05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکرونا ويروس  ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت نن...

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : د امريکا د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

دمرکزي بغلان دقاضي پرکلي دنړيوالو ايتلافي ځواکونو دبمباري له امله داوښتي مرګ  ژوبلي  دڅيړني لپاره دهييت دټاکنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي حکم

دروان  ١٣٩١ لمريزکال دچنګاښ دمياشتې په  دريمه نيټه دورځې ددوو بجو پرشاوخوا دمرکزي بغلان دقاضي پرکلي دنړيوالو ايتلافي ځواکونو دبمباري له امله  دلومړنيو رپوټونو له مخې يو شمير ملکي هيوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

دافغانستان داسلامي جمهوري رياست ددې ويرجنې پيښې له امله خپله ژوره خواشينۍ څرگندوي  اودپيښې دهر اړخيزې څيړنې لپاره دجمهوري رياست سلاکار مولوى عبدالحق مظهري په مشرۍ دلانديني پلاوي  ټاکنه منظوروم :

١_  دولسي جرګي غړې الحاج دلاور ايماق دغړي په توګه .

٢_ دملي دفاع وزارت استازي ، بريدجنرال عبدالرحمن دغړي په توګه.

٣_ دکورنيو چارو وزارت  استازي سمونوال غلام فاروق دغړي په توګه .

٤_ دملي امنيت دلوى  رياست استازي ،ډګروال علي احمددغړي په توګه

٥_ دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکي اداري استازي حاجي غلام علي دغړي په توګه .

٦_  دلوى څارنوالۍ داداري استازي ډګروال عبدالبصير شفق دغړي په توګه

هيئت ته دنده سپارل کيږي چې دجمهوري رياست دخواخوږي  اوغمشريکي مراتب ويرجنوکورنيو ته ورسوي  دسيمې دمحلي اداري دچارواکو ، دولايتي شوراغړو، ديني عالمانو،سپين ږيرو اومشرانوسره په ګډه خپلې څيړنې تر سره دپيښې عوامل تشخيص اودخپلوکړنوبشپړرپوټ  ډير ژر دجمهوري رياست  مقام ته وړاندې کړي .

دبغلان ولايت دولتي چارواکي دى دهييت ځاني مصونيت تامين او ددوى د کارلپاره دى پوره اسانتياوي برابري کړي .

ملي دفاع اودکورنيوچارو وزارتونه دى دپلاوي دتګ راتګ دلارې امنيت تامين کړي .

کابل\باختر\ دچنګاښ ٥ مــــــــــــه

قاضي القضات اودسترې محکمې سرپرست پوهاند عبدالسلام عظيمي نن دخپل کار په دفتر کې په کابل کې دمصر دعربي جمهوريت دسفارت له فرهنګي اتشه ډاکتر طلال فضلي سره وکتل

دسترې محکمې دخبرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې چې په يوه صميمانه اودوستانه فضا کې وشوه ،قاضي القضات ددواړو اسلا مي هيوادونو دلرغونو اوتاريخي اړيکو په باب خبرې وکړې او په تيره بيا متقا بلي قضا يي اړيکې چې له يوه اوږد ځنډ وروسته په څو وروستيو کلو نوکې له سره پيل شوي دي او يوه ښه پړاو ته يې وده کړې ده ګټورې او ارزښتناکې و بللې.

قاضي القضات دغه راز دمصر عربي جمهوريت دعلم او پوهې مرکز وباله اود افغان قاضيانو دتخصصي پروګرامونودعملي کولو په لاره کې يې دقاهرې دقضا يي تعليماتو د مرکز همکاري چې دافغانستان دسترې محکمې اود مصر دعد ليې وزارت ترمنځ ددوه اړخيز تفاهم ليک په چوکاټ کې تر سره شوي دي او په لومړي پړاو کې دسلو تنو په کميت شپږو ډلو قاضيانو دغه هيواد ته يونيم مياشتني سفرو نه وکړل ،دقدر وړ وبللې او هيله يې وکړه چې په تفاهم ليک کې دليکل شوي همکاري نور موارد په پړاويز ډول تحقق ومومي او هم دغه هيواد ته دقاضيا نو د نورو ډلو داستولو دويم پړاو عملي شي .

