10 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني: زما او د حکومت اراده داده چې د فساد رېښې وچې شي

جمهوررئیس غني: زما او د حکومت اراده داده چې د فساد رېښې وچې شي

کابل باختر د ليندى اتلسمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په يکاولنګ  کې ددووښوونځيو ودانۍ  ګټې  اخستنې ته وسپارل شوې

په يکاولنګ کې ددووښوونځيو ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

کابل باختر د ليندى اتلسمه : دباميانو ولايت په يکاولنګ ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

-  کابل باختردکب دمياشتې ١٨ :

په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان ماموريت ديوبل کال لپاره اوږدشو.

دباختراژانس دخبرله مخې :  دملګروملتو دسازمان سرمنشي بان کې مون پرون دملګروملتو دسازمان  دامنيت له شورا څخه وغوښتل چې په افغانستان کې دملګروملتودسازمان  دماموريت دوره يې ديوبل کال لپاره اوږده کړي.

ددغه سازمان دماموريت دوره د ١٣٩١ کال دوري دمياشتې په څلورمه نيټه  چې دروان  ميلادي کال دمارچ له دري  ويشتمې سره برابره ده پاى ته رسيږي.

دملګرو دسازمان سرمنشي  دامنيت شورا ته په يو رپوټ کې ويلي دي افغانستان يو داسې هيواد  دي چې دوچکالي ، سوړ اوستونزمن ژمي  او د زلزلې په شان  له طبيعي  پيښوسره مخامخ دي او دغه  عوامل په دغه هيواد کې  دپرمختيا دخنډ سبب شوي دي.

بان کي مون زياته کړې ده ښايي ديوشمير سيمو امنيت چې امنيتي مسووليتونه يې دافغانستان امنيتي ځواکونونو ته سپارل شوي دي ښه شوي دي  خو دَبشرله حقوقو څخه  دسرغړونې دزياتوالې رپوټونه هم ترلاسه شوي دي .

په افغانستان کې دملګروملتو ماموريت يا يوناما څه ناڅه يوزرو اووه سوه  تنه کورنۍ او بهرني کارکوونکي لري .

کابل باختردکب دمياشتې ١٨ :

دروسيې يوه  جګپوړي مقام ويلي دي چې ځانګړي روسيې اوپاکستاني ځواکونه په افغانستان کې دنشه يي توکو دتوليد په مرکزونو دبريد لپاره چمتو کېږي .

دروسيي دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزي درييس ويکتورايوانوف دغه څرگندونې دافغانانو له جدي غبرګون سره مخامخې شوي دي.

دباختراژانس دخبرله مخې  دروسيې دنشه يي توکوپرخلاف رييس ويکتور ايوانوف په دې وروستيو وختو کې ويلي دي چې دروسيې اوپاکستان  ځانګړي ځواکونه به  په راتلوونکو ورځو کې په افغانستان کې دهيروئينو دتوليد دمرکزونو د دړي وړي کولو په مقصد يو لړګډعمليات ترسره کړي اوپاکستان يوه ځانګړي ډله روسيې ته استولې ده چې په دي اړوند زده کړي وکړي.

ويل شوي دي چې دغه عمليات به دافغانستان په ختيځ کې ترسره شي.

دروسيې ديوه جګپوړي مقام دغه څرگندونې په داسې حال کې کېږي  چې افغاني مقاماتو په وار وار په دغو خبرو ټينګار کړي دي  چې په افغانستان کې دنشه يي توکو پديده يوه تپل شوي  پديده ده  او جرړي يې دافغانستان له پولو څخه بهر خړوبيږي .

له بلې خوا افغانان  په هيواد کې  په پخواني شوروي اتحاد پوري اړوند  دسره پوځ له تيرې څخه ترخي خاطري لري  . دغه رازپاکستان دافغانستان په کورنيو چارو کې په پرله پسې لاسوهنو اوله هغو تروريستي بانډونوسره  په ملاتړ سره  چې په خپله له نشه يي توکو څخه تمويليږي  دافغانانو ترمنځ  ناوړه هويت لري  . له شک پرته  زموږ په هيواد دنشه يي توکو دتوليد دمرکزونو دله منځه وړلو ترپردي لاتدې ددغو دواړو هيوادونو پوځي  عمليات به ددغو دواړو هيوادونوپه وړاندې دافغانانو غبرګون زيات کړي.

 په ولسي جرګه کې دننګرهار ولايت دخلکو استازي اوددغه مجلس دنشه يي توکو ، مسکراتو اوداخلاقي فساد پرخلاف دمبارزي دکميسيون غړي پيربخش ګرديوال وايي   موږ له دې کار سره  موافقه لرو چې دسيمي په کچه دنشه يي توکو پرخلاف مبارزه دي بايد په همغږي کې وي موږ دقاچاق وړونکو بانډونو په اړوند داطلاعاتو  په راکړي ورکړي باندې زيات ټينګار کړي دي.  خو زموږ په هيواد کې پوځي عمليات هغه هم له  افغان مرکزونوسره  له  همغږي پرته  په هيڅ صورت توجيه کېداى نه شي ښه به وي  روسيې اوپاکستاني مقامات هغه څه چې په واک کې يي لري افغان چارواکو ته وسياري له شک پرته  افغانان  له قاچاق وړونکو بانډونو سره دمبارزي توان لري . ښه به وي  موږ دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزي په لاره کې ښه همکاري و اوسو.

