25 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې پر ملکي وګړو چاودنه شوې

په ننګرهار کې پر ملکي وګړو چاودنه شوې

کابل \باختر\ د وږي ٢مه په ننګرهار کې د يوې چاودنې...

په قندهار کې د طالبانو پر مرکزونو د پوځيانو مرګاني بريدونه

په قندهار کې د طالبانو پر مرکزونو د پوځيانو مرګاني بريدونه

کابل \باختر\ د وږي ٢مه په قندهار کې د طالبانو پر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دمرغومي  شپږمه
په  ختيځ ولايت ننګرهارکې د دوو پرله پسې چاودنوله امله يوملکي وګړى ووژل شو او څه ناڅه اته تنه نورټپيان شول .
دغه چاودنې  داچين ولسوالۍ  دعبدل خيلو په نامه سيمه کې  دسيمې په اوسيدونکو  اود يو واده دمراسمو په برخه والو شوي دي.
لومړۍ  چاودنه نن له غرمې  مخکې   دنهه نيمو بجو په شاوخو ا کې هغه وخت وشوه  چې ديوه واده دمراسمو دبرخه والو کاروان له دغې سيمې څخه تيريده .
په دې  چاودنه کې چې ويل کيږي ديوښخ کړاى شوي ماين زيږنده ده يو ملکي وګړى  ووژل شو او شپږتنه  نورټپيان شول.
دويمه چاودنه ټيک هغه وخت وشوه  چې  خلکو روغتون ته دلومړۍ پيښې دټپيانو ليږدونې ته ور ودانگل .
په دې چاودنه کې  دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دننګرهار دوالي ويندوى احمدضيا عبدالزي باخترآژانس ته وويل : چې په دغو   چاودنو کې يوملکي  وګړى ووژل شو او اته تنه نور ټپيان شول.
په ټپيانو کې يوه ښځه او څلورتنه ماشومان هم شامل دي چې  ديوه  واده په مراسمو کې دګډون لپاره  تللي وو.
په  همدې  حال کې په ننګرهار ولايت  کې ديو روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغو  چاودنو دڅه ناڅه دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
پاى \ ف\ذ

کابل باختر دمرغومي  شپږمه
دمهاجرينودراستنولو   دچارو وزارت  دکابل په شمال کې  دبارک آب په ښار ګوټي  کې په ميشتو کورنيو نن خوراکي توکي وويشل شول.
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت  معين انجينرعبدالولي حکيمي ددغو مرستو دويش په وخت کې باخترآژانس ته وويل : په دغه ځاى کې په هرې کورنۍ پنځوس کيلو اوړه ، پنځه ليتره غوړي ، دوه کيلو بوره ، دوه کيلو دال  يوه اندازه بسکويټ  ، سريلاک اولاس  منيځلو صابون وويشل شول.
انجينرعبدالولي  حکيمي وويل :  دمهاجرينودراستنولو دچارو وزارت په غوښتنه  ديوسلو  اته ويشتو زرو امريکايي ډالرو په ارزښت  مواد  په کابل کې د جاپان ديونسکو ددفتر له خوا برابر شوي اوپه دريوپړاونو کې ددريومياشتولپاره   دباريک آب اود السکان په ښار ګوټو کې په نهه سوه کورنيو او په کابل ښارکې  په ځينو نورو بېځايه شويو کورنيو ويشل کيږي ،.
په کابل کې دجاپان ديونسکو ددفتر رييس باخترآژانس ته وويل : چې اړونده اداره
په پام کې لري چې په راتلوونکي  کې ددغوکورنيو د ماشومانو  دملاتړ لپاره  ښوونځي  اوروغتيايي کلينيک هم  جوړ کړي.

