16 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اووه تنه وسله وال طالبان په فارياب کې دسولې له بهيرسره  يوځاى شول .

اووه تنه وسله وال طالبان په فارياب کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول .

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه : اووه تنه وسله و ال...

استاد دانش :  امارتي، عبوري اولنډ مهال حکومتونه  صفر نفطې  ته ستنيدل دي .

استاد دانش : امارتي، عبوري اولنډ مهال حکومتونه صفر نفطې ته ستنيدل دي .

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دويم مرستيال...

جمهوررئیس غني د ترکیې د دفاع وزیر خپل حضور ته ومانه

جمهوررئیس غني د ترکیې د دفاع وزیر خپل حضور ته ومانه

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

کابل باختر د چنګاښ  اتلسمه

  دولايتونو داطلاعاتو اوفرهنګ نويو تاکل شويو رييسانو له معرفي کيدو وروسته په کار پيل وکړ .

 دباختر اژانس دخبر له مخې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت

دوه ويشت تنه نوى ټاکل  شوې  ولايتي رييسانو چې دسيالۍ  په ازموينه کې  بريالي شوي  او دجمهوري رياست له خوا يي ټاکنه منظوره  شوې  وه

 داطلاعاتو او فرهنګ وزارت داستازو او اړوندو واليانو له خوا له معرفي کيدو وروسته په کار پيل وکړ چې نومونه يي په دي ډول  دي .

  _  محمد رستم دپروان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس .

_عبدالواحد هاشمي   دکاپيسا ولايت   ر رر                 رر

 _  محمد شفيق پوپل  دلوګر ولايت            رر                 رر

_ محمد بشير محمدي  دپکتيکا ولايت   رر                  رر

_ اورنګ صميم  دننګرهار ولايت             رر                    رر

_  غلام حسين  ددايکندي ولايت                 رر                 رر

_ عبدالقيوم  حکيمزي  دکونړ ولايت            رر                رر

 _ عاقبت الله اديب يار  د تخار ولايت  داطلاعاتو او فرهنګ رييس

 _ شکريه  اصيل  دبغلان ولايت  رر                         رر                    رر

 _  عبيد الله نيازي  د کندز ولايت  رر                     رر                     رر     

 _ فتح الله  وافي دسمنګان ولايت رر                          رر                  رر    

_  صالح محمد خليق  د بلخ ولايت  رر                      رر                 رر          

 _ عظيم الله  دجوزجان ولايت         رر                       رر                      رر

 _  احمد شاکر  د فارياب ولايت    رر                        رر                          رر

 _ ارياروفيان  دبادغيس ولايت     رر                         رر                          رر

 _ احمد احسان سروريار د هرات ولايت                  رر                            رر

 _  فريد احمد  د فراه ولايت                رر                    رر                           رر

 _ امان الله عبيدي  دنيمروز ولايت  رر                     رر                 رر               

_  عليشاه  مظلوميار   دهلمند  ولايت  رر                رر                رر             

_  جلال الدين نورستاني  دنورستان ولايت  رر       رر                    رر           

 _ محمد امين  شاه  دخوست ولايت           رر          رر                      رر       

 _  غلام رسول  دپنجشير ولايت                رر          رر                           رر

 داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دبشري منابعو رييس روح الامين حبيبي  باختر اژانس ته وويل دغه رئيسان  درقابتي دازمويني له مخې او دوړتيا ، لياقت او داهل کار ته دکار دسپرلو په پام کې نيولو سره ټاکل شوي دي .

 ده زياته کړه ډير ژر به  د نورو ولايتونو داطلاعاتو او فرهنګ  درياستونو دکانديدانو  رقابتي  ازموينه واخستل شي .

  پخوا هم دوزارت دمرکز يوولس  تنه رييسان درقابتي ازمويني له لارې د رتبو او معاشونو په نوي سيستم کې شامل شول .

کابل باختر د چنګاښ  اتلسمه

 دمشرانو جرګي رييس  فضل هادي مسلم يار  نن دخپل کار په دفتر کې  په کابل کې داستراليا جمهوريت له سفير  پاول  فول  سره افغانستان ته ددغه هيواد دپارلماني هئيت  دسفر دمقدماتو په باب  خبري وکړې .

  باختر اژانس ته دمشرانوجرګي  دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ، په دې کتنه کې  پاول افغانستان ته  داستراليا  د سنا مجلس درييس  جان هاک په مشرۍ ددغه هيواد دپارلماني هئيت دسفر په باب  معلومات ورکړل او وي ويل ټاکل شوې ده  دروان کال  دوږي دمياشتې په لومړيو وختوکې ددغه  هيواد ددواړو مجلسونو شپږ  کسيزه هئيت  افغانستان ته  سفر وکړي  چې دملي شورا  له يو شمير غړو سره  په کتنې  سربيره به  له نورو افغاني مقاماتو سره  دعلاقي وړ موضوعګانو په باب  خبري وکړې . او زياته يي کړه : چې داستراليا او افغانستان ترمنځ  ستراتيژيکي تړون  چې دافغانستان دجمهور رييس او داستراليا  د صدراعظم  له خوا  د شيکاګو  دکنفرانس تر څنګ  لاسليک شو  په ملي شورا کې په تصويب سره به يې  ددواړو هيوادونو ترمنځ دهمکاريو  نوى فصل  پرانستل شي .

