05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکرونا ويروس  ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت نن...

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : د امريکا د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

کابل باختر د چنګاښ  شپږمه

 دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام .

 په ژورۍ خواشينۍ سره  مې خبر ترلاسه کړ چې دهيواد دفرهنګ او ادب دبرخې يو نوميالي محمد مسعود رجايي  دهغې ناروغي  له امله چې ورپيښه   شوې وه وفات شوى دى .

 ارواښاد محمد مسعود رجايي دهرات پوهنتون دعلمي  شورا غړي او دهرات دلرغونو اثارو دملاتړ د ټولنې غړي هم و .

 ارواښاد  په هرات پوهنتون کې دځوانانو  د تعليم دپرمخ بيولو په ترڅ کې  ددغه ولايت دادبي ټولنې مشرتوب هم په غاړه درلود او دهيواد  دادبياتو په برخه کې  دڅو کتابونو مولف و  مړينه يې ضايعه ده .

 دخپلې خواخوږي او ډاډګيرنې مراتب دارواښاد کورنۍ ، دهرات پوهنتون استادانو اومحصلانو ، ددغه ولايت دادبي ټولنې غړو او دهيواد ټولو ليکوالو او فرهنګيانو ته  څرګندوي او دلوى خداى (ج )  له دربار څخه متوفي ته دمغفرت  او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم

کابل باختر د چنګاښ  شپږمه

   ډاکټر زلمي رسول د دوشنبې په ورځ په لیما، پیرو کې، د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

 د بهرنيو چارووزارت داطلاعاتو اوخپرونو مديريت باختر اژانس ته خبر ورکړ.

دغه کنفرانس چې د نړۍ د  نشه یي توکو د ستونزې په وړاندې د بهرنیو چارو وزیرانو او د ځانګړو ملي ادارو د مشرانو د نړیوال کنفرانس تر سرلیک لاندې ده، د ۶۰ هیوادونو څخه د زیاتو د بهرنیو چارو وزیران او د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې د ملي ادارو مشران او ډیرې نړیوال سازمانونه سره یوځای کړل. پیرویي ولسمشر د دغه یو ورځني کنفرانس پرانیسته وکړه. 

ښاغلي رسول کنفرانس ته په خپله وینا کې د نشه یي توکو په وړاندې د افغانستان دملي مبارزې د جاري ساتلو کلک هوډ یو ځل بیا تازه کړ او په دې اړه به د نړیوالو هڅو سره خپله مرسته جاري وساتي. 

ډاکټر رسول وویل، د نشه یي توکو ستونزې، د افغان ولس د یو سوکاله، پاییدونکي او سالم راتلونکې د هیلو  پر وړاندې جدي ستونزې پیدا کړې دي. 

   د افغانستان حکومت د نړۍ د نشه یي توکو د ستونزې په وړاندې د مبارزې ټینګه ژمنه کړې او له دې ستونزې سره یې د مبارزې په اړه په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه ځانګړي ګامونه اوچت کړي: د قوانیو اتخاذول، د قوانینو د تنفیذ اړونده ادارې پیاوری کول، د نشه یي توکو د حاصلاتو له منځه وړل، د نشه یي توکو د لابراتوارونو له منځه وړل، هیواد ته د راتلونکو هغو موادو چې په نشه یي توکو کې ترینه کار اخیستل کیږي مخنیوې کول، د نشه یي توکو له قاچاقو سره مبارزه کول، د بزګرانو لپاره بدیل فرصتونه پیداکول او د نشه یي توکو سره د مبارزې په ټولو سیمه ییزو او نړیوالو میکانیزمونو او هڅو کې رغنده ونډه اخیستل.” 

ښاغلي ډاکټر زلمي رسول له نشه یي توکو سره د مبارزې په تړاو د افغانستان د مهمو لاسته راوړنو یادونه هم وکړه. 

