29 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد ولسي  سندر غاړي ميرمفتون ته د استادى لقب ورکړشو

د هېواد ولسي سندر غاړي ميرمفتون ته د استادى لقب ورکړشو

-کابل/دتلي ٨مه /باختر: له هېواد څخه بهر هنرمندانو د افغانستان ولسي...

 د فراه  د استيناف محکمې نوې رييس په کار پيل وکړ

د فراه د استيناف محکمې نوې رييس په کار پيل وکړ

کابل/دتلي ٨مه /باختر: د فراه والي تاج محمد جاهد د دغه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

کابل باختر دوږي ٢٥
ولسي جرګې دوو کانديد  وزيرانو او دملي امنيت لوى رييس ته دباور رايه ورکړه .
  دباختر اژاسن دخبر له مخې، په هغې غونډه کې  چې نن دولسي جرګې  درييس  عبدالروف ابراهيمي او دخلکو د ٢٤١ تنو استازو په شتون جوړه شوه، لومړۍ  کانديد وزيرانو خپل کاري پروګرامونه بيا کړل او وروسته  رايه اخستنه پيل شوه .
په نتيجه کې يې دکورنيو چارو وزارت  کانديد وزير لوى پاسوال غلام مجتبى پټنګ  د ١٢٩ تاييدي رايو  د  ٩٢ رد رايو  نهه باطلو  رايو او د يوولسو سپينو رايو په ترلاسه کولو سره ، دملي امنيت دلوى رياست کانديد وزير  اسد لله  خالد د ١٤٣ تاييدي رايو  ٧٨ رد رايو  نهو باطلو  رايو او د ١١ سپين رايو په ترلاسه کولو سره  او دملي دفاع وزارت کانديد وزير سترجنرال بسم الله محمدي د ١٢٤ تاييدي رايو  ٩٨ رد رايو  اته باطلو  رايو او د ١١ سپينو  رايو په ترلاسه کولو سره دکورنيو چارو ، دملي امنيت لوى رياست او دملي دفاع وزارت ته لاره پيداکړه
خو دسرحدونو قومونو قبايلو دچارو وزارت کانديد وزير حاجي عزيز الله دين محمد د ١١٧  تاييدي رايو د ١٠٨ رد رايو  اته باطلو  رايو او اته سپينو رايو په ترلاسه کولو سره ونه کړى شول دغه وزارت ته لاره پيداکړي .
 

نيويارک  باختر دوږي پنځه ويشتمه
د طالبانو پرخلاف  دملګروملتو دبنديزونو نويو مقرراتو دجګړې په حال کې ددغې مليشې ډلې مشران دې ته هڅولي دي  چې دسولې دخبرو په باب لومړني  پيشنهادونه وړاندې کړي .
دملګروملتو   دسازمان په يو نوى رپوټ کې ويل شوي دي چې دطالبانو او دافغانستان دحکومت  ترمنځ دسولې  خبرو دپيل په وړاندې زياتې ستونزې شته، دمثال په ډول د سختوالې  په حال کې دجګړې پاى ته رسيدل  او دملګروملتو دسازمان له خوا  دڅارونکي  ټيم ټاکنه له دې جملې څخه دي .
دافغانستان دحکومت د سوله ييزو  هڅو دملاتړ په مقصد په اقدام  او دنړيوالې تروريزم پرخلاف داغيزمنې مبارزې دسختوالې  په خاطر دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا د روان کال دغبرګولې په مياشت کې دطالبانو دګواښونو  او له القاعده څخه دهغوى  جلا کول کله چې بنديزونه  رامنځته کېږي بايد له طالبانو  او القاعده سره  جلا چلند وشي .
  طالبان مخکې  له  دې چې  په ٢٠٠١ کال کې دامريکا له خوا له افغانستان څخه وشړل شي، د پنځو کلونو لپاره يې په دغه هيواد کې واک په لاس کې درلود.
  هغوى  کله چې حامدکرزي دچارو واګې په لاس کې  واخيستل له حکومت سره په جګړه کې دي .
په همدې حال کې دملګروملتو دسازمان دکارپوهانو ټيم اټکل کوي چې دغه بنديزونه به په زيات ګومان سره په افغانستان کې سياسي بهير په پرمختګ او دغه راز په نيول شويو تدبيرونو دبشپړ تطبيق په خاطر مثبته اغيزه ولري .
 