برلين \ پرس ټي وي \ باختردسلواغې دمياشتې ٦ :
دآلمان په تاريخ کې دلومړي ځل لپاره  دفلسطيني کورنۍ  يوه مسلمانه ميرمن
دآلمان دبهرنيو چارو وزارت د يوې وياندې په توګه انتخاب او معرفي شوې ده.
ميرمن سواسون شبلي  ٣٥ کلنه ده  چې تراوسه پورې يې  دبرلين په ايالتي   حکومت کې  دپيوستون دچارو  دسلاکارې په توګه فعاليت کاوه  چې  له دې وروسته به  د آلمان دبهرنيو چارو  وزارت ديوې  وياندې په توګه ددغه هيواد ددييلوماسۍ په ډگر  کې شتون  ولري.
دغې  وياندې  د آلمان له رسنيو سره په خپلو زياترو مرکو کې ديد  اومذهبي فعاليتونه دځان  د آرامۍ موجب بللي دي  او يادونه يې کړې ده چې داسلام  مبين دين  دې  ته  ژوند ډير   راحت کړى دى .
د آلمان دبهرنيو چارو  وزارت دغې وياندې  خپل  يوه اصلي پروګرام  دبرلين په ايالتي  حکومت کې دفعاليت په دوام  او په آلمان کې  دمسلمانو حجاب لرونکو ښځو پرخلاف د توپير له عملونو سره مبارزه  وبلله   او ويې ويل  :  که څه هم  زه
پوړنى نه لرم خو دپوړني  د کارولو لپاره  مسلمانو ښځو ته د يو ديني مکلفيت په توګه درناوى کوم .
دا په داسې  حال کې ده  چې آلمانۍ  ورځپاڼو  په  وروستيو ورځو کې  يوې ايرانۍ  ښځې  دسوسيال دموکرات  ګوند  دمنشۍ په توګه د دغه هيواد د ډير ستر  پخواني  ګوند  د انتخاب خبر  ورکړى دى.

کيف \ بي بي سي نيوز\  باختردسلواغې دمياشتې ٦ :
په اوکراين کې ددولت  دمخالفينو مشرانو ويلي دي  چې دوي ته  دصدارت دمقام  له  وړانديز سره سره ددغه هيواد دجمهوررييس  ويکتوريانو کويچ پرخلاف مظاهري دوام مومي .
دپلرنې  ځمکې د ګوند دمشر آرسني ياتسنيوک  دڅرگندونو له مخې :  مخالفين 
ددولت د رهبرۍ  د ترلاسه کولو لپاره تيارى لري  خو دنويو انتخاباتو دترسره کولو
په ګډون   دخپلو څو مخکنيو شرطونو دترسره کيدو غوښتنه کوي.
له دې سره جوخت  په کيف ښارکې  دمخالفينو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ   اخ او ډب دوام لري .
د اوکراين  جمهور رييس  ويکتوريانو کويچ  په دغه هيواد کې داړو  دوړ  او نا آراميو دپاى ته رسولو لپاره  آرسني ياتسنيوک  ته  دصدارت دمقام په وړانديز
سر بيره  دصدارت دمرستيا ل په توګه دمخالفينو له نورو مشرانو څخه  دويتالي  کليتشکو دانتصاب لپاره ه خپل تيارى  اعلام کړى دى .
دغه پيشنهادونه دشنبې په ورځ  دده اودمخالفينو دمشرانو ترمنځ له خبرو  وروسته وړاندې شول.
دمخالفينو مشرانو  چې تيره شپه يې  دکيف په مرکز  کې دخپلو ملاتړو  په وړاندې  خبرې کولې دغه وړانديز ته  خپل ځواب  ته له اشارې پرته په خپلو مخکينو شرطونو ټينګار وکړ.
دکليتشکو دڅرگندونوله مخې :  مخالفين له دولت سره خبرو ته دوام ورکوي او له دې  سره  جوخت  به دخپلو  غوښتنوپه ترسره کولو باندې ټينګار وکړي.
خو اوکراين کې اړو  دوړ  له  دوو مياشتو را په دې  خوا دوام لري   خو تيره اوونۍ  دڅو تنو په وژل کيدو سره   زور واخست .
د دولت مخالفين داروپا له اتحاديې سره د آزادې سو داګرۍ دتفاهم ليک  دتصويب  او ددغه هيواد دپخواني صدراعظم  يوليا تيمو شنکو  په ګډون دسياسي بنديانو دآزادى  غوښتنه کوي .
دغه راز  دوى په  ډير لنډ ممکن وخت کې د جمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولو غوښتنه کوي .