دولسي جرګي پخواني غړي نجيب الله کابلي  چې دولسي جرګي  دنشه يي توکو ، مسکراتو اوداخلاقي فساد پرخلاف دمبارزي  دکميسيون غړيتوب درلود وويل   افغان امنيتي ځواکونه په دي ظرفيت  کې دي  چې وکولاي شي له چا سره څه وکړي . موږ افغانان خواشيني يو چې روسيه  دداسې هيواد ترڅنګ دريدلې ده  چې په خپله دنشه يي توکو قاچاق کوي . داپاکستان دي  چې  دخپلو استخباراتوله لارې يې په افغانستان کې دکوکنارو کرکېله پراخه  کړې ده  له بلي  خوا دپاکستان  په قبايلي سيمو کې په زياته پيمانه کوکنارکرل کېږي  چې دغير علاقي په نامه پوليس نه شي کولاي هغه ځاى ته لاړشي  . ښه به وي چې دغه دواړه هيوادونه دخپلو ستونزو دحل کولو په فکرکې واوسي  نه دا چې په نوروځايونو کې دعملياتوپه فکرکې وي .

دنجيب الله په عقيده پاکستان غواړي دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزي په پلمه دا ځلې ځان دروسانو ترڅنګ ودروي  اوخپلي کورنۍ اوبهرني ستونزي  په افغانستان کې دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزي  په نامه پټي کړي .

په همدي حال کې  دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزي په چارو کې دکورنيو چارو وزارت معين جنرال بازمحمد احمدي په دي ټينګار کوي چې په افغانستان کې له نشه يي توکوسره دمبارزي په برخه کې  هرعمل دې بايد  دافغانستان له دولت سره په همغږي  کې ترسره شي .

ده  دافغانستان ، تاجکستان ، روسيې اوپاکستان دڅلور اړخيزي غونډي په  اړوند وويل چې تراوسه پوري ددغې موافقې  نه دى بشپړي شوي .

ده دروسيې اوپاکستان دگډو عملياتو په اړوند څرگنده کړه  چې دغه دواړو هيوادونه کولاي شي په خپلو کې اطلاعات تبادله کړي .

 دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي دچارو کارپوهان وايي  ددغه افغان مقام له خبرو څخه داسې  جوتيږي  چې دافغانستان دولت  له نشه يي توکوسره دمبارزي په برخه کې بهرنيو ځواکونو ته دعملياتو اجازه نه ورکوي .

که چېري پاکستان چې افغانانو ته بد هويت لري په دغه شان عملياتو کې ځان ته ځاى پيدا کړي له شک پرته به دافغانانوله سخت غبرګون سره به مخامخ شي .

په ملي شورا کې دخلکو ځينو نورو استازو ويلي دي که چېري روسيه اوپاکستان له يوبل سره په لاس يو کولو کې په افغانستان کې په پوځي عمل لاس پوري کړي په حقيقت  کې دوي دافغانانو په ملي واکمني باندې تيري کړي دي .

بايد دغه دواړه هيوادونه خپلو عملونو ته متوجه و اوسي .

کابل باختردکب دمياشتې ١٨ :

دامريکا جمهوررييس بارک اوباما وويل هيواد يې د افغانستان  په اوږدمهالو همکاريو ژمن دي.

دباخترا ژانس دخبرله مخې دامريکا جمهوررييس پرون په واشنګتن کې خبريالانو ته وويل موږ دافغانستان له دولت اوخلکو سره دستراتيژيک مشارکت علاقمنديو.

ده زياته کړه که چېري ډاډمن شو چې افغانستان نور دالقاعده خوندي ځاى نه دى  او په دغه هيواد کې ثبات واکمن دي زموږ سرتيري به له دغه هيواد څخه ووځي .

سپينه ماڼۍ علاقمند دي چې دافغانستان له دولت سره  ستراتيژيک تړون دناټو دمشرانو له غونډي مخکې چې دمې په مياشت کې په شيکاګو کې جوږيږي لاسليک کړي.

دشيکاګو غونډه به په عمده ډو له ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان دحالاتو په باب تمرکز ولري.

دافغانستان دولت ددوديزي لويې حرګي  دلارښوونو په پام کې نيولو سره دافغانستان دولت  ته دهغو جيلونو دچارو سپارل چې دامريکا ترکنترول لاندې دي او دشپې دعملياتو بندول او دامريکا له حکومت سره دستراتيژيک تړون  لاسليک کولوشرط بللي دي .

دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس حامدکرزي د ډاډ ګيرنې او خواخوږي  پيغام .

 په ژوري خواشيني سره مې خبر ترلاسه کړچې دهيواد يو سابقه لرونکي طبيب  سمونوال ډاکتر محمد موسي  معارج دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شو

 انا لله وانااليه راجعون

  ارواښاد ډاکتر محمد موسي معارج کلونه کلونه دهيواد د ملي پوليسو دځواکونو په روغتونونوکې خدمت وکړ او هيوادوالو ته يې روغتيايي خدمتونه وړاندي کړل  مړينه يې ضايعه ده .

 دخپلې ډاډګيرنې  او خواخوږي مراتب دارواښاد کورنۍ او دوستانو او دبغلان ولايت خلکو ته وړاندي کوم او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه متوفي ته دمغفرت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم .