22 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

کابل\ باختر \ د زمري ٣١ مه د افغانستان د اسلامي...

 په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري ٣١ مه شل وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي هغه تروریستي بریدونه په کلکه وغندل چې په کابل او مزار  شريف کې زموږ د یو شمېر بې ګناه هېوادوالو د مرګ ژوبلې سبب شول.

په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند  دجمهور رييس  دويندوى دمطبوعاتي دفتر له لارې دباختر اطلاعاتي اژانس رسيدلې ده ويل شوې ده

د لومړنیو رپوټونو له مخې نن له غرمې مخکې د افغانستان دښمنانو د کابل او مزارشریف په ښارونو کې دوه تروریستي بریدونه ترسره کړل چې له امله یې زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوال چې د عاشورا د مذهبي مراسمو په تر سره کولو بوخت وو شهیدان او ټپیان شول.

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی په داسې حال کې چې د بُن په کنفرانس کې له ګډون وروسته د آلمان په هېواد کې په رسمي سفر بوخت دی، ددغه خبر په اورېدو خواشینی شو، او دغه تروریستي بریدونه یې په کلکه وغندل.

 

 حامد کرزي  د محرم الحرام د میاشتې د عاشورا په دې مبارکه ورځ د بریدونو تر سره کول د هغو کسانو کار وباله چې د اسلام او افغانستان دښمنان دي او نه غواړي چې تر اسلامي چتر لاندې مسلمانان په اتحاد او آرامۍ کې ژوند وکړي.

 

جمهور رئیس زیاته کړه چې د افغانستان په تاریخ کې د ټولو مذهبونو پیروان تل د ورورګلوۍ په فضا کې اوسیدلي دي او دا لومړی ځل دی چې په مذهبي مراسمو کې داسې غم لړلې پېښې رامنځته کیږي چې له شک پرته دا د افغانانو د اتحاد او اتفاق ددښمنانو کار دی، خو هغوی دې په دې پوه شي چې په دا ډول کرغېړنو عملونو سره به د افغانانو په یووالي کې خلل رامنځ ته نشي، بلکې د خپلو دښمنانو پر وړاندې به ددې هېواد د خلکو کرکه او نفرت لازیات شي.

 

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد كرزی د دغو بریدونو د قربانيانو كورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي، شهیدانو ته د فردوس  جنت او ټپیانو ته  د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.

 

آلمان ، د بُن ښار

د۱۳۹۰ لمریز کال د لیندۍ ۱۴مه

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

د آلمان صدارعظمې جلالتمآبې مېرمن انګلا مرکل، د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي جلالتمآب بانکې مون، د بهرنیو چارو محترمو وزیرانو، عالیقدر پلاوی، مېرمنو او ښاغلو!

 

د ډېر ویاړ ځای دی چې له  تاسو مېرمن صدراعظمې سره یو ځای د بُن په نړیوال کنفرانس کې برخه والو ته ښه راغلاست وایم.  لس کاله مخکې  په همدغه ښار کې ؤ چې افغانستان له تورتم، ظلمت اوتجريد څخه د خلاصون او له هیلو او ژمنو څخه د ډکې راتلونکې په لور خپل تاریخي سفر پیل کړ. تاسو ټول په دغه سفر کې له موږ سره ملګري وﺉ.

له همدې امله دا ستر امتیاز دی چې له تاسو سره یو ځای د دغې ګډې ژمنې او هڅې لسمه کاليزه نمانځو.

له آلمان سره په لرغونې دوستۍ او اړیکو ویاړو او په تېره یوه لسیزه کې د دغه هېواد له پیوستون او ژمنې څخه مننه کوو . همدا راز غواړم د آلمان له خلکو او حکومت څخه زموږ په نسبت  د صمیمانه کوربه توب په خاطر قدرداني او مننه وکړم.

مېرمنو او ښاغلو!

