05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکرونا ويروس  ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت نن...

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : د امريکا د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

کابل باختر د غبرګولي  يو ديرشمه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي  دسعودي عربستان د ولیعهد په توګه د والاحضرت شهزاده سلمان بن عبدالعزیز د ټاکل کیدو له امله د یوې ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې هغه  ته مبارکي وویله.

باختر اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې.

په دغو ټیلیفوني خبروکې چې پرون مازیګر وشوې، د هېواد جمهوررئیس د سعودي عربستان د ولیعهد په توګه د والا حضرت شهزاده سلمان بن عبدالعزیز د ټاکل کیدو په مناسبت خپلوښوو هيلو او مبارکيو مراتب هغه ته وړاندې او د اعلیحضرت ملک عبدالله دغه پریکړه یې وستایله چې دی یې په دغه مهمه دنده وګماره.

حامدکرزي هیله یې وکړه چې والاحضرت شهزاده سلمان بن عبدالعزیز د الحرمین الشرفین د خادم اعلیحضرت ملک عبدالله بن عبدالعزیز په خرد مندانه مشرۍ چې نه یوازې د سعودي عربستان باچا دی، بلکې زموږ او د ټولې اسلامي نړۍ مشر دی، خپلې اړوندې چارې په بریالیتوب سره ترسره کړی.

حامدکرزي د دغو ټلیفوني خبرو په پای کې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د ورورګلویزو اړیکو پر لا ټینګښت باندې د ټینګار په ترڅ کې والاحضرت شهزاده سلمان بن عبدالعزیز ته د بشپړې روغتیا او بریالیتوب ترڅنګ د سعودي عربستان د ورور هېواد خلکو ته د نیکمرغۍ او پرمختګ هیله وکړه.
په مقابل کې د سعودي عربستان نوي ټاکل شوي ولیعهد والاحضرت شهزاده سلمان بن عبدالعزیز د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي د ټیلیفوني اړیکې او هغه ته د مبارکۍ د مراتبو دڅرګندولو له امله مننه وکړه، وې ویل:  هیله لرم چې د سعودي عربستان خلکو او ټول مسلمه امت ته د خدمت جوګه شم

والاحضرت شهزاده سلمان بن عبدالعزیز هیله وکړه چې په افغانستان کې ډیر ژر تلپاتې سوله ټینګه او د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخه شي.

شهزاده سلمان بن عبدالعزیز د خپل ورور شهزاده نایف د جنازى له ښخیدلو یوه ورځ وروسته د الحرمین الشریفین د خادم او د سعودي عربستان د باچا ملک عبدالله د فرمان له مخې د سعودي عربستان د ولیعهد او د دغه هېواد د صدراعظم د مرستیال په توګه وټاکل شو.

شهزاده سلمان بن عبدالعزیز چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر هم دی د ولیعهد په توګه د اوسنۍ دندې ترڅنګ به د دفاع وزارت چارې هم پرمخ بوځي

کابل\باختر \ دغبرګو لى ٣٠ مـــــــــــه

په افغانستان کې دملګرو ملتو دسا زمان دسرمنشي دځانګړى استا زي يان کوبيش نن له غر مې وروسته د جمهور رئيس له مر ستيال محمد کريم خليلې سره و کتل او خبرې يې ور سره و کړې

باخترا ژانس ته دجمهوري رياست د مطبو عا تي د فتر د معلو ما تو له مخې په دې کتنه کې لو مړي د افغا نستان لپاره د ملګرو ملتو دسا زمان ځانګړى استا زي په برياليتو ب سره دشيکا ګو دغونډې جوړيدل اودغه را ز په افغانستان کې د اسيا د زړه د هيوادو نو د کنفرانس د جوړيدو له ا مله د افغا نستان دولت اوملت ته مبار کي وويله

ده څرګنده کړه چې دشيکا ګو په غونډه کې نړيوالې ټولنې يوځل بيا د افغانستان له دولت او خلکو سره خپل ملا تړ اعلام کړ او ددغې غونډې نتيجې په ډا ګه کوي چې نړيواله ټولنه به له ٢٠١٤ کال وروسته هم افغانستان يوازې پري نږدي

په افغا نستان کې د ملګرو ملتو دسا زمان استا زي دغه را ز څرګنده کړه چې دافغا نستان ددولت په کور به تو ب په کا بل کې داسيا د زړه د هيوادونو د نړيوال کنفرانس جوړيدل د ظرفيتو نو دلوړولو نښه نښا نه اود نړۍ اودسيمې دهيوادو نو په کچه دافغا نستان ددولت او ملت ددريځ څرګندوي دي

ده د افغا نستان دثبات په تا مينولو کې دسيمه ييز ملا تړ جلب مهم و باله او زيا ته يې کړه چې په افغا نستان کې دثبات تا مينول به په سيمه کې دزيات ټيکاو سبب شي

