19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

د بن د نړيوال کنفرانس لو مړى غونډه په سيمه ييز وخت نن له غر مي وروسته د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي په مشرۍ اود افغا نستان او جر مني دبهرنيو چارو د  وزيرا نو په مشارکت جوړه شوه

د باختر د ا  طلاعا تي ا ژانس دخبريال دخبر له مخې : په غونډه کې ددې ترڅنګ چې دځينو برخه والو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرا نو وينا وي و کړې

د افغا نستان د سو لى د عا لى شورا ددارالا نشا رئيس معصوم ستانکزى خبرې و کړې اود افغا ني دسو لى د پرو ګرام د چوکاټ په باب يې برخه والو ته معلو ما ت ورکړل

د کنفرا نس له غر مي وروسته غونډه کې درو سيې د بهرنيو چارو وزير په خپلې وينا کې وويل: روسيه او ا مريکا موافقى ته رسيد لى دي چې دشانګهاى د اقتصادى همکاريو دسا زمان له لارې له افغانستان سره مر سته و کړي

 د انګلستان دبهرنيو چارو وزير په خپلې وينا کې طرحه کړه چې ددغه هيواد ځواکونه به ٢٠١٥ م کال کې له افغا نستان څخه وځى خو وي ويل موږ په داسې حال کې له افغا نستان څخه وځو چې دغه هيواد د نړۍ د بيو زلى هيواد په تو ګه پا تې کيږي ) ده دغه راز وويل انګلستان  به د افغا نستان پوځي عا لى اکاډمى له لارې د افغا نستان پوځي ځوا کو نه وروزي .

 دفرا نسې د بهرنيو چارو وزير د افغا نستان دستو نزې ياد ونه و کړه او داسې يې څرګنده کړه چې د افغا نستان ستو نزه د ملى پوځي لاره نه لري بايد په افغا نستان کې دسو لى اوخبرو بهير دوام و کړي

 د ايران دبهرنيو چارو وزير  ددولتو نو ترمنځ تاريخي پيوندونو سره داړيکې ترڅنګ  دافغا نستان په بنسټيزې ودې باندې  ټينګار و کړ او په افغا نستان کې د پوځي اډوجوړول يې د سو لى له بهير سره مرسته کوونکى ونه بلل ، ده د پرو فيسر رباني شهادت يوه ضايعه وبلله او په افغا نستان کې يې دسو لى د پرو ګرام په دوام باندې ټينګار و کړ

 دپو لند د بهرنيو چارو وزير د افغا نستان خلک ازادى غو ښتو نکى و بلل .ده هم سو له او خبرې په افغا نستان کې د بحران دپاى ته رسولو اصلى لاره و بلله

 د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير په خپلې وينا کې د افغا نستان له لارې هند او پا کستان ته د ترکمنستان دګازو دنل ليکى دْغځولو يادونه و کړه اودغه را ز يې وى ويل افغا نستان ته د بريښنا صادرات زياتوى اودغه راز افغا نستان د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ غځولو ته زيا ته پا ملرنه کوي او په افغا نستان دګتورو اقتصادى پرو ژو ملاتړ کوى

ددغه کنفرا نس وينا وال داردن د بهرنيو چارو وزير هم د پرو فيسر برهان الدين شهادت يوه ضايعه و بلله او وي ويل : اردن به په افغانستان کې دپوځيا نو ، ډا کترا نو او انځور پالو رو زنې ته د وام ورکړي

 د هند د بهرنيو چارو وزير په خپلې وينا کې طرحه کړه چې سو له هغه وخت په افغا نستان کې تا مينداي شي چې د ترو ريستا نو اډې دړې وړې شي

ده د ښځو د حقوقو په تا مينولو او په بيلا بيلو برخو کې په خپلو پښو د افغا نستان د خللکو په دريدلو ټينګارو کړ. د افغا نستان اوهند د مشرا نو ترمنځ سترا تيژيک تړون لاسليک کولو ته اشاره و کړه او وي ويل چې هند له افغا نستان سره داوږد مهالو همکاريو سند لاسليک کړى دى او هند به دد مو کرا تيکو جوړ ښتو نو او ادرى په جوړ ولو کې هم مر سته و کړي