لس کاله مخکې  په  همدې ورځ، افغانستان له نړیوالو سره د خپلو اړیکو نوې پاڼه پرانیستله. له هغې وروسته، افغانستان د ګډو موخو د تحقق لپاره د نړیوالو همکاریو پر بستر بدل شو. موږ له یو بل سره يو ځای د وینې او پانګې په بیه، له ترهګرۍ سره جګړه تعقیب کړه او په افغانستان کې له څو لسیزو جګړو او نا امنیو وروسته د بیارغونې او د ثبات د ټینګښت لپاره مو گټور ګامونه پورته کړل. نن په بُن کې، تاریخ یو ځل بیا په داسې حال کې راټوکيږي  چې یو د یموکراتیک او د واکمني لرونکی افغانستان له نړیوالې ټولنې سره یو ځای د امنیت د ټینګښت، د سیمه اییزې ملګرتیا او له هغې څخه اخوا د رغنده  همکاریو د ژورتیا او پراختیا لپاره راټولیږي.

د افغانستان لپاره، تېرې یوې لسیزې د افغانستان د خلکو په ژوندانه کې دومره فرصتونه، پرمختګ او اسانتیاوې برابرې کړې چې زموږ د هېواد په تاریخ کې سابقه نه لري. موږ هر اړخیز پراخ سیاسي بهیر رامنځه کړي  دی او د افغانانو په منځ کې مو یووالی ټینګ کړی او داسې زمینه مو برابره کړېده چې افغانستان یو ځل بیا د ټولو افغانانو ګډ کور شي، موږ دړې وړي  ملي او سیمه ییزې ادارې بیا احیا او د یوه  پراخ بنسټه او د یموکراتیک نظام بنسټ مو کېښود.

د بیان د آزادۍ، د را ټولېدلو د حق او د سیاسي مشارکت په شمول د اتباعو اساسي حقونه او آزادۍ د افغانستان په اساسي قانون کې تضمین شوي دي.

د افغانستان امنیتي بنسټونه چې په ۱۹۹۰ کلونو کې د هغو ویجاړتیا د افغانستان په ملي واکمني  باندې نا هیلۍ کوونکی ګوزار وکړ، نن بیا احیا شوي دي. افغان مېرمنو چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې په بشپړه تجريد کې ژوند کاوه، نن یې په افغاني ټولنه کې خپل برحقه ځای موندلی دی او اوس د هغوی په سلوکې  شل په ملکي ادارو اوپه سلوکې ٢٧  په پارلمان کې په کار او په سلوکې ٣٩  په ښوونځیو او پوهنتونونو کې په زده کړه بوختې دي.

په عین حال کې د قانون واکمني  ورو ورو ټینګ شوی او د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والی راغلی دی. دافغانستان وګړو ته داساسي روغتيايي خدمتونو په ړاندې کولوکې له ٩ څخه په سلو کې ٦٠ ته  زیاتوالی موندلی دی، په ښوونځیو کې نوم لیکنه له یو میلیون نه له لږو زده کوونکو څخه ۴،۸ میلیونو زده کوونکو ته رسېدلې ده؛ په تېرو لسو کلونو کې مو ډېر سړکونه چې د هېواد په تاریخ کې ساری نه لري، جوړ کړي دي. په داسې حال کې چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې ګرځنده ټیلیفون وجود نه درلود، نن په سلو کې  ۶۰ افغانان ټیلیفون لري.

مطبوعاتو د کتنې وړ پراختیا موندلې ده. نن ۵۰ ټیلویزوني شبکې خپرونې کوي، ۱۵۰ راډیویي سټېشنونه او له ۸۰۰ زیاتې نشریې او مهالنۍ په هېواد کې فعالیت کوي. د پانګې اچونې په زرګونو کوچني تصدۍ رامنځ ته شوي او یو زیات شمېر افغانان له بل هر وخت څخه زیات په خصوصي سکټور کې په کار بوخت دي. په لنډه توګه ویلای شو چې لس کاله مخکې  له یو بد حالت څخه زموږ  اقتصاد د کتنې وړ وده تجربه کړه او زموږ ناخالصو او ملي عوایدو لږ تر لږه دری برابره زیاتوالی موندلی دی.

