيانو، افغان پيلوټانوته زده کړه ورکوله .
په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو قوماندان د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې پېښه کې چاته  د سرزيان نه دى اوښتى .
دغه قوماندان ومنله چې د افغانستان هوايي ځواکونو هليکوپتر  له امريکايي پيلوټ سره  د تمرينونو په بهير کې  لويدلې ده .
امريکايي  پوځيانو د دغه هليکوپتر  د غورځېدو علت، فني  ستونزه بولي خو وايي چې په دې باب څېړنې دوام لري .
په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو په خبرپاڼه کې د پېښې سيمه نه ده څرګنده شوې .
ختم _  شکريه _ اکرم

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر :
٦ وسله وال طالبان  په روزګان کې  له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول او درې نور ټپيان شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه  په دهراود ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې  د پوځيانو  د سپرلى کاروان ته يې کمين نيولي و .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په جګړه کې  شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپيان شول .
دغه قول اردو ويلي دي چې جګړه  له هغه وروسته ونښته چې  يوې ډلې يرغلګرو  د پوځيانو د سپرلۍ پرکاروان د بريد  نيت درلود .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .   ختم _ ج _اکرم

-کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر :
درې ماشومان په زابل کې  د ماين په چاودونه کې ووژل شول او دوه نور ټپيان شول .
دغه پېښه  پرون ناوخته د زابل مرکز قلات ښار په جنوبي سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې په يو واټ کې ښخ کړى شوى ماين  د ماشومانو ترمنځ  وچاوديد.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې چاودنه کې  درې ماشومان  ووژل شول او دوه نور ټپيان شول .
دغه قول اردو وسله وال طالبان د دغه ماين د ښخولو مسوول بولي .
وسله والو طالبانوتراوسه پورې  په دې باب څه نه دي ويلي .
په يوبل خپر کې ويل شوي دي  چې په زابل کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه
د زابل پوليسو  نن سهار د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه  ١٣ ماينونه کشف اوشنډ کړل .
  ختم _ج _ اکرم

Page 10 of 8873