18 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت دبهرنيو چارو د وزير ډا کتر زلمي رسول له خوا د تايلند دشا هي دولت دبهرنيو چارو د وزير په نا مه ددغه هيواد د ملي ورځې له ا مله دمبارکي پيغام ليږل شوى دى

 په پيغام کې دښو مبارکيو د مراتبو دڅرګند ولو په ترڅ کې ددوا ړو هيوادو نو د اړيکو په پراختيا ټينګار شوى دى

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي  هغه تروریستي بریدونه په کلکه وغندل چې  د کندز او کندهار په ولایتونو کې  زموږ د یو شمېر  بې ګناه هېوادوالو د مرګ ژوبلې سبب شول،  .

په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهور رييس ددفتر له لارې دباختر اطلاعاتي اژانس ته رسيدلى ده ويل شوي دي

د کندز ولایت په چوک کې نن غرمه  د یوه ماین د چاودنې له امله  د دغه ولایت د افسوټر د آمر شیرمحمد عرب په ګډون دوه تنه شهیدان او ۱۶ تنه  نور ټپیان شول چې۶ماشومان هم  پکې شامل دي.

همدا راز د کندهار ولایت د خاکریز او میوند په ولسوالیوکې د جمعې او شنبې  په ورځو د دوو جلاجلا چاودنو له امله څلورتنه ملکي وګړي شهیدان او دوه تنه نور ټبیان شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د دغو ترو ریستي بریدونو په غندلو سره ټینګار وکړ چې د افغانستان دښمنان د دا ډول غیر اسلامي عملونو په ترسره کولو سره د بې ګناه خلکو له وژلو او د افغانستان د خلکو د غمونو له زیاتوالي پرته بل هیڅ شي هم  نه شي ترلاسه کولای.

حامدکرزی د کندز او کندهار په ولایتونوکې زموږ د یو شمېر بې ګناه هېوادوالو پر مرګ ژوبلې په ژوره توګه خواشینی شوی او د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.

په کا بل کې د ملګرو ملتو  سا زمان ددفتر هيئت پرون دغور ولايت ته سفر و کړ دغه هيئت په غور ولايت کې د ملګرو ملتو دسا زمان دکړو وړو دڅيړنې په مقصد سفر کړى دى

 د باختر د اطلاعا تي ا ژانس دخبريال دخبر له مخې هيئت په دې سفر کې په چغچران ښار کې د ولايتي شورا له مسئو لينو اودولتي چارواکو سره په غونډه کې په غور کې په تيره بيا دسو لې او اد غام اود بيا رغونې په برخو کې د ملګرو ملتو دسا زمان کړه وړه ارزښتناک بللى دى

دهيئت رئيس وويل په کا بل کې د ملګرو ملتو دسا زمان دفتر به په غور کې د بنسټيزو جوړ ښتو نو د بيا رغا ونې ترڅنګ په غور کې دسو لې او ثبات د تا مينولو لپاره خپلې مر ستې پرا خې کړې

کاناډا وا يې هغه بنديان به چې په افغانستان کې ددغه هيواد له خوا نيول کيږي کا بل ته ونه سپاري او ا مريکا يې ځوا کو نو ته به يي وسپاري

 داسو شيتد پرس له خو لې د ايران ددولتي خبري ا ژانس دخبر له مخې د کا ناډا دبهرنيو چارو وزيرجان بيردپرون وويل چې حکومت يي د ا مريکا له متحده ايالاتو سره موافقې ته رسيدلى دى چې د کاناډا يي ځوا کو نو له خوا نيول شوي کسان په پروان ولايت کې دامريکا ترکنترول لا ندې جيل ته وسپارل شي

 مخکې له دې کا ناډا د افغا نستان د اطلاعا تو په سا زمان کې دطالبانو په غړيتو ب مشکوک ياغيان د کند هار دسرپو زى جيل ته سپارل

له هغه وروسته چې د کا ناډا دولت د تيرکال په دو بي کې په افغانستان کې دجنګې عمليا تو پاى ته رسيدل اعلام کړل ددغه هيواد نهه سوه پنځوس تنه سرتيري په روزنيزو عمليا تو کې د مشارکت په مقصد په افغا نستان کې پا تي شول

 له دې امله کاناډا يې ځوا کو نه په اصولو کې بايد له بنديا نو سره اړيکى ونه لري اود کا ناډا دبهرنيو چارو وزيرهم په دې باب څرګندونې ونه کړې