خو له دې ټولو سره سره، باید ووایو چې د ثبات لرونکې، په خپلو پښودريدلي او د دیموکراتیک افغانستان لرل چې زموږ د ټولو ګډه موخه ده، دغې موخې لا تراوسه تحقق نه دی موندلی. په واقیعت کې اوسنۍ ننګونې دومره  پراخې او جدي دي چې کولای شي د پرمختګ لوری منحرف او لاسته راوړنې شاته را وګرځوي. لوږه او بيرته  پاتې والی لا اوس هم له عمده ننګونو څخه ګڼل کیږي. زموږ ځوانه ډيموکراسي لرځنده  ده او د افغانستان خلک د ملي پیاوړو، ګټورو او ځواب ورکوونکو بنسټونو د لرلو هیلې ته نه دي رسیدلي.

د پانګې اچونې زيات  کمښت، د موازي جوړښتونو شتون، د فساد ترویج او د معافیت فرهنګ د ځواکمنۍ او باور په لحاظ د بنسټونو د ودې د کمزورتیا سبب شوی دی.

زموږ تر ټولو ستره ننګونه چې تاسې ټول ورباندې پوهېږﺉ د ناامنۍ له امله ده چې زموږ د یو شمېر زیاتو خلکو د ژوند د لاسه ورکولو لامل ګرځېدلې ده او د بیارغونې، اصلاحاتو، پراختیا او ودې په برخو کې زموږ د پرمختګ خنډ شوې ده. القاعده او نور تروریستي سازمانونه له شک پرته چې په سخت  کمزوري شوي. خو د ترورېزم د ګواښ پراخ سیمه اییز اړخونه  هېر شوي او له افغانستان څخه د باندې د تروریستانو د پټنځایونو د شتون ستونزه لاهم دوام لري.

په نتیجه کې تروریستان د سولې او آرامۍ پر خلاف خپلې وینې څښوونکې جګړې ته دوام ورکوي. په داسې حال کې چې دغه ستونزه اوس هم شتون لري، دغه حقیقت د افغانستان ثبات او د سیمې او ټولې نړۍ دايمي  امنیت له جدي خطر سره مخامخ کړی دی.

 

 

 

مېرمنو او ښاغلو!

موږ په افغانستان کې چې کومه لاره ټاکلې ده هغې ته به دوام ورکړو او په هغو ننګونو باندې د لاسبري لپاره چې زموږ په لاره کې پرتې دي، همداسې به ژمن پاتې شو.

مېرمنو او ښاغلو!

اجازه راکړﺉ چې د افغانستان د راتلونکې لپاره خپل نظر له تاسو سره شریک کړم او هغه ګامونه موچې  د دغه نظر د تحقق لپاره په پام کې نیولي دي، تاسو ته بيان کړم. موږ افغانان په یوه سوله اییز هېواد کې د ژوند کولو هیله او ليوالتيا لرو خپل سر کې روزو، په هغه هېواد کې چې په  عزت، خوښۍ، سوکالۍ، د اتحاد او اتفاق په فضا کې وکولای شو  پکې ژوند وکړو.

موږ غواړو چې افغانستان په یو ثبات لرونکې، دیموکراتیک او سوکاله هېواد بدل کړو، داسې هېواد چې د ټولو افغانانو لپاره د امن او سولې کور وي او له خپلو لیرې او نږدې ګاونډیانو او نورو سره دوستانه ګټورې  اړیکې ولري. موږ په کلکه هڅې کوو چې افغانستان یو ځل بیا د هغو کسانو لاسته ورنشي چې دا هېواد د نورو د ګواښ او زیان رسولو لپاره د سرچینې په توګه وکاروي. موږ غواړو چې زموږ هېواد په سیمه کې د امنیت او سولې لپاره یوه ريښتني  پانګه واوسي.