   په کتنه کې دمشرانو جرګي رييس په داسي حال کې چې  له افغانستان سره داستراليا او دنړيوالې ټولنې  دپخوانيو مرستو له امله  قدردانۍ وکړه وي ويل چې دملي شورا دمشرانو جرګه  د استراليا  پارلماني هئيت ته  دهرکلي لپاره  چمتو دي  او هيله يي وکړه  چې ددغه هيواد  په راتګ سره  دافغانستان بيا رغاونې  او جوړولو او دهيواد دامنيتي ځواکونو  پياوړتيا ته زياته پاملرنه وشي  او زياته يي کړه چې  ددواړو هيوادونو ترمنځ  د پارلماني  هئيتونو سفر  ددواړو دولتونو ترمنځ اړيکي  لاپسي ټينګوي .

  دغه راز  په غونډه کې دمشرانو جرګي رييس  دستراتيژيکي تړونونو دارزښت او دافغانستان په اوسنيو شرايطو کې دهغه دلاسليک په اړتيا باندې ټينګار وکړ او وي ويل  چې په ملي شورا کې  دخلکو  استازي به  له خپلوملي ګټو سره سم  د ستراتيژيکي  تړونونو په  باب  تصميمونه ونيسي .

  ديادونې وړ ده چې  استراليايي ځواکونه دناتو دپوځيانو  په چوکاټ کې  په ارزګان ولايت کې دهيواد  دامنيت په تامينولو کې  همکاري کوي .                          

کابل باختر د چنګاښ  اتلسمه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن له غرمې مخکې په توکیو ښار کې په خپل استوګنځي کې د ملګرو ملتودسازمان له سرمنشي بانکي مون سره وکتل.

باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبو عاتي دفتر دمعلوماتو له مخې

په دې کتنه کې جمهور رئیس په توکیو کنفرانس کې د ملګروملتو د سرمنشي د ګډون له امله مننه وکړه.

 

د ملګرو ملتو سر منشي وویل چې د ملګرو ملتو سازمان له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې حضور لري او د اوږد مهال لپاره به په دې هېواد کې پاتې شي.

 

ده همدا راز وویل چې د افغانستان له غوښتنې سره سم، دغه سازمان چمتو دی چې د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو کې مرستې وکړي.

 

په دې کتنه کې د ماشومانو د زده کړې د ښه والۍ، په بېلابېلو برخو کې د ښځو د رول د زیاتوالي، له فساد سره د مبارزې، د بشري حقونو د پراختیا او نورو موضوع ګانو په اړه هم خبرې اترې وشوې.

 

بانکي مون یو ځل بیا په صراحت سره وویل چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشپړ ملاتړ شته.

 

په مقابل کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي وویل چې نړيواله ټولنه دې له افغانستان سره په شفافو، عادلانه او له مداخلې پرته ټاکنو کې مرسته وکړي، چې پایله یې د افغانستان د خلکو لپاره هم د منلو وړ وي.

 

جمهور رئیس وویل چې د افغانستان حکومت د بشري، ښځو او ماشومانو د حقونو د لازیات تامین په برخه کې ژمن دی.

کابل باختر د چنګاښ  اتلسمه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن په توکیو ښار کې په خپل استوګنځي کې د جاپان، آلمان او فرانسې له بهرنیو چارو وزیرانو سره په جلا جلا توګه وکتل.

باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبو عاتي دفتر دمعلوماتو له مخې

ددغو کتنو محور په برياليتوب سره د توکیو د کنفرانس جوړېدل، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ملاتړ، په تحول لسیزه کې د هېواد پراختیا او انکشاف، د ملي نهادونو پیاوړي کول، له فساد سره مبارزه، راتلونکي انتخابات او په بېلا بېلو برخو کې د ښځو ډېر رول، و.

 

حامد کرزي په دغو کتنو کې د بشري حقونو او دغه راز د ښځو او نجونو د حقونو تأمین د افغانستان د حکومت لومړیتوبونه وبلل، ویې ویل چې د فساد په وړاندې مبارزه د حکومت د اصلي پروګرامونو په سر کې راځي.

 

جمهور رئیس وویل، څومره چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ښځو د ژوندانه د وضعیت د ښه والي لپاره بېړه کوي په هماغه اندازه په دې برخه کې د ښځو او نجونو صبر او حوصلې او دغه راز د علم او پوهې زده کړې ته اړتیا لیدل کېږي.

 

حامد کرزي زیاته کړه: د فساد په وړاندې مبارزه د ملي او نړيوالو نهادونو زیاتو همکاریو ته اړتیا لري.

 

په دغو کتنو کې د جاپان، آلمان او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو د امنیتي مسؤولیتونو د انتقال او دغه راز د سولې او پخلاینې له بهیر سره خپل ملاتړ څرګند کړ.

 

جمهور رئیس د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر د سیمې په ګټه وباله، څرګنده یې کړه چې په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان، سیمې او نړۍ په ګټه دی.

 

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره ددغه هېواد د نورو همکاریو تر څنګ وویل چې هېواد یې ژمن دی چې د راتلونکو درېیو کلونو په جریان کې له افغانستان سره دری میلیارد ډالره مرسته وکړي.

 

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او له افغانستان سر ه یې خپل ملاتړ اعلام کړ.

 

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هم له افغانستان سره د خپل هېواد او اروپایي اتحادیې ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړ او ویې ویل چې په کابل کې به د ماشومانو روغتون چې د فرانسې لخوا جوړ شوی دی، پراخه کړي او تر څنګ به یې د طبي زده کړو یو مرکز جوړ کړي.

 

ده د امنیتي مسؤولیتونو د دریم پړاو چې په هغه کې د کاپیسا ولایت هم راغلی دی او له مخې یې له فرانسوي ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت مسؤولیت لېږدول کېږي، هر کلی وکړ.

 

جمهور رئیس په کابل کې د ماشومانو د روغتون د پراختیا دطرحې هر کلی وکړ او هغه یې د افغانستان له خلکو سره د فرانسې لویه مرسته وبلله.