 

کابل- باختردوږي دمياشتې ٢٤ :

دکرخ ولسوالۍ خلک په نږدې راتلوونکې کې دافغان تيلې کام دمخابراتي شرکت  له باکيفيته خدمتونو څخه ګټه واخلي .

دمخابراتو وزير اميرزى سنګين چې دهرات ولايت له مرستيال اصيل الدين جامي په ملګرتيا دکرخ ولسوالۍ ته سفروکړ، ددغه ټکې په بيانولوسره  له مخابراتي  خدمتونو څخه  زموږ ديو زيات شمير هيوادوالو ترپوښښ لاندې نيول. ددغه وزارت له پروګرامونو څخه اعلام کړل  اوپه کرخ ولسوالۍ کې   دخلکو په اقتصادي اوټولنيز حالت دمخابراتي شرکتونو دمثبتو پايلو له امله يې  ډاډ څرگند کړ.

ښاغلى سنګين دهرات ولايت ته دخپل سفر اصلي هدف دجمهور رييس د وروستي فرمان د لارښوونو تطبيق ، له خلکوسره کتنه او دهغوى دستونزو څيړنه وبلله اوله دې امله چې په هرات ولايت کې د مخابراتي شبکو  دپراختيا زمينه برابره ده، خوښي څرگنده کړه .

ده  افغانستان په سيمه کې دلومړۍ هيواد په توګه ياد کړ چې اوس  وګړې يې  دمخابراتي  دريم نسل څخه  برخمن دي .

دمخابراتو وزير وايي:  دهرات اوبادغيس په ولايتونو کې دهيواد دحلقوي واټ دقير په بشپړيدوسره نورې فايبرهم په هيواد کې  ددغه واټ له لارې له يوبل سره نښلول کيږي .

په همدې حال کې دکرخ ولسوال  هم دمخابراتي شبکو د فعاليتونود ساحې دپراختيا غوښتنه وکړه.

داپه داسې حال کې ده  چې نوي مخابراتي تاسيسات  اودافغان تيلې کام شرکت چې په کرخ ولسوالۍ کې جوړشوى دي، ګټې اخيستنې ته چمتو دي .

 

کابل- باختردوږي دمياشتې ٢٤ :

دظرفيت دلوړولو د کميټې مسوولينو په هرات ولايت کې دبشري منابعو دشبکې  دجوړولو  دپروګرام  خبرورکوي.

دهرات ولايت مرستيال اصيل الدين جامي د دولتي ادارو دمسوولينو او رييسانو په غونډه کې چې ددغې شبکې دجوړولو دلارو چارو په باب دخبرو په خاطر جوړه شوى وه، ددغه خبرپه اعلامولو سره د اداري واحدونو په کچه، دبشري منابعودشبکې دجوړولوهدف، دکارونودبهيرله ګړندي کولوسره دهمغږي  او مرستې اعلام کړل.

ټاکل شوى ده له سيمه ييزو ادارو څخه ددغې شبکې دغړو له تشکيل وروسته  خلکو ته داداري خدمتونو دښه والې په باب کار پيل شي .

دهرات ولايت مرستيال دبشري منابعودمديريت دشبکې په جوړولو کې  دبشري منابعودمديرانود ظرفيت دلوړولو په برخه کې دبودجې په پام کې ونيول  چي دښوونکي په توګه به فعاليت وکړي، اشاره وکړه  او د ولسواليو په کچه يې د ظرفيتونو دلوړولو  دفعاليتونو پر پراختيا هم ټينګاروکړ.

ښاغلى جامي وايي: ټاکل شوى ده له دې وروسته د ولسواليو په کچه دريم اداري  واحدونه هم په دوامدار ډول دظرفيتونو دلوړولو پروګرام ته دوام ورکړي. ټاکل شوى ده دغه روزنې دورې دهلپ موسسې په همکاري ترلاس  لاندې ونيول شي .