05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکرونا ويروس  ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت نن...

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : د امريکا د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

کابل باختردچنګاښ دمياشتې  ٤ :

دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير ډاکترزلمي رسول له خوا دسلوانيا اودکروشيا جمهوريت دبهرنيو چارو دوزيرانوپه نامه  ددغه هيوادونو دملي ورځي له امله دمبارکي پيغامونه ليږل شوي دي.

په پيغامونو کې دمبارکيو د ښومراتبو دڅرگندولو ترڅنګ ددوه اړخيزو اړيکو په ټينګښت اوپراختيا باندې تينګارشوي دي .

کابل باختردچنګاښ دمياشتې  ٤ :

دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير ډاکترزلمي رسول له خوا دجاپان داعليحضرت دامپراطوردکاکادزوي  شهزاده توبوهيتو دمړيني له امله ددغه هيواددبهرنيوچارودوزير په نامه دغه هيواد دډاډګيرنې  پيغام ليږل  شوي دي.

په پيغام کې دجاپان  داعليحضرت امپراطور دکاکا دزوي مړينه يوه ضايعه بلل شوې ده  او دژورۍ خواشينۍ مراتب څرگندشوي دي ..

کابل باختردچنګاښ دمياشتې  ٤ :

دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير ډاکترزلمي رسول له خوا درومانيا دبهرنيو چارو دوزير په توګه داندري مرکه دټاکل کيدو له امله ده تنه دمبارکي پيغام ليږل شوي دي.

په پيغام کې دمبارکيو دمراتبو دڅرگندولو په ترڅ کې ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو په پراختيا باندې تينګاروکړ.

کارپوهان : دغه شان بي ګټي خبرې کومه نوى موضوع نه ده.

کابل باختردچنګاښ دمياشتې  ٤ :

داسي اطلاعات ترلاسه شوي دي چې دګلبدين حکمتيار په مشرۍ دحزب اسلامي استازو او دطالبانو استازو دخپلو خبرو بل پړاو دپاکستان په پيښور ښارکې ترسره کړ.

ويل شوي دي چې دغه خبرې ددغو دوو وسله والو ډلو داتحاد په هدف  چې  دقضاياو په اړوند تريخ چلند لري ، ترسره شوي دي .

دپاکستان يوې ورځپاڼې  په دې وروستيو وختوکې ليکلي دي چې دافغانستان دوسله والو مخالفو ډلو داتحاد په مقصد چې له تاوتريخوالي سره  جوخت کړه وړه لري ، حرکتونه دوام لري .  په وروستي بدلون کې دګلبدين حکمتيار په مشرى دحزب اسلامي استازو اودجلال الدين حقاني دڅانګي دطالبانو استازو په پيښور ښارکې کتلي دي .

ورځپاڼي ليکلي دي چې ددغو دوو تندلارو  او دښمنو ډلو کتنه دآي اس آي په منځګړيتوب اودپاکستان ددغه استخباراتي سازمان دجنرالانو په شتون شوې ده .

ويل شوي دي چې  دوي دآي  اس  آي په سپارښتنه يو لړموافقي ته رسيدلي دي  خودسياسي مسئلو کارپوه وحيد مژده چې دپاکستان مسئلي تعقيبوي دطالبانو په باب دقيق دليل اوبرداشت لري او وايي  دطالبانو اودحزب اسلامي  داستازو ترمنځ خبرېکومه نوي موضوع  نه ده .

حزب اسلامي له زياتي مودي را په دې خوا له طالبانوسره داتحادغوښتنه کوله هغه خبره  چې تل دطالبانو له خوا ردشوې ده .

دمژده دڅرگندونوله مخې طالبان له حزب اسلامي سره په خپلو خبروکې په دې کار ټينګار کوي که چيري حزب اسلامي له طالبانو سره اتحاد غواړي   له خپل هويت څخه دي تير شي او په اصطلاح دطالبانو تربيرغ لاندې دي ودريږي

دپارلمان يوغړى چې نه غواړي نوم يي واخيستل  شي وايي دطالبانو اوګلبدين ترمنځ خبرې بي مفهومه دي . ددغو ددوو ډلو ترمنځ اتحاد پخواهم موجود و خو دغه اتحاد په ښکاره ډول محسوس نه دي ځکه د آي  اس  آي ده چې ددغو دواړو ترمنځ داتحاد په محورکې دي او هغوي ته لارښوونه کوي اوله هغوي څخه ګته اخلي .

ديادوني وړ ده چې افغاني مقاماتو دحزب اسلامي او دطالبانو دډلې ترمنځ دخبرو په باب ديو لړرپوټونو په اړوند نظر نه دي څرگندکړي. او دغو دواړو ډلو هم  په دې ورځپاڼه کې دخپاره شوي خبر په اړوند تبصره نه ده کړي.

دطالبانو اودحزب اسلامي ترمنځ خبرو کې مهم ټکي دا دي که چيري دغه دواړه ډلې په خپلو کې موافقي ته ورسيږي په هيواد کې دسولې دتامينولو لپاره به اغيزه ونلري ځمکه دوي يوازي دخپلو ګټو اوځان غوښتنو په باب معامله کوي