په تیرو لسو کلونو کې مونږ د نشه یي توکو د تولید او قاچاقو په وړانډې په مبارزه کې د  پام وړ پرمختګ کړې. هغه وویل، د بیلګي په توګه مونږ یواځې په تیر کال کې د هیواد د ۱۴ ولایتونو په ۷۱۹ ولسوالیو کې د کوکنارو ۱۹۲۵ کروندې له منځه وړې دي". 

د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۰ مو کلونو پورې، زمونږ سر شمیرنې د نشه يي توکو په کرلو کې د پام وړ کمښت ښوده. مونږ د هغو کسانو د تعقیب لپاره چې د نشه يي توکو په سوداګرۍ کې لاس لري ځانګړې محکمه جوړه کړې، چې له وړاندې یې په درځنو قاچاقبران محبوس کړي دي.

ښاغلي ډاکټر رسول  همدارنګه د افغانانو هغو سرښندونو ته هم پام ورواړو چې په تیره لسیزه کې د نشه يي توکو سره د مبارزې په وړاندې کړې دي. 

ده زیاته کړه، زموږ هیواد افغانستان د نشه یي توکو د ستونزې لومړنې زیانمن دى، او مونږ هر ورځ د غیرقانوني نشه يي توکو د تولید او قاچاق په وړاندې په مبارزه کې دروند قیمت اداء کوو. یواځې تیر کال د نشه يي توکو په وړاندې عملیاتو کې مونږ ۴۰ پولیس افسران له لاسه ورکړل او ۹۲ نور افغان ملي امنیتي پرسونل ټپیان شول.

 زموږ په سلګونو زره هیواد وال نارینه، ښځینه او ماشومان د دغه نړیوال زیان اړونکي نیغ په نیغه ښکار شوی دي. 

ډاکټر رسول د نشه یي توکو د ستونزې پیچلي ماهیت ته اشاره وکړه او له دې سره یې د مبارزې لپاره د څو اړخیزو همغاړو هڅو اړتیا ته پام ورواړاوه.

هغه همدارنګه په افغانستان کې د نشه يي توکو په تولید کې د کارونې کیمیاوي موادو خراب فکتور  ته  په پام اړونې سره وویل چې د اټول زمونږد هیواد د بهر نه راځي چې باید په جدي توګه یې مخنیوي وشي

کابل\باختر\ دچنګاښ ٥ مــــــــــــه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د افغانستان د خلکو په استازیتوب د مصر د نوي جمهوررئیس په توګه د ډاکتر محمد مرسي د انتخاب له امله د یوې ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې هغه  ته مبارکي وویله.

باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې

په دغو ټیلیفوني خبروکې چې نن ماښام وشوې، د هېواد جمهوررئیس د مصر د جمهوررئیس په توګه د ډاکتر محمد مرسي د انتخابیدو په مناسبت خپلې ښې هیلې او د مبارکۍ مراتب هغه ته وړاندې کړل، وې ویل: خوښ یم چې د ټیلیفون له لارې له تاسو سره خبرې کوم او د مصر د نوي جمهوررئیس په توګه ستاسو د انتخابیدو په مناسبت تاسو ته مبارکي وایم.

حامدکرزي وویل: ډاډه یم چې د مصر د جمهوررئیس په توګه ستاسو انتخابیدل د دغه هېواد خلکو ته یو ښه زیري او له خوشحالۍ څخه ډک پیغام دی چې په ترڅ کې به یې د یوې ښې راتلونکې لپاره د مصر د خلکو هیلې تحقق ومومي.

د هېواد جمهوررئیس افغانستان او مصر د لرغونو او تاریخي اړیکو لرونکي هېوادونه وبلل، وې ویل: د افغانستان زیات شمیرعلماو د مصر د الازهر په پوهنتون کې زده کړې کړي او افغانان دغه هېواد ته د یو دوست هېواد په سترګه ګوري.