دا د ټولو افغانانو نظر دی، دا هغه نظر دی چې زموږ موخې جوړوي او د یوې ښې او امن لرونکې راتلونکې لپاره زموږ نه ستړي کیدونکو هڅو ته تحرک او خوځښت ورکوي. د دغه نظر د تحقق لپاره به موږ د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې ټینګې کړو او خپلو هڅو ته به په کلک هوډ او ژمنې سره دوام ورکړو. د فساد په وړاندې د مبارزې په لاره کې زموږ هڅو په ګټوره توګه دوام موندلی او په دولتي بنسټونو کې د کفایت د لوړولو، د روڼتیا د رامنځ ته کولو او د ځواب ورکولو په موخه به پراخ اصلاحات تطبیق کړو.

موږ د قانون واکمني  تنفیذه  کړی او په عدلي او قضایي سکټور کې به د اصلاحاتو راوستلو ته دوام ورکړو. په ځانګړې توګه لکه څنګه چې ما په دودیزه لویه جرګه کې د افغانستان له خلکو سره ژمنه وکړه چې موږ به د افغانستان د ملکې خدمتونو د ادارې اصلاح د خپل کار محور وګرځوو تر څو دغه اداره غیر سیاسي او مصؤونه وي او د افغانستان خلکو ته د خدمت کولو ځواکمني  ولري. موږ به د انتخاباتو بهیر اصلاح او هغه به افغاني کړو تر څو په دې ترتیب په دغه هېواد کې راتلونکې انتخابات راڼه، آزاد او د هر ډول درغلۍ او لاسوهنو څخه خوندي پاتې شي.

تېره اوونۍ مو، د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد دوهم پړاو چې د پروان له ولایت څخه پیل شو، اعلام کړ. هیله لرم چې دويم پړاو د ۲۰۱۲ میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې تر پایه پورې چې د هغې په ترڅ کې به افغان ملي امنیتي ځواکونه د افغانستان په سلو کې دنږدي دپنځوسو وکړو د امنیت د ټینګښت مسؤولیت په خپلو غاړه واخلي، سرته ورسوو. د مسؤولیتونو د لېږد بهیر یوازې امنیتي اړخ نه ، بلکې په خپلو ددريدو لپاره د افغانانو هیلو ته د ځواب ورکولو په خاطر یوه اړتیا هم ده.

له دې امله نن ټینګار کوم چې موږ په بشپړه توګه هوډمن یو چې د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد بهیر، د پروګرام له مخې د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې بشپړ کړو.

په عین وخت کې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ناټو په سازمان کې زموږ له متحدینو څخه غواړو چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او سمبالښت ته د هغوی د ظرفیت د لوړتیا په موخه دوام او هغه ته لا پراختیا ورکړي تر څو زموږ ځواکونه دخپلې واکمني  د دفاع  او د خپلو خلکو د ساتنې ځواکمني ولري.

همدا راز موږ به په افغانستان کې دهميشني  سولې د ټینګښت لپاره د ډېرې ډاډمنې لارې په توګه د سولې او روغې جوړې په خاطر خپلو هڅو ته دوام ورکړو. له بده مرغه  چې د سپټامبر په میاشت کې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس او د سولې د عالي شورا د رئیس پروفیسور برهان الدین رباني زړه بوږونکې ترور د سولې لپاره زموږ هڅې له جدي خنډ سره مخامخ کړې.

په دې وروستیو کې مې د سولې د بهیر د راتلونکې په اړوند په دودیزه لویه جرګه کې د افغانستان د ملت له استازو سره مشوره وکړه او په خوښۍ سره دې نتيجې ته ورسيدم  چې د افغانستان خلک د پاکستان له  اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزې همکارۍ په شمول د سولې لپاره د هڅو د دوام غوښتونکې دي. د سولې بهیر به همداسې پراخ، هر اړخیز او ټول شمول وي او هغه طالبان او جګړه ماران چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، له نړیوال تروریزم سره خپلې اړیکې وشلوي، د افغانستان اساسي قانون ومني او سوله اییز ژوندانه ته راستانه شي، کولای شي له دغه بهیر سره یو ځای شي.

