15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اجرائيه رئيس: د بدخشان د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره اساسي اقدامات کېږي

اجرائيه رئيس: د بدخشان د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره اساسي اقدامات کېږي

-کابل باختر د ليندي درې ويشتمه : د افغانستان د اسلامي...

اجرائيه رئيس: په هر حال کې له ځوانانو ملاتړ کوو

اجرائيه رئيس: په هر حال کې له ځوانانو ملاتړ کوو

کابل باختر د ليندي درې ويشتمه : د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

کابل\باختر\ د سلواغى ٢٢ مـــــــــــــه

د غور ولایت یو شمېر قومي مشرانو او په ملي شوراکې د دغه ولایت یو شمېر استازو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې په غورکې د ملي پولیسو د شمېر د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

د جمهور رييس دويندوى مطبوعاتي دفتردباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ

په کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازې میرمن سیما جوینده په دغه ولایت کې دغیر مسوولو وسله والو کسانو شتون د غور امنیت ته ګواښ وباله، غوښتنه یې وکړه چې په دغه ولایت کې دې د ملي پولیسو شمېر زیات شي.

دې، همدا راز په دغه ولایت کې د ادارو ترمنځ په همغږۍ او د ښې حکومتوالې په رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ.

 بیا قومي مشر عبدالغفور تیمن خبرې وکړې،او وې ویل:که څه هم په تیرو لسو کلونو کې په غورکې ښه پرمختګونه شوي او د چغچران ښار بڼې بدلون موندلی دی خو لا تراوسه هم په ځینو برخوکې ستونزې موجودې دي.

ده، په غورکې موجودو ستونزو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: د ښوونکو، درسي موادو، ډاکترانو او د درملو نه شتون هغه مهمې ستونزې دي چې لا اوس هم د غور خلک ورسره مخامخ دي.

تیمن د پخو او اساسي سړکونو د نه شتون په برخه کې هم د دغه ولایت د خلکو ستونزې بیان او د غور په مرکز کې د ګرمابک د برښنا په بند باندې چې د سروې چارې یې بشپړې شوي دي دکار د پیل کیدو غوښتنه وکړه.

حامدکرزي د غور د خلکو ستونزې وڅیړلې،اووې ویل: د افغانستان حکومت د غور په اوسني حالت خبر دی او په دغه ولایت کې به د ډاډمن امنیت د ټینګښت، د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو او د خلکو د ژوندانه د ښه والي لپاره له ټولو ممکنو امکاناتو څخه کار واخلي.

د هېواد جمهوررئیس په چاروکې د سمون په رامنځته کولو باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل: دولتي ادارې باید په خپلوکې همغږې او د خلکو په خدمت کې واوسي.

په دې کتنه کې د سیمه ایزو ارګانونو  دخپلواکې ادارې  لوی رئیس عبدالخالق فراهي او د غور والي عبدالله هيواد هم ګډون کړی و.

کابل\باختر\ د سلواغى ٢٢ مـــــــــــــه

د مشرانو جرګي دشکايتو نو د اوريدو د کميسيون رئيس ډاکتر زلمي زا بلي په يومطبو عا تي کنفرانس کې دسرپل له والي څخه ددغه ولايت د خلکو دشکايتونو د نه څيړنې اود مها جرينو دراستنولو د چارو وزارت په مر بوطاتوکې په شرايطو د  نه برا برو اشخاصو دټا کنې اود نورو مواردو په باب په دولتي مقا ما تو نيو کي و کړي

 د مشرا نو جرګي مطبو عا تي دفتر د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته خبر ورکړ : په دې مطبو عا تي کنفرانس کې ډا کتر زا بلي څرګنده کړه چې په سرپل ولايت کې له وګړ نيو مظا هرو وروسته چې ديو شمير هيواد والو د مرګ ژو بلي سبب شوې مخکې له دي هم  په سر پل ولايت کې په والي پورې د اړوندو کسا نو د اخلاقي او اداري فساد په باب ددغه ولايت له وا لي څخه د خلکو دشکايت په باب خبرې شوي وې اود هيواد جمهور رئيس څو ځلې د موضوع د څيړنې لپاره هيئتو نه دغه ولايت ته واستول خو تر او سه پوري داسي کوم اقدام نه دى شوى چې ددغه ولايت د خلکو د قنا عت وړ وګر ځې

