05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکرونا ويروس  ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت نن...

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : د امريکا د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

کابل\باختر\ دچنګاښ ٧ مـــــــــه

د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن له غرمي مخکې په کابل کې د ملکى خدمتونو د جوړښت ديو ورځنى ورکشاپ د پرانيستلو په مراسمو کې ،مسلمان والى ، ژمنتوب ، مسوليت منل او د هيواد پا لنې روحيه په افغانستان کې ددولت ديو کارکوونکى له سترو او ضروري مولفو څخه و بلل.

باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلو ماتو له مخې : د جمهوري رياست لو مړي مرستيال په دى ورکشاپ کې د خپلې وينا په وخت کې وويل چې د افغانستان په مسلما نه ټولنه کې ددولت هر کارکوونکى دتخصص له لرلو مخکې بايد ديندار، دتقوا خاوند اود خپل دين ، د ندې ،هيواد او خلکو په نسبت ژمن واو سي او خپل هيواد ورباندي ګران وي

دجمهوري رياست لومړى مرستيال زياته کړه لس کاله مخکې په هيواد کې له اوږدو جګړو وروسته دا داردو جوړول او سمون اود ګډودي اوملوک الطوايفى  له حالت څخه د افغانستان را ايستل ، په افغانستان کې د اوسنى نظام ستر برياليتو بونه دي .

د جمهوري رياست  لومړى مرستيال په افغانستان کې داصلا حاتو د بهير اود اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتو نو د اداري د جوړولو پيل ته په پا ملرنې سره يادونه وکړه هغه کارو نه چې د افغا نستان په دولت کې د کارکوونکو په تو ګه کارکوي بايد رسالتمند او مسوليت منونکى واو سي له دې پرته اداره له ګډوډى سره مخامخ کيږي اودپرمختګ له کاروان څخه بيرته پا تې کيږي.

 د افغانستان د اسلامى جمهوري رياست لو مړى مرستيال څرګنده کړه چې د ښو اخلاقو او سلوک لرل ددولت کارکوونکو ته يوه ستره اړتيا ده ځکه په خلکو او په ترلاس لا ندې کارکوونکو مهرباني او امرانو ته درناوي د چارو د بهير د ژوندى کيدو سبب کيږي .

د جمهوري رياست لومړى مرستيال ددولت په دستګاه او ادارو کې دلا زمې همغږي را منځته کول د ښي او سالمى اداري يوه بله مولفه وبلله او زياته يې کړه چې دغه همغږي د کارونو په ا جرا کولو کې ګډې هلې ځلې را منځته کوى او موږ دى ته اړ باسي چې د اموازينو او قوانينو پربنست دکارو نو دپرمختګ په لاره کې نورګامو نه وا خلو .

په ورکشاپ کې دغه راز د اقتصادوزير عبدالهادي ارغنديوال دخبرو په ترڅ کې د هيواد د اقتصاد نه ودې اوغوړيدو دعواملو يادونه وکړه او وي ويل چې افغانستان يو کرنيز هيواد دى او بايد دغه سکتور ته زيا ته پا ملرنه وشي.

 ده دغه راز په هيواد کې ملي وفاق ته رسيدل ډيرمهم و بلل او زياته يې کړه چې په هيواد کې ټول موجود جوړښتو نه بايد په همدې تګلوري کې حرکت وکړي.

 ده په هيواد کې د مرستندويو په غو ښتنه دبيلا بيلو ساختارونو په جوړولو سخت انتقاد و کړ او زيا ته يې کړه چې هر راز جوړښت بايد په هيواد کې زموږ دټولنې داړتيا بربنسټ وى .

 په دې ورکشاپ کې د اداري اصلا حاتو اود ملکي خد متو نو دخپلوا ک کميسيون لوى رئيس ډا کتر احمد مشا هد په هيواد کې د ملکي خدمتو نو په سيستم کې د اصلا حا تو درول په باب د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وويل چې اداري يې د جوړيدو له وخت څخه تر او سه پورې په هيواد کې په اداري نظام کې د اصلا حا تو اود ملکي خدمتونو په برخه کې ارزښتناک کارو نه تر سره کړي دي چې په دې لاره کې خپلې ډيرې سترې د ندي يې د کادرو نو د استخدام بهير، د کارکوونکو دظرفيت لوړ ول اود هغوى د کاري چارو څيړنه اوڅارنه ده .