غواړم یو ځل بیا د افغانانو د سولې د هڅو لپاره د خادم الحرمین الشریفین او د سعودي عربستان د باچا اعلیحضرت ملک عبدالله د لارښوونې او ملاتړ د دوام په خاطر د افغانستان د خلکو په هیلو باندې ټینګار وکړم.

مېرمنو او ښاغلو!

په داسې حال کې چې موږ له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د بدلون د لسیزې لرلید ته ګورو، افغانستان د تېرو لسو کلونو د لاسته راوړنو د ټینګښت، د پراخ او هر اړخیز امنیت د تأمین او د هېواد د پياوړې اقتصاد لپاره د نړیوالې ټولنې دايمي  مالي ملاتړ ته اړتیا لري. د دې لپاره چې د امنيتي مسوليتونو د لېږد بهیر او د افغانستان اقتصادي پرمختګونه نه په شاتلونکې وي، د افغانستان خلک تمه لري چې دغه کنفرانس دې په همدغه موخه په خپلو روښانه او څرګندو ژمنو ټینګار وکړي.

په څو را تلونکو میاشتو کې باید موږ له خپلو نړیوالو متحدینو سره د افغانستان د را تلونکې اقتصادي ودې په باب  په جدي خبرو اترو لاس پورې کړو. غواړم د افغانستان د دوست او دايمي  ملاتړ کوونکې د جاپان هېواد د حکومت له هغه تصمیم څخه چې د افغانستان د اقتصادي پروګرامونو لپاره په راتلونکې کال کې په توکیو کې په خپل کوربه توب یو کنفرانس جوړوي، مننه او قدرداني وکړم.

د کابل د بهیر په نامه دبرابربهير له مخې، د مرستو د ترسره کولو لپاره نړیواله ستراتیژي باید د هغې له لومړنۍ موخې څخه چې د ثبات ټینګښت دی تر د کاري لومړیتوب په توګه دمراسسو په عزمنتوب په تمرکز سره په اوږدمهالې پرمختيا بدله شي  .

د سترو  بنسټيزوپروژو تطبیق، د کاري فرصتونو برابرول  او د افغانستان د تولیدي سکټورونو پراختیا په ځانګړې توګه کرنه، انرژي او کانونه زموږ په کاري لومړیتوبونو کې دي . زموږ هېواد د زرګونو میلیاردو ډالرو په ارزښت تر ځمکې لاندې بډاي اوزياتې سرچينې لري  او موږ ټولې ممکنې هڅې د افغانستان د ودې اوهميشني  سوکالۍ په ګټه د دغو سرچینو د راسپړلو او له هغو  څخه دګټې اخیستې لپاره ترسره کوو.

په مسلمه  توګه ، د افغانستان راتلونکی په پاى کې  د سیمې د اقتصادي یوخېلوالي په تحقق پورې اړه لري چې افغانستان د هغې مرکز ګڼل کیږي. د افغانستان ښه موقیعت، د ترانزیت، سوداګرۍ او د هېوادونو د نښلولو لپاره د ارتباطي پله په توګه کلیدي رول لوبوي. د یو ثبات لرونکې، باامنه او پرمختللي افغانستان شتون، نه یوازې د افغانانو او زموږ د نړیوالو دوستانو هیله ده، بلکې د امنیت د ټینګښت او د سیمې د ارزښناک  اقتصادي یوخېلوالي لپاره ضروري اړتیا هم ګڼل کیږي. افغانستان چمتو دی چې د سیمې هېوادونه د دوستۍ، پیوستون او ګډې همکارۍ په فضا کې له یو بل سره یو ځای کړي.