اسلا م آباد \ ډي ډان \ باختردسلواغې دمياشتې ٦ :
دپاکستان دملي اسامبلي مرستيال معظم کالرو پرون دملتان ښارپه مربوطاتو کې و تښتول شو.
باختر آژانس  دپاکستان د ډان ورځپاڼي دانترنټي سايټ له  خولې خبر ورکړ :
دغه  مرستيال  دنواب پور  په ساحه کې  هغه وخت وتښتول شو  چې دسپرلۍ په موټر کې   خپلې  کروندې ته  روان و .
دپوليسو دڅرگندونوله مخې  :  دپاکستان دملي اسامبلې مرستيال دڅلورو  تنو موټر او موټرسايکل سپرو له  خوا تښتول  شوى دى.
له دغې پيښې  وروسته پوليسو ساحه کلابنده کړه او دپلټنې عمليات دوام لري.
دپاکستان دملي اسامبلي دمرستيال   کاکا پوليسو ته ويلي دي  چې کورنۍ يې 
له  چا سره شخصي دښمني نه لري او دوي دسيمه ييز  حکومت د نږدې راتلوونکو انتخاباتو د تر سره کولو د زمينې په برابرولو بوخت  و.
پوليس دنشه يي توکو د قاچاقو  يوه کوچنۍ ډله  ددغې تښتونې مسووله  بولي.
کالرو  له هغه ځاى څخه تښتول شوى دى چې درې کاله مخکې ددغه هيواد دپخواني صدراعظم يوسف رضا ګيلاني  زوي  علي  حيدر تښتول  شوى و.

د لاهورښار\دې نيوزانټرنشنل\ باختردسلواغې دمياشتې ٦ :
دپاکستان په  لاهور ښارکې دپوليسود پلټنې په عملياتو کې څه ناڅه  شپږ تنه بهرنيان نيول شوي دي .
د دې نيوز انټرنشنل دخبري سايټ  دخبرله  مخې :  دغو شپږو تنوپه افريقايي هيوادونو  پوري اړه  درلود  چې د مکې په يوه ناحيه کې نيول شوي دي.
دپوليسو دڅرگندونوله مخې  :  دغه کسان په بند کې دي او له بهرني قانون سره  سم  ورسره  چلند کيږي .
دهمدې خبرله مخې :  په دغو  عملياتو کې په لسګونو تنه نور  مشکوک کسان هم نيول شوي دي .

-کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٧

دزابل ولايت په مرکز قلات ښارکې څوشيبې مخکې  چاودنه  وشوه.

ويل کيږي چې په دې پيښه کې د ملکي وګړو د سپرلۍ يو موټر په  ښخ کړى شوى ماين  وخوت.

عيني شاهدانو دباختر آژانس خبريال ته وويل  :  په دې پيښه کې يو شمير ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اوس دپيښې سيمه دامنيتي ځواکونو له خوا کلابنده  شوې ده.

دپيښې جزئيات وروسته خپريږي.

کابل\باختر\دلړم  دمياشتې  ١١:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى :
کابل- آسمان ځاى ځاى  وريځ، د تودوخې لوړه درجه ١٥ ټيټه  ٢
هرات- آسمان يوڅه وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٤،  ټيټه ٤
جلال آباد  ځاى ځاى وريځ  ، د تودوخې لوړه درجه ٢٥، ټيټه ١٤
قندهار- آسمان شين   ، د تودوخې لوړه ٢٣ ، ټيټه ٦
مزارشريف- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه  ٢١، ټيټه ٥
کندز- آسمان  وريځ،  د تودوخې  لوړه درجه ٢٣، ټيټه ٥
غزني- آسمان   وريځ  ، د تودوخې لوړه درجه ١٤ ، ټيټه ٢
باميان- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ١٣ ، ټيټه ١
فيض آباد- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٢، ټيټه  ١
شمالي سالنګ- آسمان وريځ  ، د تودوخې لوړه درجه ٢، ټيټه  منفي ٣
فراه- آسمان يوڅه وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٢ ټيټه ٥
خوست- آسمان وريځ داورښت امکان د تودوخې لوړه درجه ٢٢، ټيټه ١٢
ميمنه- آسمان  وريځ، د تودوخې لوړه درجه  ١١ ، ټيټه ٣
لښکرګاه-  آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٨، ټيټه ١٠
جنوبي سالنګ- آسمان  وريځ  ، د تودوخې لوړه درجه ٦، ټيټه منفي ١٣
شبرغان –  آسمان وريځ   ، د تودوخې لوړه درجه ١٩، ټيټه ٨
جبل سراج-آسمان  وريځ  ،د تودوخې لوړه درجه ٢٢ ټيټه ٧
په کابل کې به سبا لمرپه ٦ بجو او ٣٤ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٥بجو او ٥٤ دقيقو ولويږي . 

