05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکرونا ويروس  ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت نن...

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : د امريکا د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

کابل باختردچنګاښ دمياشتې  ٢ نيټه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د قرغې بند په تفریحي سیمه کې د سپوږمۍ پر هوټل باندې ترورستي برید په کلکه وغانده او دغه عمل یې د افغانستان د دښمنانو د ماتې نښه وبلله.

 باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې:

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د تیرې شپې پر۱۱:۳۰ دقیقو پنځه تنه ترورستانو د قرغې بند په تفریحي سیمه کې د سپوږمۍ پر هوټل باندې برید وکړ او د دغه هوټل د ساتونکو له وژلو وروسته یې په دغه هوټل کې ملکي وګړي یرغمل ونیول.

د هېواد امنیتي ځواکونو له یولسو ساعتونو جګړې وروسته ټول ترورستان له منځه يوړل او له څلویښتو تنو څخه زیاتو هغو کسانو ته چې په دغه هوټل کې د ترورستانو له خوا یرغمل شوي و، نجات ورکړ.

 په دى ترورستي برید کې د هوټل درې تنه ساتونکي، د پولیسو یو سرتیری او څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

حامدکرزی په داسې حال کې چې دغه ترورستي برید په کلکه غندي،  په تفریحي ځایونو باندې د هېواد ددښمنانو او دپردیو مزدورانو له خوا د دا ډول بریدونو ترسره کول، د هغوی د ماتې علامه ګڼي.

د افغانستان جمهوررئیس د ترورستانو په له منځه وړلو او د ملکي وګړو د ژغورلو په لاره کې د هېواد د امنیتي ځواکونو زړورتیا او مسلکي پوهه ستایي او هغوی ته دلابریالیتوبونو هیله کوي.

حامدکرزی همدا راز د دې ترورستي برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او هغوی ته د لوی خدای(ج) له درباره څخه د جمیل صبر هیله کوي.

کابل\باختر\ دچنګاښ اوله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د ملي شورا په فوق العاده غونډه کې وویل چې موږ به له دې وروسته خپل کورنی حالت سم کړو او د قانونمند نظام ستنې به ټینګې کړو.

باختراژانس ته دجمهوررياست دمطبوعاتي دفتردمعلوماتو له مخې.

حامدکرزي په دې غونډه کې دافغانستان ښې راتلونکې ته د اشارې په ترڅ کې وویل موږ به له دې وروسته خپل کورنی حالت سم کړو، په حکومتوالۍ کې به ښه والی راولو، د قانونمند نظام ستنې به ټینګې او قانون به په ښه ډول پلی کړو.

جمهوررئیس د فساد پرخلاف مبارزه یوه جدي اړتیا وبلله،او وې ویل: د خلکو او دولت د جایداد ونو غضب اوج ته رسیدلی دی.د خلکو ځورونه  او د ملت کړونه دا هغه  دردونه دي چې دولت یې باید درملنه وکړي. که دا مو وکړل افغانستان به مستقل  او پرمختللی وي او که دا کارمو ترسره نه کړ، ژوند به مو په عذاب وي.

حامدکرزي وویل: له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته  دا دافغانانو مسوولیت دی چې خپله خاوره پخپله وساتي اوکه چیرې کوم ورانی رامنځته کیږي موږ به د ملت پر وړاندې مسوول واوسو.

جمهوررئیس تنظیم پالنه، قوم پالنه، ولایت پالنه او د خپلوۍ پر بنسټ د اړیکو پالل د ښې حکومتوالۍ په لاره کې پرتې ستونزې وبللې هوډ یې څرګند کړ چې دغه ستونزې به د ملي شورا په همکارۍ له منځه یوسي.

 

ده، وویل:(( زه خو تاسو ټولو تراوسه پورې مصلحت پال بللم او تراوسه د یو شمېر دلایلو له مخې مصلحت پال هم وم، خو له دې وروسته دې خبرې بدلون وکړ اوپه کوردننه به سمونې رامنځته شي.))