په مقابل کې دمصر دعربي جمهوريت دسفارت فرهنګي اتشه ښاغلى طلال د افغا نستان اومصر اړيکې دتاريخي جرړو لروونکي اوژورې او هم يې د همکاريو سا حې پرا خې وبللې اود خپل متبوع دولت په استا زيتو ب يې ژمنه و کړه چې ددواړو هيوادونو ترمنځ دقضا يي تفاهم ليک دتحقق او دهمکاريو له دويم پړاو څخه په استفادې سره دتخصصي زده کړو د ترلاسه کولو په مقصد د افغان قاضيانو دسفر په لاره کې د اسا نتياو د برا برولو په برخه کې جدي هلې ځلې و کړي.

کابل باختردچنګاښ دمياشتې  ٥ :

دمرکزي بغلان دقاضي پرکلي دنړيوالو ايتلافي ځواکونو دبمباري له امله داوښتي مرګ  ژوبلي  دڅيړني لپاره دهييت دټاکنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي حکم

دروان  ١٣٩١ لمريزکال دچنګاښ دمياشتې په  دريمه نيټه دورځې ددوو بجو پرشاوخوا دمرکزي بغلان دقاضي پرکلي دنړيوالو ايتلافي ځواکونو دبمباري له امله  دلومړنيو رپوټونو له مخې يو شمير ملکي هيوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

دافغانستان داسلامي جمهوري رياست ددې ويرجنې پيښې له امله خپله ژوره خواشينۍ څرگندوي  اودپيښې دهر اړخيزې څيړنې لپاره دجمهوري رياست سلاکار مولوى عبدالحق مظهري په مشرۍ دلانديني پلاوي  ټاکنه منظوروم :

١_  دولسي جرګي غړې الحاج دلاور ايماق دغړي په توګه .

٢_ دملي دفاع وزارت استازي ، بريدجنرال عبدالرحمن دغړي په توګه.

٣_ دکورنيو چارو وزارت  استازي سمونوال غلام فاروق دغړي په توګه .

٤_ دملي امنيت دلوى  رياست استازي ،ډګروال علي احمددغړي په توګه

٥_ دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکي اداري استازي حاجي غلام علي دغړي په توګه .

٦_  دلوى څارنوالۍ داداري استازي ډګروال عبدالبصير شفق دغړي په توګه

هيئت ته دنده سپارل کيږي چې دجمهوري رياست دخواخوږي  اوغمشريکي مراتب ويرجنوکورنيو ته ورسوي  دسيمې دمحلي اداري دچارواکو ، دولايتي شوراغړو، ديني عالمانو،سپين ږيرو اومشرانوسره په ګډه خپلې څيړنې تر سره دپيښې عوامل تشخيص اودخپلوکړنوبشپړرپوټ  ډير ژر دجمهوري رياست  مقام ته وړاندې کړي .

دبغلان ولايت دولتي چارواکي دى دهييت ځاني مصونيت تامين او ددوى د کارلپاره دى پوره اسانتياوي برابري کړي .

ملي دفاع اودکورنيوچارو وزارتونه دى دپلاوي دتګ راتګ دلارې امنيت تامين کړي .

کابل باختردچنګاښ دمياشتې  ٤ :

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان او اسلام د دښمنانو لخوا د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې په قصدي او بې رحمانه توګه د ملکي وګړو وژنه په کلکه وغندله.

د افغانستان د خلکو دښمنانو د شنبې په شپه دوې بجې د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې یوه کور ته ننوتل او د دریو ښځو په ګډون یې پنځه تنه بې ګناه هېوادوال په شهادت ورسول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس دغه وحشیانه او د ټولو انساني اصولو ضد کړنه په کلکو ټکو وغندله او د ملي امنیت شورا او نورو اړوندو ادارو ته یې دنده وسپارله تر څو ددغې پېښې د عاملینو په ژر تر ژره نیولو او د قانون منګولو ته د هغوی په سپارلو کې چټک اقدام وکړي.

حامد کرزی په فاریاب ولایت کې ددغې پېښې له امله خواشینی شوی دی او د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د نوموړې کورنۍ پاتې غړیو ته وړاندې کوي او دوی ته د جمیل صبر هیله کوي.