دهند د بهرنيو چارو وزير افغا نى سو دا ګرو ته دګمر کي خنډو نو د لري کولو ياد ونه هم و کړه او وي ويل هندى سو دا ګر و په افغا نستان کې په سلګو نو مليو نه ډالره پانګه چو لې ده

 دقزا قستان د بهرنيو چارو وزير په افغا نستان کې په ترانزيتى او لوژستيکى برخو کې ددغه هيواد د تياريو ياد ونه و کړه اود ايټا ليا د بهرنيو چارو وزير دقا نون جوړولو په برخه کې  ددغه هيواد د همکاريو په دوام باندې ټينګار و کړ

دغه را ز باري سلام اوميرمن سيلۍ غفاري د افغا نستان د مد نى ټولنې په استا زيتو ب وينا و کړه اود افغا نستان د خلکو هيلي يې بيان کړې

په خبر کې ويل شوي دي دبن کنفرا نس دويمه او دريمه غونډه دغه راز نن جو ړيږي او په پاى کې به د افغا نستان او المان د بهرنيو چارو وزيرا ن د کنفرانس نتيجې خبريالا نو ته بيان کړي

د بن دکنفرانس دخبري پو ښښ لپاره څه نا څه زرو تنو خبريالا نو ګډون کړى دي .

قاضي القضات اود ستر ي محکمې سرپرست پو ها ند عبدالسلام عظيمى د نړۍ د قاضي القضا تا نو په دولسم نړيوال کنفرانس کې دګډ ون لپاره  نن هندو ستان ته روان شو

 د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته دستري محکمې د خپرونو رياست د معلو ما تو له مخې : قاضي القضات چې د نړۍ دڅه دپاسه دوو ملياردو ماشو ما نو اود هغو نسلو نو دسو لى او پيغام تر شعار لا ندې چې لا تر او سه پورې نه دي زيږيدلى د هند د لکنهو په کنفرانس کې د ٢٠١١ کال ددسمبر د مياشتې له اوومې څخه تر دياترلسمې نيټې پورې ګډون کوى ، ټا کل شوې ده دسو لى په دې نړيوال کنفرانس کې له ترو ريزم سره دمبار زې ، د نړيوال امنيت د تا مينولو ، د ځوان نسل دسا لمې روزنې ، دسو لى او برخه والو هيوادو نو کې د ښوونځيو په تعليمى نصا بو نو کې د اصلا حا تو درا وستلو اودټولنې د زيان منونکى دقشر په تو ګه دښځو او ماشو ما نو ته دپا ملرنې په لاره کې مفصل وينا واوروي

 د يادونې وړ ده : دسو لى نړيوال کنفرانس چې په کال کې يوځل د هندو ستان د لکنهو ښار د مو نتى سورى دسو لى د ښوونځى په نوښت جو ړيږي د زيا ترو اسيايي ، افريقا يي اود لا تينې امريکا د هيوادونو قاضي القضا تا ن د عد ليې وزيرا ن او د استا زى ګډون کوى

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي نن دبن په نړيوال کنفرانس کې په خپلو خبرو کې وويل: له نن څخه لس کاله مخکې افغا نستان د نړيوالې ټولنې په همکارۍ ديوه ګډ هدف په لور نوى يون پيل کړ او په دې لاره کې په بيلا بيلو برخو کې دسترو برياليتو بو نو شا هدان يو.

له بن څخه د باختر د اطلاعا تي ا ژانس دخبريال دخبر له مخې : دبن دويم نړيوال کنفرانس نن له غر مي مخکې د المان دبهرنيو چارو د وزير په وينا سره په خپل کار پيل و کړ . دالمان د بهرنيو چارو وزير په خپلو خبرو کې يوځل بيا د افغا نستان له خلکو سره د نړيوالې ټولنې او المان په ژمنو ټينګار و کړاو ويې ويل: بايد په افغا نستان کې تيري تيروتنې تکرار نه شي

ده دغه راز زيا ته کړه : المان به له ٢٠١٤ م کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته د وام ورکړي ، په تيره بيا د افغانستان د ملى پو ليسو دروزلو په برخه کې .وروسته د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي خبرې و کړې اود تيرو لسو کلونو بدلونونه يې وڅيړل او کمزوري ټکي يې په ګوټه کړل