جمهوررئیس په هېوادکې د ټوپک له لارې د زور ښودلو علایم خطرناک وبلل،او وې ویل د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی رئیس ته یې لارښوونه کړې ده چې د ټوپک له لارې د زورښودلو مخه ونیسي ترڅو خلک په آرامۍ سره ژوند وکړي.

حامدکرزي د افغانستان د خلکو پرخلاف دسیسو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: هغه کسان چې د افغانستان د تجزیې خوبونه وینې باید په دې پوه شي چې د دوی نیکونو هم دغه آرمان له ځان سره ګورته وړی دی او دوی به یې هم له ځان سره ګورته یوسي.

ده زیاته کړه:(( زه نن دلته په پوره ډاډ سره راغلی یم، ما هم خپل حالات درک کړي او هم خپلې راتلونکې ته پلان لرو، د پرمختللي، د عزت خاوند، د ملي یووالي، د پاکې او خدمتګارې ادارې لرونکې افغانستان لپاره پلان. ځکه چې پاکه او خدمتګاره اداره دا هېواد هغه ځای ته رسوي چې زموږ موخه ده او د افغانستان سیاسیون او نخبه ګان هم په دې اړه ستره وظیفه لري.))

د هېواد جمهورریس په دولتي اداروکې د سمون د رامنځته کولو په باب د دولت د درې ګونو قواوو چارواکي مخاطب کړل وې ویل: څوک دې په شخصی او نورو دلایلو له ما څخه نه خفه کیږي، دا هېواد قربانۍ ته اړتیا لري او موږ ټول باید دې قربانۍ ته حاضر شوو.

حامدکرزي په دې وروستیوکې د هېواد پرامنیتي ځواکونو باندې د تروریستي بریدونو زیاتوالي ته د اشارې په ترڅ کې وویل: افغانستان هره ورځ له شلو تنو څخه تر پنځه ویشتوتنو پورې د هېواد د امنیتي ځواکونو منسوبین د بیلابیلو تروریستي بریدونو له امله له لاسه ورکوي.

ده وویل: دښمن په دې پوهیږي چې افغانستان د همدغو ځواکونو په لاس ساتل کیږي نو ځکه یې د هغوی پرخلاف خپل تروریستي بریدونه پراخ کړي دي.

د هېواد جمهوررئیس په دې باندې ټینګار وکړ چې د افغانستان د خلکو دښمنان باید په دې پوه شي که د نړیوالې ټولنې پیسې وي او که نه وي، د افغانستان خلک به واښه وخوري  او په خپلو خیټو پورې به تیږي وتړي خو خپل امنیتي ځواکونه به په هرډول چې کیږي، پیاوړي کړي ترڅو له خپلې خاورې څخه  په خپلواکه توګه ساتنه وکړي.

کابل باختر د غبرګولي  يو ديرشمه

  ددولت  ددرې ګونو قواو فوق العاده غونډه سبا په کابل کې جوړيږي .

  دغه غونډه له څو پلوه دافغانستان ملت او دولت ته ارزښتناکه بلل کيږي .

 دباختر اژانس مبصر ليکي ، ددولت ددرې ګونو قواو  غونډه  که چيري له يوې خوا دهيواد په ډيرو  مهمو مسئلو کې ملي مشارکت تمثيلوي  له بلي خوا داپه ډاګه کوي چې دافغانستان  مشرتابه له هراړخيزمشارکت  سره جوخت  په کلکو او  ډاډمنو ګامونوسره دهغه افغانستان په لور لاره پرانيزې چې ټولې  چارې يي دافغانانو له خوا ترسره شي .