یوه میاشت مخکې  د استانبول په ښار کې زموږ د دوست هېواد ترکیې جمهوریت په مشرۍ په جوړ شوي کنفرانس کې د افغانستان نږدې او لېرې دولس هېوادونه سره راټول شول چې د سیمه ییزو ننګونو په باب  چې د همکاریو او باورجوړنې د اړتیا پر وړاندې خنډ شوي دي، په خبرو اترو لاس پورې کړي. هیله لرم چې د استانبول بهیر په کابل کې د ۲۰۱۲ میلادي کال د جون په میاشت کې د بهرنیو چارو د وزیرانو د کنفرانس تر جوړېدو پورې د سیمه اییزو همکاریو د لا ډېر تحرک لامل شي.

مېرمنو، ښاغلو او معززو دوستانو!

تر ډېره موږ او تاسو په ورته غونډو کې د افغانستان په اړوند  لیدنې کتنې لرلي دي، خو  دا ځل په متفاوت کنفرانس کې حضور لرو. د نن ورځې ناسته د هغو هڅو او ګډو مبارزو او قربانیو ثمره ده چې په تېره یوه لسیزه کې مو زغملي دي. نن موږ په داسې حال کې د بُن په ښار کې سره راټولېږو چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ لس کلنه همکاري، د هغو د کتنې وړ لاسته راوړنو چې په ګډه مو لرلي دي او هغه بدلونونه چې دغو لاسته راوړنو د افغانستان د خلکو په ژوند کې څرګند کړي دي، لمانځو. موږ افغانان له نړیوالې ټولنې څخه مننه کوو ، له تاسو ټولو څخه چې د دغه مېز تر شا راټول شوي یاست او د هغو مرستو او قربانیو لپاره چې د افغانستان له  خلکو سره یو ځای تاسو هم ورکړي دي، مننه کوم.

په عین حال کې چې د افغانستان سفر اوس هم دوام لري، زموږ خلک له خپلو دوستانو او متحدینو څخه غواړي چې د یو سوله اییز، سوکاله او دیموکراتیک افغانستان  په نظر ته  ژمن پاتې شي او ددغه نظر د تحقق لپاره د هغوی ملګرتیا وکړي. تېره میاشت د افغانستان د خلکو څه دپاسه                    ٢٢٠٠ تنو استازو له ټول افغانستان څخه د ښځو او نارینه وو په شمول د کابل په ښار کې په دودیزه لویه جرګه کې ګډون وکړ او په یوه غږ او دنظر په يووالې سره يې  له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو ددوام غوښتونکې شول.

لویې جرګې له نړیوالې ټولنې سره د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو د لرلو لپاره زموږ هڅې په کلکه تائید کړې او د دا ډول همکاریو لپاره یې شرایط وضع کړل. له دغو همکاریو څخه موخه هماغه د امنیت او ثبات له ټینګښت سره مرسته او هم د افغانستان راتلونکې اقتصادي پراختیا ده. په دې اړوند  له افغانستان سره د ستراتیژیکو اوږد مهالو همکاریو په باب د خبرو اترو د پیل لپاره د اروپایي اتحاديې د  تصمیم  هرکلی کوو.

موږ په دې باور یو چې دا ډول همکارۍ نه یوازې چې د افغانستان لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره به ګټه رسوونکې وي او په هېڅ ډول به ګاونډیانو او یا نورو هېوادونو ته ګواښ متوجه نه کړي.

مېرمنو او ښاغلو!