د ه خبر داري ورکړ چې د خلکو شکايتو نه دي ډي ژر وڅيړل شي چې ددوي غو ښتنو ته دنه پا ملرني په صورت کې به حالات خړ پړ شي چې اصلي مقصر به دولتي مقا ما ت وي

 دغه را ز په دي مطبو عا تي کنفرا نس کې د هغو سندونو په باب خبري وشوې چې دمها جرينو درا ستنولو د چارو د وزير له خپلوا نو څخه د مشاوريت په پستونو کې په لوړ معاش سره د بي کفايتو اود  ټيټې سويې لروونکو اشخاصو او کسا نو په ټا کنې دلالت کوي چې ددغه وزارت کارونه يې په ډب سره مخامخ کړى دى  او له اړوندو مقا ما تو څخه د موضوع دڅيړنې غو ښتنه وشوه

يوه هندي او کا ناډا يي شرکت ته د کا نو نو وزارت له خوا دباميا نو د حاجي ګګ د او سپنې د کان درا ايستلو د کار سپارل چې يواځې دوه مليو نه ډالره بانکي تضمين لري اود قرارداد د بهير پړا ونه په شفافيت سره نه دې بشپړ شوي ، په داسي حال کې چې يو افغا نۍ شرکت چې نږدي يو زرو دوه سوه مليو نه ډالره بانکي تضمين لري اودداو طلبي په شرايطو اود توليد په بهير کې د افغا نا نو په استخدام ژمن دى او دا کار د افغا نستان په ګټه دى هم نيوکه وشوه او په دې برخه کې يې دکا نو نو د وزير دڅرګند ونو غو ښتنه وشوه

د با ميا نو ولايت د يو تن او سيدونکى شکايت چې اد عا کوي تيرکال يې د يو سلو ديرشو زرو ډالرو په قرارداد سره په دغه ولايت کې وا وري پا کى کړي دي ، خو ددغه ولايت مسوولينو تر او سه پوري دده پيسې نه دې ورکړي او هم ديو شمير دوکاندارا نو شکايت چې اد عا کوي دبا ميا نو والي دوي ته ويلي دي چې تاسي په بل قوم پورې اړه لر ي بايد په دي ولايت کې دوکان ونه لري چې دغه موضوع درې مياشتې مخکې د باميا نو د والي په احضار ولو سره له دې سره طرحه شوه چې تر او سه پوري شکايت نه دى لري شوى وروسته له خپله والي اود څارنوالۍ له مقا ماتو څخه وغو ښتل شول چې په دي باب دي څيړنې و کړې اود خپلو اجرا ا تو په باب دې کميسيون ته خبر ورکړي چې تر اوسه پوري يې نتيجه نه ده ور کړي او کميسيون د خلکو دشکايت د لري کولو لپاره د جدي څيړنې غو ښتنه و کړه

کابل\باختر\ د سلواغى ٢٢ مـــــــــــــه

قاضي القضات اود سترې محکمې سرپرست پو هاند عبدالسلام عظيمي نن په کا بل کې دامريکا د سفارت دقانون د وا کمنې دبرخې له نوى سفير استيفن جيمک فارلاند سره وکتل

دباختر اطلاعا تي ا ژانس ته دسترې محکمې د خپرو نو رياست د معلو ما تو له مخې :قاضي القضات په دې کتنه کې لو مړۍ په نوي دندى دفارلاند دټا کل کيدو له ا مله مبار کي وويله اود قا نون د وا کمنې اود قضا يي عدالت د تا مينولو په کار کي يې د هيواد دعد لې او قضا يي ارګانو نو دظرفيت د لوړ ولو په بر خه کې ددغه هيواد دمرستو په همغږي کولو کې د ا مريکا دسفارت دقا نون دوا کمنې د برخې رول ګټور او ارزښتناک و باله او هيله يي و کړه چې د قا نون د وا کمنې د بر خې نوي سفير و کولاي شي په دغو مواردو کې همکاري لازيا تي چټکې کړي