ديو دموکرا تيک افغا نستان د هغه افغا نستان په استا زيتو ب له تاسو سره خبرې کوم چې اساسي قا نون لري چې دښځو او نارينه و په ګډون د افغا نستان دټولو اتباعو حقوق پکې تسجيل شوى دى

جمهور رئيس زيا ته کړه: زموږ په هيواد کې څه نا څه اته مليو نه ماشوما ن او تنکي ځوا نا ن ښوونځيو ته ځي ،شپږ مليو نو تنوافغانانو په نړيوالو اړيکو برلاسي مو ند لى دي ، په زرګو نو فابريکې جوړې شوي دي او په زرګو نو تنو افغا نا نو ته کاري فرصتونه برا بر شوي دي .

جمهور رئيس په خپلې وينا کې په داسې حال کې چې په هيواد کې د پرمختللى اقتصاد يادونه وکړه څرګنده يې کړه ، بيوزلى د افغانستان د خلکو اساسي ستونزه ده چې بايد له دغې پديدې سره  په يوې ځواکمنې ادارې سره نړيوالې ټولنې په همکارۍ مبار زه وشى

حا مد کرزي په افغا نستان کې له امنيتي مسئلو سره هم اړيکې ونيولې او وي ويل چې د افغا نستان د خلکو اساسي ستو نزه د امنيت مسئله ده .ده وويل مخالفې ډلې کمزوري شوي دي باثبا ته او سو له ييز افغا نستان د خلکو ، سيمې اونړۍ په ګټه دى

 جمهور رئيس په دې وينا کې د امنيتي مسو ليتونو د ليږد ونې پروګرام  ددوديزې لويې جرګې له جوړولو اود افغا نا نو دسو لى له پروګرام سره هم اړيکې ونيولې

جمهور رئيس په خپلو خبرو کې د نړيوالې ټولنې په تيره بيا د المان همکاري يې وستايلې ، ويې ويل ، د افغا نستان خلک له هغو کسانو سره سو له کو ى چې لاسو نه يې د خلکو په وينې ککړ نه وى ، د افغانستان اساسي قا نون و منى او له نړيوالو ترو رستا نو سره همکاري ونه لري .

د ملګرو ملتو دسا زمان سرمنشي بانکى مون هم د بن په نړيوال کنفرانس کې خبرې و کړې او وي ويل : موږنن ددې لپاره را غونډ شوي يو چې د افغا نستان د خلکو ستو نزې وڅيړو او  ددې ترڅنګ چې په تيرو لسو کلو نو کې يې د افغا نستان پرمختګو نه او برياليتوبو نه وستايل ، ويې ويل : د ملګرو ملتو سا زمان او نړيواله ټولنه به له ٢٠١٤ کال وروسته له افغا نستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي

د مګرو ملتو دسا زمان سرمنشي په خپلو خبرو کې د ملکى وګړو د وژل کيدو پرمخنيوي ټينګار و کړ او زيا ته يې کړه :

دبشر حقوق اود ښځې حقوق هغه وخت په افغا نستان کې تا مينيدلاى شي چې په افغا نستان کې بشپړ امنيت تا مين شي

ده څرګنده کړه : دغه هدف ته رسيدل هغه وخت امکان لري چې نړيواله ټولنه د افغا نستان له خلکو سره مرسته و کړي

بانکى مون دغه راز وويل : له يوه باثباته افغا نستان څخه د افغانستان د ګاونډيا نو پو هيدل په خپله دهغوى په ګټه دى

وروسته د المان صدراعظمې ميرمن انکلا مارکل خبرې و کړې او له ٢٠١٤ م کال وروسته يې د المان په همکارۍ ټينګار و کړ

ددغه کنفرا نس بل وينا وال ډا کتر   زلمي رسول ، له نړيوالې ټولنې د ملګرو ملتو دسا زمان او جرمني څخه د بن د کنفرانس د جوړولو له امله مننه و کړه او له ٢٠١٤ م کال وروسته يې د نړيوالې ټولنې د همکار يو غو ښتنه و کړه

 دبن دويم کنفرانس دڅه دپاسه سلو هيوادو نو او نړيوالو سا زما نو نو د استا زو په ګډ ون په بن کې جوړ شو

ګرا نو هيواد والو اود افغا نستان ديندارو او پتمنو خلکو !