د افغانستان  راتلونکی مسؤولیت د افغانانو په غاړه دی او موږ افغانان به د دغه مسؤولیت په ترسره کولو کې ځنډ ونه کړو او زموږ په هوډ کې به بدلون رانشي. خو ستاسو هميشني  پیوستون، ژمنې او ملاتړ، په ځانګړې توګه له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې په دغه لس کلنه دوره کې حیاتي دی، تر څو له تاسو سره یو ځای وکولای شو زموږ لاسته راوړنې ټینګې او د موجودو ننګونو په له منځه وړلو لاس پورې کړو. د افغانستان خلک نه غواړي له اړتیا پرته یوه ورځ هم نور د نړیوالې ټولنې د اوږو بار واوسي. خو بریالیتوب ته د رسېدو او دنه په شاتلونکې  پرمختګ لپاره ستاسو دايمې  ملاتړ ته لږ تر لږه یوې بلې لسیزې ته به هم اړتیا ولرو.

مننه

دفرانسې دبهرنيو چارو وزير الن ژوپى دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس  حامدکرزي سره په  کتنه کې  له  هغه څخه وغوښتل چې  دفرانسې  او افغانستان ترمنځ داوږدمهالو  همکاريو دسنددلاسليک کولو په مقصد د ٢٠١٢ ميلادي کال د جنوري دمياشتې په وروستيو کې فرانسې ته سفروکړي.

دباختراطلاعاتي اژانس ته د جمهوري رياست دويندوى ددفتردمعلوماتوله مخې

په دې کتنه کې  چي پرون له غرمې وروسته  دبن دنړيوال کنفرانس په بهير وشوه دافغانستان داسلامي جمهوررييس حامدکرزي وويل ،  چې اړونده اداري دافغانستان اوفرانسې ترمنځ داوږدمهالو همکاريو دسند په محتوا باندې کار کوي  او هيله لرو چې دغه سند ډير ژر چمتو شي .

دغه راز په دې کتنه کې دواړو لورو  له افغانستان سره په بيلابيلو برخو کې دفرانسې دهمکاريو په باب خبرې اترې وکړي .

ديادونې وړ ده  چې  دافغانستان اوفرانسې ترمنځ داوږد مهالو همکاريو دسند لاسليک کول  دفرانسې د جمهوررييس نيکولاي سارکوزي له خوا دجولاى په مياشت کې افغانستان ته  دهغه دوروستۍ سفر په بهيرکې دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي ته  پيشنهاد شوي و.

دالمان صدراعظمه انګلامرکل  چې پرون يې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي په حضورکې  دبن په نړيوال کنفرانس کې خبري کولي وويل  ، افغان امنيتي ځواکونو ته  دمسووليتونو دليږدونې دبهير له بشپړيدو وروسته  زموږ کار پاى ته نه رسيږي .

دباختراطلاعاتي اژانس ته د جمهوري رياست دويندوى ددفتردمعلوماتوله مخې په دې کنفرانس کې دالمان صدراعظمې  له افغانستان سره  دخپل هيواد دملاتړ په ټينګارسره وويل په تيرو لسو کلونو کې  مو ستر برياليتوبونه درلودل  اوله لسو کلونو وروسته  ددوو هدفونو په خاطر دلته راټول شوي يو.

لومړي  دنړيوالو ګټو په خاطر موږ  په افغانستان کې  دامن اوثبات غوښتنه کوو ترڅو هلته دتروريزم خطر موجود نه وي . او دويم غواړو له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام  ورکړو ترڅو دغه هيواد په خپلو پښو ودريږي او خلک يې  په سوله او آرامي کې  ژوند وکړي .

دالمان صدراعظمې زياته کړه  موږ غواړو افغان امنيتي ځواکونوته له نړيوالو ځواکونو څخه دامنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير په برياليتوب سره پاى ته ورسيږي. او دافغان امنيتي ځواکونو دظرفيتونو دلوړولو او  روزنې په لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو.

دالمان صدراعظمې څرگنده کړه او  ويي ويل  چې دافغانستان ستونزي يوازي  په خپله دافغانانو په لار دحل وړ نه دي .

ميرمن مرکل وويل  چې دافغانستان بيارغاونه له امنيت پرته  ناشونې دي  او دغه راز له ودي پراختيا پرته  امنيت  نه ترلاسه کېږي .