قاضي القضات دغه راز په ځانګړى تو ګه د امنيتې مسئوليتو نو د ليږد ونې په برخه کې د هيواد دقضا ييه قوې لو مړيتوبو نه بيان کړل اودرو زنې ، فزيکې بنسټو نو ، دقضايي معلوما تو اود قضا يي تعليما تو دمرکزونو د جوړولو ، دقضا يي اجرا ا تو د اسا نه کولو ، په اداري برخو کې د اصلا حاتو اوهم د قاضيا نو د محافظت د قطعي د فعاليت د پرا ختيا په لاره کې دقضا ئيه قوې پرو ګرا مو نه بيان کړل او زيا ته يي کړه چې ددغو هدفو نو په تحقق کې پرمختګ له شک پرته د نړيوالې ټولنې په تيره بيا ددوست هيواد دامريکا د متحده ايالاتو په همکاريو پورې اړه لري چې موږ د هغه څه په نسبت چې پخوا شوي دي اويا ټا کل شوې ده په را تلونکى کې وشي ،مننه او قدردا نۍ کوو .

وروسته په کا بل کې د ا مريکا د سفارت دقا نون د وا کمنې د برخې سفير استيفن جيمک فارلا ند د اړوندى برخې د پروګرامو نو په باب خبري و کړې اود افغا نستان له قضا ئيه قوې سره همکاري يي خپل  کاري لو مړيتو بو نه وبلل او زياته يي کړه چې دسفارت دقا نون د وا کمنې برخه به دغه راز د قانون د وا کمنې په ټينګښت اود افغا نستان له عد لي او قضا يي ارګانو نو سره په بشپړى همغږي کې په هر اړ خيزو هلو ځلو سره عمل و کړي او هوډ منه ده چې په دې لاره کې د پخوا په شان لا زمي ما دې او معنوي مرستې او همکاري وکړي

 په دې کتنه کې دقضا ئيه قوې عمومي ا مر ډاکتر عبدالمالک کا موي هم حاضر

ګرانو هيوادوالو، خويندو او وروڼو

السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

 دالله تعالي ډير ډير فضل دى چې صحيي خدماتو دزياتيدو اوپراخيدو سره  دا  وروستۍ لس کلونو په هيوادکې دميندو او کوچنيانو دمړي په شميرکې کافي لږوالې ليدل کېږي او خصوصا دکوچنيانو ددطفوليت ددوري دناروغيو په مخنيوي  کې موهيواد ښه بريالي دي

 ګرانو هيوادوالو    ټول کوچنيان ترپنځه کلني  پوري دطفوليت ددوري دناروغيو له خطر سره مخامخ دي  ، مګر دا ناروغي ټول يې واکسينونه لري   چې دوالدينو په توجه او په خپل وخت  ماشوم ته دواکسينونو دتطبيق  له  لاري دطفوليت ددوري دناروغيو مخنيوي کېږي اوکوچېني مو په دغه ناروغيو نه اخته  کېږي .

 دطفوليت  ددوري  په ناروغي کې ترټولو خطرناکه ناروغي دکوچنيانو دګوزڼ ، فلج يا پوليو ناروغي ده چې که ماشوم پرې اخته شي نو فلج کېږي دکوچني اينده ورخرابوي کورنۍ يې په غم او ويراخته کيږي اوپه نهايت کې ټولنه ډيره  زيانمنه کېږي.