اسلام  عليکم ورحمته الله و برکا ته .

دمحرم الحرام دمياشتې دلسمې ورځې _  په کربلا کې داسلام دپياوړي سردارحضرت حسين (رض) او دده ديارا نو ددردوونکى شهادت د ورځې له ا مله د هيواد ټولو ګرانو او ديندارو خلکو او ټول اسلا مي امت ته دډاډ ګيرنې مراتب څرګند وم

 په دى پو هيږم چې دقرانکريم د څرګند نص له مخې ، شهيدان په جنت کې دي او زه دامام حسين (رض) او دده ديارا نو اود حق ،انسانيت او عدالت دلارې ټولو شهيدا نو ته زيات درود استوم

په ځان وياړم چې د افغا نستان مسلمان اوديندار خللک د يو بل ترڅنګ په بشپړې ورورولي ، پيوستون او يو والې سره دشا ندارو او پرتمينو مراسمو په پرځاى کولو اود هيواد په ګوټ ګوټ کې په پراخ وګړني شتون سر ه دغه ترخه او دردوونکى ورځ نمانځي او درنا وي يې کوي

دا کار زموږ د هيواد دټولو خلکو ترمنځ د اخوت او ورور ولي نښه نښانه ده چې باور لري ټول اسلا مي امت د اسلام دمبين دين د يوې برکتى ونې ميوې دي

د محرم لسمه د اسلام په تاريخ کې يوه ترخه اوغمجنه ورځ ده چې موږ ته هغه خونړي پيښې اوجريا نات را په ياد وي چې په  ٦١ هجري کال کې په دغه شان ورځ دکربلا په دښته کې رامنځته شوي ددغو سختو اوزړه بوږ نوونکو پيښو ياد ونه اوس زموږ په باورونو کې په خاص فرهنګ بدله شوې ، د اسې فرهنګ چې هغو کسا نو ته ددرنا وي د ادا کولو لپاره  يوه مرجع ده چې په خپلو ويښو او پاکو وجدا نو نو سره دحق او عدالت دلارې اود ظلم او فساد پرخلاف دمبارزې علم برداران شول

حضرت امام حسين (رض) اوياران يې د عدالت په خاطر دمبارزې علمبرداران و،دوى دپيغمبر(ص) ددين اود اسلام دستر پيغمبر دشريعت اوسنت دټينګ پا تې کيدو په خا طر پا څون و کړ او په دى لاره کې يې خپل سرونه قرباني کړل

د محرم لسمه دهرمسلمان په ذهن کې د اسلام په تاريخ کې ديو سترناتار يادونه ده چې په هغې کې دپيغمبر (ص) ډير ګران کسان دخونړيو پيښو په ګردا ب کې ولويږي اوپه مظلومانه ډول وينې يې د يزيد اود يزيدانو په ناپا کو لاسو نو توييږي اود کربلا ددښتې لمنې سري کيږي

زموږ په هيواد او په ټولو اسلا مي هيوادونو کې دحضرت امام حسين (رض) اود هغه ديارانو دشهادت خا طره دظلم ، فساد او استبداد اود هغو خپل سريو پر ضد دمبارزې لپاره يوه انګيزه ده چې د هر مسلمان په عقل او هوښ او وجدان کې د يوې اسلا مي وجيبې په تو ګه منل شوې ده چې دغه راز موږ لا زيات يو والى او پيوستون ته هم بولى

يوځل بيا له همدې ا مله د خپلې ژورې ډاډ ګيرنې او خوا خوږي مراتب د افغا نستان ټولو ګرا نو خلکو اود نړۍ ټولو مسلمانا نو ته وړا ندى کوم اود لوى خداى (ج) له دربارڅخه هيله لرم د حضرت امام حسين (رض) اود کربلا دشهيدا نو خا طره دخپل رحمت وسيله وګرځوي اوددغې معرکي د شهيدا نو دوينې په برکت د افغا نستان خلک په سو لى او ارا مي او ثبات برلاسي شي