کابل\باختر\د لړم  د مياشتې ١١  :
دکابل د شهزاده سراى دصرافانو د رييس دمعلوماتو له مخې :
نن له غرمې  مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 57/50  افغانيو پلورل په  57/55افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  90/90افغانيو پلورل په    91\ 00افغانيو
يوه يورو  پيرودل په    390 77/ افغانيو پلورل په   77 /40  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  20 15/پلورل  15/25 افغانيو
د اماراتو يو درهم پيرودل په 55/ 15 افغانيو پلورپه 60 / 15 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  538افغانيو پلورل په  539 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 930 افغانيو پلورل په 940 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 18/90  افغانيو پلورل په   19/00 افغانيو.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١١
دملي دفاع  وزرات مقامات وايي ديو خپور شوي فلم  په باب تحقيق کوي چې ويل کيږي د ملي اردو  درې تنه سرتيري دطالبانو له خوا په  ډزو سره وژل کيږي.
دباختر آژانس دخبرله مخې : دجمعې په شپه يوې ټلويزيوني شبکې يو فلم خپورکړ درې  تنه ښيې  چې ځانونه دملي اردو منسوبين معرفي کوي  د طالبانو له خوا په ډزو سره وژل کيږي.
هغه څه  چې ټلويزيون خپور کړ دغه  پيښه څو ورځې مخکې دکونړ ولايت په  يوې ولسوالۍ کې رامنځته شوه او دملي اردو درې تنه سرتيرې له څلور ورځنۍ اسارت وروسته دطالبانو د ډلې د رهبرۍ په حکم چې په پاکستان کې دې په  ډزو سره  وژل کيږي.
دملي دفاع د وزارت ويندوى جنرال محمد ظاهرعظيمي وايي تراوسه پورې تثبيت شوې نه ده  چې  وژل شوى کسان دملي اردو سرتيرې  دي که څنګه ؟ خو په دې باب تحقيق دوام لري .
جنرال عظيمي وويل :  دغه  وژنه  په هرنامه چې شوې ده  او يا هرڅوک چې په دې پيښه کې وژل شوي دي  يو بشري او جنګي جنايت دى .

دغه پيښه  په  داسې حال کې رامنځته کيږي چې  پخواهم يو شمير افغان  سرتيرې
دطالبانو دډلې په صحرايي محکمو کې شهيدان شوي دي خو ددغه شان جنايتونو
عاملين ډير ژر پيژندل شوي دي او سزا ورته ورکړ شوى ده.
دبدخشان په وردوج ولسوالۍ کې او يوځل هم  په ننګرهار ولايت کې دملي اردو دسرتيرو د وژلو له عاملينو سره چلند د دغې ادعا  لپاره شوي دي.
له بله پلوه د دريو تنو وژل  که سرتيرې و  او که عادي افغان وګړي،  د دريو تنو افغان وګړو وژل دي چې  له بده مرغه لارښودنه يې دافغانستان له پولې له بهر څخه صادره شوې ده او يوځل بيا دغه کار څرګند شو چې په افغانستان کې دجنايتونو او ترورعوامل له هيواد څخه بهر  جرړې لري.
 

Page 9 of 767