د اداري اصلاحاتو اود ملکى خدمتونو دخپلوا ک کميسيون لوى رئيس زياته کړه چې د اصلاحاتو بهير اود کادري ظرفيتو نو لوړول خلکو ته د کارکوونکو دځواب ورکولو کچه لوړ وي او په ادارو کې دکارونو دپرمختګ سبب کيږي.

 د جمهوري رياست ستر وزيرهدايت امين ارسلا ،دعد لى او قضايي چارو د کميسيون مرستيال محمد عبده ، د چارو د اداري مرستيال نجيب الله امين اود ما ليې وزارت مالى معين محمد مصطفى مستور له بيلا بيلو زاويو څخه  د ملکى نظام د جوړښت داصلاح په مقصد خپلې نظريې او پيشنهادونه وړا ندى کړل .

 د ملکى خدمتونو د جوړښت ورکشاپ چې د وزارتو نو  اود خپلواکو دولتي ادارو معينانو اود بشرى منابعو رئيسا نو پکې ګډون درلود په اوسنيو جوړښتو نو کې د زيا تو اصلا حا تو دڅرنګوالى او اداري په باب د برخه والو په هراړخيز وخبرو سره د مازيګر تر شا و خوا پورې د وام وکړ.

کابل\باختر\ دچنګاښ ٧ مـــــــــه

د افغانستان او ناروې تر منځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د سند محتوا بشپړه شوې ده او دغه سند به د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې د دواړو هېوادونو تر منځ لاسلیک شي.

باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې:

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر جونس سټور سره په کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، ددغه سند په هکله خبرې وکړې او له ناروې هېواد نه یې مننه وکړه چې له افغانستان سره د ګډو اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کوي.

په دې کتنه کې د ناروې د بهرنیو چارو وزیر فاریاب ولایت ته د خپل سفر په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې افغان امنیتي ځواکونه اوس ددې جوګه دي چې په دغه ولایت کې امنیتي مسؤولیتونه پر غاړه واخلي.

ده همدا راز د کابل په قرغې سیمه کې د تروریستي برید له امله د ملکي تلفاتو په خاطر د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب د  افغانستان جمهور رئیس او خلکو ته د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل.

جونس سټور ډاډ ورکړ چې هېواد یې پوره چمتووالی لري چې د افغانستان په اړه د توکیو په کنفرانس کې برخه واخلي.

د افغانستان جمهور رئیس په تېرو لسو کلونو او له هغه وړاندې له افغانستان سره د ناروې هېواد او خلکو د مرستو او په دې برخه کې ددوی له ژمنتیا له امله مننه وکړه

کابل\باختر\ دچنګاښ ٧ مـــــــــه

وسله والو طالبانو په افغانستان کې دديني عالمانو په وژلو سره خپله ديني ضد څيره او غير اسلا مى تګ لاره لا زيا ته بربندوى .

په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې دښمن پرست طالبان بيا هم ددين په باب په خپلو تعبيرونو دبرغولى دايښودلو په خا طر په هيواد کې دانبياو د وارثا نو په وژلو لاس پورې کوى او هم دښوونځيو د تړلو په خاطر زده کوونکى او محصلان په زهرو مسمو موي ترڅو دعلم او پو هې دروازي دښوونځيو د زده کوونکو پرمخ و تړى او ددين پاک لمنى عالمان ووژني .

 دباختر اژانس مبصر ليکې طالبانو په ډير نوى اقدام کې په فراه کې په يو ديني عالم بريد وکړ او بيا يې هم په بيلا بيلو ولايتو نو کې دښوونځيو زده کوونکى مسموم کړل .

دطالبانو دغه حرکت له څو اړخو نو دتفسير وړ دى .

