05 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

يو قاتل ونيول شو

يو قاتل ونيول شو

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر : دکابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سیاسی

کابل / دليندې ٧مه /باختر :
دهېواد دبهرنيو چارو دوزارت سرپرست  ادريس زمان په کابل کې  دفرانسې له سفير  ديويد مارتينن  سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې ددوه اړخيزو اړيکو دمسئلو په باب  تمرکز وشو .
دواړو لورو دافغانستان دولت دسولې دهلوځلو او دغه راز دوروستيو پرمختياو په باب  خبرې اترې وکړې .
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست  دافغانستان  دسولې  او ددولت  داووه ماده ئيز پلان په باب دفرانسې سفير ته معلومات ورکړل .
دواړو لورو په يو وخت کې  دافغانانو په مشري دسولې دخبرواترو او داوربند دارزښت په اړتيا ټينګار  وکړ .
هغوى دغه راز د دواړو هېوادونو دبهرنيو چارو دوزارتونو دديپلوماسۍ انستيتونونو  ترمنځ  دممکنو همکاريو په ګډون ددوه اړخيزو اړيکو دبېلابېلو اړخونو په باب خبرې اترې وکړې .
ختم- ج _ اکرم

کابل / د لیندۍ ۶ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني پروان ته د خپل سفر پر مهال د جبل السراج تاریخي ماڼۍ د بیارغاونې کاري بهیر د لیدنې ترڅنګ د چاریکارو ښار د لومړۍ حوزې روزنیز مرکز ته څېرمه د روان کال د وږي د ۲۶ مې ترهرګریز برید د شهیدانو له وارثینو سره په کتنه کې غمشریکي وکړه.

په کتنه کې چې په جبل السراج ماڼۍ کې وشوه، د شهیدانو د وارثینو په استازیتوب ملا بابه ګل د شهیدانو له کورنیو سره د مرستې په خاطر د مننې ترڅنګ د دوی د سرپناه ستونزې ته د رسېدنې او یتیمانو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

جمهوررییس غني یو ځل بیا د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل او وې ویل: موږ ستاسې په غم کې شریک یوو او هیڅکله به د شهیدانو خاطرات له یاده ونه باسو.

هغه زیاته کړه،:دا د جمهوریت شهیدان دي چې په ازاده فضا کې یې د خپلې خوښې نوماند په ټاکنیز کمپاین کې ګډون کړی و او د افغانستان دښمنانو په شهادت ورسول.

جمهوررییس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د یادې پېښې د شهیدانو وارثینو ټولې اړتیاوې وارزوي او د مرستې په موخه یې اساسي اقدامات وشي.

وروسته د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح د شهیدانو له وارثینو سره د تسلیت او غمشریکۍ ترڅنګ وویل: په الفاظو ستاسې غم او درد نشي تسکینېدلی. هغه زیاته کړه: دولت به د پروان د مشرانو په همکارۍ ستاسې غوښتنې وارزوي او رسیدنه به ورته وکړي.

 

کابل / د لیندۍ ۶ مه / باختر

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني نن سهار د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د جبل السراج تاریخي ماڼۍ د بیارغاونې بهیر د لیدنې په موخه پروان  ته سفر وکړ.

باختر آژانس ته د جمهوری ریاست د ویندوی د دفتر له مخې، جمهوررییس د یادې ماڼۍ د بېلابېلو برخو د کاري بهیر د لیدنې پرمهال وویل: افغان ولس په ځانګړي ډول د پروان خلکو ته مبارکي وایم چې یوه کنډواله بېرته د هیلو او ویاړ په بنسټ بدلېږي.

جمهوررییس د دې په څرګندولو چې د جبل السراج ماڼۍ به د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت په موزیم بدله شي وویل: جهاد د ټولو افغانانو ویاړ دی. هغه زیاته کړه، یو بنسټ باید د دې ماڼۍ د منابعو دوامدار مدیریت په غاړه واخلي او د منار په سیمه کې دې یو بازار جوړ شي، چې سیلانیان په اساسي ډول د افغانستان له تېر تاریخ او زموږ فرهنګي میراثونو سره بلد شي.

جمهوررییس وویل: د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان په توګه د پروان ولایت د بچیانو پر سرښندنو چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د هیواد دفاع کوي، ویاړم او درناوی یې کوم.

جمهوررییس څرګنده کړه: د جمهوري ریاست ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې د راپور پر بنسټ، ددغه بنسټ له لورې پر جوړو شویو ودانیو لګښت څو برابره کم دی او دغې ادارې د هیواد په ۲۶ ولایتونو کې ۲۶ جوماتونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي چې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د دې ادارې له لورې د ۳۷۷ جوماتونو د جوړولو کار جریان لري.

جمهوررییس وویل: هڅه کوو چې د روغتیا په برخه کې د واضحې پانګونې زمینه برابره کړو.

هغه د هیواد د ملکي او پوځي شهیدانو کورنیو په ځانګړي ډول د پروان د شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه او وې ویل، پروان د جمهوریت د بقا په خاطر بې شمېره قربانۍ ورکړي او په تېرو ټاکنو کې د دغه ولایت د خلکو ونډه د پام وړ وه.

