17 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د دولسو پروژو کار بشپړ شو

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه : د کليو د بيا...

شپيتو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

شپيتو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه : د کليو د بيا...

په ننګرهارکې د اوبو رسولو يوه شبکه جوړيږي

په ننګرهارکې د اوبو رسولو يوه شبکه جوړيږي

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه : د اوبو رسولو د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

کابل باختر د ليندي درې ويشتمه :
يوسړى دهرات دابتداييه ښارې محکمې له خوا دتيرايستلو او بډې اخستنې په تور په مجازاتو محکوم شو .
دهرات دابتدائيه ښاري محکمې  دعامه امنيت دديوان په قضايي  علني غونډه کې دهغه سړي نسبتې دوسيه چې څه موده مخکې يې په ښاري محکمه کې تر دوران لاندې دفاميلي قضيې دحل کولو په خاطريې دهرات ولايت له يوه اوسيدونکى څخه دپنځه شپيته زره افغانۍ نغدې  پيسې  دبډې په توګه اخستې وې ، وڅيړل  شوه چې  دمحکمې له پريکړې سره سم دغه سړى دشپږو مياشتو په تنفيذي بند اود قضيې زيانمن سړي ته  دپنځه شپيتو  زرو افغانيو دورکولو په مجازاتو محکوم شو .
ديادونې وړ ده چې په ټاکلې  موده کې ددغه تورن داستيناف غوښتنې حق محفوظ  اعلام شو .

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٢  نيټه  :
د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين  سيد آقا حسين فاضل سانچارکي په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:
په دې  غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين او د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې يو شمېر غړو د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالي د قضيو د دوسيو د څيړنې او په دې مسئله کې د دغې کمېټې د زياتې همغږۍ په باب خبرې اترې وکړې.
دغه راز سيد آقا حسين فاضل سانچارکي د خبريالانو پر خلاف د تاوتريخوالي د قضيو د دوسيو د څيړنې په چاروکې د کميسيون د غړو او د اړوندو بنسټونو ترمنځ په زياتې همکارۍ ټينګار وکړ.
په دې غونډه کې د حکومت  او رسنيو د ګډې کمېټې د کاليزې د نمانځنې په باب هم خبرې وشوې او په دې برخه کې يو لړ تصميمونه ونيول شول.
د حکومت او رسنيو ګډه کمېټه يو کال مخکې د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالي د قضيو د دوسيو د څيړنې په مقصد جوړه شوه او د دې ترڅنګ يې  د هېواد د رسنيو ملاتړ په خپل لومړيتوب کې نيولى دى.
پاى \ ج  \  ذ

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٢٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خوست ولایت د مندوزیو ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
د اجراييه رياست د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړی د خوست ولایت دغو قومي مشرانو او مخورو خپلې ستونزې له اجرائيه رئيس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
هغوی په دې ولایت کې د ملي اردو د تاسیساتو له لوري د خلکو د کورونو جوړولو د مخنیوی نه شکایت وکړ او په دې ولایت کې یې د پوهنیزو، روغتیايي او ټولنیزو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټرعبدالله عبدالله ډاډ ورکړچې د دوی ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکې کړي او د حل لپاره به یې کوټلي اقدامات وکړي.#
پاى_ذ

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٢٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو او سیاسي ګوندونو تر عنوان لاندې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ یا فیفا له لوري جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
د اجراييه رياست د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد اجرائيه رئيس په ټاکنو او سیاسي ګوندونو کې د ښځو ونډه حیاتي او مهمه وبلله او ویې ویل، له بده مرغه چې د ملي یو والي حکومت په شمول په تېرو شپاړلسو کلونوکې حکومت د ګوندونو د سالمې ودې او پکې د ښځو د رول پياوړتیا ته کار نه دی کړی.
اجرائیه رئيس د ګوندونو قانون د تعدیل او پکې د ښځو د ونډې زیاتوالي نه ملاتړ اعلام کړ او ویې ویل، چې پارلمان دې هم په دې برخه کې همکاري وکړي.
هغه وویل، چې د ټاکنیزو کمېسیونو د اصلاح په کمېسیون کې ډېر بحث پر دې و چې په ټاکنوکې دې ګوندونو ته هم یوه فیصدي ورکړل شي؛ خو وايي چې ځینو کړیو د یادې مسئلې په قومي کولو سره دا فرصت له منځه یوړ.
اجرائيه رئيس سره له چې د ټاکنو نوی قانون یې له ښېګڼو ډک وباله ویې ویل چې په یاد قانون کې په ټاکنوکې ګوندونو ته سهم ورکول نه دي شامل شوي او دا یوه خلا ده.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې په ټاکنو او سیاسي ګوندونوکې د ښځو د حضور د ډېرېدو د زمینې برابرولو ته ژمن دي، دی او جمهور رييس له دې طرحې ملاتړ کوي.
اجرائيه رئيس د ټاکنو په عادلانه او شفاف ډول ترسره کېدو د ټینګار ترڅنګ ډاډ ورکړ چې کمېسیونونه دې په ناپېيلي ډول خپلې چارې مخ ته یوسي او هیچا ته دې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
هغه وویل: دمګړۍ بې باورۍ او په ځينو برخوکې بې تفاوتۍ شته. دا باید دوام پيدا نکړي. ټاکنیز کمېسیونونه باید خپلې چارې په بشپړ استقلالیت مخکې یوسي. په سختو حالاتوکې کمېسیون کار کړی.
اجرائيه رئيس له سیاستوالو، مدني ټولنو او ټولو افغانانو وغوښتل چې په ګډه د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره کار وکړو څو ستونزې حل او راتلونکي ټاکنې د خلکو له هیلو سره سم ترسره کړو.
نوموړي هر څه ژر د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوه کمبود غړي د معرفي کېدو ژمنه هم وکړه او ویې ویل، چې کميسیونونه دې هم په خپلو ګومارنو کې د ښځو استخدام ته پاملرنه ډېره وکړي.
هغه له ځوانانو او مدني فعالانو وغوښتل چې له روانو جریاناتو څخه ناهیلي نشي، بلکې خپلې پرحق غوښتنې تل مطرح کړي او دوی یې تر شا ولاړ دي.
په همدې حال کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایي مشر محمد یوسف رشید په هېواد کې د ګوندونو په ناسم وضعیت نیوکه وکړه او ویې ویل چې تر اوسه ګوندونه نه دي توانېدلي چې برنامه محور، فراګیر او له قومي او سمتي مسایلو را بیرون شي.
هغه وویل، چې په سیاسي ګوندونوکې د ښځو ونډه په نشت حساب ده او غوښتنه یې وکړه، چې سیاسي ګوندونه باید د ښځو ونډې ته پاملرنه وکړي او هغوی په رهبرۍ کې شریکې کړي.
همدارنگه د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ، د جمهور رييس سلاکارې او د جمهوري غوښتونکو ګوند مشرې اغلې عادله بهرام او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال وسیمې بادغیسي هم غونډې ته وینا وکړه او په ټاکنوکې یې د ښځو د ګډون په زیاتوالي او په سیاسي ګوندونو په رهبرۍ او پرېکړه کوونکو پروسوکې د هغوی د شاملولو په اړه یې خبرې وکړې.
په پای کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ په سیاسي ګوندونو کې د ښځو د ونډې د پياوړتیا په اړه خپله طرحه اجرائيه رئيس ته وسپارله.#
پاى_ذ

 

Page 3 of 1734