ولى طالبان په ديني عالما نو بريد کوى ؟ ددغې پو ښتنې ځوا ب د اسلام د مقدس دين په باب ددغې ډلې په تعبيرولو کې جرړي لري ځکه ددوى په تعبير هر ديني عالم چې د اسلام د مقدس دين له حکمونو سره سم خلک اخوت ، له جګړې څخه لري وا لى ، وفاق او ملى اتفاق ته راو بولى ، ددوى دښمن دى ځکه دا ددين عالمان دي چې نه غواړي دښمن له سياسي او ددين له وسايلو څخه په استفادې سره په افغانستان کې دجګړې اونښتې ډګر وى اود ښمن خپلو ناوړو او کرغيړ نو هدفو نو ته ورسيږى له همدې ا مله وسله وال طالبان د خپلو بادارا نو په حکم ،بيا هم په افغانستان کې دديني عالما نو په وژلو لاس پورې کوى اود ښوونځيو زده کونکى مسموموي اوس دطالبانو کرغيړنه اونا ولى څيره ټولو ته دپيژندنې وړ ده او په همدې دليل نه يوازې ديني عالمان بلکې خلک غواړي د هغوى د تعبيرولو له شرڅخه خلاصون و مو مي دطالبانو په وړا ندى په غز ني ولايت کې دخلکو مخ په پرا ختيا پاڅون ددغې اد عا مصداق دى .

خلک نن په دې پوه شوي دي چې نه شي کيداى متحجرى مفکورى دمعاصري نړۍ له ترقى سره جوختى وى زموږ په نننى پيړى کې پرمختللو وسايلو د تخنيک خبري کوى او موږ د اسلام اود هغه ددفاع په نا مه ديني عالمان وژنو ، ښوونځيو اوکلينيکونو ته اور اچوو اوتردغو جنايتو نو لا ندې د اسلام مقدس دين پرږدو په داسې حال کې چې زموږ مقدس دين د علم د زده کړى مخالف نه دى او هيڅکله پرا ختيا او پرمختګ په مخالف قطب کې نه دى د مسلما نا نو مقدس اسما نى کتا ب قرانکريم ، مسلمانان زده کړى ، تحرک ،پرمختيا ، اقتصادى اوټولنيزې ودې اودشورا ګانو او غونډو له لارې دشخړو حل کولو ته بللى دي.

هغه کسان چې غواړي د اسلام له نا مه څخه په استفادې سره وحشت ، ډار اچو نه ، ترور، ځان وژنه او چاودنه ترويج کړي ، دانبياو وارثان وژنى. دوستان نه ،بلکې د اسلام دمبين دين دښمنان دي او په همدې دليل په تشو لاسو نو دهغوى په وړا ندى دريږي اوهغوى له خپلو کليو، ولسواليو او ولايتو نو څخه شړى  که چيري طالبان سولى ته مخه ونه کړي او بيا هم مسلما نان و ژني او خپلو انسا نى ضد او ديني ضد حر کتو نو او عملو نو ته دوام ورکړى لري به نه وى چې د هيوادونو اود ولايتو نو خلک د غزني د ميړنيو په شان د هغوى په وړاندى ودريږي اود تل لپاره په ټول هيواد کې د هغوى ټغر راټول کړي.

کابل\باختر\ دچنګاښ ٧ مـــــــــه

دسترې محکمې غړي عبدالمالک کا مه وي چې په دې وروستيو وختو کې يې دولسي جرګې له خوادباور رايه ترلاسه کړى دافغانستان د اسلا مي جمهوريت دجمهور رئيس حامد کرزي په وړا ندى يې دلوړي مراسم پرځاى کړل .

باختراژانس ته د جمهوري رياست د مطبو عاتي دفتر دمعلوماتو له مخې، په دغو مراسمو کې چې نن په ارګ کې پرځاى شول په داسې حال کې قاضي القضات اودسترې محکمې سرپرست پوهاندعبدالسلام عظيمي او لوى څارنوال محمداسحق الکو حاضرودسترې محکمې غړي عبدالمالک کامه وي دوفاداري لوړه و کړه .

ده لوړه وکړه چې داسلام د مقدس دين د حکمونو اودهغونصوصو له مخې چې په اساسي قا نون اود افغا نستان په نورو قوانينو کې را غلي دي ،حق اوعدالت تا مينوي اودقضا دنده په بشپړى امانت داري ،صداقت او بيطرفى سره ا جرا کوي .

ددغو مراسمو په پاى کې د هيواد جمهور رئيس عبدالمالک کا مه وي ته دمبار کي د ويلو په ترڅ کې ده ته ددغه ستر مسوليت په ترسره کولو کې دبرياليتوب هيله و کړه