حامدکرزي هیله یې وکړه چې د محمد مرسي په انتخاب سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې لا وده او پراختیا ومومي.

د دغو ټلیفوني خبرو په پای کې د هېواد جمهوررئیس ټول اسلامي امت ته د سولې، ثبات او نیکمرغۍ هیله وکړه.

په مقابل کې د مصر نوي جمهوررئیس د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي د ټیلیفوني اړیکې او هغه ته د مبارکۍ د مراتبو د څرګندولو له امله مننه وکړه او د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ یې د اړيکو د لا پراختیا هیله وکړه.

همدا راز، حامدکرزي د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه د راجه پرویز اشرف د ټاکل کیدو له امله د یوې ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې هغه ته مبارکي وویله.

په دې ټیلیفوني اړیکه کې چې نن ماښام ترسره شوه، د هېواد جمهوررئیس د پاکستان د اسلامي جمهوریت د نوي صدراعظم په توګه د راجه پرویز اشرف د ټاکل کیدو له امله هغه ته خپلې نیکې هیلې او د مبارکۍ مراتب وړاندې کړل.

حامدکرزي په دغو ټلیفوني خبروکې د پاکستان نوي صدراعظم ته بلنه ورکړه چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي.

راجه پرویز اشرف د افغانستان د جمهوررئیس د ټلیفوني اړیکې او هغه ته د مبارکۍ د مراتبو له څرګندولو څخه مننه وکړه او افغانستان ته د سفر په باب یې د هغه بلنه په خوښۍ سره ومنله

کابل\باختر\ دچنګاښ ٥ مــــــــــــه

دجمهوري رياست لومړى مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم دافغانستان لپاره د ملګروملتو دسا زمان دعمومي منشي له ځانګړى استازى يانکوبيش سره په کتنه کې د ملګرو ملتو دسازمان اوافغانستان ترمنځ په زياتې همغږي ټينګاروکړ اودايې په هيواد پورې په اړوندو مسئلو کې دچارو د پرمختګ سبب و باله

باختر اژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر د معلو ما تو له مخې په دې کتنه کې چې نن له غر مې مخکې وشوه او په سياسي چارو کې د ملګرو ملتو دسا زمان د استا زى مرستيال او دافغانستان په چارو کې د ملګرو ملتو د نمايند ګى مطبو عا تي مسول هم حاضرو ،د جمهوري رياست لو مړى مرستيال افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د ليږد ونې ددريم پړا و لپاره د افغانستان د اسلا مى جمهوريت د تياري ياد ونه و کړه او ويې ويل: د افغانستان امنيتي ځواکونه هوايي اوتوپچى ،زغره والو او نورو جزوتامونو تجهيزاتو او وسايلو ته اړ تيالري .

د جمهوري رياست لومړى مرستيال دغه راز زيا ته کړه دليږد ونې پړاو اود افغانستان پراختيا، په خپلو پښو ددريدو  لپاره زموږ خلکو ته يوه مهمه اړ تياده .

 د جمهوري رياست لو مړى مرستيال په دې برخه کې د اموسيند په نفتي حو زه کې د تيلو دراايستلو او اکتشاف پيل چې پرون  په سرپل ولايت کې ترسره شول، په دې برخه کې يو ګام و باله او هيله يې و کړه چې د افغا نستان خلک او حکومت دى ډير ژر  د خپل هيواد د اقتصادى پرا ختيا او پرمختيا په لاره کې د نورو مثبتو بدلونونو شا هدان و اوسي .

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو دسا زمان استا زى هم دافغانستان له حکومت اوخلکو سره دغه سا زمان دهميشنيو همکاريو تياري څرګند کړ او ويې ويل: موږ د افغا نستان ملا تړ کوو او هيله لرو د افغا نستان ټول قومونه ، ګوندو نه اومد ني مرکزونه د خپل هيواد دپرمختګ او ابادي لپاره کارو کړي.