وروسته د جمهور رئيس مرستيال محمد کريم خليلي د افغا نستان له دولت اوخلکو سره د ملګرو ملتو دسا زمان د همکا ريو له ا مله دمننې او قدرداني دڅرګندولو په ترڅ کې په هيواد کې دسو لى اوثبات په تا مينولو باندې ټينګار و کړ او زيا ته يې کړه چې له ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان له خلکو سره د نړيوالې ټولنې همکاري به دسيمې او نړۍ د ثبات په ګټه وي

دجمهور رئيس مرستيال دسولى د تا مينولو لپا ره په عملي اقداماتو باندې ټينګار وکړ خو وي ويل چې دسو لى لپاره هلې ځلې به په تيرو لسو کلونو کې د ترلاسه شويو ارزښتونو دقرباني کولو په معنا نه وي

د جمهور رئيس د مرستيال دڅرګند ونو له مخې د افغا نستان د ولت تل هلې ځلې کړي دي چې ددولت وسله وال مخالفين دسو لى بهير ته وهڅوي خوتر او سه پورې ددولت د مشرتا به هيئت اودسولې دعالى شورا غږ ته کمه پا ملرنه شوې ده

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامد کرزي له خوا د سعودي عربستان د ولیعهد والاحضرت شهزاده سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په نامه په دې شرحه د مبارکۍ پیغام لېږل شوی دی:

اجازه راکړی د افغانستان د خلکو په استازیتوب، د سعودي عربستان د ولیعهد په توګه ستاسو والاحضرت د انتخاب له امله د خپلو مبارکیو او نیکو هیلو مراتب تاسو والا حضرت، سلطنتي کورنۍ او دسعودي عربستان ورور ولس ته وړاندې کړم.

بشپړ باور لرم چې د خادم الحرمین الشریفین په مشرۍ او د خپلې پوهې او تجربې په رڼا کې به دغه مهمه دنده په پوره کامیابۍ سره پرمخ بوځی.

له سعودي عربستان سره مینه د هر افغان په زړه کې ده. ځکه چې خادم الحرمین الشریفین تل د مسلمه امت لپاره خیر غوښتی دی او په دې لړ کې یې افغانانو ته د سولې، خیر او فلاح لپاره ګټورې لارښوونې کړې دي.

دلوی خدای له درباره تاسو والاحضرت ته روغتیا او بریالیتوب، سلطنتي کورنۍ او د سعودي عربستان ورور ولس ته د لازیاتې نیکمرغۍ او سوکالۍ دعا کوم.

کابل\باختر \ دغبرګو لى ٣٠ مـــــــــــه

دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي له خوا دجلالتماب تومسلاو نيکوليک په نامه  دصربيادجمهوررييس په توګه دده دټاکل کيدو له امله  په دى شرحه دمبارکي پيغام صادرشوى دى .

خوښ يم چې دافغانستان دخلکوپه استازيتوب دصربيا دجمهور رييس په توګه دتاسو دټاکل کيدو له امله دډيرو ښو مبارکيو مراتب څرگندوم.

په دى مقام ستاسو ټاکل کيدل ستاسو په پوهي اوپه کاري پروګرامونو ددغه هيواد دخلکو دباور څرگندوى دى.

هيله لرم چې دتاسوجلالتماب په مشري په ټولو برخو کې زموږ دهيوادونوترمنځ دمتقابل درناوي پربنسټ دوستانه اړيکي اوهمکاري لازيات ټينګښت اوپراختيا ومومي .

دتاسو جلالتماب دبرياليتوب اوسلامتيا اوددوست هيواد صربيا دلازياتې ترقي اونيکمرغي هيله کوم.

دغه راز دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي له خوا دپرتګال دجمهورر ييس  انبيل انتونيوکواکوسلوا په نامه ددغه هيواد دملي ورځې له امله په دې شرحه دمبارکي پيغام صادرشوى دى .

خوښ يم چې دافغانستان دخلکو په استازيتوب ددوست هيواد پرتګال دملي ورځې له امله  دډيرو ښو مبارکيو مراتب تاسو جلالتماب او ددغه هيواد خلکو ته څرگندوم.

دافغانستان خلک له دوست هيواد پرتګال سره ددوستانه اړيکو دورځ په ورځ زياتيدونکي پياوړتيا اوپراختيا اودمقتابلو همکاريو له امله خوښ دي  موږ په سياسي ، اقتصادي اوفرهنګي برخو کې له پرتګال سره دښو اودوستانه اړيکو دلازياتې پياوړتيا اوپراختيا غوښتنه کوو.

دجلالتماب جمهوررييس روغتيا اوسلامتيا اوددوست هيواد پرتګال ترقي اونيکمرغي زماهيله ده.