خويند او وروڼو  دپوليسو يا ګوزڼ واکسين ددوره يي اوپرخپل وخت تطبيق له لاري دا څوکاله په هيواد کې  دکوچنيانو دغي خطرناکې ناروغي واقعات دوره لږ شوي و چې په حساب کې نه راتلل ا وتيرکال افغانستان د پوليوسره  په بريالي مبارزه کې  دجهاني صحيي  موسساتو دتوجه وړ شو او ستاينه يې وشوه تيرکال په هيواد کې دماشومانو دګوزڼ ټولي پنځه ويشت پيښې ثبت شوي دي  خو متاسفانه سږکال  دپوليو يا دفلج دناروغي  پيښې دهيواد په کوچنيانو کې دتيرکال په نسبت ډير شوي دي او متاسفانه دهيواد په اتلسو ولايتونو کې  مو اتياکوچنيان دګوزڼ يافلج په مرض اخته شوي دي  .

درنو هيوادوالو  !  ددي زياتوب علت  دا دي چې زموږ دغو اتيا کوچنيانو ته دپوليو دواکسين قطري نه دي رسيدلي اويا هم نه دي ورکول شوي دغو ماشومانو ته دواکسين دنه رسيدلو يو دليل ښايي دا وي  چې ددوي داوسيدو دسيمو دناامنيو له امله دپوليو دواکسين  دتطبيق صحيي کارکوونکې دغو سيمو ته نه  وي تللي اويا دا چې والدين  يي په خپلو کوچنيانو  دپوليو  دواکسين  دتطبيق لپاره صحيي رضاکارانو ته يې اجازه نه وي ورکړي يعني خپل کوچني به يې دواکسين تطبيق ته نه وي پريښي او  واکسين به يې ورکړي نه وي .

محترمو کورنيو، عزيزانو  پلرونو اوميندو  د کوچنيانو دفلج کېدو اويا معلوليدو موضوع موږ ټولو ته ډيره  ډيره مهم  ده  زما دا غوښتنه ده چې دهيواد يوبچې هم په دې ناروغي اخته نه شي  له دې لپاره  چې زموږ په هيواد کې دپوليو واقعات نور ونه ليدل شي ترټولو دمخه دکوچنيانو له ميندو او پلرونو څخه  هيله لرم  ارزو لرم  چې خپلو کوچنيان په ټاکلو وختونو کې دپوليو دواکسين دتطبيق کارکوونکو ته بوځي  او دواکسين قطري پرې وخوري او که په کوم علت  کې يې په ټاکلي ورځ داکار ونشواي کړاي نو دى بله ورځ نږدي کلينيک ته ور وړوي  اودپوليو دواکسين قطري دې ضرورت پري وخوري او کله هم چې دواکسين دتطبيق کارکوونکې کورته ورشي دروازې ته ورشي او پرخبرشي  چې راغلي دي دماشوم دواکسين لپاره  نوهرو مرو دخپل بچې دصحت اواينده لپاره اودښه ژوندانه لپاره دواکسين دا قطري پرې وخوري  او نور واکسينونه  ور ولګوي په دې  ځاى کې دهيوادله ټولو ديني علماو دمساجدو له خطيبانو او قومي مشرانو څخه ارزو لرم او هيله لرم او  وار وار يې لرم  چې دوطن  له کوچنيانو سره دمرستي په خاطر  هروخت په خپلو کليو کې دپوليو دواکسين او دنورو واکسينونو دتطبيق دصحيي کارکوونکې دفعاليت زمينه برابره کړي که مخالفين  او څه نورکسان دجهالت اوناداني څخه دواکسين دتطبيق مخنيوي  کوي  دکليو علما اومشرانو بايد دوى په دي وپوهوي  چې کوچنيانوته   دپوليو دواکسين نه رسيدل دوطن له بچېانو سره دښمني ده  زموږ ټولو دا وظيفه ده چې هرو مرو خپل بچېان ددي ډول ناروغيو چې هرو مرو خپل بچېان ددي ډول ناروغيو چې موږ يې مخکې لا  واکسين علام کولاي شو  وژغورو .

 تر بلي وينامو په مخه ښه ښاد او اباد اوسي او دکوچنيانو واکسين مه هيروي.