جمهوررییس وویل، د افغانستان ملي یووالی، اسلامي ارزښتونه، جمهوریت او له هر افغان سره د بل افغان برابري زموږ ژمنه ده. هغه زیاته کړه چې د خلکو له مشورې او همغږۍ پرته د سولې تامین، پرمختګ او د بشري سرچینو مدیرت امکان نه لري.

جمهوررییس د دې په بیانولو چې د افغانستان ملت له وابستګۍ، بې وزلۍ، وېش او ګواښ څخه راوتلی دی وویل: راتلونکی کال به د اوبو پر مدیریت زیات تمرکز ولرو او د کابل او پروان د څښاک اوبو د سروې په خاطر مې اړوندو ادارو ته لارښونه کړی ده.

جمهوررییس غني وویل: د افغانستان په ځانګړي ډول د پروان پیداوارو ته بازارموندنه کېږي او اړتیا ده چې هر کال په ملي او ولایتي کچه خپل لومړیتوبونه وټاکو. هغه د پروان له پانګوالو وغوښتل چې د یاد ولایت او ټول هیواد د بیارغاونې په برخه کې مخکښ شي.

په دغو مراسمو کې د پروان والي فضل الدین عیار ښې رهبرۍ او بیارغاونې او د لویو ملي پروګرامونو تطبیق ته د جمهوررییس له پاملرنې مننه وکړه وې ویل: د جبل السراج ماڼۍ پر بیارغاونې سربېره، د پروان د لیلیې، جوماتونو او روغتونونو لپاره د انتظار خونو جوړولو پروژې د جمهوري ریاست ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له لورې دوام لري.

همداراز د پروان ولایتي شورا رییس بهاوالدین جیلاني د تاریخي آبداتو په ځانګړي ډول د جبل السراج ماڼۍ بیارغاونې ته د جمهوررییس له پاملرنې مننه وکړه.

هغه زیاته کړه: نن موږ  په یوې داسې تاریخي ودانۍ کې ولاړ یوو چې د پردیو د جنګونو او یرغل له امله کنډواله شوې وه او د پروان خلک او د هیواد تاریخ به هېڅکله له یاده ونه باسي چې د جمهوررییس زړه بیارغاونې او جوړولو ته تپېږي.

هغه خپلواکه دفاع، په بریالي ډول د ټاکنو ترسره کېدل او د سولې خبرو بهیر د جمهوررییس او افغانستان حکومت د پام وړ ګامونه وبلل.

په دغو مراسمو کې د جمهوري ریاست ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې مرستیال عبدالرحمن عطاش د جبل السراج ماڼۍ د بیارغاونې بهیر په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، د دې ودانۍ د بیارغاونې چارې د جمهوررییس غني په لارښوونه د ۱۳۸۷ په تلې کې پیل شوې او ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.

هغه څرګنده کړه: د جبل السراج ماڼۍ د بیارغاونې په ګډون په پروان کې د ۱۷ نورو پروژو د بیارغاونې کارونه دوام لري او یو شمېر یې بشپړې شوې دي.

وروسته د پروان ولایتي شورا غړې ملکې مایلزاده د جبل السراج تاریخي ماڼۍ بیارغاونې ته د جمهوررییس له پاملرنې د مننې ترڅنګ وویل: د جمهوررییس غني د زعامت پر مهال په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو، ښځو حقونو او ملي وحدت برخو کې زیاتې لاسته راوړنې لرو

هغې زیاته کړه، دغه هڅې د جمهوررییس اراده او عزم ښیي چې د افغانستان په تاریخ کې بې ساری دی.

په همدې ترتیب د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان هم په خپلو خبرو کې وویل: د تاریخي ابداتو جوړول زموږ له اسلامي او ملي ارزښتونو سره اړیکه لري. هغه زیاته کړه، د دغه ډول ځایونو جوړول چې خلک سره یو ځای کوي، اسلامي او ملي کار دی.

هغه همداراز د استالف تخت بیارغاونې، د شهیدانو وارثینو او په پروان ولایت کې د ځمکو خړوبولو لپاره د بندونو جوړولو ته د جمهوررییس د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د دغو مراسمو په جریان کې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې د جبل السراج ماڼۍ د تاریخي مخینې او بیارغاونې بهیر د دوام په اړه ویډیو هم نندارې ته وړاندې شوه.

 

کابل/دلیندۍ۶مه/باختر
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر جسیم محمد الخالدي سره وکتل.
له ملي امنیت شورا دفتر څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په کتنه کې د افغانستان او سعودي عربستان پر اوږده ملګرتیا او اوسنیو همکاریو خبرې وشوې.
د ملي امنیت سلاکار وویل چې افغانستان تل په اسلامي نړۍ کې د سعودي عربستان رول د یوه ستر او اغېزمن اسلامي هېواد په توګه پېژندلی او قدر یې کوي.
هغه د سولې او پراختیا په برخه کې هم د دغه هېواد د همکاریو او ملاتړ مننه وکړه.
سرچینه زیاتوی چې په کتنه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزه هم خبرې وشوې.
د ملي امنیت سلاکار وویل چې حکومت سږ کال له طالبانو او داعش سره په جګړه کې تر بل هر وخت ډېرې لاسته راوړنې لري او دا ډلې یې ځپلې دي.
په همدې حال کې د سعودي عربستان سفیر ترهګري د ټولو دښمنه پدیده وبلله او ویې ویل چې له دغې پدیدې سره په مبارزه کې همکارۍ ته چمتو دی.
پای/وصال

 

Page 6 of 2190