   دا دمشرتابه يو معقول عزم  او هوډ دي خو هغه ته رسيدل  کيداي شي دهيواد پالنې  په حس سره  په يوه فکر او نظر وي  . دافغانستان مشرتابه له رامنځته کيدو څخه تراوسه پوري هلې ځلې کړي دي اوکوي يي  چې دچارو بهير افغانۍ کړي او افغانان ددغه هيواد دحقيقي  وارثانو په شان دهيواد بيا جوړونې ، ثبات اوپرمختګ  ته ورودانګي  خو هغه څه چې دنظام دغه پاک  هدف يي له ستونزو سره مخامخ کړي دي دسالم مديريت اوظرفيت نشوالي او  په دولتي ادارو او نړيوالو موسسوکې دپراخ فساد لاري  پيداکيدل دي .

 وګړنيز  نظام ددغې وژونکي ناروغي دتشخيص او د جرړو ايستلو او له هغه څخه دهيواد دژغورلو په مقصد له فساد سره دمبارزي  ستراتيژي برابره کړه بيلابيل مرکزونه يي جوړ کړل خو دې موضوع ته ددولتي چارواکو نه پاملرني نظام ته زيات زيانونه  متوجه کړي دي
 ښايي په دي غونډه کې ددغي مسئلي او په دې لاره کې د پراخي او هراړخيزه  مبارزي په باب  تصميمونه ونيول شي  ځکه د رارسيدلو خبرونو له مخې نړيواله ټولنه غواړي له افغانستان سره   دتحول په لسيزه کې مرسته وکړي اودهغوي مرسته داقصتادي او ټولنيز حالت او دعامه سوکالۍ دښه  والي په کار کې ولګوله شي .

 دهيواد جمهور رييس دغه فوق العاده غونډه راوبلله چې مهمي ملي مسئلي له دې جملي څخه ښايي اداري فساد اوښه حکومتوالي طرحه کړي  په هر صورت له  اداري فساد او نشه يي توکو سره مبارزه او ددولتي ادارو دمسلکي ظرفيت لوړوالي هغه مسئلي دي چې بايد هغه نظام ترسره کړي .  خو نوري  مهمي مسئلي لکه دسيمې واکمن حالت ، په سيمه کې  دتروريزم  دخوندي ځالي شتون او له افغانستان څخه دنړيوالو ځواکونو  وتل به هم هغه مسئلې وي چې جمهور رييس به ښايي په هغو خبرې وکړې .

  په هرحال دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي تل په ملي اومهمو  مسئلو کې دملت داستازو رايي ته مخه کړي ده . چې دهغو له نظريو سره سم عملي اقدامات ترسره کړي .

  دالومړۍ ځل نه دي چې جمهور رييس  دخلکو داستازو  رايو ته مخه کوي  ددوديزې  جرګي  جوړيدل  او دستراتيژيک  تړون دلاسليک  په شان دمهمو مسئلو په باب دتصميم نيول ددې ادعا ثبوت دي .

کابل باختر د غبرګولي  يو ديرشمه

  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور ريس حامدکرزي  د ډادګيرنې او خواخوږۍ  پيغام  .

 په ژورۍ  خواشينۍ سره مي خبر ترلاسه کړ چې دهيواديو سابقه  لرونکي کارکوونکى  محمد يعقوب فراهي  دهغې ناروغې له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شو ي دي
 انا لله و انا اليه راجعون  

 ارواښاد  محمد يعقوب فراهي زيات کلونه دفراه ، او نيمروز په دولتي اداروکې خدمت وکړ اويوه موده دنيمروز  والي او دغه راز  په مشرانو  جرګه کې انتخابي  سناتور و مړينه يي يوه ضايعه ده .

 دخپلي خواخوږۍ او ډاد ګيرنې مراتب  دارواښاد کورنۍ ، دوستانو او دنيمروز او فراه دولايتونو خلکو ته څرګندوم دلوى خداى( ج )  له دربار څخه متوفي ته دمغفرت  او پاتي کسانو ته يي دجميل صبر هيله کوم .